تاریخ پاڼه
نن نهی ورځ یا ۳ شنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب د میاشتې ۱۷مه نېټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یابرات د میاشې له ۵ مې او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مارچ له ۸ مې نېټې سره برابره د
۱۴۰۵ کاله مخکښې د ۳۸ هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په پنځمه نیټه د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی(ص) په لمسیانو کښې حضرت علی بن الحسین علیه السلام په مدینه منوره کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې.
هغه حضرت د متعال خدای په فضل او د خپل پلار امام حسین علیه السلام ترڅنګ د شتون په وجه د معنویت او اخلاقو په ډیرو ښکلو ځلاو سنبال شو او له الهی علم او معرفته برخور شو. حضرت علی بن الحسین علیه السلام په علم، رازو نیاز او تواضع او زغم کښې د خپلې زمانې د خلکو مخکښ و. هغوی به په عبادت او شپه شوګیره کولو کښې ډیر کوشش کوه او د خدای په درګاه کښې د اوږدو سجدو په وجه په سجاد یعنې د سجده کونکی لقب ومونده. د عاشورا په پیښه کښې چې پکښې د هغه بزرګواره پلار حضرت امام حسین علیه السلام شهید شو، حضرت سجاد علیه السلام د ناروغۍ له امله په جهاد کښې ګډون ونه کړی شو او د خپلو عزیزانو او خپلوانو شهادت او د پیغمبر اکرم(ص) د کورنۍ بې احترامی ولیدله.
حضرت سجاد علیه السلام د کربلا له حماسې وروسته د خپلې ترور (عمه) سره یوځاې د بنی امیه د ظالمانه اعمالو رسوا کول او د رسالت د کورنۍ معرفی کول پیل کړل. هغوی له هغه وخت نه تر په ۹۴ هجری قمری کال کښې د خپل برکتناک عمر تر پاې پورې د مسلمانانو مشری په غاړه درلودله. د امام سجاد علیه السلام یو ارزښتناک یادګار هغه ښکلې دعاګانې دی چې هغه د نفس د تهذیب، له خدای سره د بنده د اړیکې، آخرت ته د پاملرنې او د ټولنیزو او سیاسی مسائلو په هکله یې بیان کړې دی او د (صحیفه سجادیه) په نامه یوه ټولګه کښې راغونډې شوې دی.
د حضرت امام سجاد علیه السلام د ولادت د کلیزې په مناسبت د هغه بزرګوار یوه حکیمانه وینا درته نقلوو چې فرمائیلی یې دی: د خپلې غوصې له کنټرولو پرته د انسان لپاره بل هیڅ څه دومره غوره نه دی.
۱۱۳۰ کاله مخکښې د ۳۱۳ هجری قمری کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په پنځمه نیټه د اسلامی نړۍ مشهور طبیب او کیمیاپوه او د الکحلو کشفونکی محمد بن زکریا رازی وفات شو.
هغه په ۲۵۱ هجری قمری کال کښې د ننی تهران د سویل په ری ښآر کښې زیږیدلی و. دغه ستر کیمیاپوه وړومبۍ د زرګرۍ کار کوه، بیا یې له کیمیاګرۍ سره مینه پیدا شوه او بلآخره یې د کیمیا علم ته مخه کړه او د طب، هندسې، منطق او فلسفې په شان نورو علمونو کښې یې هم مهارت ترلاسه کړ.
هغه د خپل عمر ډیر کلونه د عناصرو او طبیعی موادو په تجزئې او ترکیب کښې تیر کړل او وتوانیده چې سلفوریک ایسډ برابر کړی. دغه مسلمان ایرانی پوه وړومبنی کس و چې الکحل یې کشف کړل. رازی په مختلفو علمی څانګرو کښې کابو ۲۵۰ آثار لیکلی دی چې (الحاوی) ، (المنصوری) او (السیرة الفلسفیه) پکښې شامل دی.
