تاریخ پاڼه
جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د دلوې یا سلواغې د میاشتې ۲۲مه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۹ او د ۲۰۲۲ م کال د فبرورۍ له ۱۱مې نیتې سره سمون لری
۵۲۲ کاله پخوا، د نهه سوه یویشتم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په نهمه نیټه، په نویدی مشهور ستر ایرانی مورخ عبدی بیک شیرازی په شیراز کښې وزیږید. هغه د طهماسب صفوی باچا د دربار له لیکوالانو او کاتبانو څخه ؤ او له فارسی ادب سره یې ډیره مینه درلوده. د دغه ایرانی مورخ تر ټولو ستر اثر، په ایران کښې د صفویه لړۍ د حکومت په هکله یو کتاب دی. هغه په دغه کتاب کښې له پیله تر نهه سوه اته اویایم قمری کاله پورې د صفویانو خبرونه لیکلی دی. د نویدی له نورو آثارو څخه په منظومی شکل کښې (جام جمشید) دی. عبدی بیک د نظامی ګنجوی له خمسې څخه په پیروۍ سره پینځه مثنویګانې ویلی دی.
۴۸۰ کاله پخوا، د نهه سوه درې شپیتم هجری قمری کال د رجب په نهمه نیټه، د لسمې هجری قمری پیړۍ یو عالم عزالدین سید حسین شهید شو. هغه په نهه سوه شپږم قمری کال کښې د لبنان د جبل عامل په یوه کلی کښې وزیږید او د خپل وخت د رایجو علومو زده کولو ته یې مخه کړه او لوړې علمی او عرفانی درجې یې ترلاسه کړې.
بالاخره بدغواړو کینه ګرو چې د هغه لوړ دینی او معنوی شخصیت یې نه شو زغملئ، هغه ته د لبنان په صیدا ښار کښې زهر ورکړل او شهید یې کړ.
۱۳۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه اتم هجری قمری کال د رجب په نهمه نیټه، ستر شیعه مجتهد آیت ا... محمد حسن آل یاسین وفات شو. آیت ا... شیخ محمد حسن آل یاسین کاظمی په دولس سوه شلم قمری کال کښې په کاظمین کښې نړۍ ته راغئ او لومړنی زده کړې یې پخپل زیږنځائ کښې ترسره کړې او ایران ته له یوه سفر وروسته کربلا ته ولاړ او له شیخ محمد حسین صاحب فصول او په نجف کښې یې د شیخ محمد حسن نجفی صاحب جواهر او شیخ جواد ملا کتاب له محضره یې ګټه پورته کړه.
آیت ا... آل یاسین د لوړو علمی درجو له ترلاسه کولو وروسته، د کاظمین ښار د خلکو په غوښتنه او د خپل استاد صاحب جواهر په حکم د کاظمین علمیه حوزې د سرپرستۍ لپاره دغې سیمې ته ولاړ او د عمر تر پایه پورې هملته پاتې شو. هغه په علم رجال او حدیث کښې د مهارت باوجود خپلې زیاتې لیکنې د فقهې او اصولو په لړ کښې کړی دی چې د (اسرارُ الفِقاهه)، (حاشیه بر فصول)، (تعلیقه بر فوائد ُالاصول) او داسې نور کتابونو له هغو څخه دی.
دغه ربانی عالم بالاخره د دیارلس سوه اتم قمری کال د رجب د میاشتې په نهمه نیټه، په داسې حال کښې چې د شیخ مرتضی له وفات وروسته یې مرجعیت درلود، په اته اتیا کلنۍ کښې د معبود دیدار ته ولاړ او له پرتمینې جنازې وروسته په نجف اشرف کښې د آل یاسین په کورنۍ هدیره کښې خاورو ته وسپارل شو.
۹۷ کاله وړاندې د ۱۳۳ ه لمریز کال د سلواغې په ۲۲مه نیټه په ایران کې دریم مشروطه پړاو د رضاء خان په دیکتاتورۍ سره پیل شو .
په داسې حال کې چې رضاء خان د لومړۍ وزیرۍ د څوکۍ په تر لاسه کولو سره په هیواد کې د مطلقه ځواک څیښتن شوی ؤ د پارلمان د پنځم پړاو تر وخت وړاندې ټاکنې پیل شوې .
