Mar 19, 2022 14:42 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن دوشنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز د وري د میاشتې وړومبۍ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم برات د میاشتې له ۱۸ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې له یوویشتمې نیټې سره برابره ده

۲۱۹۵  کاله وړاندې، له میلاده ۱۷۳ کاله مخکې د مارچ په ۲۱مه نېټه،د مهستان په نوم د ایران لومړنی پارلمان جوړ شو.

ددغه پارلمان غړی چې د لومړنی اشکانی پاچا، مهرداد په وخت کې بڼه خپله کړه، د ایران  شهزادګان او مشران  وو.

د مهستان د پارلمان له واکونو څخه د پاچا ټاکل او د سختې ناروخۍ، لیونتوب، له کاره لوېدو او له هېواد سره د خیانت په وخت کې له دندنې څخه د پاچا لرې کېدل، او د جګړې او سولې د وړاندیز اعلان شامل وو.

۱۱۲۲ کاله پخوا، د درې سوه یویشتم هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په اتلسمه نیټه، یو نامتو عرب شاعر، ادیب او لغت پیژاندی ابن درید وفات شو. ابن درید هوښیار، ښه خویه او بخښونکئ ؤ او له ښې حافظې برحمن ؤ. د دغه عرب ادیب شهرت زیاتره د هغه رول له امله ده چې د عرب د لغت لیکنې په تاریخ کښې یې پر غاړه درلود. د ابن درید له مهمو تالیفاتو یو کتاب (الاشتقاق) نوم لری چې دغه کتاب قاموس ته ورته دی چې د الف با په ترتیب سره برابر کړئ شوې دی. همداراز له ابن درید څخه یو شعری دیوان هم په یادګار پاتې دی.

 

۱۱۱۷ کاله مخکښې، د درې سوه شپږ ویشتم قمری کال د شعبان په اتلسمه نیټه، د امام زمان عج ا... تعالی فرجه الشریف دریم خاص نایب ابوالقاسم حسین بن روح نوبختی وفات شو.

د حضرت امام مهدی (ع) دریم ځانګړی نایب د ایران محدث، فقیه او شیعه متکلم حسین بن روح نوبختی دی. هغه د بغداد په شیعیانو کښې ډیر مشهور ؤ او د محمد بن عثمان عمری د باور وړ کس ګڼل کیده. حسین بن روح د آل نوبخت په نوم له ایران توکمې کورنۍ څخه ؤ. د دغه کورنۍ غور نیکه یعنی نو بخت د خپلې زمانې تر ټولو ستر ستور پیژاندی ؤ. هغه له درې سوه پینځم نه تر درې سوه شپږویشتم قمری کلونو پورې د امام زمان (ع) نایب او د هغوئ او شیعیانو ترمینځ واسطه ؤ.

حسین بن روح ډیرې زیاتې برترۍ درلودې خو د هغه زیاتره اعتبار او شهرت د هغه د نیابت چارې ته ورګرځی. له هغه مخکښې محمد بن عثمان هغه په بغداد کښې د خپل ځان او خپلو نورو وکیلانو ترمینځ د تړاؤ کړۍ ګرځولې وه. هغه د دویم نایب په ژوندون، په عباسی دربار کښې د پام وړ نفوذ درلود او د ځینو حکومتی چارواکو لخوا به ورته ډیرې مالی مرستې رسیدلې.

دویم نایب له خپل رحلته دوه یا درې کاله مخکښې، د ځینو هغو شیعیانو په ارجاع سره چې د امام له ونډې او له هغه نه د غیر مالونه به یې هغه ته وړل، حسین بن روح نوبختی ته یې د امام زمان (ع) له خوا د هغه د نیابت لپاره زمینه برابروله. هغه به هغو کسانو ته چې په دې موضوع کښې به په شک او تردید اخته کیدل، ټینګار کاوه چې د امام (ع) لخوا صادر شوی دی.

