تاریخ پاڼه
نن د نهی ورځ یا ۳ شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وری د میاشتې نهمه، د ۱۴۴۳ هجری قمري کال د شعبان المعظم یا برات د میاشتې ۲۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مارچ د میاشتې ۲۹ نیټه ده
۱۳۳۸ پخوا، د یو سلو پنځم هجری قمری کال د شعبان په شپږ ویشتمه نیټه، اموی ظالم واکمن یزید بن عبدالملک بن مروان مړشو. یزید بن عبدالملک بن مروان په یوسلو یوم هجری قمری کال کښې له عمر بن عبدالعزیز وروسته خلافت ته و رسید . هغه عیاش او شرابی ؤ او د اسلامی هیواد چارو ته یې توجه نه کوله . ځکه چې د حجاج ثقفی له خپلوانو څخه ؤ، د دغه کورنۍ ډیر کسان یې په کار وګمارل. هغه د خپل عمر په وروستیو کښې غوښته چې ثابته کړی چې د خلکو له نیوکو او بدرد ویلو پرته هم عیش او نوش ترسره کیدئ شی. خو د څو ورځو له تیریداسره یې معشوقه مړه شوه اود هغه له مستۍ ډک ژوند په ویر او ماتم بدل شو او اموی واکمن هم له هغی څو ورځې وروسته ژوندئ پاتی نشو.
۶۸۸ کاله پخوا، د اوه سوه پنځه پنځوسم هجری قمری کال د شعبان په شپږویشتمه نیټه، د عربو یو ادیب، شاعر او فقیه ابن فصیح په دمشق کښې وفات شو. هغه د فقې او ادبیاتو له زده کولو وروسته د حدیث زده کولو ته مخه کړه او په دغو علومو کښې یې ډیر مهارت و موند. ابن فصیح شعرونه هم ویل او ډیرې موضوګانې او فقهی کتابونه یې په نظم راواړول . له دغه مسلمان دانشمنده ، په عربۍ ژبه کښې یو شمیر تالیفات په یادګار پاتی دی .
۴۴۹ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1573 ميلادی کال د مارچ په نهويشتمه نېټه د فرانسې د باچا نهم شارل لخوا د پروټېسټانو په ګټه د ازادۍ فرمان نومې تاريخي فرمان جاري کړ. د دغه فرمان له مخې د فرانسې پروټېسټانو چې د دغه هېواد له کېتولېکانو سره په څلورم جنګ کښې کامياب شوي وو د خپلو مذهبي مراسمو د جوړولو ازادي ترلاسه کړه.د کېتولېکانو او پروټېسټانو ترمېنځ څلورم مذهبي جنګ د 1572 ميلادي کال د جولائي له شپاړسمې نېټې څخه شروع شوی ؤ او په لاروشل جنګ مشهور دی.
۲۵۰ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1772 ميلادی کال د مارچ په نهويشتمه نېټه سوئيډني متفکر او عارف «امانوئل سودنبرگ» ( Emanuel Swedenborg ) مړ شو. هغه ۱۶۸۸ کال کښې وزېږېد او د رياضۍ په څانګه کښې له زدکړو وروسته يو ماهر انجنئير شو. البته سودنبرګ د خپلو فلسفيانه او عارفانه تفکراتو په وجه مشهور دی.
دغه سوئيډني متفکر د خپلې فلسفې اصول له مادی دنيا څخه پرې کېدنه او د معنوي عالم په مشاهده کښې ډوبېدل معرفي کړل. هغۀ عقيده لرله چې هغه څه چې په مادي دنيا کښې موجود دي د معنوي برتر عالم يو سېمبول دے. په همدې لړ کښې سودنبرګ دا عقيده لرله چې انسان هر څومره پاک او شريف وي هومره د خداے پاک موجودګي لا ښه درک کولې شي. دغه سوئيډني فلاسفر د خپلو افکارو د بيانولو لپاره له پنځوسو ټوکو نه زيات کتابونه وليکل چې ترټولو مهم يې په اتو ټوکو مشتمل ((د ملکوت د عالم رازونه)) نوميږي
۱۲۰ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1902 ميلادی کال د مارچ په نهويشتمه نېټه فرانسوي ليکوال «مارسل اِمې» ( Marcel Aymé ) وزېږېد. هغۀ وړومبې د انجنئيرۍ په څانګه کښې زدکړې حاصلې کړې خو د بيمارۍ په وجه يې هغه څانګه پرېښوده. امې بيا جرنلسټۍ ته مخه کړه او ورو ورو يې ليکوالي شروع کړه او يو مشهور ليکوال ترې جوړ شو.
د هغۀ له اثارو څخه ((شنه اسپه))، ((څلور حقيقتونه)) او ((ښکلی تصوير)) نومې کتابونو ته اشاره کولې شوو. امې د 1967 کال په اکتوبر کښې مړ شو.
او له ننه ۲۸ کاله وړاندې د ۱۳۷۳ لمریز کال د وری د میاشتې په نهمه نیټه آیت ا... علی اکبر مرندی وفات شو. میرزا علی اکبر مرندی د شیعه مجتهد او عارف ملا علی زوی او د سلوکی سید علی قاضی له شاګردانو و. هغه په تبریز کښې د هغه وخت له مرجع آیت ا... انګجی څخه په فقه کښې ګټه پورته کړه او په ۱۳۶۰ قمری کال کښې نجف ته لاړ او هلته له علامه طباطبایی او د هغه له ورور سره لس کاله انډیوال و.
په نجف اشرف کښې یې د سید ابوالحسن اصفهانی، نائینی، آقا ضیا عراقی، کمپانی او بادکوبه ای په شان د وخت له مراجعو علمی ګټه پورته کړه او له سید ضیا او اصفهانی څخه یې د اجتهاد اجازه ترلاسه کړه.
په معنوی چارو کښې هم د سید علی قاضی خاص شاګرد و. په ۱۳۷۶ کال کښې تبریز ته ستون شو او تدریس یې پیل کړ او بیا یې ډیره موده په مرند کښې استوګنه غوره کړه او معنوی تدریس او ارشاد ته یې مخه کړه.
هغه د ۱۳۷۳ لمریز کال د وری میاشتې د نهمې نیټې پیشمنی مهال وفات شو.