تاریخ پاڼه
نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې ۲۳مه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یابزرګې میاشتې له ۱۰ او د ۲۰۲۲ م کال د فبرورۍ له ۱۲مې نیټې سره سمون لری
۱۳۸۳ اویا کاله پخوا، د شپیتم هجری قمری کال د رجب په لسمه نیټه، په علی اصغر مشهور د خدائ د ګران پیغمبر (ص) د قدرمن لمسی، حضرت امام حسین (ع) کشر زوئ، ، عبدالله بن حسین (ع) وزیږید.
د هغه د زوکړې په وخت ، د معاویه زوئ، یزید تازه واک ته رسیدلئ ؤ او په دې لټه کښې ؤ چې په ګواښ او دباؤ سره له امام حسین (ع) څخه بیعت واخلی. خو هغه حضرت چې یزید یې فاسد او بې صلاحیته کس باله،له هغه سره بیعت کولو ته حاضر نه ؤ او له همدې امله یې د خپل زوئ، علی اصغر له زوکړې کابو اتلس ورځې وروسته، د خپلې کورنۍ له یوشمیر غړیو سره مدینه پریښوده. خو له حضرت امام حسین (ع) سره په کربلا کښې د یزید لښکر د جنګ په وخت کښې د حضرت علی اصغر (ع) ډیر مهم رول ؤ. کله چې د هغه حضرت ټول یاران شهیدان شول، هغوئ خپل شپږ میاشتنۍ زوئ چې د دښمن له خوا د اوبو د بندیدو له امله سخت تږئ ؤ، په لاس کښې پورته کړ او له هغوئ یې وغوښتل چې دې ماشوم ته دې اوبه ورکړی. خو د یزید له لښکر څخه، حرملة بن کاهل اسدی په ډېرې بې رحمۍ سره حضرت علی اصغر (ع) ستونی ته په غشی وویشت او هغه شیدې رودونکئ ماشوم یې شهید کړ.
۱۲۴۸ کاله پخوا، د یو سلو پینځه نوېم هجری قمری کال د رجب په لسمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له قدرمنو اهل بیتو، امام محمدتقی (ع) د مدینې په ښار کښې وزیږید. هغه حضرت د خپل قدرمن پلار، حضرت امام رضا (ع) له شهادت وروسته د مسلمانانو د مشرۍ مسؤولیت پر غاړه واخیست.
امام محمد تقی (ع) د خلکو په مینځ کښې له ډېرې لوړې خواخوږۍ برخمن ؤ. هغه حضرت (ع) له دې امله چې ډیره زیاته بخښنه یې درلوده، د جواد په نوم چې د بخښونکی په معنا دی، مشهور شو.
د امام جواد (ع) کور، د اړمنو کسانو د پناه ځائ ؤ چې له هرې خوا نهیلی شوی وو او د امام جواد (ع) مرستې ته یې سترګې وې. د امام جواد (ع) په وخت کښې، د اسلام د نفوذ حوزې لمن ډیره پراخه شوې وه. دغه کار د مختلفو رایو د خپریدو او انتقال لپاره زمینه برابره کړه او د مسلمانانو او غیر مسلمانو پوهانو تر مینځ د خبرواترو او مباحثې لپاره یې ور پرانیست.
په دې مینځ و مان کښې امام جواد (ع) د اسلام د سپیڅلی پیغمبر حضرت محمد (ص) د یاد ګار په توګه، له هرې ممکنې موکې ګټه پورته کوله تر دې چې خلک یې د اسلام له لوړو معارفو او علومو سره بلد کړل او د غیر الهی اندونو د نفوذ مخه یې ونیوله.
د حضرت امام محمد تقی (ع) د زوکړې په مناسبت د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هغه حضرت لنډه وینا را اخلو چې فرمایی: (پر خدائ (ج) باور، د لوړتیا پوړۍ ده. هرڅوک چې پر خدائ باور وکړی، خدائ هغه له هرې بدۍ ژغوری او له هرې دښمنۍ یې ساتی).
۷۴ کاله وړاندې د ۱۹۴۸ میلادی کال د فرورۍ دمیاشتې په ۱۲ نیټه د مصر نامتو مبارز او د اخوان المسلمین تنظیم جوړونکی حسن البنا د انګلستان او دمصر دهغه وخت دباچا فاروق په ګډې دسیسې سره شهید کړی شو .
