تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې دریمه، د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا د برات د میاشتې ۲۰ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې درویشتمه نیټه ده.
۱۰۵۸ کاله پخوا، د درې سوه پینځه اتیایم هجری قمری کال د شعبان یا د برات د میاشتې په شلمه نیټه، مشهور مسلمان مورخ او کتاب پیژاندئ ابن ندیم وفات شو. د هغه شهرت زیاتره د هغه د مشهور (الفهرست) کتاب په وجه دی. هغه په دغه کتاب کښې د خپلې زمانې د اسلامی تمدن ټول رایج علمونه معرفی کړی دی او بیا یې د دغو علومو په زمینه کښې د مشهورو دانشورانو او پوهانو د ژوند حالات لیکلی دی. ابن ندیم په الفهرست کتاب کښې همداراز له دغو مختلفو علومو سره د اړوندو کتابونو او رسالو خبرونه بیان کړی او د هغو د مولفانو د ژوند پوره حالات یې راوړی دی. دغه ټولګه له تیرو وختونو څخه د مولف تر خپلې زمانې پورې د ټولو عالمانو او پوهانو د ژوند په حالاتو مشتمله ده. په دغه تاریخی کتاب کښې همداراز د کتاب د تالیف تر زمانې پورې د مختلفو علومو د پیدائش او د نړۍ د ملتونو د لرغونو اثارو په باره کښې شرحه هم راغونډه شوې ده. ابن ندیم د خپلې زمانې له مشهورو دینونو او مذهبونه څخه هم غافله نه ؤ او په دې لړ کښې یې هم یو شمیر مطالب راغونډ کړی دی. د هغه یو بل اثر (الاوصاف و التشبیهات) نومیږی.
۱۱۰ کاله پخوا، د یو زرو درې سوه درې دیرشم هجری قمری کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په شلمه نیټه، ستر عارف ملا محمد کاشی په څلور اتیا کلنۍ کښې وفات شو. دغه قدرمن عالم په خپل له برکته ډک ژوند کښې له خپل پاک خدائ سره په ارتباط بوخت ؤ تر دې چې د معبود په سپیڅلی ذات کښې فانی شو او له ټولو دنیاوی خواهشاتو سره یې اړیکې پرې کړې. د هغه د علم او عرفان په مکتب کښې د سترو عالمانو روزنه وشوه چې د هغوئ له زیاتو مهمو څخه آیت ا... العظمی حاج آقا حسین بروجردی، حاج آقا رحیم ارباب اصفهانی، آقا ضیاء الدین عراقی، سید حسن مدرس او میرزا حسین ناینی ته اشاره کولئ شو. ملامحمد کاشی د عمر تر وروستۍ پورې په خپل ټول توان سره له خپل پروردګار سره په مینه او عشق کښې بوخت ؤ. د دغه نامتو شخصیت له معنوی او عرفانی حالاتو څخه زیات واقعات نقل شوی دی.
۱۰۰ کاله وړاندې د ۱۳۰۱لمریز کال د وري دمیاشتې په دریمه نیټه سترفقیه او لوی عالم آیت ا... حاج سید عبدالکریم حائري یزدي د قم علمیه حوزه جوړه کړه . د قم سپيڅلی ښار داسلام دظهور له هماغه لومړنیو پيړیو دعلم او دیني معارفو دپراختیا او د عالمانو د روزلولپاره په یوه مرکز مشهور دی . په قم ښار کې دحضرت امام رضا علیه السلام د ګرانې خور حضرت فاطمه معصومه سلام ا... علیها دسپيڅلي حرم شتون هم ددغه ښار اهمیّت ډير زیات کړی دی .په عین حال کې دقم عالمان په لټه کې وو څو په دغه ښار کې د دیني علومو تدریس ته نوی انسجام او رونق ورکړي او ددې چارې دتحقق لپاره ئې له آیت ا... حایري یزدي مرسته وغوښتله . دوی هم دغه بلنه ومنله او دراتلونکي په فکر او پوهې سره ئې دنامتو علماؤ په شتون سره کارنده او بډائ علمیه حوزه تاسیس کړه چې سو که سوکه او په تیره بیا دایران داسلامی انقلاب په بری پسې د اسلامی علومو او دشعیَت د کلتور دپراختیا او په مهم روزونکي مرکز بدله شوه . . دقم علمیه حوزې تراوسه پورې دفقې ،دفقې په اصولو ، فلسفې ، اقتصاد ،تفسیر ،کلام او نورو اسلامی علومو کې غوره عالمان وروزل او دغه بهیر هماغه راز دوام لري.
