تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې شلمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یا بزرګې د میاشتې له ۷ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له نهمې نیټی سره برابره ده.
۱۱۳۸ کاله پخوا، د درې سوه پینځم قمری کال د رجب د میاشتې په اوومه نیټه، مسلمان محدث او ادیب ابن طرار وزیږید. د ابن طرار په نوم مشهور ابوالفتح معافی بن زکریا بن یحیی له شافعی عالمانو یو لوئ استاد ؤ او په فقې ، ادب ، حدیث، نحو او لغت کښې یې مهارت درلود. دغه مسلمان پوه په فقې کښې یو شمیر تالیفات لری. د ابن طرار له اثارو چې د ادب په زمینه کښې ډیر غوره محتوا لری، د (الجلیس و الانیس) کتاب ته اشاره کولئ شو. دغه کتاب یو سل ټوکې لری چې له هغو یو شمیر د حدیث نبوی له ذکر سره پیل شوی دی او وروسته مؤلف د حدیث شرحې ته مخه کړې او مناسبې منظومی قطعې او حکایتونه یې نقل کړی دی. ابن طرار په درې سوه نوېم قمری کال کښې، په پنځه اتیا کلنۍ کښې په بغداد کښې وفات شو.
۱۷۰ کاله پخوا، د دولس سوه درې اویایم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په اوومه نیټه، د ایران او انګلستان تر مینځ د پاریس تړون د ناصر الدین شاه په پړاؤ کښې رامینځته شو. د هرات ټاټوبی له ډیر وخت راهسې د ایران ټاټوبی ؤ خو د محمد شاه قاجار په وخت کښې د ایران له لاسه ووته. ناصر الدین شاه د هغه د بیانیولو لپاره پر هرات لښکر کشی وکړه او د دولس سوه درې اویایم قمری کال د صفرې په میاشت کښې یې دغه ښار ونیوه. دغه کار چې د انګلستان خوښ نه ؤ، د هغو د عکس العمل سبب شو او د خارک ټاپو ، بوشهر او د خوزستان ځینی نورې سیمې یې ونیولې. د دغو اړیکو له خرابیدا وروسته ، ایران د کینو ختمولو لپاره خپل یو استازئ پاریس ته ولیږه او هلته د پاریس تړون لاس لیک شو چې د هغه په اساس، ایران په افغانستان کښې د لاس وهنې حق نه لری او باید د هرات لپاره له خپلو ادعاګانو سترګې پټې کړی. دغه تړون په ایران کښې د انګلستان د ډیر نفوذ سبب شو.
۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شلمه نیټه، د ایران له اسلامی انقلاب سره د هوایی ځواک د کارکوونکو د یوځای کیدا په اعلان او له امام خمینی (رح) سره د هغوئ په بیعت پسې د باچا د ګارډ مزدورانو په شپې په تهران کښې د هوایی ځواک پر یوې اډې برید وکړ.
د دغه خبر له خپریدو سره، د ایران مسلمان خلک، د هوایی کارکوونکو د مرستې لپاره، چې د مقاومت په حال کښې وو، د تهران ښار له هر لوری د هوایی ځواک د اډې په لور روان شول.
انقلابی او مسلمان خلک، چې ابتدایی او کمې وسلې یې په لاس کښې وې، په خپلې میړانې سره، د باچا رژیم د مزدورانو برید له ماتې سره مخامخ کړ او په دې توګه په ایران کښې د باچا رژیم د نسکوریدو لپاره د خلکو د مبارزو وروستۍ پړاؤ پیل شو.
۳۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور شپیتم لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شلمه نیټه، د عراق د پخوانی رژیم د پوځ پر سنګرونو، د ایران میړنیو جنګیالیو، د دواړو هیوادونو په جنوبی پوله ایزې سیمې کښې، د (اتم ـ والفجر) عملیات پیل شول.
په دغه عملیاتو کښې، په زرګونو ایرانی پوځیان د اروند له څپانده سینده تیر شول او د عملیاتو په لومړۍ ورځ یې د عراق په جنوبی ختیځ کښې د فاو ښار ونیوه.
دغه عملیات دومره ناڅاپی او له پوځی پلوه سخت او بریالی وو، چې د نړۍ د پوځی او سیاسی کار پوهانو د حیرانتیا او د عراق د پخوانی رژیم دغافلګیره کیدو سبب شو.
د اتم ـ والفجر عملیات، د ایران پر خاوره د صدام د نیواک د پائ ته رسیدو او دغه هیواد ته رسیدلی زیانونو ته د غاړې ایښودو په موخه تر سره شول او پر عراق یې د ایران پوځی غوره والی، د عراق د پوځی تیری په شنډولو سره څرګند کړ.
د فاو ښار د نیولو په بهیر کښې، د پنځوس زره عراقی پوځیانو په وژلو او ټپی کیدو سربیره، د دغه هیواد شپږ سوه ټانکونه او پوځی ګاډی او د دغه هیواد پینځه څلویښت الوتکې له مینځه ولاړې.
۳۰ کاله پخوا، د نولس سوه دوه نوېم میلادی کال د فرورۍ په نهمه نیټه، د الجزایر په پارلمانی ټولټاکنو کښې د اسلام پالو له پام وړ بریالیتوب وروسته، پردې هېواد واکمنو پوځیانو د ټولټاکنو پایلې باطلې اعلان کړې او د الجزایر د اسلامی نجات جبهه یې یو غیر قانونی ګوند اعلان کړ.
پر الجزایر د واکمنو پوځیانو دغه اقدام په دغه هیواد کښې د تاوتریخوالی او جګړې د یوه پړاو د پیلیدو لامل شو چې ډیره مرګ ژوبله یې درلوده.
د ویلو ده چې د الجزایر پارلمانی ټولټاکنې د نولس سوه یو نوېم میلادی کال په دسمبر کښې ترسره شوې.
او له ننه ۲۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه اویایم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شلمه نیټه، د ایران د نوی فرش پلار استاد ابوالفتوح عرب زاده وفات شو. په رسام مشهور استاد ابوالفتوح عربزاده په دولس سوه درې نوېم لمریز کال کښې په تبریز کښې وزیږید. سید ابوالفتوح عربزاده چې د ایران د نوی فرش د پلار لقب ورکړئ شوې ؤ، له ماشومتوبه له طرحو او رنګونو سره بلد شو او دغه هنر یې له خپل پلار څخه زده کړ. هغه په تبریز کښې پر فرش او په تهران کښې پر کاشیانو رسامی او طراحی پیل کړه. هغه له دې سربیره د موسیقۍ، ډرامه، مجسمه جوړونې، خطاطی، رنګی او روغنی رسامی په شان له نورو هنرونو سره مینه درلوده. رسام عربزاده په دیارلس سوه درې اویایم لمریز کال کښې د خپلو په لاس اوبدلو فرشونو څخه د شپږ شپیتو فرشونو په ډالئ کولو د تهران د ښار والئ په ملګرتیا د رسام عربزاده د فرش د هنری او کلتوری ارګان په نوم د یوې کمیټې د جوړولو لومړنی بنسټونه کیښودل. قفس رنګ ها، خم معرفت، ساحل خیال او فتح سومنات د هغه د فرشونو د طراحۍ له اثارو څخه دی.