تاریخ پاڼه
نن د نهی ورځ یا ۳ وشنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د کب د میاشتې لسمه، د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې ۲۷ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ ۲۹ نیټه ده
۱۴۵۶ کاله پخوا له هجرته دیارلس کاله مخکښې د اسلام ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی ا... علیه و آله وسلم د متعال خدای لخوا په پیغمبرۍ مبعوث شو. هغه مهال د حضرت محمد(ص) مبارک عمر څلویښت کاله و.
هغوی به له ماشومتوبه کائناتو او الهی نښونښانو ته په ژور نظر سره کتل او تل د انسان د نیکمرغۍ او لوړاوی په فکر کښې و. هر چا به د هغه د صداقت، امانت دارۍ او خیرښیګړۍ صفتونه کول. د دې فضیلتونو ټولګې له هغوی څخه یو د ستاینې او قدرونې وړ شخصیت جوړ کړ.
حضرت محمد مصطفی (ص) به زیاتره وختونه د عبادت او تفکر لپاره د مکې په شمال کښې د نور په نامه غره کښې حرا غار ته تله او د خدای تعالی جل جلاله عبادت به یې کوه تر دې چې په داسې یوه ورځ د وحی فرښته حضرت جبرائیل علیه السلام پر حضرت محمد مصطفی(ص) نازله شوه او هغوی ته یې زیری ورکړ چې د هستۍ د خالق لخوا د پیغمبرۍ لپاره غوره شوی دی. له هغه وروسته د خدای پاک د وروستی استازی په مقام کښې د هغه حضرت دروند او سخت رسالت پیل شو څو نړیوالو ته د وروستی او ترټولو بشپړ دین په توګه د اسلام مبین دین وړاندې کړی.
له بعثته وروسته پیغمبر اکرمص له جهل، کفر او ظلم سره مبارزه پیل کړه او په مکه ښار کښې دیارلس کاله د اسلام د مبین دین له تبلیغ او ترویج وروسته یې مدینې منورې ته هجرت وکړ.
هغوی په مدینه کښې هم د خپل الهی رسالت خپرولو او تبلیغولو ته دوام ورکړ او د اسلام د ځلانده ارزښتونو په اساس یې د یو حکومت بنسټ کیښود. لږه موده نه وه تیره چې دغه حکومت د نړۍ د هغه وخت په مهمو برخو کښې پراختیا بیاموندله.
د اسلام د قدرمن پیغبر مبعوثیدل د انسان په تاریخ کښې د بدلانه یو مهم پیچومی دی او د نړۍ مسلمانان دغه ورځ نمانځی او په ټوله اسلامی نړۍ کښې جشنونه او خوشالۍ ترسره کوی.
د تهران راډیو ګرانو مینه والو تاسو ته دې هم د مبعث اختر ډیر ډیر مبارک وی.
۹۷۶ کاله وړاندې د ۴۶۷ هجری قمری کال د رجب د میاشتې په ۲۷ نیټه د ایران مشهور فقیه او مفسر جارا ... زمخشری وزیږیده. هغه په تفسیر، حدیث او عرب ادبیاتو کښې استاذ و. دغه ایرانی فقیه ډیر تالیفات لری چې له هغو نه (مقدمه الادب) ، (اساس البلاغه) او ترټولو مهم کتاب (تفسیر کشاف) ته اشاره کوی شو. هغه په ۵۳۸ هجری قمری کال کښې وفات شو.
۲۱۵ کاله مخکښې د ۱۲۲۸ هجری قمری کال د رجب د میاشتې په ۲۷ نیټه تکړه مسلمان عالم علامه شیخ جعفر کاشف الغطاء په نجف کښې وفات شو. هغه فقه، اصول فقه، د حدیثو او د قرآن د تفسیر علمونه زده کړل او د اجتهاد درجې ته ورسید.
آیت ا... کاشف الغطاء د خپلې زمانې یو ستر فقیه و دا چاره د تدریس په وخت د هغه له تسلط او له ګڼو کتابونو څرګنده وه. دغه تقواداره عالم ډیر تکړه شاګردان وروزل. د علامه کاشف الغطاء ترټولو مهم کتاب چې د دوی نوم هم له همدغه کتابه اخیستی شوی دی، کشف الغطاء دی. همداشان العقائد الجعفریه او الحق المبین فی تصویب المجتهدین د دغه ګرانقدره فقیه ځینی نور کتابونه دی.
۴۲ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د کب د میاشتې په لسمه نیټه د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد مشر حضرت امام خمینی(رح) له پنځلس کلنې جلاوطنۍ وروسته د قم مذهبی ښار ته لاړ.