۲۰۰ کاله مخکښې د ۱۲۴۳ هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په پنځمه نیټه له روسیې سره په دویم جنګ کښې د ایران له ماتې وروسته د دواړو لورو ترمینځ (ترکمنچای) تړون وشه. دغه تړون چې په ایران باندې یې سخت شرایط وروتپل، د ایران د هغه وخت د واکمن فتحعلیشاه قاجار په وختو کښې د انګلستان د استعماری حکومت په مینځګړیتوب سره لاسلیک شو.
د ترکمنچای تړون له مخې په قفقاز کښې د ایروان او نخجوان په نامه د ایران دوه ولایتونه روسیې ته وسپارل شول او روسی کشیتو اجازه وموندله چې یوځل بیا د ایران د شمال په کاسپین سمندر کښې تګ راتګ وکړی شی.
پر دې سربیره په ایران کښې د روسیې ټول اتباع د کنسولی قضاوت (کیپیچولیشن) له حقه برخور شول او داشان د ایران د قضائی ادارې خپلواکی زیانمنه شوه. د روسیې حکومت د دې دومره ډیرو امتیازونو په وړاندې یوازې د قاجار شاهزاده عباس میرزا ولیعهدی په رسمیت وپیژندله.
۴۰ کاله وړاندې د ۱۳۶۰ لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۷مه نېټه، پیاوړی فقیه او نه ستړی کېدونکی مبارز، آیت الله عبدالرحیم ربانی شیرازی وفات شو.
هغه په ۱۳۰۱ لمریز کال کې د ایران په سویل، شیراز کې وزږید او له ۱۳۴۲ لمریز کاله یې د پاچا رژیم پرضد مبارزو کې فعال او دوامداره توګه برخه واخیستله او څو څو ځله ونیول او زندانی شو او مختلفو سیمو ته جلا وطنه کړای شو.
د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته، آیت الله ربانی له شراز څخه د اسلامی شورا د استازی په توګه وټاکل شو.
هغه خپل ټول ژوند د اسلام او مسلمانانو د خدمت په لاره کې تېر کړ.
دغه لوی او قدرمن عالم له شهرت، مقام او ځان غوښتنې سره مخالف و او هغه یې د انسانی سقوط سرچینه ګڼله.
بلاخره آیت الله ربانی شیرازی په همداسې ورځ په یوه شکمنه ټرافیکی پېښه کې په حق ورسید.
۳۸ کاله وړاندې د ۱۳۶۲ لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۷مه نېټه،د ایران د سپېڅلې دفاع د وخت یو پیاوړی قوماندان، محمد ابراهیم همت په شهادت ورسید.
هغه په ۱۳۳۴ لمریز کال کې د ایران په سویل لویدیځ، شهرضا کې په یوه دینداره کورنۍ کې وزږید.
محمد ابراهیم،د ښوونځی او د دارالمعلمینو د زده کړو له بشپړولو وروسته، په کلیو کې تدریس ته مخه کړه او د پهلوی رژیم د استبدادی ماهیت څخه یې زده کوونکی خبر کړل.
هغه د انقلابی روحانیونو له لارې له امام خمینی رح سره تر بلدتیا وروسته، ددغه رژیم پرضد خپلو مبارزو ته پراختیا ورکړه او امنیتی مامورین د هغه د نیولو په لټه کې شول.
خو همت له هغوی څخه یوه ښار او بل ښار ته تښتېدو او خپلو اشوا کونوته یې دوام ورکړ تر دې چې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د ایران اسلامی انقلاب بریالی شو.
هغه ډېر ژر د ایران د اسلامی انقلاب له سپاه پاسداران سره یوځای شو او د انقلاب ضد وسله والو عواملو سره یې مبارزې ته مخه کړه.
دغه نه ستړی کېدونکی جنړال، د ایران پر خاوره د صدام رژیم د پوځ د برید په پیلېدو سره، د خپل هېواد څخه دفاع ته ملا وتړله او له دښمن څخه د خرمشهر د بیرته نیولو د عملیاتو په شمول یې په مختلفو جبهو کې د یوه باخبره، پوه، مدبر او زړه سواندی قوماندان په توګه مهم رول درلود.