۷۲ کاله پخوا د ۱۹۵۰کال دمارچ په درویشتمه نیټه د موسمیاتو یا هواپيژندنې نړیواله اداره چې ډبلیو، ایم ،او بلله کیږي ، تاسیس شوه . دغه موسسه له ملګروملتو سره اړونده ده او په نړۍ کې له هوا پيژندې سره ټوله اړونده موسسې له دې اورګان سره دایمي ملګرتیالري. د هوا پيژندنې دنړیوالې موسسې یوه موخه په هواګرځیدنې ، سمندر کچ کونې ،کرهڼې ، او نورو انساني فعالیتونو او دنړۍ په سویه د هواپيژندنې له اطلاعاتو او احصایو له سټنډرډ کولو سره ئې مرستو ته اشاره کولی شو . ددغې موسسې دتاسیس دکلیزې په مناسبت دمارچ درویشتمه نیټه دهواپيژندنې دنړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.
۶۶ کاله مخکې د ۱۹۵۶کال دمارچ په درویشتمه نیټه د پاکستان نوی اساسی قانون وضع شو او له مخې یې د دغه هیواد حکومت له ګورنر جنرالۍ په جمهوریتي بدل شو . په ۱۹۴۸کال کې د پاکستان دبنسټګر او ددغه هیواد دلومړی ګورنر جنرل محمد علی جناح له وفاته وروسته د وخت لومړی وزیر لیاقت علی خان دهیواد دچارو واګې په اختیار کې واخستې . هغه هم په ۱۹۵۱کال کې دیوه افغان په لاس ووژل شو . له دغې پیښې وروسته دپاکستان په ټولنې کې سیاسی شخړې او اړۍ ګړۍ خورې شوې او بلاخره دغه اړۍ ګړۍدنوی اساسی قانون لامل شوې چې په هغه کې ولسمشر دګورنر جنرل جانشین شوی دی . پر ډې اساس دوخت ګورنر جنرال سکندر مرزا دپاکستان دلومړی ولسمشر په توګه وټاکل شو .
= او له ننه ۱۷ کاله مخکښې کاله وړاندې د ۱۳۸۴ لمریز کال د وری دمیاشتې په دریمه یو ایرانی فلسوف او پوه علامه سید جلال الدین آشتیانی له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو. هغه په ۱۳۰۴لمریز کال کې دایران په مرکز کې واقع آشتیان کې په یوې علمی او متقی کورنۍ کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او خپلې مقدماتې زده کړې ئې هم په همدغه ښآر کې ترسره کړې . هغې ګروهنې او استعداد ته په پام سره چې علامه آشتیانی د علم او کمال له ترلاسه کولو سره درلود، له یوې مودې وروسته دقم فیضیه حوزې ته لاړ او دآیت ا... العظمی بروجردی ، علامه طباطبائی او داسلامی انقلاب دبنسټګر حضرت امام خمینی په څیر له لویو استاذانو ئې علم زده کړ . هغه له یوې مودې وروسته دمشهد سپیڅلی ښآر ته لاړ او د عمر تروروستیو پورې ئې ددغه ښآر په پوّهنتون او علمیه حوزې کې تدریس ته دوام ورکړ او همداراز ئې څیړنو اوتالیفاتو ته هم مخه کړه . استاذ آشتیانی له فلسفې او اسلامی عرفان سره ډیره دلچسپی درلوده او د ُاندلس له اوسیدونکی مشهور عارف محی الدین ابن عربی ، ستر ایرانی فلسوف ملاصدرا افکارو ته ئې لازیات پام درلود. د دغه اوسمهال اسلامی فلسوف له ډیرو آثارو څخه شرح مقدمه قیصری برفصوص الحکم ، هستی از نظرملاصدرا او دحمد سورې تفسیر ته ئې اشاره کولی شو.