تاریخ پانه
نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې څلورمه، د ۱۴۰۱ هجري قمري کال د شعبان المظم یا دبرات د میاشتې ۲۱ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې څلرویشتمه نیټه ده.
۹۳۷ کاله پخوا، د پینځه سوه شپږم هجری قمری کال د شعبان په یویشتمه نیټه، په تاج الاسلام مشهور د شپږمې هجری قمری پیړۍ مشهور مؤرخ، محدث او فقیه عبدالکریم بن محمد سمعانی ، د پخوانی لوئ خراسان او د اوسنی ترکمنستان په جنوب ختیځ کښې په مرو ښار کښې وزیږید. هغه د علم کسبولو په لار کښې د خپل عمر ډیر کلونه په سفر کښې تیر کړل او د ایران، شام ، حجاز او ماوراء النهر نورو ټاټوبیو ته یې سفر وکړ او د هرې خاورې له پوهانو څخه یې ډیره ګټه پورته کړه. د سمعانی مشهور اثر د (الانساب) په نوم یو کتاب دی. هغه نور مهم کتابونه هم لیکلی دی چې پکښې (معجم الشیوخ)، (ادب الطلب) او (تاریخ مرو) ته اشاره کولئ شو.
۳۶ کاله پخوا د ۱۳۶۵ هجري لمریز کال د وري په څلورمه نیټه د استاد امیر حسین یزدګري په نامه یو مشهور ادب پیژاندی په ۵۷ کلنۍ کښې وفات شو. هغه د تهران پوهنتون د الهیاتو په ډیپارټمنټ کښې د ښوونې په ترڅ کښې د فارسۍ ادب له یو بل استاد فرونزانفر سره د دیوانِ کبیر د ځینو مجلو په تصحیح کښې ملګرتیاد درلوده. د استاد یزدګردي یو ډیر مهم کار د ځینو تاریخي کتابونو تصحیح، تحقیق او ورباندې محققانه او دقیقې حاشیې لیکنې دي.
هغه همداشان په مختلفو ادبي زمینو کښې یولړ نوي تحقیقات هم کړي دي.
۳۳ کاله پخوا، د نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال د مارچ په څلورویشتمه نیټه، د آذربایجان جمهوریت د ګنجې ښار جامع جومات له اویا کاله وروسته بیا جوړ او پرانیستل شو. دغه جومات چې د دغه جمهوریت یو تاریخی ودانۍ ګڼل کیږی، له نولس سوه شلم میلادی کاله تړل شوئ ؤ او بالاخره د اتیایمې لسیزې په وروستیو کښې د جمعې د لمانځۀ د ادا کولو په یولړ مراسمو کښې پرانیستل شو. د ویلو ده چې په پخوانی شوروی او د هغه په جمهوریتونو کښې له ځینو سیاسی بدلونونو وروسته او د آذربایجان جمهوریت د ټولو مسلمانانو غوښتنې ته په پام سره د لسګونو جوماتونو بیا رغونه وشوه او د استفادې وړ وګرځیدل. که څه هم د آذربایجان جمهوری حکومت د سیکولریسټی سیاست په غوره کولو سره د جوماتونو د فعالیت لپاره یو لړ محدودیتونه رامینځته کړی دی.
۲۳ کاله پخوا، د نولس سوه نهه نوېم میلادی کال د مارچ په څلورویشتمه نیټه، د شمالی آټلانټیک د تړون د تنظیم یعنی د نیټو یولس غړیو هیوادونو د دغه پوځی معاهدې په پنځوسم کال د اسلوبوډان میلوشویچ ترحکومت لاندې په یوګوسلاویه باندې پراخې هوایی حملې پیل کړې.
د دغو حملو ظاهری انګیزه له هغو البانیایی تبارو سره مرسته وه چې د صربانو له غیر انسانی اقداماتو او دباوونو سره مخامخ وو. دغه عملیات چې نیټو انسان دوستانه مداخلت نومولئ ؤ، د ملګرو ملتو له مجوز نه بغیر ترسره شول او د روسیې له سخت غبرګون سره مخامخ شول. د یوګوسلاویه پر ضد عملیاتو تر اتو اویا ورځو دوام درلود او په دغه موده کښې پر یوګو سلاویه د نیټو په حملو کښې د دغه هیواد ښاری، صنعتی بنیادونه او مهم اقتصادی مرکزونه سخت زیانمن شول. د دغو زیانونو په نتیجه کښې میلوشویچ د نیټو شرایط ومنل او صرب ځواکونه له کوزوو څخه ووتل. د جنګ له ختمیدا وروسته د نولس سوه نهه نوېم میلادی کال د جون په لسمه نیټه، د ملګرو ملتو د امنیت شورا یو زرو دوه سوه څلور څلویښتم پریکړه لیک تصویب کړ چې د هغه له مخې د یونمیک تر عنوان لاندې د کوزوو په پولو کښې د ارامښت د ټینګیدا لپاره د ملګرو ملتو یو سوله ساتونکئ ځواک جوړ شو.
