تاریخ پانه
نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې ۲۸ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۱۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له ۱۷ نیټې سره برابره ده
۱۴۴۸ کاله مخکې د بعث په پینځم کال د رجب د میاشتې په ۱۵ نیټه
حبشې ته د مکې د مسلمانانو لومړنی مهاجرت پیل شو. یعني له مکې څخه مدینې ته د اسلام د ګران پیغمبر د تاریخي هجرته اته کاله مخکې ، د بعثت په پینځم کال کې د اسلام د پراختیا په لړ کې يو بل اغیزشیندونکی مهاجرت هم تر سره شو. پرمسلمانانو باندي د قریشو
مشرکینو له خوا د ډیرو سختو دباونو له امله پیغمبر اکرم (صلى الله علیه وآله و سلم) خپل ځینیو پیروانودستور ورکړ، د دې لپاره چې د مشرکینو د ځورولو څخه خوندي پاته شي حبشې ټاټوبیو ته هجرت وکړي. په همدې وجه د مسلمانانو یوه ډله چې ۱۱ سړي او ۴ ښخې د عثمان بن مظعون تر سرپرستۍ یا مشرۍ لاندي حبشې ته هجرت وکړچې د جعفر بن ابیطالب ع تر سرپرستی لاندي د مسلمانانو د راتلونکۍ هجرت زمینه جوړونکی شو . د غه مهاجرتونه د ډیرو کلونو په اوږدکې د افریقا په لویه وچه کې د اسلام د نفوذ او پراختیا سبب شول.
۱۴۴۱ کاله مخکې د هجرت په دوهم کال د رجب د میاشتې په ۱۵ نیټه
د خدایتعالی په امر د مسلمانانو قبله د بیت المقدس څخه د مکې مکرمې لوري ته بدله شوه. پرمسلمانانو باندي د لمونځ د فرض کیدو د حکم نه ورسته ، د دغه الهې دین پیروان بیت المقدس لوري ته چې د نورو دینونو لکه یهودیت او مسیحیت په شان د احترام وړ ځای و لمونځ کاوه خو مدینې ته د اسلام د ګرانقدر پیغمبر له هجرته ورسته د دغه ښار یهودیانو
هغه حضرت ته پیغور ورکاوه او د ا چې مسلمانان د لمانځه د ترسره کولولپاره د یهودیانو له قبلې څخه استفاده کوي ملنډې وهلې او هغوی مسخره کول.
بلاخره په داسې حال کې چې مدینې ته د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وآله له راتګه ۷ میاشتې تیریدې د خدای ج په حکم سره کعبه د مسلمانانو قبله شوه. د غه حکم په داسي حال کې صادرشو چې پیغمبر ص په بني سلمه جومات کې د ماسپښین په لمانځه ولاړو ، چې د قبلې د بدلیدو ایات پرې نازل شو. د بقرې سورې د ۱۴۴ ایت په یوه برخه کې متعال خدای د پیغمبر(صلى الله علیه وآله و سلم )اندیښنې ته په پام سره د یهودو د رټلو په اړه فرمايي اوس تا د هغه قبلې په لورې ستانوم چې ته ترې راضي او خوشحاله یې خپل مخ د مسجدالحرام وخواته وګرځاوه او په هر ځای چې یاست خپل مخ هغه طرف ته وګرځوئ.
له هغه وخته تر اوسه پورې د نړۍ ټولو مسلمانانو یواځي د توحید او د یک یواځنۍ خدای د پرستش د مرکز یعني کعبه شریفه لورې ته لمونځ کوي . له دې پیښې نه پس د اسلام پیغمبر ص د لمانځه په حالت کې خپل مخ د مسجد الحرام و خواته وګرځاوه او د ماسپښنین لمونځ دوه پاتې رکعتونه یې د کعبې په لور ادا کړل په همدې دلیل دغه جومات د اسلام په تاریخ کې په «ذوالقبلَتَین» جومات مشهور دی.
