تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب د میاشتې ۱۸ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یاد برات د میاشتې له ۶ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ له نهمې نیټې سره برابره ده
۱۲۵ کاله مخکښې د ۱۲۷۵هجري نمريز کال د کب د مياشتې په اتلسمه نېټه پوه او بېدار عالم او د مسلمانو ملتونو استعمار ضدو مبارزو يو مشر سيد جمال الدين اسد ابادي شهيد شو. هغه د ايران د لويديځ ښار همدان په اسد اباد کلي کښې دنيا ته راغے او د فلسفې، نجوم او تاريخ په علومو کښې د خپلو زدکړو په دوران کښې زيات مهارت ترلاسه کړ.هغۀ له عربي، فارسي او ترکي ژبو نه علاوه له انګرېزۍ، فرانسوۍ او روسۍ ژبو سره هم په ښه توګه اشنائي لرله. سيد جمال الدين اسد ابادي د اسلامي يووالي د تفکر يو مخکښ او په اسلامي هېوادونو کښې د استعمار د نفوذ يو ډېر سخت مخالف ؤ.دغه ستر اسلامي متفکر او مصلح له اتلس کلنۍ څخه اکثر اسلامي هېوادونو او سيمو ته خپل سفرونه شروع کړل او د مسلمانو ملتونو د اتحاد او يووالي لپاره يې ډېر کوششونه وکړل. سيد جمال الدين اسدابادي په پېرس کښې د «عروة الوثقی» او په لندن کښې د«ضياء الخافقين» ورځپاڼو په خپرولو سره د مسلمانانو د بېدارولو کوشش وکړ. هغۀ به همدارنګ له ولولو نه په ډکو وېناګانو سره د خلقو ترمېنځ ازادي غوښتونکي افکار خپرول او په همدې وجه تل به د استعمارګرو او مستبدو حکومتونو له مخالفت سره مخامخ ؤ.بالاخره سيد جمال الدين اسد ابادي له دې وروسته چې په اروپا کښې تر تعقيب لاندې راغی د عثماني امپراطورۍ پائېتخت استنبول ته لاړ. خو د هغه وخت عثماني باچا عبدالحميد ورته زهر ورکړل او هغه يې شهيد کړ، خو د سيد جمال الدين اسد ابادي بېدارونو د مسلمانانو په راويښولو کښې زيات تاثيرات وکړل او د نړۍ په ځينو اسلامي هېوادونو کښې د وحدت غوښتونکو او استعمار ضدو مبارزو سبب شوې.
۱۱۸ کاله مخکښې د ۱۳۲۵ هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په شپږمه نیټه ستر مسلمان پوه علامه ابراهیم خویی شهید شو. هغوی د شیخ مرتضی انصاری په شان د تکړه استاذانو له محضره فیض ترلاسه کړ او د اجتهاد درجې ته ورسید او په اسلامی علمونو په تیره بیا حکمت کښې یې ډیر مهارت ترلاسه کړ.
د اسلام دغه ستر عالم د مشروطه حکومت د رامینځته کولو او له ظلم سره د مقابلې او آزادی غوښتنې په لاره کښې ډیرې هلې ځلې وکړې او بلآخره پخپل کور کښې د قاجار لړۍ د یو باچا محمد علی شاه قاجار د مامورانو په لاس شهید شو.
۹۳ کاله وړاندې د ۱۳۵۰ قمری کال د شعبان په شپږمه ورځ مشهور اوسمهاله عالم، ادیب او شاعر میرزا لطفعلی نصیری په ۸۲ کلنۍ کښې وفات شو. په صدر الافاضل ملقب میرزا لطفعلی بن محمد کاظم تبریزی د ځوارلسمې قمری پیړۍ د کمال خاوندو مشاهیرو څخه یو عالم او فاضل کس و.
هغه په ماشومتوب کښې له خپل پلار سره له شیرازه تهران ته لاړ. وړومبۍ یې د خط او ادبیاتو اصولو ته مخه کړه او بیا یې د اصول، فقه، حدیث، تفسیر او هم د منطق، ریاضیاتو او الهیاتو زده کړه پیل کړه. له صدر الافاضل څخه ډیر تالیفات پاتې دی چې پکښې اساطیر، دستور البلاغه، کَلِم و حِکَم او ډول ډول قصیدې شاملې دی. هغه په شعر کښې (فانی) تخلص کاروه.
