Feb 12, 2022 10:43 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

دوستانو نن زیارت ورځ یا ۵ شنبه و د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې دمیاشتې یویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ قمری کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۸ او د ۲۰۲۲ کال دفرورۍ له لسمې نیټې سره سمون خوری

۴۱۰ کاله پخوا، د یو زرو درې دیرشم هجری قمری کال د رجب په اتمه نیټه، په شیخ حر عاملی مشهور یو مسلمان محدث او فقیه شیخ ابو جعفر محمد بن حسن د لبنان په جبل عامل کښې و زیږید. هغه له کلونو مطالعې او څیړنو وروسته د حدیث او فقې په لویو بزرګانوکښې شمیر شو او ګڼ شمیر کتابونه یې ولیکل. د هغه په آثارو کښې د (وسائل الشیعه) کتاب په فقه او حدیث کښې له ډیر اهمیته برخمن دی. د شیخ حر عاملی له نورو کتابونو څخه په لبنان کښې د (هدایت الامه) او ( کتابی در شرح احوال علمای جبل عامل) ته اشاره کولئ شو. دغه لوئ مسلمان پوه په یوولس سوه څوارلسم هجری قمری کال کښې وفات شو.

 

۲۵۲  کاله پخوا، د یوولس سوه یو نوېم هجری قمری کال د رجب په اتمه نیټه، لوئ او ژمن دینی عالم سید حسین خوانساری وفات شو. دغه پوه ډیر شاګردان وروزل او له هغو څخه یو شمیر د خپل وخت له لویو عالمانو ګڼل کیدل چې له هغو څخه علامه بحرالعلوم ته اشاره کولئ شو. سید حسین خوانساری ګڼ شمیر آثار په یادګار پریښی دی چې (شرح دعای ابو حمزه) او (شرح زیارت عاشورا) له هغو څخه دی.

 

۱۱۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته ویشتم هجری قمری کال د رجب په اتمه نیټه، د مشروطه غورځنګ یو اصلی مشر آیت ا... سید عبدا... بهبهانی شهید کړائ شو. د سید اسماعیل مجتهد بهبهانی زوئ آیت ا... سید عبدا... کابو په دولس سوه شپیتم قمری کال کښې وزیږید. هغه د شرعی علومو له مقدماتی زده کړو وروسته نجف اشرف ته لاړ او د شیخ مرتضی انصاری ، میرزا محمد حسن شیرازی او سید حسین کوه کمره ای په شان د لویو آیت الاګانو د درس په حوزه کښې یې ګډون وکړ. سید عبدا... د اجتهاد درجې له ترلاسه کولو وروسته، په دولس سوه پینځه نوېم قمری کال کښې تهران ته راغئ او د پلار له وفات وروسته یې د هغه مذهبی مقام تر لاسه کړ. سید په روښانه وینا او د فطری ځیرکتیا په مرستې سره د تهران په علمی حوزه کښې ورو ورو مشهورتیا ترلاسه کړه او د پلازمینې په لویو عالمانو کښې شمیر شو. آیت ا... بهبهانی په مشروطه بهیر کښې له آیت ا... سید محمد طباطبایی سره یو ځائ د مشروطیت اصلی مشری پر غاړه درلوده او د خپلې انقلابی ایډیا د پرځایښت په لاره کښې یې ډیر تاوانونه ولیدل او څه موده عراق ته جلاوطن شو. هغه د محمد علی شاه قاجار له خوا پر جرګې د برید په پیښې کښې د قزاقانو په لاس و نیوئ شو او له ډیرو شکنجو وروسته په لوڅ سر او په وینو ککړې څیرې او شلیدلو جامو سره د باچا باغ ته بوتلئ شو. آیت ا... بهبهانی د مشروطیت له اعلانه وروسته، د ملی جرګې جوړولو او د انتخاباتو تر سره کولو کښې فعالانه ګډون درلود. که څه هم هغه دولتی څوکۍ و نه منله خو په ټولو کارونو یې پوره څارنه درلوده. په دویمې جرګې کښې چې غړی یې په دوو تند لارو او مینځ لارو ډلو تقسیم شوی وو، د مینځ لارو ملاتړ یې وکړ. په عین حال کښې تندلارو د هغه وژلو ته ملا وتړله. بالاخره قدرمن ،مبارز مجتهد او روحانی پوه آیت ا... بهبهانی د دیارلس سوه اته ویشتم قمری کال د رجب په اتمه نیټه چې د دولس سوه نهه اتیایم لمریز کال د چنګاښ له څلورویشتمې نیټې سره برابره ده، په اته شپیته کلنۍ کښې د هغو ناپیژندل شویو کسانو په وسیله په درو ډزو سره شهادت ته ورسیدچې د هغه پر کور یې یرغل کړئ ؤ. له دغه نامتو عالمه، په فقې کښې پینځه ویشت رسالې په یادګار پاتې دی.

