تاریخ پاڼه
نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب یا بزرګې میاشتې له ۱۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فبرورۍ له ۱۸ نیټی سره برابره ده.
۹۰۴ کاله پخوا، د پینځه سوه نهه دیرشم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په شپاړسمه نیټه، مشهور مسلمان محدث ابن خیرون وفات شو. په ابن خیرون مشهور، محدث او د قرائت د علم استاد ابو منصور محمد بن عبدالمالک بن حسن بن ابراهیم عطار په یوې داسې کورنۍ کښې چې ټول غړی یې د حدیثو او قرائت له رجالو څخه وو، په څلور سوه څلور پنځوسم قمری کال کښې په بغداد کښې وزیږید. هغه د قرائت علم د ابوالبَرکات او عبدالسید په شان د خپل زیږنځائ له مشهورو عالمانو زده کړ. د هغه له اثارو څخه د لس ګونه قرائت په باره کښې (المِفتاح و المُوَضّح) دئ چې نسخه یې تر لاسه شوې نه ده. ابن خیرون په حدیث کښې هم پوهه لرله او د حدیثو د بزرګانو لخوا د تائید وړ دی. ابن خیرون بالاخره د پینځه سوه نهه دیرشم قمری کال د رجب د میاشتې په شپاړسمه نیټه، په پینځه اتیا کلنۍ کښې په بغداد کښې وفات شو او په هم هغه ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.
۱۸۸ کاله پخوا، د اتلس سوه څلور دیرشم میلادی کال د فرورۍ په اتلسمه نیټه، فرانسوی استعمار ګرو ځواکونو چې له اتلس سوه دیرشم میلادی کال څخه یې د الجزائر هیواد نیواک پیل کړئ ؤ، د امیر عبدالقادر الجزائری د ځواکونو په مقابل کښې سخته ماتې وخوړه په دې ډول چې په دریو کښې یوه برخه فرانسوی ځواکونه ووژل شول او له باقی پاتې څخه نیم اسیران شول. په دغه وخت کښې فرانسویانو چې د اول ځل لپاره یې په افریقا کښې داسې سخته ماتې خوړلې وه، د قواو د تجدید لپاره د سولې تقاضا وکړه خو امیر عبدالقادر دغه تقاضا تر دوو کلونو وروسته چې کابو ټول الجزائر یې د فرانسویانو له نیواک څخه ازاد کړ، ونۀ منله. البته فرانسوی استعمارګرو په وروستیو کلونو کښې د خپلو ځواکونو او وسلو په زیاتولو او د الجزائر قبیلې د یو شمیر مشرانو له خیانت څخه په استفادې سره وکړئ شول یو ځل بیا پر دې هیواد مسلط شی.
۹۶ کاله پخوا، د نولس سوه شپږویشتم میلادی کال د فرورۍ په اتلسمه نیټه، د فرانسې او اسپانیا ګډو ځواکونو د امیر عبدالکریم ریفی په مشرۍ د مراکشی ځواکونو مقاومت له ماتې سره مخامخ کړ او دغه وطن پرسته مسلمان یې د افریقا جنوب ته جلاوطن کړ. عبدالکریم ریفی خپل پاڅون په نولس سوه دولسم میلادی کال کښې د مراکش په یوې برخې باندې د اسپانیا له تسلط سره په یو وخت پیل کړ. د اسپانیائی استعمارګرو د قواو د مضبوطیۍ او د هغوئ لخوا د مراکش د بې ګناه خلکو د وژلې باوجود د عبدالکریم ریفی ځواکونو په نولس سوه یویشتم میلادی کال کښې سترې بریاوې ترلاسه کړې او حتی د مراکش په یوې برخې کښې یې د جمهوریت اعلان وکړ. له دې سره سره فرانسویان چې د مراکش نورې سیمې یې تر نیواک لاندې لرلې، د دغه هیواد د خپلواکۍ غوښتونکو له بریالیتوب څخه سخت په ویرې کښې شول او د نولس سوه څلورویشتم میلادی کال په وړومبیو وختونو کښې یې د هغوئ په خلاف پراخه یرغل پیل کړ. د مارشل پیټن په قوماندانۍ د فرانسې پوځ په لومړیو کښې که څه هم له مراکشی مبارزانو څخه ماتې وخوړه خو د مرستندویه ځواکونو په رسیدو او د زیاتو جنایتونو او ظلمونو په کولو سره د نولس سوه شپږویشتم میلادی کال په فرورۍ کښې د عبدالکریم ریفی پر ځواکونو بریالی شول او په دې ډول فرانسې د مراکش استعمار ته دوام ورکړ
۴۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه، د ایران د شمال لویدیځ د تبریز مسلمان خلک په قم کښې د دیارلس سوه شپږ پنځوسم میلادی کال د لیندۍ د نولسمې نیټې د قتل عام د شهیدانو د یاد د نمانځنې لپاره د عالمانو او پوهانو په بلنه د تبریز په یو ستر جومات کښې راغونډ شول. دغه غونډه د طاغوتی رژیم د مامورانو له تشدد نه د ډک سلوک له امله په ټول ښار کښې په یو عامه بغاوت بدله شوه. د انقلابی خلکو د دغه حرکت پراختیا شاه رژیم ډیر وویروۀ چې د رژیم عواملو د دغې پیښې د تحریفولو لپاره له سترو دروغو کار واخیست او پاڅون کوونکی خلک یې هغه کسان معرفی کړل چې له سرحدی پولو له وراخوا څخه ایران ته راغلی وو. د تبریز د خلکو پاڅون په حقیقت کښې د شاه د ظلم او ستم په خلاف د ایرانی ولس د اوږدو مبارزو د دوام یوسمبول ؤ او په خپل وار د ایران د مسلمانو خلکو د وروستیو پاڅونونو سرچینه شو.
او له ۲۳ کاله پخوا، د نولس سوه نهه نوېم میلادی کال د فرورۍ په اتلسمه نیټه، د عراق یو نامتو عالم آیت ا... سید محمد صادق صدر په نجف اشرف ښار کښې ترور او شهید کړائ شو. د هغه په شهادت پسې د عراق مسلمانوخلکو د یو شمیر مظاهرو په کولو سره د دغه هیواد پخوانئ رژیم د آیت ا... صدر د شهیدولو ذمه وار وباله. همداراز د صدام د رژیم مخالفو ډلو له دغه وژلې څخه په څه کم یو کال موده کښې د آیت ا... غروی او آیت ا... بروجردی د شهیدولو په شمول د دینی علماوو په وژله کښې د دغه رژیم مخینې ته په پام سره د عراق بعثی رژیم د آیت ا... سید محمد صادق صدر د وژلې عامل وباله. د عراق پخوانی رژیم په نولس سوه اته شپیتم میلادی کال کښې په لاسو کښې د اقتدار د اخیستو له وخته د نجف اشرف حوزې او د دغه هیواد د روحانیت د کمزوری کولو په لړ کښې زیات دینی عالمان شهیدان کړل.