 

 

۱۱۹ کاله مخکښې، د دیارلس سوه څلورویشتم هجری قمری کال د شعبان یا شوقدر په اتلسمه نیټه، په ایران کښې د مشروطه انقلاب له بریالیتوب وروسته د ملی شورا د جرګې لومړنی غونډه په رسمی توګه پرانیستل شوه. دغه شورا د ډیرو سرښیندنو او مبارزو په بیه جوړه شوې وه. د شورا د لومړنی پړاؤ انتخابات صنفی وو او سوداګرو او بزګرو جلا جلا خپلو کاندیدانو ته رائ ورکوله. د دغې شورا په مشهورو غړو کښې د سید محمد طباطبایی او سید عبدا... بهبهانی نومونه اخیستلئ شو چې د ایران د خلکو دوه دینی مشران وو. د شورا له لومړنی غونډې وروسته د ایران اساسی قانون برابر شو او بیا د ایران د هغه وخت د باچا مظفرالدین شاه قاجار لخوا لاسلیک شو.

مورخانو دغه شورا د ایران د مشروطیت د پړاؤ تر ټولو زیاته فعاله شورا بللې ده.

 

۹۷  دکاله وړاندې د ۱۳۰۴ لمریز کال د وری یا حمل د میاشتې په لومړۍ نېټه، د ایران د پارلمان د مصوبې له مخې، د لمریز کال له تاریخه په استفادې سره رسمی لیکنې پیل شی.

په دې توګه د ایران کال هنداره له سپوږمیز څخه لمریز ته بدله شوه.

ددې دوو تاریخونو پیل، د بعثت په دیارلسم کال له مکې څخه مدینې منورې ته د حضرت پیغمبر اکرم (ص) هجرت دی، په دې تفاوت سره چې سپوږمیز کال د ځمکې له کرې څخه د سپوږمۍ ۱۲ ځله چورلېدل یو کال وخت نیسی او لمریز کال، پر لمر د ځمکې د کرې یوځل چورلیز اندازه ده.

دا چې هر لمریز کال ۳۶۵ ورځې دی، له سپوږمیز کاله چې ۳۵۴ ورځې دی، هر کال ۱۱ ورځې اوږدېږی.

 

 

۲۴  کاله وړاندې د ۱۳۷۷ لمریز کال د وری په لومړۍ نېټه، د ایران د نوې کیمیا د علم پلار، ډاکټر ابوالحسن شیخ وفات شو.

استاد ډاکټر ابوالحسن شیخ په ۱۲۸۶ لمریز کال کې په تهران کې په یوه مذهبی کورنۍ کې وزږید.

پلار یې مرحوم ډاکټر محمد شیخ چې د ګرانسنګ وسایل الشیعه کتاب خاوند،( متوفی ۱۱۰۴ سپوږمیز کال) ، په احیاء الملک مشهور علامه بزرګوار، شیخ حر عاملی له لمسیانو څخه و.

هغه د لومړنیو او منځنیو زده کړو له بشپړولو وروسته د ایران او جرمنی په صنعتی مدرسه کې د کیمیا او درمل جوړونې په څانګه کې زده کړو ته دوام ورکړ.

ورپسې په شل کلنۍ کې د لومړنیو ایرانی محصلینو په ډله کې جرمنی ته ولاړ تر دې چې دغه شیخ له اته کاله اقامت وروسته وتوانېد چې د لومړنی ایرانی په توګه د کیمیا په څانګه کې ډاکټری ترلاسه کړی.

ډاکټر ابوالحسن شیخ، ورپسې هېواد ته راستون شو او تدریس ته یې ملا وتړله.

هغه ۳۲ کاله تدریس سره په دې څانګه کې په سلګونو محصلین وروزل او په ۱۳۲۲ کال کې یط د تهران پوهنتون د علوم پوهنځی په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.

ډاکټر شیخ په ۱۳۳۲ کال کې د آیت الله کاشانی په استازیتوب د بیت المقدس په اسلامی کنفرانس کې ګډون وکړ او په ۱۳۶۵ کال کې متقاعد شو

هغه تل ددینی او عرفانی کتابونو پر مطالعې مشغول و او د خپلو اطرافیانو په دینی روزنه کې یې هڅه کوله او دغه راز یې ډېر وخت د عرفان او اخلاقو د لویانو څخه علمی ګټه پورته کړه.

له دې پیاوړی عالم څخه چې د ایران د نوې کیمیا د علم پلار او بنسټګر ګڼل کېږی، تالیفات ترې پاتې دی په ۲ ټولګو کې د ((تئوری های آلی )) او په دوو ټولګو کې (( عملیات شیمی آلی)) او... نورو ته اشاره کولای شوو.

بالاخره د ۱۳۷۷ کال د پیل په ساعتونو کې په ۹۰ کلنۍ کې وفات شو.