 

۷۵ کاله پخوا د ۱۹۴۷کال د فرورۍ په لسمه نیټه

په دوهم نړیوال جنګ کې دمتفقینو اومتحدینو دحکومتونو ترمینځ دسولې تړون لاسلیک شو . په دغې ورځې ، امریکا ،شوروی ،انګلستان او فرانسې په دغه جنګ کې ماته خوړونکو یعنی له ایټالیا،فنلینډ ،پولینډ، هنګری ،رومانیا او بلغاریه هیوادونو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او په دې توګه دغو شپږو هیوادونه یو ځل بیا خپله خپلواکی له لاسه ورکړه . البته پولینډ ،هنګری ،رومانیا اوبلغاریه څلورهیوادونه چې دشوروی پوځ د جنګ په پای کې نیولی وو ، په اجباری توګه دکمونیسټی نظامونو لاندې شول . متفقینو د جرمنی اوجاپان په باب جلاجلا فیصلې وکړې .

 

 او له ننه ۴۳ کاله مخکې د ۱۳۵۷لمریز کال دسلواغې په یویشتمه نیټه

دپاچا رژیم جنرالانو په تهران کې دپوځی حکومت نیټه زیاته کړه . دوی په دغه اقدام سره نیّت درلود، دهوائی ځواک له انقلابی پرسنلو سره دولسی ځواک دمرستو چې د شاهنشاهی ګارډ ځواک له خوا پرې حمله شوې وه .مخنیوی وکړی او احتمالا حضرت امام خمینی او په انقلاب کې نور اغیزمن کسان ونیسی یا ئې ووژنی ..خو داسلامی انقلاب ستر رهبر په ځیرتیا او هوښیارتیا او دموقعې په پیژندنې سره له خلکووغوښتل چې دپوځی حکومت مقرراتو باندې سترګې پټې کړی . انقلابی ولس هم دحضرت امام خمینی په فرمان په پوهیدا سره واټونو ته وواته او نښټې او اخو ډب نوره هم پراخ شو او په تهران اونورو ښارونو کې دپاچا د وروست رژیم پوځی مرکزونو ته هم وغزید. د اپه داسې حال کې وو چې پوځیان هم له ولس سره مخامخیدو ته تیار نه ؤ اوله هغو ډیر پرسنل له انقلابیانو سره یو ځای شول .

له بلې خوا دپاچا رژیم تالی څټی لومړی وزیر شاپوربختیار چې په بشپړ ډول ئې کنټرول له لاسه ورکړی ؤ ، پخپلو وروستیو هلو ځلو کې ئې درژیم او همداراز دخپل غیر قانونی حکومت د ساتنې لپاره خپلې ټولې هڅې وکارولې . هغه ساواک په نامه دپاچا دویرونکی امنیتی ادارې دړنګولو او دبیت المال دنغرونکو وزیرانو دمحاکمې لپاره دمشرانو جرګې ته دیوې مسودې په وړاندې کولو سره په تلویحی ډول دپاچا په ګوډاګی رژیم کې په پراخ فساد او ویرونکی حکومت په شتون اعتراف وکړ.