تاریخ پاڼه
نن گل ورځ یا ۲ شبنه ، د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پنځه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ قمری کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې ۱۲ او د ۲۰۲۲کال د فرورۍ له څوارلسمې نیټې سره سمون خوری .
۱۴۱۱ کاله مخکښې د ۳۲ هجری قمری کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په دولسمه نیټه د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) تره او د قریشو یو مشر عباس ابن عبدالمطلب وفات شو. هغه په ښه سلوک او عقل او هوښیارۍ مشهور و. ځینی مورخین باوری دی چې عباس ابن عبدالمطلب مدینې ته د پیغمبر اکرم(ص) له هجرته مخکښې په پټه اسلام قبول کړ او د مکې د مشرکانو د تحرکاتو خبر به یې هغوی ته ورکول. عباس ابن عبدالمطلب په اتم هجری قمری کال کښې له مسلمانانو سره ملګری شو او د مکې له فتحې وروسته د حضرت محمد مصطفی(ص) لخوا د خدای د کور د زیارتوالو لپاره اوبو د تامینولو او د آبادونې مسئول شو. عباس ابن عبدالمطلب همداشان له مشرکانو سره د پیغمبر اکرم(ص) په ځینو جنګونو کښې د هغوی د نورو ملګرو ترڅنګ موجود و او په میړانې سره وجنګید.
۱۲۳۷ کاله اګاهو د ۲۰۶ هجری سپوږمیز کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په دولسمه نیټه د حدیثونو، تاریخی خبرونو او د پیغمبرانو علیهم السلام د داستانونو راوی ابو حذیفه وفات شو. هغه څه موده په مکه او مدینه کښې تیره کړه او د حدیثونو په زده کړه بوخت و. ابو حذیفه د معتبرو حدیثونو راوی و. د هغه یو مهم تالیف (المبتداء) نومیږی چې د انسان د خلقت او د پیغمبرانو د داستانونو په هکله دی. همداشان د رسول اکرم(ص) د معراج په هکله د امام جعفر صادق علیه السلام څخه روایته شرحه د هغه یو بل ارزښتناک اثر ګڼل کیږی.
۲۳۴ کاله وړاندې د ۱۲۰۹ هجری قمری کال د رجب د میاشتې په دولسمه نیټه د لطفعلی خان زند په مړینې سره په ایران کښې زندیه لړۍ پاې ته ورسیدله. د دې باچاهی لړۍ بنسټ کریم خان زند په ۱۱۶۵ قمری کال کښې ایښی و او ځان یې (وکیل الرعایا) یعنې د خلکو استازی ونومونه او هڅه یې وکړه چې خلک په سوکالتیا او ارامښت کښې ژوند وکړی. خو د کریم خان ځاې ناستو د قدرت په سر جګړې ته مخه کړه. په همدې وجه زندیه حکومت کمزوری شو او د آغا محمد جان قاجار په شمول د هغه سیالان لاپیاوړی شول.
د زندیه لړۍ وروستی باچان لطفعلی خان زند یو باتور او ښه ځوان و خو د ټولې میړانې سره سره د تجربې د نشتوالی په وجه یې له آغا محمد جان ماتې وخوړله او د ډیرې شکنجې له زغملو وروسته ووژل شو.
۸۴ کاله وړاندې د ۱۹۳۸کال دفرورۍ په څوارلسمه نیټه
دفلسطنیانو دعامې وژلې په دوام کې دپالماخ ترهه ګرې ډلې وسله والو صهونیسټانو ، دنیواکی فلسطین په شمال کې دسعسع کلی داوسیدونکو وژله پیل کړه . په دغو عملیاتو کې چې تر څو ورځو پورې روان وو، دهغوی پر اوسیدونکو شل کورونه وران شول او کابو شپیته فلسطنیان چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم ترسترګو کیدل ووژل . صهونیسټانو تر مودومودو پورې دسعسع کلی عامه وژله دفلسیطنیانو دوژلې لپاره دبیلګې په توګه یادوله .
۷۷ کاله پخوا د ۱۹۴۵کال دفرورۍ په څوارلسمه نیټه
په دوهم نړیوال جنګ کې دجرمنی دمورچو په ضد دامریکا او انګلستان یو زر اوه سوه درې اویا جنګی الوتکو دنړۍ خورا سترې او زیاتې مرګ ژوبلې لرونکی بمبارۍ پیل کړې . په دغو بې رحمه بمباریو کې چې تر درو ورځو پورې ئې دوام درلود،دجرمنی څو صنعتی ښآرونه له خاورو سره خاورې شول او دجرمنی دښارونو له یولک پنځوس زره کسانو تر دوه نیم لکه پورې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ .
