Mar 26, 2022 14:15 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارکه ورځ ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې پنځمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یادبرات له ۲۲ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ له پنځویشتمې نیټې سره سمون خوري.

۸۵۵ کاله پخوا، د پینځه سوه اته اتیایم هجری قمری کال د شعبان په دوه ویشتمه نیټه، لوئ محدث او عالم ابن شهر آشوب وفات شو. په ابن شهر آشوب مشهور د شیعه مذهب مشهور قاضی ، ادیب ، واعظ او متکلم محمد بن علی بن شهر آشوب مازندرانی چې د زین الدین او رشیدالدین په لقب مشهور دئ، په مازندران کښې و زیږید . د مذهبی دلایلو په وجه د سلجوقیانو په پړاؤ کښې له ایرانه وتلو ته مجبور شو او حلب ته ولاړ. هغه د خپل وخت تر ټولو دانشمند عالم ګڼل کیده او د اهل تسنن پیروانو لپاره د احترام لایق هم ؤ. ابن شهر آشوب د زمخشری، امام محمد غزالی او خطیب خوارزمی په شان عالمانو څخه د حدیث د نقلولو اجازه و مونده. د ابن شهر آشوب په مهمو آثارو کښې معالم العلماء، مناقب الابیطالب، متشابه القران او الاربعین شامل دی.

 

۷۷۰  د شپږ سوه یو دیرشم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په پینځمه نیټه، د هندوستان یو مشهور فارسی ژبه شاعر امیر خسرو دهلوی د هندوستان په یو شمالی ښار پټیاله کښې وزیږید. هغه له ځوانۍڅخه په شاعرۍ کښې خپله وړتیا وښودله. دهلوی د ډیلی د مشهور عارف نظام الدین اولیاء یو مرید ؤ او له هغه سره یې ډیره مینه درلوده. امیر خسرو دهلوی په ایرانی او هندی ادبیاتو او موسیقۍ باندې له سلطې سربیره له عربی او ترکی ژبو سره هم اشنا ؤ. د هغه پراخ اطلاعات او مهارت د دې سبب شو چې د فارسۍ د ډیرو تکړه شاعرانو په قطار کښې وګڼل شی. له امیر خسرو دهلوی څخه ګڼ شمیر اثار په یادګار پاتې دی چې اته مثنویانې او د شعرونو پینځه ټولګې له هغو څخه دی. دهلوی په دغو مثنویانو کښې د مشهور ایرانی شاعر نظامی تر سخت اغیز لاندې ؤ. د دهلوی له نورو اثارو څخه (مفتاح الفتوح)، (مطلع الانوار)، (نُه سپهر) او (آیینه اسکندری) ته اشاره کولی شو.

 

۷۱۸  کاله پخوا، د اوه سوه پنځه ویشتم هجری قمری کال د شعبان په دویشتمه نیټه، زاهد شاعر شهاب محمود وفات شو. په شهاب محمود مشهور کاتب او شاعر ابو الثناء شهاب الدین محمود بن سلیمان بن فهد حلبی دمشقی، د نظم او کتابت په ښکلا کښې د خپل وخت له کاتبانو مخکښې شو او د لویانو د احوالاتو له معرفته خبر ؤ او ګڼ شمیر قلمی یا لیکلی آثار لری . شهاب محمود په یوه اتیا کلنۍ کښې وفات شو او په دمشق کښې د قاسیون غر په لمن کښې خاورو ته وسپارل شو.

 

۸۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور پنځوسم هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، د اسلام یو ستر عالم علامه شیخ محمد جواد بلاغی وفات شو. هغه په خپل وخت کښې یو ماهر فقیه، نامتو استاد او توانمن لیکوال ؤ. علامه بلاغی د زده کړې په پړاؤ کښې د میرزای شیرازی په څیر د خپل وخت د نامتو استادانو له محضره ګټه پورته کړه تر دې چې په خپله د اسلام یو ستر لیکوال او استاد شو. د هغه له ټولو ارزښتناکو آثارو څخه د متعال خدائ د شتون په ثابتولو کښې د (بلاغ المبین) کتاب ته اشاره کولئ شو.

