Feb 05, 2022 15:24 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یا دبزرگي دمیاشتې له ۳ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له پنځمې نیټې سره برابره ده.

۱۱۸۹ کاله پخوا، د دوه سوه څلور پنځوسم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په دریمه نیټه، د پیغمبر اکرم (ص) ګران لمسی، حضرت امام علی النقی (ع) په شهادت ورسید.

هغه حضرت په دوه سوه دولسم هجری قمری کال کښې له مدینې ښار سره په نږدې سیمه کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د قدرمن پلار، حضرت امام جواد (ع) تر لار ښوونې لاندې وراغئ.

هغه حضرت دخپل پلار له رحلته وروسته، د اسلامی امت او اسلامی ټولنې لار ښوونه پر غاړه واخیسته. د امام علی النقی (ع) یو مشهور لقب ( هادی) د هدایت کونکی په معنا ؤ.

امام هادی (ع) د اسلام د ځلانده څیرې په رښتینې معرفی کولو کښې ډیرې هڅې وکړې. د حضرت امام هادی (ع) یو مهم کار د تشیع د فکری او کلتوری کرښې ساتنه او د مخالفانو د القائاتو مخه نیول ؤ. دغه کار د نامتو شاګردانو روزلو او د علمیه حوزې جوړولو او د فقې او د اسلامی اصولو د عقایدو تدریس ته اړتیا درلوده چې د حضرت امام علی النقی (ع) په زمانه کښې یې هم دوام وموند. هغه حضرت د حضرت عبدالعظیم حسنی، ابن سکیت اهوازی، اسماعیل بن مهران، ابو هاشم جعفری، جعفر بن سهیل او نورو په شان نامتو شاګردان وروزل او له هڅو ډکه او فعاله علمی حوزه یې رامینځته کړه. دغه بزرګوار امام د تشیع د فقهې، عقایدو او کلتور په ټینګولو کښې پراخې هڅې وکړې او په دې هکله یې کتابونه هم ولیکل. منجمله د جبر او تفویض په ردولو کښې یوه رساله، د عدل او المنزله بین المنزلتین په ثابتولو کښې یوه رساله او د دین په احکامو کښې یوه رساله.

همداراز حضرت امام علی النقی (ع)، د ریښتینی اسلام د ځلانده څیرې د معرفی کولو لپاره د مختلفو عقیدتی، فکری او ټولنیزو مسایلو د بحث لپاره ګڼ شمیر ناستې جوړې کړې او په دغو ناستو کښې یې راپورته شویو پوښتنو ته ځوابونه ورکول.

د علم او ادب ګڼ شمیر مینه والو به د هغه په ناستو کښې ګډون کاوه او د هغه حضرت د پوهې له لوئ سمندره یې ګټه پورته کوله.

حضرت امام هادی ( ع) د اړمنو او ښکیلو کسانو د پناه ځائ ؤ او هغوئ به یې هیڅکله هم له خپل کوره نهیلی نه شړل.

حضرت امام علی النقی (ع) بالاخره له کابو دوه څلویښت کاله ژوند او درې دیرش کاله امامت وروسته د دوه سوه څلور پنځوسم هجری قمری کال د رجب په دریمه د هغو زهرو له امله چې د دیارلسم عباسی واکمن معتز په یوې دسیسې سره د معتمد عباسی لخوا ورته ورکړل شول ، په شهادت ورسید او هغه بزرګوار امام یې د سامرا په ښار کښې خاورو ته وسپاره.

د دغه قدرمن امام د شهادت د کلیزې په مناسبت د تسلیت د وړاندې کولو ترڅنګ د هغه مبارک یوه حکیمانه وینا را اخلو چې فرمایلی یې دی: ( د هغه کس له شره چې خپل شخصیت کم ګڼی او ځانته په ارزښت قایل نه دئ، ځان وساتئ).

 

۱۰۵۵  کاله پخوا، د درې سوه اته اتیایم هجری قمری کال د رجب په دریمه نیټه، د اسلام او ایران یو ویاړمن ریاضی پوه او ستور پیژاندی ابو الوفا محمد بن یحیی بوزجانی وفات شو.

بوزجانی په درې سوه اته ویشتم هجری قمری کال کښې د ایران له یوه شمال ختیځ ښار نیشاپور سره نږدې وزیږید او د خپل وخت مشهور ریاضی پوه او ستور پیژاندی ؤ.

دغه مطلب د هغه د همهاله او همداراز له هغه د وروسته تاریخ لیکونکو له قضاوته بشپړ روښانه دی.

هغه په خپلو علمی فعالیتونو کښې د خپل وخت له پیاوړی عالم، ابوریحان بیرونی سره، مکاتبه او د نظر تبادله درلودله.

د بوزجانی د ریاضی د اثارو ارزښت، د مثلثاتو په علم کښې د هغه د پرمختګ له امله دی.

له بوزجانی څخه ډیر اثار په یادګار پاتې دی، چې د ( اعمال الهندسه) کتاب، د علمی هندسې په اړه د هغه په زړه پورې او روښانه کتاب دی.

د ( تاریخ علم حساب) کتاب د مسلمان ریاضی پوه بوزجانی یو بل اثر دی.

 

۹۷۴ کاله پخوا، د څلور سوه نهه شپیتم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په دریمه نیټه، ابو الحسن طاهر بن احمد بن بابشاد مصری وفات شو. بابشاد مصری په پینځمې هجری قمری پیړۍ کښې د ادب له لویانو څخه ؤ. هغه په لومړیو کښې تجارت کاوه خو وروسته یې د علم زده کولو ته مخه کړه او په عراق کښې پر زده کړې بوخت شو. هغه د زده کړو له ترسره کولو وروسته مصر ته ستون شو او د مصر په کلتوری او ټولنیزو غونډو کښې په کار بوخت شو. هغه څه موده وروسته له نړۍ ګوښې ته شو او په همداسې یوه ورځ وفات شو.

