Feb 19, 2022 11:00 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ، یا شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یا بزرګې د میاشتې له ۱۷ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فبرورۍ له نولسمې نیټی سره برابره ده

۵۴۹ کاله پخوا، د څوارلس سوه درې اویایم میلادی کال د فبرورۍ په نولسمه نیټه، یو پولینډی ریاضی پوه او ستورپیژاندی نیکولس کوپرنیکس وزیږید. هغه په لومړیو کښې د نجوم زده کولو او وروسته طب ته مخه کړه او د زده کړو په پائ کښې په روم کښې د ریاضیاتو پر تدریس بوخت شو. نیکولس په عین حال کښې د نجوم له مطالعې لاس وانه خیست او د ستور پیژندنې په اثارو کښې له یوې مودې مطالعې وروسته په پینځلس سوه درېم میلادی کال کښې د لمر په شا او خوا د ځمکی د ګرځیدو د حرکت اصل او همداراز دغه موضوع چې ځمکه په څلورویشتو ساعتونو کښې یو ځل په خپل چاپیریال راګرځی، کشف کړ. نیکولس د پینځلس سوه درې څلویښتم میلادی کال د مئی د میاشتې په څلورویشتمه نیټه مړ شو. په هغه وخت یې د (دوران اجسام آسمانی) تر عنوان لاندې د خپلو نظریو په هکله د یوه کتاب له خپریدا جلا څو ورځې تیرې کړې وې.

 

۳۲۲ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د 1121 هجری قمری کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په اولسمه نېټه ستر شیعه عالم فاضل علامه شېخ سلېمان بحرانی وفات شو. شېخ ابوالحسن سلېمان بن عبدا... بن علی بن حسن بحرانی ماحوزی چې په محقق بحرانی مشهور ؤ د دولسمې هجری پېړۍ د وړومبیو وختونو له سترو امامیه عالمانو څخه ؤ. د 1076 ق کال د روژې په نیمائۍ کښې وزېږېد. هغۀ د حدیث، رجال، تاریخ او سیرت په علم کښې زیاته پوهه او تجربه لرله. شېخ عبدا... سماهیجی، د تفسیر برهان خاوند سید هاشم بحرانی او شېخ احمد بحرانی د هغۀ له شاګردانو څخه وو.د هغۀ له قلمی اثارو څخه (الاشارات فى الکلام)، (الشفاء فى الحکمة النظریه) او (المعراج) ته اشاره کولې شوو.

دغه ستر عالم او فقیه بالاخره د 1121 هجری قمری کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په اولسمه نېټه په شپږ څلوېښت کلنۍ کښې وفات شو.

 

۱۷۲ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د 1271 هجری قمری کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په اولسمه نېټه ستر مسلمان عالم او استادآیت الله العظمی حاج «سید ابوتراب خوانساری» د ایران په یو مرکزی ښار خوانسار کښې وزېږېد.

آیت الله العظمی خوانساری عقلی او نقلی درسونه د خپلې زمانې له مهمو استادانو څخه زده کړل ان تردې چې خپله د فقهې ، اصولو، حکمت اوتفسیر په درسونو کښې تکړه استاد شو. آیت ا... خوانساری د مختلفو دینی علومو په زمینه کښې زیات تالیفات ولیکل چې دغه اثار د هغۀ په ژوره پوهه او علم باندې دلالت کوی.

د هغۀ له اثارو څخه په اصول فقه کښې «قصد السبیل» او د دین په اصولو کښې «مصباح الصالحین» ته اشاره کولې شوو.

آیت الله خوانساری په 1346 هجری قمری کال کښې وفات شو.

۷۱ کاله پخوا، د نولس سوه یو پنځوسم میلادی کال د فرورۍ په نولسمه نیټه، مشهور فرانسوی لیکوال او منتقد آندرې ژایډ په دوه اتیا کلنۍ کښې مړ شو. هغه په اتلس سوه نهه شپیتم میلادی کال کښې په پیرس کښې وزیږید خو زیاتره عمر یې د افریقا په شمال په تیره بیا په الجزائر کښې تیر کړ او د هغې سیمې د خلکو د ژوند په اړه یې خپل مشهور داستانونه ولیکل. (کلیوال ساز) د هغه یو ډیر په زړه پورې اثر دی. د هغه له نورو اثارو څخه (ځمکنی نعمتونه او خوراکونه) او (د خزان پاڼې) ته اشاره کولائ شو. هغه په نولس سوه اووه څلویښتم میلادی کال کښې د ادبیاتو په څانګه کښې نوبل جایزه ترلاسه کړه.

