تاریخ پاڼه
نن دنهی ورځ یا ۳ شنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب د میاشتې ۲۴مه نېټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د د شعبان المعظم یا دبرات د میاشتې له ۱۲ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مارچ له ۱۵ مې نېټې سره برابره د ه
۹۴۵ کاله پخوا، د څلور سوه اته نوېم هجری قمری کال د شعبان په دولسمه نیټه، د اندلس مشهور محدث او طبیب حسن بن حافظ اندلسی چې غسانی لقب یې درلود، د اوسنۍ اسپانیا په یوې برخه کښې وفات شو. هغه یو ماهر ادیب او طبیب ؤ او ښکلئ خط او شاعرانه ذوق یې درلود. د (تمجید المهمل) کتاب د دغه اندلسی طبیب له ارزښتناکو اثارو ګڼل کیږی چې د هغه وخت د نامتو شخصیتونو د ژوند حال پکښې لیکل شوئ دی.
۴۲ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د 1358 هجری نمریز کال د کب د میاشتې په څلوریشتمه نېټه په ایران کښې د اسلامی شورا د جرګې د انتخاباتو وړومبۍ دوره وشوه او په دا ډول د اسلامی انقلاب یو بل هدف پوره شو او د ایران خلکو په ازادو انتخاباتو کښې خپل استازی غوره کړل. د اسلامی شورا د جرګې د انتخاباتو وړومبۍ دوره په داسې حالاتو کښې ترسره شوه چې د اسلام دښمنانو په خپلو مختلقو دسیسو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د تنکی نظام د کمزوری کولو او د هغو د ارکانو له بڼه نیونې څخه د مخنیوی په لټه کښې وو. خو د ایران خلکو د حضرت امام خمېنی (رح) تر مشرۍ لاندې ټولې دسیسې شنډې کړې او د اسلامی شورا جرګې په قدرت سره خپل کار پېل کړ. په اوس حال کښې د اسلامی شورا د جرګې د استازیو شمېر 290 تنه دی چې د څلورو کلونو د مودې لپاره او د خلکو په راې سره ټاکل کیږی.
مذهبی اقلیتونه هم هر یو د اسلامی شورا په جرګه کښې لږ تر لږه یو یو استازی لری. د اسلامی شورا جرګه کولې شی په عمومی مسائلو کښې په دې شرط چې له اسلامی شرعې او اساسی قانون سره توپیر او ټکر ونۀ لری قانون وضع کړی. همدارنګ وزیرانو او د هغوی استیضاح ته د اعتماد یا عدم اعتماد راې ورکول د اسلامی شورا د جرګې له اختیاراتو څخه دی.
۳۷ کاله پخوا د ۱۳۶۳ هجری نمریز کال د کب د میاشتې په څلوریشتمه نېټه له پردیو سره وابسته عواملو د تهران د جُمعې په نمانځۀ کښې د ایران د مسلمانو خلکو په ستره غونډه کښې د بم په چاولو سره یو شمېر لمنونځ کونکی شهیدان او ژوبل کړل. له دغه جنایتکار او ترهګر اقدام سره په یو وخت چې د ایران په خلاف د عراق د تپلی جنګ په دوران کښې ترسره شو د عراق جنګی الوتکو هم د ایران د پائېتخت په فضا کښې په الوت سره داسې ښودنه وکړه چې هغوی تهران خپل هدف ګرځولی دی .د تهران د جُمعې په نمانځۀ کښې د بم په چاودنه کښې په زړۀ پورې خبره دا وه چې دغې پېښې د دغو سیاسی او عبادی مراسمو په اجراء کښې هیڅ وقفه پېدا نۀ کړې شوه او آیت ا... العظمی خامنه ای چې هغه وخت د تهران د جُمعې د نمانځۀ د خطبو ویلو په حال کښې ؤ خپلو وېناو ته دوام ورکړ او له دې وروسته یې د جُمعې نمونځ د زړۀ په اطمینان او ارامښت سره ترسره کړ.
۲۷ کاله وړاندې د ۱۳۷۳ لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۴مه نېټه، د افغانستان د وحدت اسلامی ګوند مشر، شیخ عبدالعلی مزاری، د طالبانو ډلې له خوا شهید کړای شو.
عبدالعلی مزاری د افغانستان د مزار شریف سره نږدې وزږید.
له لومړنیو اسلامی علومو تر زده کړې وروسته، د قم علمی حوزې ته ولاړ او څو کاله یې د خپلو زده کړو بشپړولو ته مخه کړه.
هغه د اسلامی انقلاب له بریالیتوب څخه په پخوا کالو کې د پاچا رژیم پرضد د امام خمینی په رهبرۍ دایران په اسلامی مبارزو کې ګډون وکړ او یو ځل د ساواک د عواملو له خوا ونیول او زندانی شو.
هغه په افغانستان کې په ۵۷ لمریز کال کې د کمونیستانو له کودتا او د شوروی د سره پوځ له خوا ددغه هېواد تر نیواک وروسته، د افغانستان د خلکو په اسلامی جهاد کې فعاله ونډه درلوده.
کله چې په ۱۳۶۸ کال کې دافغانستان د شیعه ګانو د ټولو سیاسی- پوځی سازمانونو په اتفاق سره، د افغانستان اسلامی وحدت ګوند جوړ شو، شهید مزاری د وړتیا له امله ددې ګوند د لومړنی عمومی مشر په توګه چې دافغانستان د پراخو سیمو پر ځینو برخو واکمن و، وټاکل شو.
مرازی دغه راز د ۱۳۷۱ لمریز کال په ثور کې د محمد نجیب الله پر کمونیستی دولت د افغان مجاهدینو په بریالیتوب او دشوروی د سره پوځ په وتلو کې اساسی رول ولوباوه.
شهید مزاری بالاخره د ۱۳۷۳ لمریز کال په وروستیو ورځو کې د کابل په سویل او لویدیځ سیمو د طالب جنایتکاره ځواکونو بریدونو وروسته، د خپلو یوشمېر ملګرو سره ونیول او د طالبانو له خوا له څو ورځو سختو شکنجو وروسته، په شهادت ورسول شو.
۲۱ کاله وړاندې د ۱۳۷۹ لمریز کال د کب په ۲۴مه نېټه، لوی عالم، آیت الله عبدالرحمان محمدی هیدجی وفات شو.
هغه په ۱۳۰۴ لمریز کال کې د زنجان په هیدج کې په یوه علمی او پرهیز ګاره کورنۍ کې وزږید.
هغه خپل لومړنی او ادبی علوم په خپل زږنځی کې ترسره کړل او لوړې زده کړې یې د قم په علمی حوزه کې ترسره کړې.
عبدالرحمن محمدی هیدجی په کابو ۱۳۳۷ لمریز کال کې د خلکو په غوښتنه، خپل زږنځی ته ستون شو او ددینی علومو له تدریس سره یوځای یې کتابخانه او د جماعت لمونځ، د علمیه مدرسې اداره هم پر غاړه واخیستله.
له دې تکړه عالم څخه چې په فقه، حدیث، تاریخ او شعر او ادب کې یې ډېره وړتیا درلوده، ډېر آثار پاتې دی چې (( عهد پدری، عوامل صلاح او فساد، انتقادات اخلاقی او چهل حدیث مستند در آخر الزمان ته یې اشاره کولای شوو.
آیت الله هیدجی بالاخره د ۱۳۷۹ لمریز کال د کب په ۲۴مه په ۷۵ کلنۍ کې وفات شو.