 

۴۳  کاله مخکښې د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې په شپاړسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی(رح) د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په درشل کښې د اسلامی انقلاب د لنډمهاله حکومت د جوړولو حکم صادر کړ. امام خمینی په دې حکم کښې د اسلامی انقلاب اهداف او پروګرامونه اعلان کړل او له موقت حکومته یې وغوښتل چې د دې اهدافو د پوره کولو هڅه وکړی. د امام په فرمان کښې د موقته حکومت اصلی دندې، د هیواد د سیاسی نظام د ټاکنې لپاره د ریفرنډم ترسره کول، د انتخاباتو ترسره کول او د اساسی قانون د برابرولو لپاره د موسسانو د شورا جوړول او د شورا د وړومبنیو انتخاباتو ترسره کول ذکر شوی وو. د لنډمهاله حکومت له جوړولو سره په یو وخت د شاه د رژیم په څو پوځی اډو کښې د اسلامی انقلاب او د امام خمینی(رح) په پلویتوب یولړ مظاهرې وشوې او د باچا رژیم لخوا د پوځی حکومت د ټینګښت او په مظاهرو له بندیز سره سره په ټول ایران کښې همهغه شان پراخې مظاهرې کیدې او د شاه رژیم د پرزولو لپاره د ایران د مسلمانو خلکو د مبارزو لمنه هره ورځ لا پراخیدله.

 

 

همداشان ۴۳  کاله مخکښې د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د سلواغې په شپاړسمه ورځ د امریکې جاسوسی ادارې سی، آیی، ای د ایران د اسلامی انقلاب د مسائلو په وړاندوینه کښې په ناکامۍ اعتراف وکړ. د دغې ادارې مسئولانو ومنله چې یاده اداره د ایران د مسائلو د راتلونکو چارو په اړه ماتې خوړلې ده. هغوی وویل: د کوم څیز اټکل او تمه چې مو نه کوله دا و چې یو ۷۸ کلن سپین ږیری پس د څوارلسو کالو له جلاوطنۍ د ایران خلک په دا ډول پخپلو کښې سره یو کړی.

 

 

۲۸   کاله وړاندې د ۱۳۷۲ هجری لمریز کال د سلواغې په شپاړسمه نیټه د ایران نامتو ژباړن او لیکوال استاذ علی اکبر کسمایی په ۷۳ کلنۍ کښې وفات شو. علی اکبر کسمایی په معقول او منقول څانګه کښې د لیسانس یا ګریجوئیشن له کولو وروسته په جنرل ازم کښې د زده کړې د دوام لپاره مصر ته لاړ. دا سفر یو داسې فرصت و چې هم د طه حسین، توفقیق الحکیم او عباس عقاد په شان د مصر له مشهورو استاذانو سره اشنا او بلد شی او هم به عربی ژبه او ادبیاتو کښې تجربه او مهارت ترلاسه کړی.

کسمایی ایران ته له راستنیدو وروسته د جنرل ازم او عامه اړیکو په لړ کښې کار پیل کړ او څه موده د ځینو مجلو مشر منشی پاتې شو. هغه له اطلاعات ورځپاڼې سره همکاری پیل کړه او پنځوس کاله یې دوام ورکړ. کسمایی په فرانسوی، انګریزی او عربی ژبو تسلط درلود او له هغو کتابونو سربیره چې لیکلی یې دی، څو کتابونه یې له دې ژبو په فارسۍ ترجمه کړی چې عشق بزرګان، علل شکست آلمان او جاسوس ا نګلیسی کتابونه یې لیکلی او د وحشی ګلونه او د فرانکلین احوال او آثار نومې کتابونه یې ژباړلی دی.

 

 

 او له ننه ۲۴  کاله وړاندې د ۱۳۷۶ هجری لمریز کال د سلواغې په شپاړسمه نیټه خدمتګزاره عالم حجت الاسلام والمسلمین جلیل هنروَر وفات شو. جلیل هنرور خویی په ۱۳۰۵ لمریز کال کښې د آذربایجانِ غربی ولایت په خوی ولسوالۍ کښې وزیږید او په ځلمیتوب کښې یې د دینی علمونو زده کړې ته مخه کړه. هغه په څوارلسو کالو کښې ادبیات او په لوړه کچه فقه او اصول په ښه توګه زده کړل او له ۱۳۳۷ لمریز کال څخه یې د شلو کالو په موده د ښار د یوې علمیه مدرسې مدیریت په غاړه واخیست. هغه په دغه موده کښې او د عمر تر پاې پورې د دینی علومو تدریس او ښوونه وکړه او په لس هاو طلبا او فاضلان یې وروزل. هغه به له سهار نه تر ماښامه په دوامداره توګه د اهل بیتو علیهم السلام د معارفو په ښوونه، د خلکو د مسائلو په هوارولو، د خلکو دینی مشکلاتو او پوښتنو ته په ځواب ورکولو او د جوماتونو او مدرسو په اداره کولو لګیا و او اوزګار وخت به یې د مختلفو کتابونو په لوستلو کښې تیروه. په دې لاره کښې یې په تفسیر، تاریخ، حدیث او عرب او عجم ادبیاتو باندې ډیر تسلط درلود او ټول مطالب یې حفظ کړی وو.

له حجت الاسلام هنرور خویی څخه د پیغمبرانو او امامانو او د شیعه او سنی عالمانو د وجه تسمیه په بیان کښې (توضیح الاسماء) کتاب او هم د یو ستر عالم د حال شرحه پر ځاې پاتې ده.