 

۶۵ کاله وړاندې د ۱۹۵۷کال دمارچ پًه ۲۵ نیټه

د ایټالیاپه پلازمینې روم کې د اروپا د ګډ بازار یا د اروپا د اقتصادی ټولنې د تاسیس تړون د بیلابیلو اروپائی هیوادونو د استاذو ترمینځ لاسلیک شو . د دغې ټولنې موخه دګمرکی ټیرفونو دختمولو لپاره دغړو هیوادونو ترمینځ د ګمرکی اتحادئې یا ټولنې رامینځةکیدا وه چې په هغې پسې د شیانو ، کاری ځواک ، پانګې او خدماتو مبادلات هم په آزاده تو ګه د غړو هیوادونو ترمینځ ترسره کیدل . د اروپا اقتصادی ټولنه په ۱۹۹۲کال کې د اروپائی اتحادئې د جوړیدا لپاره یوه سریزه وه .

 

۴۷ کاله پخوا د ۱۹۷۵کال دمارچ په پنځه ویشتمه نیټه

د عربستان د وخت پاچا فیصل بن عبدالعزیز دخپل ورارهّ فیصل بن ساعد بن عبدالعزیز په لاس ووژل شو . فیصل بن ساعد دخپلو حقوقو په کمیدا اعتراض درلود . که څه هم په آل سعود کورنۍ کې اختلافات تل شتون لری او وخت په وخت اوج ته رسیږی ،خو دملک فیصل ترور ، ددغه شان اختلافاتو له امله د سعودی د یوه پاچا لومړنی قتل دی . دملک فیصل قاتل دهمدغه کال یعنی د ۱۹۷۵کال د جون په اتلسمه نیټه دعامو خلکو په وړاندې پانسی شو یعنی سر ئې غوڅ کړائ شو . له ملک فیصل وروسته د عبدالعزیز بل زوی خالد دعربستان پاچا شو .

 

۲۸ کاله مخکې د ۱۹۹۴کال د مارچ په پنځه ویشتمه نیټه

امریکائی ځواک چې د ۱۹۹۲کال په دسمبر کې دسومالیا دبلواؤ د ختمولو په پلمه دغه افریقائی هیواد ته داخل شوی وو ،له ناببره ماتې وروسته د دغه هیواد پریښودو ته اړ شول . د سومالیا مخالفو ډلو په ۱۹۹۱کال کې له دغه هیواد سره اړونده دیکتاتور محمدزیادباره نسکور کړ. خو دوی دیوه ائیتلافی حکومت دجوړولو په باب کومې موافقې ته ونه رسیدل شول او دغه سیاسی بندون د داخلی جنګونو دپیلیدو لامل شو . په دې مینځومیان کې امریکائی ځواک د سومالیا په هغه هیواد کې دخپلو ګټو دساتلو لپاره او دملګروملتو دسوله ساتی ځواک په چو کاټ کې چې د افریقا په دغې سیمې کې مهم موقعیَت لری دغه هیواد ته ولیږدول شو خو دسومالیا د ځواک له مقاومت سره مخ شول . په دغې مبارزې کې کابو سل امریکایان ووژل

شول . که څه هم دوی په سلګونو سومالیاوال ووژل ، خو په نهایت کې دسومالیا خلک بریالی شول ، امریکآئی عسکر په دغه شان ورځ له خپلې خاورې وشړی .

 

۸  کاله مخکښې د 1393 هجري نمريز کال  د فرورۍ په پينځمه نېټه ايرانی مورخ او اديب ډاکټر محمد ابراهيم باستاني پاريزي وفات شو. هغه په 1304 ه.ش کال کښې د ايران له سيرجان ښار سره نزدۍ په پاريز کښې وزېږېد. باستاني پاريز له مقدماتي زدکړو وروسته تهران ته راغے او د تهران پوهنتون د تاريخ په څانګه کښې يې زدکړې وکړې او په 1330 ه.ش کال کښې فارغ التحصيل شو. له څو کالو تدريسه  وروسته هغۀ بيا هم خپلو زدکړو ته دوام ورکړ، ان تردې چې  د تاريخ په څانګه کښې يې پي اېچ ډي وکړه.

له دې وروسته دغه نامتو ايراني څېړونکي په تهران پوهنتون کښې په تدريس لاس پورې کړ.

استاد باستاني پاريزي له زلميتوب څخه له ليکوالۍ او شاعرۍ سره خپله مينه څرګنده کړه او د ايران د مطبوعاتو لپاره يې زياتې مقالې وليکلې او يا يې له عربي او فرانسوي ژبو څخه په فارسۍ ترجمه کړې. له هغۀ څخه ګڼ شمېر کتابونه په يادګار پاتې دي چې له هغو څخه «ذوالقرنين يا کوروش کبير»، «خاتون هفت قلعه»، «تاریخ کرمان»او «تلاش آزادی»چې د يونېسکو انعام يې هم ترلاسه کړ اشاره کولی شوو.