تاریخ پاڼه
نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب د میاشتې دوویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یاد برات دمیاشتې له ۱۰ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې له دیارلسمې نیټې سره برابره ده
۱۰۲۱ کاله پخوا، د څلور سوه دوه ویشتم هجری قمری کال د شعبان په لسمه نیټه، د پینځمې هجری قمری پیړۍ یو مشهور شاعر ابو عبدا... عبدالباقی وفات شو. هغه په بغداد ښار کښې اوسیده. هغه له لویو ادیبانو څخه د علم له کسبولو سربیره ، د دغه ښار د نامتو عالمانو په درس کښې هم ګډون کاوه او د مختلفو علومو په تیره بیا د حدیث علم ته مخه کوله. عبدالباقی په شعر ویلو کښې روانه طبعه درلوده او له هغه ډیر شعرونه په یادګار پاتې دی.
۶۸۹ کاله پخوا، د اووه سوه څلور پنځوسم هجری قمری کال د شعبان په لسمه نیټه، د اسلام یوه لوئ عالم مجدالدین ابو الفوارس له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په عراق کښې وزیږید او د مقدماتی زده کړو له تیرولو وروسته یې له نامتو عالمانو څخه د خپلو زده کړو بشپړولو ته ملا وتړله ، تر دې چې پخپله یو ښه استاد شو. هغه په فقهې ، د فقهې په اصولو، حدیث، کلام، تفسیر او د عربو په ادبیاتو کښې ډیره زیاته پوهه درلودله. له دغه لوئ مسلمان دانشمنده یو لړ آثار په یادګار پاتې دی چې پکښې (کنزالفواید) کتاب ته اشاره کولئ شو.
۲۸۹ کاله پخوا د اوولس سوه درې دیرشم میلادی کال د مارچ په دیارلسمه نیټه، انګریز کیمیاپوه او فزیک پوه جوزف پریسټلی په فیلډ هلډ نومی ښار کښې وزیږید.
هغه په داسې پړاؤ کښې ژوند کاوه، چې د کیمیا په طلایی وخت مشهور دی او دې څانګې د پام وړ پرمختګونه کړی وو.
پریسټلی په خپلو څیړنو او مطالعوکښې، په بوټو کښې تنفس او د اکسیجن او نیټروجن ګازونه کشف کړل.
پریسټلی په اتلس سوه څلورم میلادی کال کښې مړشو.
۷۴ کاله مخکښې د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د مارچ په دیارلسمه نیټه، د هاګانا ترهګرې ډلې وسله والو صهیونیسټانو، په شمالی جلیله کښې د فلسطینیانو پر حسینیه کلی حمله وکړه. صهیونیسټانو په دې حملې کښې د فلسطینیانو کورونه پر عامو خلکو ویجاړ کړل او د حسینیه کلی شپیته تنه یې په عامه توګه ووژل. صهیونیسټی پوځیانو همداراز په دې ورځ، په بیت المقدس کښې د قطمون ځینې کورونه هم ړنګ کړل او یوشمیر فلسطینیان یې ووژل او یا یې ټپیان کړل.
د صهیونیسټی ترهګرو ډلګیو لخوا د مسلمانو فلسطینیانو وژلو، په دې دلیل اوج وموند چې صهیونیسټانو نیت درلود، له فلسطین څخه د انګریز ځواکونو له وتلو وروسته، د قدس نیواکګر رژیم غیر قانونی شتون اعلان کړی.
هماغه شان چې دغه اقدام په حسینیه کلی کښې د فلسطینیانو له عام وژلې دوه میاشتې وروسته تر سره شو.
۴۲ کاله مخکښې د ۱۳۵۸ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۲مه نیټه، د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد مشر، حضرت امام خمینی(رح) په یوه پیغام کې امر وکړ، چې د اسلامی انقلاب د شهیدانو کورنیو وضعې ته د رسیدو په موخه دې یو ارګان جوړشی.
د امام خمینی (رح) د پیغام په یوه برخه کې داسې راغلی وو: (( موږ ټول پوهېږو، چې اسلامی غورځنګ او د ایران د اسلامی انقلاب بریالیتوب د خلکو د مختلفو پرګنو د فداکارۍ له برکته دی، چې په لومړۍ درجه کې باید د اسلامی انقلاب د شهیدانو او هغو کسانو، چې په دې لاره کې معلول او زیانمن شوی دی، قدرونه وشی.
له همدې امله د شهیدانو او زیانمنو او معلولینو کورنیو ته بشپړه رسیدنه اړینه ده او باید په ښه توګه د هغوی درناوی وشی.))
د حضرت امام خمینی (رح) له فرمان سره سم،په ایران کې (( د اسلامی انقلاب د شهید فاونډېشن)) اداره جوړه شوه.
دغه فاونډېشن له جوړېدو تر اوسه پورې د اسلامی انقلاب او د ایران پروړاندې د عراق تپل شوې جګړې د شهیدانو کورنیو او اولادونو ته د لاس رسی په موخه، په مختلفو فرهنګی، ټولنیزو او اقتصادی برخو کې د پام وړ خدمتونه کړی دی.
او له ننه ۳۷ کاله وړاندې د ۱۳۶۳ لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۲مه نېټه، اوسمهالی لیکوال، ژباړن او موسیقی پوه، استاد حسین ګل ګلاب وفات شو.
حسین ګل ګلاب، د قاچار په وخت کې د انځورګر او عکاس، د میرزا مهدی خان مصور الملک زوی، په ۱۲۷۴ لمریز کال کې په تهران کې وزږید.
هغه له ۱۲۹۸ تر ۱۳۰۷ لمریز کاله په دارالفنون مدرسه کې د طبیعی علومو تدرس پرغاړه درلود او د طبیعی علومو په برخه کې یې ۱۲ ټوکه کتابونه تالیف کړی دی.
ګل ګلاب وروسته د علومو او ادبیاتو مرستیال وټاکل شو او د علومو په برخه کې یې ډاکټری ترلاسه کړه.
هغه له ۱۳۱۴ کاله د فارسی ادب فرهنګی مرکز د جوړېدو په وخت کې د علمی درجو کې د تخصص له امله ددې موسسې غړی و ټاکل شو او په ۱۳۱۵ کال کې د فرهنګی مرکز، سردبیر شو.
ډاکټر ګل ګلاب دغه راز د ژباړې او موسیقۍ له کار سره علاقه درلوده او په دې برخه کې څو آثار ترې پاتې دی.
هغه هم په موسیقۍ پوهېده هم یې موسیقي جوړوله او هم یې غږوله. هغه د تصنیف او سرود په برخه کې د ملی موسیقۍ د ټولنې سره ملګرتیا درلوده.
له دې لیکوال او هنروال څخه ډېر آثار پاتې دی چې (( تاریخ طبیعی، جغرافیا و ګیاهشناسی)) ته یې اشاره کولای شوو.
استاد ګل ګلاب په ۸۹ کلنۍ کې وفات شو.