۸ کاله وړاندې د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د وري په څلورمه نیټه د شیعه مسلمانانوعالي قدره مرجع او د تبریز ښار د جمعې پخوانی امام آیت ا... ملکوتي وفات شو.
حضرت آیت ا... میرزا مسلم ملکوتي سرابي په ۱۳۰۲ لمریز کال کښې سراب سیمې ته نزدې په یوې مذهبي او غوره کورنۍ کښې دنیا ته راغی. له پنځه کلنۍ څخه یې په ناظره د قرآن کریم زده کړه او حفظ پیل کړ. هغه په اولس کلنۍ کښې د زده کړې د دوام لپاره تبریز ښار ته لاړ او په طالبیه مدرسه کښې یې زده کړه پیل کړه. له هغه وروسته په کال ۱۳۲۱ کښې د زده کړې د دوام لپاره قم ښار ته لاړ. آیت ا... ملکوتي د قم په علمیه حوزه کښې له کلونو کلونو زده کړې او تدریس وروسته د علم د بشپړولو او د نجف اشرف د علمیه حوزې له استاذانو د لازیاتو معارفو د ترلاسه کولو په موخه، دغه ښار ته لاړ او د نجف اشرف د علمیه حوزې د سترو علماؤ د فقهې او اصولو د درسِ خارج کلاسونو ته په رسیدو او له هغو نه په ګټه پورته کولو سره د اجتهاد درجې ته ورسید.
حضرت آیت ا... ملکوتي په ۱۳۴۷ کال کښې د قم سپيڅلي ښار ته ستون شو او په علمیه حوزه کښې یې د فقهې او اصولو تدریس پیل کړ. هغه د پهلوي خلاف مبارزاتو کښې د اسلامي غورځنګ د ستر رهبر حضرت امام خمیني ترڅنګ یو ستر رول لوبوه.
آیت ا... ملکوتي د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د اسلامي انقلاب د مشر لخوا د تبریز د جمعې په امامت او په آذربایجان ولایت کښې د امام خمیني د استازي په توګه وګمارل شو. هغه د امام جمعه او په آذربایجان کښې د ولي فقیه د استازي په توګه له ډلو او ګوندونو وتلی عمل وکړ او ټولې سیاسي ډلې یې تر خپل تربیت لاندې راوستلې او حتی له پولې پورې غاړې یعنې آذربایجان جمهوریت کښې یې هم ډیر محبوبیت ترلاسه کړ داشان چې د آذربایجان جمهوریت ډیر مسلمانان د دوي مقلدان دي.
آیت ا... ملکوتي د لس هاؤ کتابونو او رسالو په لیکلو سره د اسلامي تعلیماتو او کلتور په خپرولو کښې یو مهم ګام پورته کړی دی. په دې لیکنو کښې یو ارزښتناک کتاب (شرح مبسوز بر کفایة الاصول) دی چې په علیمه حوزو کښې تدریس کیږي او ګټه ترې پورته کیږي.
آیت ا... العظمی ملکوتي چې سږي د ناروغۍ له امله څه موده د تهران په مسیح دانشوري روغتون کښې بستري و، د ۱۳۹۳ لمریز کال د غويي د میاشتې په څلورمه نیټه وفات شو.
او د مارچ د میاشتې څلرویشتمه نیټه د نري رنځ یا ټي، بي ناروغۍ ورځ ده.
د ۱۸۸۲ میلادي کال د مارچ په ۲۴ چې د ۱۲۶۱ لمریز کال د وري د میاشتې څلورمه نیټه کیږي، ډاکټر رابرټ کخ په وړومبي ځل د نري رنځ په هکله خپله لاسته راوړنه یا کشفونه په برلین کښې یو کانفرنس کښې مطرح کړه او په همدې وجه هر کال د مارچ د میاشتې ۲۴ نیټه له نري رنځ یا ټي، بي سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځله کیږي.