Feb 06, 2022 16:18 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې اولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب د میاشتې له ۴ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له شپږمې نیټې سره برابره ده.

۸۵۱ کاله پخوا، د پینځه سوه دوه نوېم هجری قمری کال د رجب په څلورمه نیټه، په ابن معلم مشهور مسلمان شاعر محمدبن علی واسطی وفات شو. هغه په پینځه سوه لومړی هجری قمری کال کښې وزیږید. هغه په خپلو شعرونو کښې اخلاقی او ټولنیز مضمونونه په ساده او روانه توګه مطرح کړی دی. د ابن معلم ځینی شعرونه د عرفانی موضوعاتو په اړه دی او د دغه مسلمان شاعر ځینی نور شعرونه مدحې جوړوی.

له ابن معلم څخه یوازینئ پاتې اثر د هغه شعری دیوان دی.

 

۷۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اویایم هجری قمری کال د رجب په څلورمه نیټه، نامتو عالم او ادیب آیت ا... سید محسن امین عاملی وفات شو. هغه په دولس سوه څلور اتیایم هجری قمری کال کښې د لبنان په جبل عامل کښې وزیږید او د اسلامی علومو مقدمات یې په همدغه هیواد کښې زده کړل. آیت ا... امین عاملی په څلورویشت کلنۍ کښې د خپلو معلوماتو د بشپړولو لپاره د عراق نجف ته سفر وکړ او د دغه ښار د علمیه حوزې له عالمانو یې ګټه پورته کړه. هغه څه موده وروسته سوریې ته ولاړ او د اسلام د څېرې د روښانه کولو په برخه کښې یې ډیر خدمتونه وکړل. له دغه پرهیزګاره عالمه ډیر آثار په یادګار پاتې دی چې تر ټولو مهم اثر یې په لسو ټوکو کښې (اعیان الشیعه) دی چې پکښې د تشیع لویان ، په ځانګړې توګه معصوم امامان (ع) معرفی او د اسلامی تمدن په پرمخ بیولو کښې د هغوئ رول بیان شوئ دی.

(کشف الارتیاب فی اتباع محمد بن عبدالوهاب) هم د آیت ا... امین عاملی یو بل کتاب دی چې د وهابیت فرقې د عقایدو په رد کښې لیکل شوئ دی.

 

۴۳  کاله اګاهو د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د سلواغې په اولسمه نیټه د ایران د لنډمهاله انقلابی حکومت د جوړیدو له اعلان وروسته په مختلفو ښارونو کښې د حضرت امام خمینی(رح) د دې پریکړې د ملاتړ او تائید لپاره د میلیونونو مسلمانو او انقلابی خلکو لخوا پراخ لاریونونه وشول.

په دغه ورځ د ایران مسلمانو خلکو په سړکونو کښې په راغونډیدو سره په یوه غږ د بختیار د پیئلی حکومت د څنګته کیدو غوښتنه وکړه. په دې ورځ همداشان د امریکې ځانګړی استازی جنرال هایزر چې د پهلوی رژیم له پاتې شونو سره د مرستې او د باچا د پوځ له قومندانانو د امریکې د ملاتړ د اعلان او د اسلامی انقلاب خلاف د کودتا د زمینې جوړولو لپاره تهران ته راغلی و، د یوې میاشتې له عبس هڅې او پخپل ماموریت کښې له ماتې وروسته امریکې ته ستون شو.

 

۳۴  کاله وړاندې د ۱۳۶۶ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې په اولسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر امام خمینی(رح) په حکم د رهبرۍ د لوړ مشاور په توګه د (نظام د مصلحت پیژندنې ټولنه) جوړه شوه. د دغه حکومتی ارګان اصلی وظیفه د هغو اختلافاتو هوارول دی چې کله کله د اسلامی شورا (پارلیمان) او د اساسی قانون د ساتندویه شورا ترمینځ رامینځته کیږی. ساتندویه شورا دنده لری چې د پارلیمان ټولې مصوبې وڅیړی او کومې مصوبې چې د اسلام له شرعې او یا د ایران له اساسی قانون سره په ټکر کښې وینی، د اصلاح لپاره یې بیرته پارلیمان ته واستوی. خو که پارلیمان د خپلې مصوبې په سموالی ټینګار وکړی نو د نظام د مصلحت پیژندنې ټولنه یې څیړی او وروستی او فاینل نظر ابلاغوی.

دې ټولنې په ۱۳۶۸ لمریز کال کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په اساسی قانون د غور او پکښې د بیاکتنې په بهیر کښې لاپراخې دندې ترلاسه کړې او د اسلامی جمهوری نظام د کُلّی سیاستونو په ټاکنه کښې رهبر له مشوره ورکول او همداشان د هغو ځینو ستونزو هواری چې رهبر یې ورته ارجاع کوی، د نظام د مصلحت پیژاندې ټولنې په دندو کښې راځی. د دې ټولنې غړی هر پنځه کاله پس د ایران د اسلامی جمهوریت د رهبر لخوا غوره کیږی.

 

او له ننه ۳۴ کاله وړاندې د ۱۳۶۶ هجری لمریز کال د سلواغې په اولسمه ورځ اوسمهاله ایرانی محقق استاذ ابراهیم میر فخرایی وفات شو. هغه د ایران په یو شمالی ښار رشت کښې زیږیدلی و او په ۱۶ کلنۍ کښې د زدکړې د دوام لپاره تهران ته راغی. هغه د بهرنی استعمار او کورنی استبداد خلاف د ځنګل د غورځنګ په اوج کښې خپل زیږنځی ته ستون شو او له میرزا کوچک خان جنګلی سره اشنا و او د هغه د تحریراتو څوکۍ یې په غاړه واخیستله.

میر فخرایی د ځنګل د غورځنګ په بهیر کښې د میرزا کوچک خان یار او ملګری و. (تاریخ ایران)، (سردار جنګل) او (ګیلان در جنبش مشروطیت) نومی کتابونه د دغه ایرانی محقق ځینی آثار دی.