تاریخ پاڼه
نن د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د کب د میاشتې ۱۳ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال دد شعبان المعظم یا د برات د میاشتې له لومړې او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مارچ له ۴ نیټی سره برابره ده
نن د شعبان د میاشتی یعنی د خدائ د مغفرت او عبادت د میاشتی لومړی نیټه ده . حضرت محمد (ص) دغه میاشت په بزرګۍ یاده کړی ده او دا یې خپله میاشت نومولې ده. د اسلام پیغمبر (ص) او د دین لوړو مشرانو له پرودګار سره په عبادت او راز او نیاز کښې، په تیره بیا په شعبان میاشتې کښې د روژې ساتلو، پریمان نصیحتونه کړی دی. ځکه چې دغه میاشت د روژې د مبارکی میاشتې زمینه جوړونکی او سریزه ده. په شعبان میاشتې کښې د خدائ د رسول (ص) د لمسی امام حسین (ع) او د حضرت امام مهدی (ع) چې ټول په نړۍ کښې د عدل او انصاف د ټینګولو لپاره او د هغه د ظهور په طمه دی، د ولادت په څیر مهمې پیښې شوی دی.
هیله من یو چې تاسو هم د شعبان د میاشتی له برکتونو ډیر تر ډیره برخمن شئ .
۷۵۰ کاله پخوا، د شپږ سوه درې نوېم هجری قمری کال د شعبان په لومړی نیټه، په ابن طاووس مشهور ، د اوومې هجری قمری پیړۍ یو مشهور ادیب او فقیه غیاث الدین ابو مظفر عبدالکریم بن احمد د عراق په کاظمین ښار کښې وفات شو. هغه په شپږ سوه اته څلویښتم هجری قمری کال کښې وزیږید. ابن طاووس په یوولس کلنۍ کښې د قرآن کریم حافظ شو او له هغې وروسته یې د ادبیاتو زده کولو ته مخه وکړه او د خواجه نصیر الدین طوسی په شان د خپل وخت د نامتو پوهانو په محضر کښې یې خپل پوهه زیاته کړه. له ابن طاووسه په عربی ژبه کښې تالیفات په یادګار پاتی دی.
۱۷۷ کاله پخوا، د دولس سوه شپږ شپیتم هجری قمری کال د شعبان په لومړی نیټه، په صاحب جواهر مشهور د اسلام یو لوئ عالم شیخ محمد حسن نجفی په شپږ شپیته کلنۍ کښې وفات شو. صاحب جواهر خپلې فقهی څیړنې او مفکورې ډیرې روانې او ښکلی تدوین کړی دی . هغه په پنځه ویشت کلنۍ کښې د اجتهاد درجی ته ورسید او له همغه کاله یې د ارزښتمن کتاب د ( جواهر الکلام ) لیکنه پیل کړه. جواهر الکلام د شیعانو دغه فقهی دائره المعارف چې د هغه د دوه دیرشو کلونو د شپو ورځو زیارونو او هڅو ثمره ده، دا مهال د شیعیانو د علمیه حوزو د درسونو د ډیرې لوړې کچې ډیر مشهور درسی متن یعنی د خارج فقه درس دئ. دغه کتاب د ارزښت او اهمیت له نظره لوړ مقام لری او پکښې فقهی مسائل او اسلامی احکام په محکمو دلیلونو او زیرکتیا سره بیان شوی دی.
۱۶۶کاله مخکې د ۱۲۳۵هجري لمریزکال د کب د میاشتې په ۱۳ نیټه
د اوسنۍ افغانستان په شمال لویدیځه کې هرات ښار له ایران څخه جلا شو. دغه ښاراو دهغه شاوخوا سیمي له ډیرو پخوا وختونو کې ، بیله یو څولنډې مودې نه ، دایران برخه وه . د هند په براعظمګۍ کې د انګلیسانو شتون اوپراختیا، دغه حکومت له ایران څخه د هرات د جلا کولو لپاره لمسونه وکړه چې په دې لړ کې د کابل او قندهار حاکم هرات يې تصرف کړ. د ناصرالدین شاه قاجار په وخت ایراني ځواکونه هرات کلابند کړ او په ۱۲۳۵ هجري لمریز کال کې هغه ایران ته بیا ستون کړ. په دې وخت کې چې دانګلیسانو استعماري حکومت خپل سیاستونه د ماتې په درشل کې لیدل خپل ځواکونه د ایران جنوب خواته را ولیږل او دخلکو د مقاومت سره سره د ایران څو ښارونه ونیول . فرانسه د دواروخواو ترمینځ مینځګریتوب وکړاو دایران حکومت چې دانګریزي پوځیانو سره د مقابلې توان نه درلوده مجبورشو چې د پاریس معاهده ومني او له هرات څخه شاتګ وکړي چې دغه ښار او دهغه ګیرچاپیرپه رسمي توګه له ایران څخه بیل شو.