۱۳۸۳کاله مخکې د ۶۰ هجري قمري د رجب المرجب په ۱۵ نیټه
د اموي خلافت بنسټ ایښودونکی او د اهل بیت علیهم السلام ډیرسخت دښمن معاویه بن ابوسفیان مړ شو. معاویه چې د دریم خلیفه له وخته په شام کې والي و له هغه له مرګه ورسته د خلافت ادعا يې وکړه . معاویه د حضرت امام علي علیه السلام له شهادته ورسته د خلافت پرسریې دعواوکړه او د دغه منصب مدعي شو. معاویه د اموي لړې بنسټ ایښودونکی دی چې د دوی خلافت څه ناڅه ۹۰ کاله دوام پیداکړ هغه د امام علي او دهغه دآل علي سره ډیره سخته دښمني کوله او دمام علي ع ملګري اوپیروان وژل. امام علي ع ته سپکاوۍ کول او بدرد ویل له هغو بدعتونو څخه دي چې د معاویې له زمانې څخه دود شواو دوام ومونده .
هغه د خپل خلافت ځاي د سوريې د مشهورو ښارونو دمشق وټاکه . معاویه د خلفای راشدین د ساده رودې په اپوټه خلافت یې د روم د قیصر په څیر د یو درباري اوتشریفاتي حالت باندي بدل او پخپل کورنۍ کې يې موروثي کړه . معاویه د خپل عمر په پاته کلنو کې ، له دې سره سره چې د حضرت امام حسن علیه السلام سره سوله لیک کې زمنه کړې وه چې خلافت موروثي نکړي خپل نالایق زوی یزید خپل ځای ناستې وټاکه او حالات د هغه په ګټه سمه کړه.
۱۳۸۶ کاله مخکې د ۶۲ هجري قمري کال د رجب په ۱۵ نیټه
د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم
دیوې گرانې لمسې ، او د حضرت امام علی علیه السلام او حضرت بی بی فاطمه الزهرا سلام الله علیها ګرانې لورې حضرت زینب کبری سلام الله علیها د ډیرو کړاونو ، غمونو او سختیانو د زغمولو نه ورسته وفات شوه. د اسلام دا لویه او قدرمنه میرمن په ۶ هجري قمري کال کې وزیږیده او د پیغمبر اکرم ص د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه زهرا س په پاک لمنه ا و د علی ابن ابیطالب ع په شتون سره روزنه وشوه او د خپل برکتناک عمر په ټولو شیبو کې د علم د حاصلولو او د انساني لوړو کمالاتو د رسیدلو لپاره یوه شیبه هم غافله پاته نشوه . حضرت بي بي زینب س د ۶۱ هجري قمري کال د کربلا په پیښې کې د خپل بزرګوار ورور حسین بن علی سره وه او د امام حسین ع او دهغه د وفادارو ملګرو له شهادته ورسته د هغوی د تل پاتې غورځنګ پیغام رسونکې شوه په داسي حال کې چې د پيغمبر اکرم ص له لمسیانو سره په اسارت کې هم صبر او پایدارۍ کوله .د اسلام په تاریخ کې د هغې بې بې هغه حقیقت برسیره کونکي ویناوې تل پاتي دي ، اویادې ویناوي هغه اموی انحرافات ، جنایتونه او ظلمونه ښکاره او ایشوا کوي چې د امویانو له خوا د رسول ا...له کورنۍ تر سره شوي وو او د بنی امیه ود رسوايې سبب وګرځيده .بلاخره د اسلام دغه قدرمنه میرمن په همداسې یوه ورځ په ۵۶ کلنۍ کې وفات شوه او د دې دنیا نه لاره.
= ۶۵ کاله اګاهو د ۱۳۲۹ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۲۸ نیټه ایرانی فقیقه او متکلم آیت ا... میرزا علی اکبر نوقانی وفات شو.
هغه په ۱۲۶۱ هجری لمریز کال کښې د ایران د شمال په مشهد مقدس ښار کښې زیږیدلی و. آیت ا... نوقانی د ابتدایی زده کړو وروسته ادبیات، فقه او اصول له تکړه استاذانو زده کړل. هغه په ۲۶ کلنۍ کښې د خپلو زده کړو د بشپړولو په موخه په عراق کښې د نجف اشرف علمیه حوزې ته لاړ او هلته یې د سترو استاذانو له محضره ګټه پورته کړه او لوړو علمی درجو ته ورسید.
دغه تکړه مجتهد د شاعرۍ ذوق هم درلود او په نسخ او نستعلیق خطونو کښې یې تجربه درلودله. د (تعلیقاتی بر شرح نهج البلاغه) او (سه مقاله نوقانی) او (رد عقاید مادیون) کتابونه د آیت ا... نوقانی له آثارو دی.
