تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې ۲۷ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۱۴ او د۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له شپاړسمې نیټې سره برابره ده
۱۴۴۱ کاله پخوا، د دویم هجری قمری کال د رجب په څوارلسمه نیټه، په صدر اسلام کښې د مکې له مشرکانو سره د مسلمانانو لومړنئ نښته وشوه. په مدینه کښې له ځائ پر ځائ کیدو وروسته د مسلمانانو د لومړنئ نښتې قومانده د عبدالله بن جحش اسدی په غاړه وه چې د عمر بن الحضرمی په مشرۍ د قریشو له کاروان سره وشوه. په دې نښته کښې عمر بن الحضرمی ووژل شو. دغه جګړه د اسلام په تاریخ کښې په سریه عبدالله بن جحش مشهوره شوې ده.
۴۳ کاله مخکښې د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د سلواغې په ۲۷ نیټه د پهلوی رژیم یوشمیر مشران له محاکمې وروسته د ایران د خلکو په خلاف د خیانت او جنایت په جرم اعدام شول. که څه هم د ایران د مسلمان ولس له نظره د پهلوی د استبدادی رژیم د مشرانو جنایت او پیئلتیا حتمی او قطعی وه خو د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر امام خمینی(رح) په حکم د اسلامی انقلاب محکمه جوړه شوه او د هغو یوشمیر کسانو په تورونو غور وشه چې د ولسی ځواکونو په لاس نیول شوی وو.
په وړومبنی محاکمه کښې د پوځ هغه څلور قومندانان چې د خلکو په وژله کښې یې موثر رول درلود، په اعدام یا پانسۍ محکوم شول. په دغو کښې یو کس د باچا د استخباراتو او امنیت د ادارې (ساواک) مشر نعمت ا... نصیری و چې د دغه ویرونکی او ځپونکی سازمان په څه باندې دیارلسې کلنې مشرۍ په موده کښې یې په زرهاو ایرانی مبارزان نیولی او شکنجه کړی او له هغو نه یې ډیر وژلی وو.
په وروپسې محاکمو کښې هم د پهلوی فاسد رژیم څو نور لوړپوړی چارواکی محاکمه شول چې ترټولو مهم پکښې د شاه وزیراعظم امیر عباس هویدا و چې دیارلس کاله یې ایران د شاه ترڅارنې لاندې او د امریکې د ګټو په اساس او همداشان د خلکو په ځپلو سره اداره کړی و.
۳۸ کاله وړاندې د ۱۹۸۴ میلادی کال د فرورۍ په شپاړسمه نیټه د لبنان په جنوب کښې د جبشیت ښارګی امامِ جمعه او د صهیونیسټی رژیم په خلاف په دغه سیمه کښې د اسالمی مقاومت د غورځنګ یو بنسټګر شیخ راغب حرب د دغه رژیم د ځواکونو په لاس شهید شو. هغه چې د لبنان د سویل یو فعال او مبارز عالم و، له شهادت مخکښې یو ځل د خپلو مبارزو او د نیواکګرو صهیونیسټانو په خلاف پاڅون ته د لبنان د جنوب د خلکو د بلنې په وجه صهیونیسټو تالی څټو نیولی و چې د خلکو د پراخو اعتراضونو او کاربندیز په وجه آزاد شو.
خو د صهیونیسټ رژیم لخوا د لبنان د سویل د نیواک په خلاف د شیخ راغب د فعالیتونو دوام سبب شو چې د دغه رژیم عوامل هغه شهید کړ. د دغه مسلمان مبارز د جنازې په وخت د جبشیت ښارګی د ځوانانو او د قدس د نیواکګرو ځواکونو ترمینځ سختې نښتې وشوې چې پکښې د لبنان یوشمیر مسلمان او مظلوم خلک شهیدان شول.
۳۰ کاله وړاندې د ۱۹۹۲ میلادی کال د فرورۍ د میاشتې په شپاړسمه نیټه د لبنان د حزب ا... انقلابی غورځنګ مشر حجت الاسلام سید عباس موسوی د دغه هیواد په سویل کښې د قدس د نیواکګر رژیم په هوایی برید کښې شهید شو. هغه د لبنان د سویل د یو مبارز عالم شیخ راغب حرب د شهادت د کلیزې له مراسمو د راستنیدو په وخت د صهیونیسټی رژیم د تیروګرو الوتکو له حملې سره مخ شو. په دغو ترهګرو عملیاتو کښې د سید عباس موسوی د ښځې، زوی او دریو ملګرو په شمول د هغه ځینی نزدې کسان هم شهیدان شول. دغه جنایتکارانه اقدام د نړۍ په مسلمانانو کښې د قدس د نیواکګر رژیم په خلاف د کرکې او قهر یوه څپه راپورته کړه خو د بشری حقوقو لویدیځو مدعیانو نه یوازې د حجت الاسلام موسوی وژله ونه غندله بلکې په دروغو تبلیغاتو سره یې هڅه وکړه چې د صهیونیسټانو دا غیرانسانی کار توجیه کړی. که څه هم تل ابیب د لبنان د حزب ا... غورځنګ د مشر په وژلو سره نیت درلود د صهیونیسټو نیواکګرو په خلاف د دغه غورځنګ مبارزه خرابه کړی خو دغه هدف یې پوره نه شو ځکه چې د سید عباس موسوی له شهادت وروسته حجت الاسلام سید حسن نصر ا... د لبنان د حزب ا... د مشر په توګه غوره شو او دغې ډلې د ترهګرو نیواکګرو په خلاف مبارزه په کلکه جاری وساتله تر دې چې د ۲۰۰۰ میلادی کال په مۍ میاشت کښې یې د صهیونیسټی رژیم پوځیان د لبنان له جنوبه وشړل.