تاریخ پاڼه
نن د ګل ورځ یا دو شنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب دمیاشتې ۱۶مه نېټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا دبرات د میاشتې له ۴ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مارچ له ۷ نېټې سره برابره د
۱۴۱۷ کاله مخکې د د ۲۶ هجری قمری کال د شعبان دمیاشتې ۴ نیټه په ابوالفضل مشهور حضرت عباس د نړۍ دشیعه مسلمانانو د لومړي امام حضرت علی علیه السلام یو(۱) زوی حضرت عباس چې لقبونه یې ابوالفضل ، قمر بنی هاشم ، علمدار کربلا و سقا وو په مدینې ښار کښې وزیږید .
د هغه حضرت ګرانه مور ام البنین نومیدله چې د حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها له وفات وروسته د حضرت امام علی علیه السلام میرمن شوه .حضرت ابوالفضل د یوداسي پلار لکه امام علي او د یو داسي ورونو لکه حضرت امام حسن اوامام حسین علیه السلام څخه علمي او معنوي فیوضات حاصل کړل .حضرت ابوالفضل ع له خپلو ورونو سره ډیره مینه درلودله . کله چې حضرت امام حسن ع امامت ته ورسید حضرت ابوالفضل دهغه له خدمت اوملګر تیا څخه لاس وا نه خیسته .له امام حسین ع سره هم د حضرت ابوالفضل مینه تر دې حده وه چې د کربلا په پیښې کې له هغه حضرت په پیروۍ د اسلامي لوړو ایډیالونود ساتلو لپاره خپل ځان قربان کړل.حضرت ابوالفضل ع د پیغمبر د اهلبیتو له کمالاتوپه الهام اخستلو سره و توانید چې د علم او پوهه لوړې درجې ته ورسیږي داسي چې ډیری خلک د خپلو علمي ستونزو د لیري کولو لپاره هغه مبارک ته مراجعه کوله . همداراز هغه اړمنو او بیوزلو خلکو ته دمرستې رسولو لپاره ټولې هڅې کارولې تر څو د هغوی ستونزي حل کړای شي .
حضرت ابوالفضل عباس علیه السلام د عاشورا د پاڅون حماسه رامینځته کونکی دی چې په سرشیندنې ، قربانۍ او شهادت سره وتوانید له خپل امام زمان سره مینه او دوستۍ ثابته کړی او دا ډول د حقیقت د لارې د پلټونکو لپاره د وفادارۍ د وړ بیلګې لقب ترلاسه کړی .
دایران داسلامی جمهوریت په کال هینداره کښې دحضرت ابوالفضل عباس علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې ورځ د جانباز ورځ نومول شوی ده .
دحضرت عباس علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت دنړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا ټولو ازادی غواړو ته مبارکی وایی .
۲۵۷ کاله وړاندې د ۱۷۶۵ میلادی کال دمارچ په اوومه نېټه، فرانسوی کیمیا پوه او دعکاسۍ د فن یو بنسټګر، نیسفور نیه پس وزږید.
هغه له لومړنیو کسانو څخه و چې په عکاسۍ کې د پایداره انځورونو په برابرولو بریالی شو.
نیه پس،د نور سره په حساسیت لرونکې مادې باندې لمده شوې صفحه په تیاره خونه کې کېښوده او ورپسې یې د معمول له لارې په ګر اورسازی کې د تصویر د تثبیت لپاره استفاده ترې وکړه.
نیه پس، له دې طریقې څخه په استفادې او د یوه ملګری په همکارۍ سره، د عکاسۍ لومړنۍ کمره طراحې کړه.
هغه په ۱۸۳۳ کال کې مړ شو.
۸۶ کاله وړاندې د ۱۹۳۶ میلادی کال د مارچ په ۷مه نېټه، له لومړنۍ نړیوالې جګړې وروسته د نازی جرمن د وسله والو ځواکونو لومړنی تیری رامنځ ته شو او د نازی جرمن عسکرو د آدولف هیټلر په امر سره، د ورسای او لوکارنو تړونونه تر پښو لاندې کړل او د رنانی بې وسلې شوې سیمې ته داخل شول.
د ورسای او لوکار نو تړونونو له مخې، د رنانی مشهوره سیمه چې جرمنی او فرانسیې یې پر سر اختلاف درلود، بې طرفه اعلان شوې وه، خو جرمنی ځواکونو په دې ورځ یاده سیمه په خپل کنټرول کې راوستله.
۷۱ کاله وړاندې د ۱۳۲۹ لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۶مه نېټه، په ایران کې د انګلیستان د ښکیلاک ګوډاګی او د وخت لومړی وزیر، علی رزم آرا، د خلیل طهماسبی په نوم یوه انقلابی مسلمان له خوا، انقلابی اعدام شو.
رزم آرا د پاچا رژیم جنرال و او د هماغه کال چنګاښ په میاشت کې لومړی وزیر وټاکل شو، خو پر پوځ یې څارنه هماغه شان پر خپل ځای وه.
د هېواد په چارو او سیاست کې د رزم آرا ډاګیزه غړیدنې او خیانتونه ددې لامل شول چې روحانیون او خلک له هغو سره جدی او ښکاره مخالفت ته مخه کړی.
د هغه انقلابی اعدام په حقیقت کې د شپاړسم پارلمان ځینو استازو ته خبرداری و چې پر انګلیس پورې د پیل توب له امله، په ایران کې د تیلو د صنعت د ملی کېدو مخه یې نیوله.
له همدې امله د خلیل طهماسبی له انقلابی حرکت او د رزم آرا له وژل کېدو وروسته د پارلمان د تیلو په کمیسیون کې د تیلو صنعت د ملی کېدو طرحه په لنډ وخت کې تایید شوه.