 

 

۲۱  کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه اویایم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دیرشمه نیټه، مشهور خطیب حجت الاسلام و المسلمین حاج شیخ حسن کافی خراسانی وفات شو. هغه په دیارلس سوه اووم لمریز کال کښې وزیږید. هغه د ماشومتوب له پړاؤ وروسته د مشهد د علمیه حوزې د استادانو په محضر کښې سطوح او ادبیات زده کړل. هغه څه موده وروسته،د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او د فقې او د فقې د اصولو لوړ درسونه یې د هغه ښار له عالمانو زده کړل. هغه د ایران د خلکو د استعماری ضده مبارزو او د تیلو د صنعت د ملی کیدا په بهیر کښې د آیت ا... سید ابوالقاسم کاشانی په استازیتوب د حقایقو په څرګندولو او د خلکو د زهنونو په روښانولو لاس پورې کړ. هغه له دیارلس سوه څلویښتم لمریز کاله په وروستیو کلونو کښې په مشهد کښې خپلې ځلاندی ویناوې لا زیاتې کړې او څنګه یې چې د ساواک د دباؤ له امله په مشهد کښې د پاتی کیدو امکان نه لره ، تهران ته ولاړ او د تالیف او تبلیغ کار او د ښار په یوه جومات کښې یې د جمعې امامت ته مخه کړه. حجت الاسلام کافی په تهران کښې له هر خوا د امام خمینی (رح) له خوځښت څخه ملاتړ او د ظالم رژیم پر ضد مبارزو ته مخه کړه او په خپلو اغیزمنو ویناوو سره یې د اسلامی انقلاب په بریالیتوب کښې یو ارزښتمن رول ولوباوه. هغه په دې لاره کښې څو څو ځل ونیول شو او زندانی کړئ شو او د اسلامی ارمان په لاره کښې یې د ساواک شکنجې وزغملې. هغه د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته له اسلامی پوځ سره د دایمی ملاتړ په وجه د ړندو زړونو منافقینو د کینې وړ وګرځید او د هغو په وسیله ترور شوچې له دې تروره روغ رمټ پاتی او ټپی شو . له دغه مبارز خطیب څخه یو شمیر آثار هم په یادګار پاتې دی چې (د امام حسن مجتبی (ع) تعلیمات)، (په دعا او حدیث کښې د اووم امام تعلیمات )، (امام رضا (ع) اسوه صراط مستقیم) او (د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) تعلیمات) له هغو څخه دی.

 

او له ننه ۱۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اتیایم هجری لمریز کال د سلواغی په دیرشمه نیټه، د ایران د پرمختللیو جنګی بیړیو لومړنۍ نمونې (جماران) جنګی بېړۍ خپل کار پیل کړ. دغه جنګی بېړۍ له سمندر نه سمندر او له سمندر نه هوا ته په هدایت شویو توغندیو، نویو توغندیو، د هوایی دفاع توپونو، الیکټرونیکی جنګی بیړیو په نویو تجهیزاتو او د الیکټرونیکی جنګ په امکاناتو سمباله ده. دغه بیړۍ څلور نوی میټره اوږده ، د څوارلس سوه شلو ټنو وزن وړونکې، په یو ساعت کښې شپږ پنځوس کیلومیټره سپیډ لرونکې او د یوسلو څلویښتو ماڼوګانو او هیلی کاپټرو د وړلو توان لری.

 

جماران جنګی بېړۍ له هغو درې ماموریت لرونکو بېړیو څخه ده چې د هوایی ضدو، سطحی ضدو او تر سطحې لاندې ضدو ډګرونو کښې زیات پرمختللی تجهیزات لری.

د جماران سترې جنګی بېړۍ د اصلی سیسټمونو یوه برخه یوازې د څو هیوادونو په انحصار کښې دی خو ایرانی ماهران په دې کښې بریالی شول چې دغه نړیوال انحصار مات کړی او ایران د دغو مهمو سیسټمونو د طراحۍ او جوړښت په سائینس باندې سنبال کړ.