= ۲۷ کاله وړاندې د ۱۳۶۷ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۲۸ نیټه په نیویارک کښې د ایران او د عراق د بعثی رژیم درې اړخیزې خبرې اترې پیل شوې. په داسې شرایطو کښې چې د ۱۳۶۷ کال په وږی او لړم میاشتو کښې له جنګ وروسته مذاکراتو کومه خاص نتیجه نه وه ورکړې او حتی د خبرواترو د ماتې خوړو امکان هم و، د ایران اسلامی جمهوریت نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتو په تیره بیا خپله د دغه سازمان سرمنشی ته خپل ښه نیت ثابت کړ او له هغه اعتماده یې مثبته او ښه نتیجه واخستله چې په سرمنشی باندې یې څرګند کړی و او د دې کار پایله د ایران د اسلامی جمهوریت په ګټه د نړیوالې فضا بدلیدل وو. په مذاکراتو کښې رامینځته شوې وقفې ته په پام سره سرمنشی له امنیت شورا سره ځینې مشورې وکړې او ورڅخه یې وغوښتل چې له بندونه د مذاکراتو د ایستلو لپاره دې ورته لازیات اختیارات ورکړی شی چې امنیت شورا له دغې غوښتنې سره موافقه وکړه. په دې لړ کښې د ۶۷ کال د سلواغې په ۲۸ نیټه په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د سرمنشی په شتون سره د ایران او عراق درې اړخیزې خبرې اترې وشوې. په دغو مذاکراتو کښې چې د ملګرو ملتو د سرمنشی د څرګند وړاندیز او د هغه له ټینګار سره سره په نیویارک کښې د مذاکراتو دوام ته د عراقیانو د بیزارۍ او کرکې په وجه دا ځل هم مذاکرات ډیر دقیق او په لنډه موده کښې ترسره شول او مطلوبه نتیجه ورڅخه ترلاسه شوه.
د ملګرو ملتو د سرمنشی ترڅارنې لاندې او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اوربند له ټینګیدو وروسته د ایران او عراق ترمینځ د خبرواترو په بهیر کښې بندون له نړیوالو دباونو سره سره د ۵۹۸ پریکړه لیک د مفادو په اجرا کښې د عراق د بعثی رژیم د ځنډ ښودونکی و.
= او له ننه ۱۵ کاله مخکښې د ۱۳۷۸ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۲۸ نیټه آذربایجانی ادیب او مورخ استاذ محمد دیهیم تبریزی وفات شو. هغه په ۱۲۸۶ لمریز کال کښې په تبریز کښې زیږیدلی و.
استاذ محمد دیهیم تبریزی د خپل پلار په لارښوونه زده کړه پیل کړه او د ادب او ریاضۍ څانګې یې زده کړې. هغه بیا د کلتوری فعالیتونو ترڅنګ ورځپاڼه لیکنه او خبریالی پیل کړه او له ۱۳۱۱ لمریز کاله یې خپل مطبوعاتی خدمات پیل کړل. هغه له مطبوعاتی مسئولیت نه علاوه په مهمو ماډرن سیاسی ډګرونو کښې هم شتون درلود او په ۱۳۲۵ لمریز کال کښې یې له آذربایجانه د ډیموکراټ فرقو په شړلو کښې ډیر کوشش وکړ. دیهیم بلآخره په ۱۳۳۵ کال کښې تهران د خپلو سیاسی او کلتوری فعالیتونو لپاره غوره کړ.
د دیهیم په تل پاتې ادبی فعالیتونو کښې د مولوی، صائب او آذربادګان ادبی ټولنو جوړولو ته اشاره کوی شو او ورسره یې په تهران کښې د پنځلسو نورو ادبی ټولنو په برابرولو کښې هم فعال رول درلود. له هغه څه ډیر آثار پاتې دی چې جبر، شرعیات، هندسه، دستور زبان فارسی، تعلیمات مدنی او حسابِ نو هر یو په دوو ټوکو کښې او هم (تاریخ) په دریو ټوکو کښې او همداشان پنځو ټوکو کښې (تذکره شعرای آذربایجان) شامل دی.
استاذ محمد دیهیم تبریزی بلآخره د ۱۳۷۸ لمریز کال د سلواغې په وروستیو کښې په ۹۲ کلنۍ کښې په تهران کښې وفات شو.