Feb 14, 2022 15:17 Asia/Kabul
  • تاریخ پانه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبې د ۱۴۰۰ هجري لمري کال د سلواغې یا دلوې د میاشتې ۲۶مه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۱۳ او د ۲۰۲۲ م کال د فبرورۍ له ۱۵ مې نیټې سره سمون لری

۱۴۶۶ کاله مخکښې له هجرته ۲۳ کاله وړاندې د رجب د میاشتې په دیارلسمه نیټه د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د تره زوی، زوم او ځای ناستی حضرت علی ابن ابیطالب علیه السلام په خانه کعبه کښې دنیا ته سترګې رڼې کړې. د هغه د مور نوم فاطمه بنت اسد او د پلار نوم یې ابوطالب و. حضرت علی علیه السلام له ماشومتوبه د حضرت محمد مصطفی (ص) تر تعلیم او تربیت لاندې راغی او وړومبنی کس و چې اسلام یې راوړ.

علی ابن ابیطالب علیه السلام د هجرت د دویم کال په وروستیو کښې د رسول ا...(ص) له قدرمنې لور بی بی فاطمه زهرا(س) سره واده وکړ. حضرت علی علیه السلام د تبوک له غزا پرته د پیغمبر اکرم (ص) په ټولو غزاګانو کښې شتون درلود او په سختیو او رنځونو کښې تل د پیغمبراکرم(ص) ملګری او ملاتړی و. امام علی علیه السلام که څه هم بی ساری باتور او دلاور و خو ډیر مهربان زړه یې درلود. په همدې وجه به یې د ټولنې د مظلومانو ملاتړ کوه او له هر ظلم سره به یې مقابله کوله او تل د بې وزلو او محرومانو د مرستې په تکل کښې و. حضرت علی علیه السلام په حکومت او قضاوت کښې د اسلامی عدالت رښتونی مظهر او مثال و او د خدای په پرستش او بندګۍ کښې داسې و چې د عبادت په وخت به له هرڅه بې خبره کیده او د خدای په پرتم او جمال کښې به ډوبیده. امام علی علیه السلام په څلویښتم قمری کال کښې پس له ۶۳ کاله برکتناک ژوند او کابو پنځه کاله حکومت وروسته د عراق د کوفې ښآر په جومات کښې د خوارجو د تکفیری ډلې د متعصب او بې لاری دښمن د تورې په ګوذار زخمی شو او دوه ورځې پس شهید شو.

عزیزانو د امام علی علیه السلام د ولادت د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره د هغه بشپړ انسان او پرهیزګاره مشر یوه لنډه وینا درته نقلوو چې ویې فرمایل: له خلکو سره داسې سلوک وکړئ چې که مړه شوی نو درباندې وژاړی او که ژوندی پاتې شئ نو درسره مهربانی وکړی.

 

 

= د رجب د میاشتې دیارلسمه نیټه په اسلامی تعلیماتو کښې یو بل مناسبت هم دی.

له نن یعنې د رجب له دیارلسمې نیټې څخه ایام البیض یا د اعتکاف ورځې پیلیږی چې درې ورځې دوام لری. مینه وال مومنان په دې دریو ورځو کښې په جوماتنو کښې په خلوت غوره کولو سره له مهربان خالق سره راز و نیاز کوی چې دې کار ته اعتکاف وایی. اعتکاف کونکی یا معتکفین په دې موده کښې په روژو او عبادت سره هڅه کوی چې د دنیاوی ژوند له قید او بنده په خلاصیدو سره ځانونه د عالمیانو پروردګار ته نزدې کړی.

اعتکاف د پیغمبراکرم(ص) او د نورو دینی مشرانو د پام وړ سنت دی او هغوی د اعتکاف د ژورو او معنوی اغیزو په وجه مسلمانان په تیره بیا په دې دریو ورځو کښې دې ځآنګړی عبادت ته هڅولی دی.

 

حضرت محمد مصطفی(ص) په دې لړ کښې فرمایی: په ایمان او اخلاص سره اعتکاف د ګناهونو د بخښل کیدو سبب کیږی.