بلاخره، هغه د ۱۳۶۲ لمریز کال د عاشورا په عملیاتو کې کله چې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی و، ورسره نږدې د توپ مرمۍ د لګېدو له امله، خپلې سترې هیلې، یعنې د خدای ج په لاره کې شهادت ته ورسید.
۳۲ کاله وړاندې په همداسې ورځ د۱۳۶۸ لمریز کال دکب د میاشتې په ۱۷ نیټه دایران د اصیلې موسیقۍ مشهور استاد حسین قوامی وفات شو .
هغه له مشهورو استادانو سندرې ویل زده کړل او په څو کالو کې په ښه ډول دموسیقۍ په الو او ردیفونو پوه شو .
دایران داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته دایران دموسیقۍ مشهور استاد حسین قوامی هم خپله پوهه او هنر دایران ددودیزې موسیقۍمینه والو ته وړاندې کړ .
هغه په ۱۳۶۷ لمریز کال کې دایران له اسلامی ارشاد او کلتور وزارت څخه دهنر لومړۍ درجې میډال په ترلاسه کولو بریالی شو
۲۹ کاله وړاندې په همداسې ورځ د۱۳۷۱ لمریز کال دکب دمیاشتې په ۱۷ نیټه دایران داصیلې موسیقۍ او سه تار نامتو استاد او هنرمند استاد احمد عبادی وفات شو .
هغه په ځوانۍ کې دایران دموسیقۍ زده کولو ته مخه کړه او له کلونو کلونو سه تار غږولو وروسته یې ددغه ساز په غږولو کې نوې روده وړاندې کړه او دغه روده یې دود کړه .
استاد عبادی نورو خلکو ته دموسیقۍ په ورزده کولو کې ډیره هڅه کوله او د پرله پسې روزنې له لارې او دموسیقۍ تمرین او مشق ته دخپلو شاګردانو دهڅولو په وسیله یې دایران اصیلې موسیقۍ ته وده او پراختیا ورکړه .
هغه دایران دموسیقۍ ردیفونه راټول کړل او هغه یې خپلو شاګردانو ته وروښودل .
له استاد عبادی څخه په موسیقۍ کې ډیر اثار پاتې دی چې دایران ددودیزې موسیقۍ د مینه والو لپاره ارزښمنه خزانه ده .
دهغه په اثارو کې دسه تار د مختلفو کوکونو یا ننګونو اجرا کول شامل دی چې دهغه داتیاکاله تجربې نتیجه ده
او له ننه ۱۱ کاله وړاندې په همداسې ورځ د۱۳۸۹ لمریز کال دکب دمیاشتې په ۱۷ نیټه دایران محقق او خلک پیژاندی، ډاکټر محمود روح الامینی وفات شو .
هغه په ۱۳۰۷ هجری لمریز کال کې دایران په جنوب کښې کرمان ښار ته نږدې وزیږید .
روح الامینی په ایران کې دټولن پیژندنې په څانګه کې دماسټرۍ یا فوق لیسانس مدرک له ترلاسه کولو وروسته فرانسې ته لاړ او په ۱۳۴۷ هجری لمریز کال کښې یې دخلکو پیژندنې په څانګه کې د دکترا یعنی پی ایچ ډی مدرک ترلاسه کړ او ایران ته بیرته راستون شو .
هغه دتهران په پوهنتون کې په تدریس سربیره په ایران کې دانسان پیژندنې دعلم په پراخولو کې ډیر فعالیتونه وکړل چې په هغو کې په تهران کې په ګلستان ماڼۍ کې دخلکو دپیژندنې دموزیم جوړول او دکرمان دګنجعلیخان دحمام میوزیم ته اشاره کولای شو .
له ډاکټر روح الامینی ډیر کتابونه پاتې دی چې په هغو کې زمینه فرهنگ شناسی ، زبان فارسی در هند به روایت ابن بطوطه او در گستره فرهنگ کتابونو ته اشاره کولای شو .
هغه په ایران کې دتل پاتې څیرو په دوهمې غونډې کې دخلکو دپیژندنې په څانګه کې دیوې تل پاتې څیرې په توګه معرفی شو .