هغه په پوهنتون کښې د زده کړې په وخت د استعمار او دهغه د کورنیو ګوډاګیانو پرضد خپلې مبارزې پیل کړې او په ۱۹۲۸ میلادی کال کښې یې په مصر کښې د اخوان المسلمین د ټولنې په جوړولو سره ، دانګلستان داستعمار لخوا ېې له اسلام او د هغوی له دینی ضد ګروهنو سره مقابله شروع کړه
دغه ټولنې په چټکۍ سره د سوریې ، لبنان ، اردن او فلسطین په شمول دسیمې په ډیرو هیوادونو او دافریقا دشمال په ځینو هیوادونو کښې نفوذ وکړ او حسن البنا په اسلامی دنیا کښې شهرت وموند .
په ۱۹۴۸ میلادی کال کښې د مصر دهغه وخت حکومت د باچا فاروق د حکومت دنسکورولو ددسیسې او ددغه هیواد د لومړی وزیر دټرور په تور اخوان المسلمین ټولنه ړنګه کړه او ددغه ډلې ډیر غړی یې ونیول او ددغه ډلې مشر حسن البنا یې شهید کړ .
له دې سره سره اوس هم د اخوان المسلمین په نوم یا دحسن البنا له تفکرونو په الهام اخیستلو سره په مصر او نورو اسلامی هیوادونو کښې په فعالیت بوخت دی .
له ننه ۴۳ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۳مه نیټه د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په لومړنیو ورځو کې د انقلاب لنډ مهاله دولت په رسمی ډول خپل کار پیل کړ .
له بلې خوا د شاه رژیم له سقوط او د اسلامی پرتمین انقلاب له بریالیتوب سره سره ولسی ځواکونه هماغه راز د شاه تړلی رژیم د وروستیو بقایاؤؤ د وروستی مقاومت په ځپلو بوخت ؤ .
همداراز د خلکو یوې بلې ډلې په ښارونو کې د مهمو او حساسو مراکزو د ساتنې او حفاظت دنده په غاړه درلوده .
له همدې مخې د دې مسئولیت او د شاه رژیم له عناصرو سره د مبارزې په موخه د یوه منظم سازمان جوړیدل اړین بریښیدل .
په همدې موخه د وضعیت د کنترول او د نظم او امنیت د تأمین په موخه د حضرت امام خمینی ره په فرمان په همدې ورځ د اسلامی انقلاب کمیټه جوړه شوه .
۱۴ کاله مخکې د ۲۰۰۸ میلادی کال دفبرورۍ دمیاشتې په ۱۲ نیټه د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله یو مشر عماد مغنینه چې په حاجی رضوان مشهور وو دسوریې په پلازمینې دمشق کښې ټرور او شهید شو .
عماد مغنیه دهغه بم په وسیله چې دصهیونیسټ رژیم عواملو دهغه په ګاډی کښې ایښی وو ټرور شو .
شهید مغنینه په ۱۹۶۲ میلادی کال کښې د لبنان په جنوب کښې په صور ښار کښې په یوې روحانی کورنۍ کښې وزیږید .
هغه د پوهنتون د زده کړو له ختمولو وروسته څه موده د فلسطین له ازادی غواړی تنظیم پی ایل اوسر ه ملګرتیا وکړه .
خو عماد مغنیه په لبنان د صهیونیسټ رژیم له حملې او له دغه هیواد څخه دفلسطین دازادی غواړی تنظیم پی ایل او دځواکونو له وتلو وروسته دلبنان له امل غورځنګ سره یوځاې شو .
څه موده وروسته او دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ له جوړیدا وروسته عماد مغنینه په دغه انقلابی غورځنګ کښې شامل شو او دصهیونیسټ رژیم پرضد یې مبارزې ته دوام ورکړ .
عماد مغنینه دهوش او زړورتیا په دلیل ډیر ژر په حزب الله غورځنګ کښې پرمختګ وکړ او دصهیونیسټ نیواکګرانو پرضد دځینو مهمو عملیاتو پلانونکی وو .
په همدې دلیل د عماد مغنیه نوم په رسمی ډول دصهیونیسټ رژیم د ټرور په فهرست کښې شامل شو .
شهید عماد مغنیه د ۲۰۰۶ میلادی کال په دوبی کښې دلبنان په درې دیرش ورځنی جنګ کښې دصهیونیسټ رژیم په ماتی کښې مهم رول درلود .
په همدې دلیل صهیونیسټانو له هغه سره ژوره کینه لرله تر دې چې دټرور له رودې په کار اخیستلو سره یې دلبنان داسلامی مقاومت دغه غوره بچی شهید کړ .