 

۱۱۶۴  کاله وړاندې د ۲۷۹ قمری کال د رجب د میاشتې په دیارلسمه نیټه مشهور حافظ، محدث او د حدیثو یو مخکښ راوی ابو عیسی ترمذی محمد بن عیسی چې په ابوعیسی ترمذی مشهور دی، وفات شو. هغه یوه بې سارې حافظه لرله او د امام بخاری له خاصو شاګردانو و. د اهل سنتو د اولې درجې له سرچینو څخه صحیح ترمذی کتاب د ترمذی یو اثر دی. هغه په اویا کلنۍ کښې وفات شو.

 

 

 ۱۱۶کاله وړاندې د ۱۳۲۷ هجری قمری کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په دیارلسمه نیټه مجاهد عالم او مشروطه غواړی مبارز آیت ا... شیخ فضل ا... نوری شهید شو. هغه د میرزای شیرازی یو تکړه شاګرد و. شیخ فضل ا... له استبداد سره د مقابلې لباره د مشروطیت په دوران کښې د آیات عظام طباطبایی او بهبهانی سره یوځاې د دې غورځنګ مشری کوله. هغه د اساسی قانون او د هغه د متمم په برابرولو او لیکلو کښې ونډه درلودله داشان چې د متمم دویم اصل د هغه په نوښت برابر شو. د شیخ فضل ا... یو وړاندیزی اصل په پارلیمان کښې د پنځو مجتهدو عالمانو شتون و څو اسلامی ضده قوانین د نمایندګانو لخوا تصویب نه شی. هغه فیصله وکړه چې د ناروا مشروطه خلاف یو تبلیغاتی مرکز جوړ کړی. د شیخ تبلیغی اقدامات په پارلیمان کښې د انګلستان او روس په دربار پورې د پیئلو له مخالفت سره مخ شول کومو کسانو چې مشروطه انقلاب له خپلې حقیقی لارې کوږ کړ او شیخ فضل ا... یې د خپلو غوښتنو د پوره کیدو په وړاندې یو خنډ ګڼه. هغوی شیخ فضل ا... بلآخره د ۱۳۲۷ کال د رجب په دولسمه ونیوه او د همدغې میاشتې د دیارلسمې نیټې په مازیګر یې له یوې لنډې محاکمې وروسته پانسی کړ.

شیخ فضل ا... نوری چې په پیل کښې خپله هم د مشروطه یو اصلی ملاتړی و، چې څنګه د دې غورځنګ په انحراف او بې لاریتوب پوه شو نو سمدستی د روا یا مشروعه مشروعه غوښتونکی شو خو مخالفانو د هغه نیوکې ونه زغملې شوې او هغه یې ووژه. د هغه مقبره د حضرت بی بی معصومې (س) د پاک حرم په انګړ کښې ده.

 

۶۰  کاله وړاندې د ۱۳۴۰ ه لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه نیټه په ایران کې د تیاتر بنسټ ایښودونکی سید علی نصر وفات شو .

هغه د زده کړو له بشپړولو او د فرانسوی ژبې له زده کولو وروسته د ریاضی او فرانسوی ژبې تدریس ته مخه کړه .

سید علی نصر وروسته په دولتی چارو بوخت شو او د پست او تلګراف د وزیر، په چین او هند کې د ایران ستر سفیر او په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازی په توګه ېې دندې ترسره کړې .

هغه د مشروطیت د پړاو په په پیل کې د نمایش او تیاتر کار ته مخه کړه او د ملی تیاتر اداره ېې تأسیس کړه .

نصر د تیاتر فن د زده کړې لپاره اروپا ته لاړ او له بیرته راتلو وروسته ېې د ایران کمدی د اروپایی تیاتر په سبک جوړه کړه .

هغه د دې فن د پراختیا په ترځ کې یوه هنری لیسه جوړه کړه او په خپله ېې په کې د هنر د تاریخ تدریس ته مخه کړه .

له دې امله چې سید علی نصر د ایران د تیاتر او ډرامې په برخه کې ډیرې هڅې کړې دی د ایران د تیاتر د پلار په توګه پیژندل کیږی .

په شپږو ټوکونو کې علم الاشیاء ، د ایران او نړۍ تاریخ عمومی تاریخ او د ایران مختصر تاریخ د هغه له تألیفاتو ، سیروس او د لوپی تیروتنه د هغه ډرامې او د یونان تاریخ او د فرانسې انقلاب د هغه ژباړل شوی کتابونه دی سید علی نصر بلآخره په ۷۰ کلنۍ کې په تهران کې وفات شو .