۳۳ کاله وړاندې د ۱۳۶۷لمریز کال د سلواغې په ۲۵نیټه
داسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی د :شیطانی آیت : نومې د سپک ناؤل لیکونکی سلمان رشدی دمرتد کیدا حکم صادر کړ. سلمان رشدی پخپل وخت کې اسلام ، قرآن او پیغمبر اکرم او د مسلمانانو نورو ډیرو سپڅلتیاؤ ته په جاهلانه او کم عقلانه رودې سره سپکاوی وکړل. په پراخه سویه دشیطانی آیات نومې کتاب تالیف اوخپریدا چې دلودیځی حکومتونو له ډیر زیات ملاتړی اومثبت نظر سره ترسره شو ، دآزادۍ په پوښښ سره دمسلمانانو په ضد دلودیځ د نوی کلتوری دسیسې ښودنه وه . خو د دغه لیکوال په ضد د حضرت امام خمینی روښانه اوجوتې فتواله صادریدا څخه ،داسلامی نړۍ ډیرو عالمانو ،اسلامی کنفرانس موسسې او نورو ډیرو آزادفکره پوهانو چې داخلاقی مقام او حرمت ته ئې اهمیّت ورکاوه ، ملاتړ وکړ. . داپه داسې حال کې وو چې لودیځوالو حکومتونو دقلم دآزادۍ ددفاع په پلمه ، دسلمان رشدی څخه خپلو ډیرو زیاتو تبلیغاتی او سیاسی ملاتړونو ته مخه کړه .
۱۷ یولس کاله پخوا د ۲۰۰۵کال دفرورۍ په څوارلسمه نیټه
دلبنان پخوانی لومړی وزیر رفیق حریری دلبنان په پلازمینې بیروت کې په کاربم چاودنې کې ووژل شو. هغه دلبنان یو ډیر شتمن تاجر ؤ او دوژل کیدو په وخت ۶۱کلن ؤ . رفیق حریری له ۱۹۹۲ کال راهسې یعنی دلبنان له داخلی جنګونو لږ وروسته تر ۱۹۹۸کال پورې او بیا له ۲۰۰۰کاله تر ۲۰۰۴کال پورې ددغه هیوادلومړی وزیر ؤ.رفیق حریری په لبنان کې دسوریائی ځواک د شتون د دوام مخالف ؤ،په همدې دلیل دهغه له مرګ وروسته،امریکا او فرانسه مدعی شول چې دسورئې عواملوحریری ترور کړی دی .ددغو هیوادونو په دباؤنو سره دملګروملتو ترڅارنې لاندې یوه محکمه درفیق حریری دترور پر دوسیې دڅیړنو ماموره شوه . دغه محکمه د یوشمیر شاهدانو له دروغجنو ګواهیو ایشوا کیداوروسته ونه توانیده سورئې ته کوم تورونه متو جه کړی . په عین حال کې ، درفیق حریری دترور محکمې دامریکا دنفوذ په اعمالیدو سره هڅه کوله دلبنان داسلامی مقاومت ځینی غړی دهغه په ترور کې په لاس درلودلو تورن کړی .
په دې توګه درفیق حریری مشکوکه وژله چې دځینومدرکونو اوسندونو په اساس د صهونیسټ رژیم دجاسوسی ادارې موساد په وسیله پلان او اجراشوی ، په لبنان کې دبحران درامینځةکولو او ددغه رژیم پر مخالفانو د دباؤنو لپاره په یوې پلمه بدله شوه .
۱۱ او له ننه پنځه کاله مخکې د ۲۰۱۱کال دفرورۍ په څوارلسمه نیټه
دبحرین د د یکتاتورآل خلیفه رژیم پّه ضد ددغه هیواد ولس آزادی غواړی پاڅون پیل شو . په ۱۹۷۱کال کې دبحرین دخپلواکۍ له وخت راهسې ددغه هیواد خللکو ددیموکراسۍ او آزادۍ غوښتنه کوله . په دې مینځومیان کې اهل تشیَع چې دبحرین زیاتره جمعیّت جوړوی ، تل له توپیر او نابرابرۍ سره مخامخ دی .په همدې دلیل په ځلونو دآل خلیفه دهغه وهابی رژیم په ضد ولسی پاڅونونه شوی دی چې ډیر زیات له آل سعود رژیم سره اړونده دی . دبحرین اوسنۍ امیر شیخ حمد بن عیسی آل خلیفه ، په ۱۹۹۹ کال کې قدرت ته له رسیدو وروسته دسیاسی اصلاحاتو لپاره ډیرې ژمنې ورکړی ،خو پر یوې ئې هم عمل ونه کړ او هماغه راز قدرت دهغه په کورنۍ کې موروثی دی . د ۲۰۱۱کال له لومړیو راهسې په څوعربی هیوادونو کې دانقلابونو اوج ته په رسیدا پسې دبحرین ولس هم پخپل هیواد کې دتوپیر دختمولو او د دیموکراسۍ دټینګولو غوښتنه وکړه . خو دغه ولسی پا څون دآل خلیفه او آل سعود رژیم دځواکونو په لاس وځپل شو . په عین حال کې دبحرین ولس دسلګونو شهیدانو اوټپیانو په ورکولو او دغه راز دډیرو سختیانو په زغملو سره ، هماغه راز خپل پاڅون ته دوام ورکوی څو خپلو رواؤ او انسانی حقوقوته ورسیږی . خو لکه څنګه چې امریکا په بحرین کې دسمندری پنځم کنډک مرکز لری او دبحرین دحکومت بشپړ ملاتړ کوی ، لودیځوال حکومتونو اورسنیو هم دبحرین دولس په آزادی غواړو غوښتنو او ددغه هیواد د ولس دغورځنګ په وسیله په بدلونونو سترګې پټې کړی او ددغه هیواد د ولس استبدادی ضد چغو ته هیڅ پام نه کوی .