میرزا لطفعلی په ۸۲ کلنۍ کښې په ۱۳۵۰ قمری کال کښې وفات شو او په ری کښې د مرزا شیخ صدوق ابن بابویه د مزار په خوا کښې دفن شو.
۱۱ کاله مخکښې په داسې يوه ورځ د ۱۳۸۹ هجري نمريز کال د کب د مياشتې په اتلسمه نېټه مشهور ايران پېژاندی او کتاب پېژاندی ډاکټر ايرج افشار وفات شو. هغه په ۱۳۰۴ هجري نمريز کال کښې د ايران په يزد ښار کښې زېږېدلی و. افشار په تهران پوهنتون کښې د حقوقو په څانګه کښې زدکړې وکړې او ((په ايران کښې اقليتونه)) ترعنوان لاندې د ډاکټرۍ په دوره کښې يې خپله رساله وړاندې کړه. هغه په۱۳۳۱کال کښې «فرهنگ ايران زمين» نومې مجله شروع کړه. هغۀ له تدريس نه علاوه د ايران پېژندنې او کتاب پېژندنې په باره کښې يو لړ ارزښتناک تحقيقات ترسره کړل چې دغه تحقيقات په معتبرو او بهرنيو نشرياتو کښې خپارۀ شوي دي.
د ډاکټر ايرج افشار د مقالو ټولګه له دوو زرو نه په زياتو مقالو مشتمله ده. همدارنګ هغه کتابونه چې دغه محقق د ايران د کلتور، تاريخ او ادب په څانګو کښې خپارۀ کړي دي څه د پاسه درېۍ سوه ټوکه دي. له دې امله ډاکټر افشار د ايران د کتاب پېژندنې د پلار په توګه ياديږي. د هغه له کتابونو څخه د «پژوهشهای ايران شناسی»، «گلگشت در وطن» و «ياد يار مهربان» نومونه اخېستې شوو.
۱۰ کاله مخکې د ۱۳۹۰ هجري لمریزکال د کب د میاشتې په ۱۸ نیټه
ایرانې لیکوالې او زبردست او ماهرې ژبارونکې سمین دانشور وفات شوه. دانشورپه ۱۳۰۰ هجري لمریز کال په شیراز کې وزیږده او خپل ابتدایې تحصیلات او لیسه په برطانوي مهر آیین مکتب کې پای ته ورسوله او د ډيپلوم د اخستلو په امتحان کې هم په ټول هیواد کې اول نمره شوه . سیمن دانشور د فارسي ادبیاتو په څانګه کې د تحصیل لپاره تهران پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي لاړه . دانشورپه ۱۳۲۰ لمریز کال د خپل پلار له مرګه ورسته مقالې لیکلو ته پیل کړه او د شیرازي بی نام په مستعارنوم سره په ۱۳۲۷ کال کې د آتش خا موش په نوم د لنډې کیسې ټولګه خپاره کړه . دا لومړنۍ ټولګه ده چې د یوه ایرانې ښځې په قلم چاپیږي . دانشور په ۱۳۲۸ کال کې له تهران پوهنتونه د فارسي ادبیاتو د ډاکټورا يا phdپه اخستلو سره فارغ التحصیله شوه او اوسمهاله لیکوال جلال آل احمد سره واده وکړه . سیمن دانشور د استنفورډ پوهنتون تحصیلي بورسیه ترلاسه کړه اوایران د کالیفورنیا له ستنیدا نه ورسته د هنرهای زیبا په مدرسې کې تدریس پیل کړه او ورسته بیا په ۱۳۳۸ د تهران په پوهنتون کې استاد شوه .په ۱۳۴۸ کال کې سیمین دانشور دآل احمد له مرګه لږموده مخکې خپل سووشون رومان يې خپاره کړچې دایران د اوسمهاله رومانونو څخه يو ډیرخرڅیدونکۍ رومان دی . دایران په داستاني ادبیاتو کې سمین دانشور تل د یو پر مخ تلونکۍ او دکم سارې اثارو دپنځونکۍ شخصیت په ټوګه یادیږي