 

 

۳۴ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۱۳۶۶ ه ل کال د سلواغې په ۲۶مه نیټه ستر فقیه او مجاهد عالم آیت الله سید عباس مُهری وفات شو .

آیت الله سید عباس مهری په خپل زیږنځای فارس کې له لومړنیو زده کړو تر لاسه کولو وروسته نجف اشرف ته لاړ .

هغه په نجف کې د سید محمود شاهرودی ، سید محمد باقر محلاتی او سید محمد تقی بحر العلوم په څیر له استادانو زده کړې وکړې او د یو شمیر مؤمنانو د اصرار له امله د دین د تبلیغ او د خلکو د لارښونې په موخه کویټ ته لاړ .

آیت الله مهری په کویټ کې د اقامت او د امام خمینی په مشرۍ د اسلامی نهضت په کلونو کې په بیلابیلو مناسبتونو کې په ویناؤؤ ، مراجعو او علماؤؤ ته د لیکونو او تلګرافونو د لیږلو ، او د اعلامیو او د امام خمینی او نورو لویانو د کیسټو او پیغامونو په خپرولو سره یوه لحظه هم له پاڅون او فعالیت غافل نه شو او د ظلم په مقابل کې پاتې شو .

په دې منځومان کې په کویټ کې د ایران سفارت د هغه په وړاندې پراخ فعالیت پیل کړ او خلک ېې د تطمیع او تهدید او د هغه پر ضد د ډول ډول آوازو په خپرولوسره له نوموړی ، جومات او پارلمان لرې کولو ته وهڅول .

په کویټ کې د هغه کور سر بیره پر دې چې له ستمشاهی رژیم سره د مبارزې د ډولونو په اړه د سلا مشورو مرکز ؤ په نجف اشرف کې د امام خمینی ره او په ایران اروپا او نورو سیمو کې د هغه د پیروانو تر منځ د اړیکو واسطه ګڼل کیده .

هغه مهال چې امام خمینی ره غوښتل له نجف کویټ ته لاړ شی ټاکل شوې وه د آیت الله مهری په کور کې واوسی چې د کویټ دولت له ممناعت سره مخ شو او دا چاره عملی نه شوه .

د انقلاب له بریالیتوب وروسته حضرت امام ، آیت الله مهری د کویټ د جمعې د امام په توګه وټاکه خو د آیت الله مهری په تبعید کیدا سره د جمعې لمونځ اداء نه شو .

دغه بزرګوار عالم د اسلام په لاره کې له کلونو مجاهدت وروسته په همدې ورځ د ۱۳۶۶ کال د سلواغې په ۲۶مه د ۷۲ کلونو په عمر وفات شو .

 

 

۳۳ کاله وړاندې کاله وړاندې د ۱۹۸۹ میلادی کال د فبرورۍ په ۱۵ ،د شوروی د سره پوځ له خوا د افغانستان له پوځی نیواک لس کاله وروسته،د افغان مجاهدینو د مقاومت او میړانې له امله،ددغه هیواد تیریګر عسکر له افغانستانه ووتل .

په ۱۹۷۹ میلادی کال کې د افغانستان له نیولو د شوروی موخه،په کابل کې د مسکو د لاسپوڅی حکومت تثبیتول او د آسیاد سویل پر لور د شوروی د نفوذ پراختیا وه .

د شوروی دغه اقدام چې په سیمه کې یې د امریکا ګټې په خطر کې غورځولې،د واشنګټن له سخت غبرګون او له افغانستان څخه د شوروی د شاتګ لپاره د د امریکا د حکومت له خوا له اقدامانو سره مخ شو .

له بل پلوه د روسانو له خوا د افغانستان د نیواک له پیله،د دغه هیواد مسلمانو مبارزو خلکو د شوروی د تیریګرو پوځیانو پرضد مقابله پیل کړه او بلاخره له لس کلن مقاومت وروسته،مسلمان خلک د افغان مجاهدینو په مرسته وتوانیدل د شوروی تیریګر پوځ له افغانستانه وباسی .

دا په داسی حال کې و چې مسکو هم په خپل بهرنی سیاست کې د بدلون او او درنو لګښتونو او مرګ ژوبلو په زغملو سره،له افغانستان څخه له تیښتې پرته بله لاره نه درلوده .

له افغانستان څخه د شوروی ځواکونو د وتلو ورځ د افغانستان د ملی ورځې په نوم نومول شوې ده .