امام خمینی چې د ۱۳۴۲ هجری لمریز کال د غبرګولی د پنځلسمې له پاڅون او له هغه د وروسته پیښو نه پس په ۱۳۴۳ کال کښې د باچا د رژیم لخوا له ایرانه بهر ته تبعید شوی و، د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې په ۱۲ نیټه ایران ته راستون شو او د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته په دې ورځ په داسې حال کښې چې د شاه رژیم د امام په مشرۍ د ایران د مسلمانو خلکو د پرله پسې مبارزو په وجه ړنګ شوی و، قم ښار ته لاړ او په یو ساده کور کښې استوګن شو.
امام خمینی(رح) څو میاشتې وروسته له نزدې نه د انقلاب د مشرۍ او په پلازمینه کښې د دوی د شتون د ضرورت په وجه تهران ته راستون شو.
۴۱ کاله مخکښې د ۱۳۵۹ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په لسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت خلاف د صدا د بعثی رژیم د تپلی جنګ په وړومبیو کښې د ښه نیت کمیټې کار پیل کړ.
د اسلامی کانفرنس د خارجه وزیرانو د وړاندیز او د مشرانو د غونډې د موافقې له مخې له سوله ایزې لارې د عراق او ایران د جنګ د ختمول په موخه د ښه نیت یا حسن نیت کمیټه جوړه شوه. دې کمیټې چې وروسته یې بیا نوم د سولې په کمیټې بدل شو او د ځینو اسلامی هیوادونو له ولسمشرانو جوړه شوې وه، تهران او بغداد ته په یولړ سفرونو سره د دواړو دښمنو هیوادنو وروستی نظریات یې ترلاسه کول او د دې نظریاتو له ډل بندۍ وروسته به یې یولړ غونډې جوړولې او بلآخره به د دې کمیټې فیصلې د پریکړه لیک یا بیانیې په چوکاټ کښې اعلانیدې.
تهران او بغداد ته د ښه نیت د کمیټې وړومبنی سفر د ۱۳۵۹ لمریز کال د کب په لسمه نیټه وشه او د دغه سفر له ختمیدو وروسته یې خپله وړومبنۍ طرحه وړاندې کړه چې پکښې د ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ احترام، په زور د ځمکو نه نیولو، د عراق او ایران ترمینځ د اوربند ټینګیدو او هم له شطّ العرب اوبلارې د دواړو خواو شاتګ او ورڅخه د استفادې څرنګوالی ته اشاره شوې وه. په دغه طرحه کښې همداشان اټکل شوی و چې د اسلامی کانفرنس د سازمان پوځی څارونکی په اوربند او شاتګ څارنه وکړی.
په دې منځومان کښې د ایران اسلامی جمهوریت د هرډول اوربند وارمخکښی شرط نړیوالو سرحدونو ته د عراق د بعثی لاس پوڅو ځواکونو شاتګ او د جنګ د پیلونکی معرفی کیدل اعلان کړل چې د عراق په مخالفت سره دا طرح او د سولې د کمیټې نورو طرحې ناکامې شوې.
د سولې د کمیټې کار بلآخره له نهو سفرونو او د سولې د شپږو طرحو له وړاندې کولو وروسته او په داسې حال کښې چې د محاذونو حالت د ایران په ګټه و، د ۱۳۶۵ لمریز کال د لړم په شلمه نیټه د عربستان په جده ښار کښې مطلوبې نتیجې ته له رسیدو پرته پاې ته ورسید.
او ۳۴ کاله وړاندې د ۱۳۶۶ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په لسمه نیټه له ایران سره د جنګ په ډګر کښې د صدام د تیری ګر رژیم له پرله پسې ماتو وروسته دغه رژیم د تهران استوګنې سیمې په لرواټنه توغندیو وویشتې. په تهران او د ایران په ځینو نورو ښآرونو باندې د عراق د توغندویو حملو په دې پړاو کښې چې له یوې نیمې میاشتې زیات اوږد شو، په سل هاو ملکی خلک شهیدان او زخمیان شول. د ایران د استوګنو سیمو په خلاف د عراق د پخوانی رژیم د دې ړندو حملو علت د جنګ په جبهو کښې د خپلو ماتو جبرانول او د خپلو ظالمانه او غیرعادلانه غوښتنو د منلو لپاره د ایران په خلکو او حکومت باندې دباو اچول وو. د ویلو ده عراق په ایران باندې د خپل تیری له پیله پر استوګنو سیمو توغندوی او هوایی حملې پیل کړې وې او د تهران بمبارول د دا ډول بریدونو څلورم پړاو ګڼل کیږی.