دا ټآکنې په دیری مراکزو کې د فوځ د امیرانو د جنګ وزارت د لاس پوڅو او منتفذو ډلو په لاس تر سره شوې .
د ۱۳۰۲ لمیرز کال د سلواغې په ۲۲مه نیټه د پارلمان د پنځم پړاو په پرانیستنې سره دیری استازی چې د رضاء خان له قدرته په ډار کې ؤ د کوم کار د مخته وړلو وړتیا ېې نه درلوده په همدا ډول فضاء کې آیت الله حسن مدرس د پارلمان د لږکیو مشری په غاړه واخیسته او د پارلمان د اکثریت په مقابل کې ېې چې د فوځ د مشر د جمهوری غواړی نهضت د منافقانه او عوام غولوونکو طرحو ملاتړ کاوه ودرید .
په همدې ترتیب د مشروطه دریم پړاو په پلان شویو توطیو سره پیل شو او په حقیقت کې د مشروطیت لومړنۍ نښه چې دپارلمان شتون ؤ په دې ډول له منځه لاړه او دیکتاتورۍ د ټولو آزادی غواړو ، مشروطیت غوښتونکو او هغو کسانو چې اسلامی ارمانونه ېې درلودل ارمانونه چې یو وخت ېې په مشروطیت کې ځلا موندلې وه له منځه لاړل .
۴۲ کاله وړاندې په همداسې ورځ د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د سلواغې دمیاشتې په ۲۲ نیټه ایران خپله ترټولو تاریخی او برخلیک ټاکونکی و رځ تیره کړه .
په الله اکبر روح بخښونکی شعار، د حضرت امام خمینی ره په هوښیارانه مشرۍ او دایران دانقلابی او مسلمانو خلکو په سرښیندنې سره دشاهنشاهی دظلم او استبداد تور پړاو پاې ته ورسید او له کلونو کلونو مبارزې او کوشش وروسته د ایران پرتمین اسلامی انقلاب بریالیتوب ته ورسید .
په دغه ورځ دایران ښځو ، سړیو ، بوډاګانو او ځوانانو دخپل توان او وس په اندازه د ظلم او استبداد د رژیم د نهایی نسکوریدا لپاره کوشش وکړ .
هغوې په واټونو کښې په مورچو نیولو، د ټانکونو په وړاندې دریدلو او په سرښیندنې سره اسلامی انقلاب بریالیتوب ته ورسوه .
نه یوازې په تهران بلکې دایران په ټولو ښارونو کښې د باچا رژیم له پاتې شونو سره دخلکو جنګونه روان وو .
کله چې دخلکو دځپلو لپاره دتهران په لور د ایران له مختلفو ښارونو د پوځی ځواکونو دحرکت کولو خبر خپور شو دښارونو خلکو له پوځی ځواکونو سره جنګونه و کړل او د دلارو په تړلو سره یې دتهران په لور دپوځیانو دراتلو مخه ونیوله .
خو د خلکو د مقاومت له امله پوځ بالاخره خپله بې طرفۍ اعلان کړه .
په دې مینځ ومان کښې دراډیو او ټیلی ویژن اداره د باچا درژیم د یوې ترټولو مهمې ادارې په توګه د پوځیانو له نیواک او کنټرول څخه ووتله او دایران دمسلمانانو او انقلابی خلکو لاس ته ورغله او څو شیبې وروسته دایران د راډیو نظاق داسلامی انقلاب دبریالیتوب او د باچا رژیم د نسکوریدا خبر اعلان کړ .
دغه خبر په حقیقت کښې د ظالمو شاهانو د ظلم د دوه نیم زره کلنې ماڼۍ دنسکوریدا ، په باطل دحق د غلبې او دغه راز دحضرت امام خمینی ره د اسلامی جمهوریت د پرتمینه نظام د بنسټ دجوړولو زمینه جوړونکی وو
دایران داسلامی انقلاب د پرتمینه بریالیتوب کلیزه دې ددنیا ټولو مسلمانانو او ازادی غواړو ته مبارکه وی .: