تاریخ پاڼه
نن د خالي ورځ، یا شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د کب د میاشتې اوومه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب د میاشتې له ۲۴ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فبرورۍ له شپږویشتمې نیټی سره برابره ده
۱۴۳۶ کاله پخوا ،د اوه م قمری کال درجب دمیاشتې په ۲۴نیټه
دخیبر قلعه چې دیهودیانو یوه مضبوط او پیاوړی مرکز ؤ ، داسلام دګران پیغمبر زوم او جانشین حضرت امام علی علیه السلام په لاس فتح شوه . یهودیانو چې له اسلام سره له دښمنۍ هیڅکله هم لاس په سر کیدونکی نه وو ،دمدینې په شمال کې واقع په خیبر کې ئې اوه پیاوړی کلاګانې جوړې کړې وې او دغو کلاګانو په نه نیول کیدا یا نه نه نسکوریدا په ډاډمنیدا سره ئې دمسلمانانو په ضد دسیسې کولې . دهجرت په اوهم کال کې داسلام ګران پیغمبر دخیبر کلا دفتح کیدا ځیری ورکړی ؤ . څه وخت نه ؤ تیر چې د اسلام لښکر دکلابندۍ له یوې مودې وروسته وتو انید څو کلاګانې فتح کړی ،خو دخیبر د دوو پیاوړو کلاګانو دفتح کولو لپاره د داسلام دلښکر دقوماندانانو هڅې بیې نتیجې پاتې وې . بلاخره داسلام ګران پیغمبر دقوماندانانو په ټول کې وفرمآئیل ؛ سبا بیرغ دهغه چا په لاس کې ورکوم چې له خدای اورسول سر ه مینه کوی او خدای او دهغه روسل هم ورسره مینه کوی او خداوندمتعال دغه کلا دهغه په لاس فتح کوی ::::: پیغمبر اکرم په سبا ورځې حضرت علی علیه السلام د اسلام دلښکر په قومانې منصوب کړ او هغه په یو میړنی جنګ کې دخیبر کلا فتح کړه او دیهود یانو خورا وروستۍ او پیاوړی ا ډه او مرکز ئې هم دړې وړې کړ .
۱۱۰۴ کاله مخکې ، د ۳۳۹قمری کال درجب دمیاشتې په څلوریشتمه
د ایران دیو مشهور متفکر ،ریاضی پوه او فلسفی ابونصر محمد فارابی وفات شو . هغه په ۲۵۹قمری کال کې داوسنی قزاقستان په جنوب کې له فاراف سره نزدې په یوې سیمې کې زیږیدلی ؤ . فارابی له لومړنیو ز ده کړو وروسته دخپلو زده کړو دبشپړولو لپاره بغداد ته لاړ او منطق او فلسفه ئې زده کړه . دهغه زیار او هوښیارتیا لامل شوې چې دخپل وخت په زیاتره علوموکې سرخیل شی ، خو فلسفې ته ئې لازیاته توجه درلوده . دغه ستر فلسوف چې په معلم ثانی ، استاد الفلاسفه او ملک الحکماء باندې مشهور دی ، هڅه کړې څو دبیلابیلو فلسفیانو افکار او فیصلې په تیره بیا دارسطو او افلاطون فکرونه سره تطبیق کړی او باؤری ؤ چې فلسفه یکی یوه ده . هغه همداراز په :مدینه فاضله :نومې کتاب کې دهرې ټولنیزې پرګنې د ندو او شرائطو په بیانولو سره ، په حقیقت کې یوه نیکمرغه او آئیډیالی ټولنه بیان کړې ده . فارابی په ریاضۍ کې هم ډیر ابداعات او څیړنې کړی دی او په ډې زمینې کې ئې یو شمیر کتابونه هم لیکلی دی . . دهغه په تالیفاتو کې ، اغراض ما بعدالطبیعه ارسطو : فصوص الحکم ، احصاءالعلوم او دکبیر موسیقی نومې کتابونو ته اشاره کولی شو . فارابی په نهه اویا کلنۍ کې په دمشق کې وفات شو او په همدغه ښار کې خاورو ته وسپارل شو .
۲۳۱ کاله وړاندې د ۱۲۱۲ قمری کال درجب دمیاشتې په څلورویشتمه
د اسلامی نړۍ یو ستر عارف او عالم علامه سید محمد مهدی بحرالعلوم وفات شو . هغه په ۱۱۵۵قمری کال کې دعراق په کربلاسپیڅلی ښآر کې زیږیدلی ؤ او خپلې زده کړې ئې په همدغه ښار کې له خپل پلاره چې دهغه وخت یو لوی عالم ؤ او او دغه راز له نورو عالمانو زده کړې . علامه بحرالعلوم په ځوانۍ کې داجتهاد لوړې درجې ته ورسید او وروسته د نجف اشرف علمیه حوزې ته لاړ . هغه په دغه سپیڅلی ښآر کې ډیر زر د علمیه حوزې په مشرۍ او دشیعیانو په مرجیعّت منصوب شو او دنجرف اشرف دمخینه لرو نی حوزې دلاښه کولو لپاره ئې یولړ بدلونونه هم رامینځةکړل . دغه بزرګوار عالم داړمنو پر چارو ډیر پام کاوه او دعمومی هوساینې لپاره ئې ډیر کارونه کول او په همدې دلیل په خلکو کې هم ډیر زیات محبوب شوی ؤ . سید بحرالعلوم اوه کاله په مشهد او دوه کاله هم په حجاز کې هستوګن شو او هلته ئې هم ارزښتمن خدمتونه ترسره کړی دی او حتی په اتیا کلنۍ کې دمکې دجمعې لمانځه دامام دشیعه کیدا لامل شو. هغه په عین حال کې دډیرو شاګردانو پر روزلو سربیره دغوره کتابونو له لیکلو هم غافل نه ؤ . شیخ جعفر کاشف الغطاء،ملااحمد نراقی ،محمد باقر شفتی ،سید محمد جواد عاملی او داسې نور غوره عالمان دهغه شاګران دی. ددغه نامتو فقیه په تالیفاتو کې ، المصابیح ،مشکاةالهدایه ،الفوائد الرجالیه او دشعرونو یو دیوان ته چې څه دپاسه زر بیتونه پکې غونډ شوی دی ،اشاره کولی شو .
سید بحرالعلوم چې دناروغۍ له امله په کور کې ؤ ،نو په کور کې ئې تالیف او مطالعې ته مخه کړه ،بلاخره د ۱۲۱۲قمری کال د ر جب دمیاشتې یا دځینو په وینا،د ذی الحجې دمیاشتې په څلورویشتمه نیټه په ۵۷کلنۍ کې ئې له نړۍ سترګې پټې کړې او په نجف اشرف کې دشیخ طوسی دقبر ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو .
۱۰۱ کاله پخوا، د نولس سوه یویشتم میلادی کال د فبرورۍ په شپږویشتمه نیټه، د ایران او پخوانی شوروی اتحاد ترمنځ د دوستۍ تړون لاسلیک شو.
په دې تړون کې، چې د شوروی له انقلابه څلور کاله وروسته شوی ؤ، مسکو اعلان وکړ، چې د ایران په اړه د تزاری روسیې له ښکیلاکی سیاسته پیروی نه کوی.
له همدې امله، شوروی ټول هغه تړونونه، چې روسیې له ایران سره کړی وو او د ایران پر زیان وو، لغوه کړل.
همداراز مسکو له تهران سره د دوستۍ په تړون کښې، هغه تړونونه، چې تزاری روسیې د ایران پر ضد له درېم دولت سره لاسلیک کړی وو، بې باوره وبلل.
البته شوروی د ایران په شمال لویدیځ او ختیځ کې د قفقاز او ترکستان سیمې ایران ته بیا ورنه کړې.
په دې تړون کښې د ایران تر ټولو مهمه ژمنه، د ایران له خاورې د شوروی پر ضد فعالیتونو لپاره نورو هیوادونو ته د اجازې نه ورکول وو، ځکه هغه مهال شوروی د لویدیځو قدرتونو تر ګواښ لاندې ؤ.
۶۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور دیرشم هجری لمریز کال د کب په اوومه نیټه، د ایران یو اوسمهاله شاعر او ادیب علامه علی اکبر دهخدا وفات شو. هغه په دولس سوه اته پنځوسم لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او د تهران د پخوانی سیاسی ښوونځی لومړنی فارغ التحصیل ؤ. دهخدا له ځنډ پرته د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته اروپا ته ولاړ او پینځه کاله یې څیړنه او پلټنه وکړه. ایران ته د هغه راستنیدل د آزادی غواړو افکارو د ځلیدا او په ایران کښې د مشروطیت د غورځنګ د مبارزو له پیلیدا سره هم مهاله وو . دهخدا، چې د هغه وخت له ظلمونو او ستمونو سره سخت مخالف ؤ، د مبارزانو سره یوځاې شو او د تُندو او طنزی مقالو لیکل یې پیل کړل.
د سبک او سلیقې له نظره د دهخدا ادبی او انتقادی کارونه، کم ساری وو او په طنز لیکنه کښې د هغه نوښت، د فارسی ژبې په ادبیاتو کښې یو نوی مکتب رامنځته کړ.
دهخدا د شعر په برخه کښې هم پیاوړی اثار لری، چې په روان او زړه پورې بیان سره ویل شوی دی. دهخدا د (امثال و حکم) کتاب په راغونډولو کښې، چې د فارسی د څلورویشت زرو متلونو ټولګه ده، په فارسی ژبه کښې یې وړومبنی فولکلوریکه فرهنګ نامه ولیکله. خو د دهخدا تر ټولو لوې او وروستۍ علمی او ادبی اثر د هغه (لغت نامه) ده، چې دومره پراخه، دقیقه او غنی ده، چې کولای شوو هغه په وروستۍ پیړۍ کښې د فارسۍ ژبې یوه لویه لاسته راوړنه وګڼو.
په لسګونو ټوکو کښې د دهخدا لغتنامه، د فارسی ژبې د ادبیاتو په تاریخ کښې ډیر ارزښتمن اثر ګڼل کیږی.
۲۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اویایم لمریز کال د کب د میاشتې په اوومه نیټه، اوسمهاله عالم او فقیه، آیت ا... میرزاهاشم آملی وفات شو.
هغه د ایران د یوه شمالی ښار، آمل اوسیدونکی ؤ او د زده کړې لپاره د قم علمیه حوزې ته ولاړ او د دغې حوزې د هغه مهال له مشهورو استادانو یې علم زده کړ. آیت ا... آملی له لږ وخت وروسته د اجتهاد درجې ته ورسید. هغه وروسته د خپل دینی علم د بشپړولو لپاره، په عراق کښې د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او په مختلفو دینی علومو کښې یې له مهارت وروسته تدریس ته ملا وتړله. د آیت ا... آملی د درس حوزه، د دینی علومو د طلابو او فاضلانو د پام وړ وګرځیده او ډیرو زیاتو کسانو له دوی څخه ګټه پورته کړه او لوړو علمی درجو ته ورسیدل. دغه مسلمان فقیه چې خپل ټول عمریې پرهیزګارۍ، تقوا، رښتینولۍ او تر وروستۍ کچې د نفس په پاکۍ کښې تیر کړ ، هیڅ دنیاوی ښکلاوو ته یې پام نه کاوه.
د آیت ا... آملی له اثارو ( کشف الحقایق) کتاب ته اشاره کولای شو.