تاریخ پانه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې لسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا برات له ۲۷ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ له دیرشمې نیټې سره سمون خوري
۹۵۳ کاله پخوا، د څلور سوه نوېم هجری قمری کال د شعبان په اوه ویشتمه نیټه ، په ابن فندق مشهور د اسلام یو لوئ پوه ابوالحسن علی بن زید د ایران د شمال ختیځ په بیهق ښار کښې و زیږید. هغه په بیلا بیلو علومو منجمله حدیث، فقې ، ادبیات، ریاضیات او حکمت کښې له ډیر مهارت او دانشه برخمن ؤ او د حکیم عمر خیام په شان د خپل وخت دانشمندانو په محضر کښې یې دانش زده کړ. تاریخ بیهق د ابن فندق د فارسی یوتر ټولو مهم کتاب دی . هغه په دغه کتاب کښې جغرافیایی او تاریخی حالات بیان کړی او د بیهق په شان د مشهورو کورنیو او شخصیتونو حالات یې تشریخ کړی دی . دغه کتاب د شپږمې هجری قمری پیړۍ له مهمو تاریخی سرچینو او د فارسی نثر له ښو نمونو څخه دی . د ابن فندق په مهمو آثارو کښې لباب الانساب، تفسیر نهج البلاغه او قواعد علوم الطب ته اشاره کولئ شو. هغه په پینځه سوه پنځه شپیتم هجری قمری کال کښې وفات شو .
۶۱۷ کاله پخوا، د اته سوه شپږ ویشتم هجری قمری کال د شعبان په اوه ویشتمه نیټه، د مصر یو مسلمان قاضی او فقیه ابن عراقی په مکی ښار کښې له نړۍ سترګې پټې کړې . هغه په اوه سوه دوه شپیتم هجری قمری کال کښې و زیږید او له ماشومتوبه یې د خپل پلار چې د حدیث د علم یو مشهور عالم ؤ، ، په محضر کښې یې دغه علم زده کړ . ابن عراقی وروسته له نامتو استازانو څخه په استفادې سره د خپلو معلوماتو بشپړولو ته مخه کړه او څه موده وروسته د خپل وخت د مشهورو عالمانو په قطار کښې راغئ او د حدیث او فقې تدریس یې پیل کړ. له دغه مصری فقیهه په عربۍ ژبه کښې یو لړ تالیفات په یادګار پاتی دی .
۱۷۷ کاله پخوا، د دولس سوه شپږ شپیتم هجری قمری کال د شعبان په اوه ویشتمه نیټه، د نبوت او مهدویت دروغجن ادعا کونکی سید علی محمد شیرازی چې په باب مشهور ؤ، اعدام کړئ شو. هغه په دولس سوه پنځه دیرشم هجری قمری کال کښې په شیراز کښې و زیږید او د مدرسې له وخته شیخیه پشمول ځینو غړیدلی عقیدو سره آشنا شو. شیخیه پیروانو جسمانی محشر نه منه او د امام زمان (عج) ظهور یې ډیر نږدې باله . له دی کبله کله چې سید علی محمد باب په لږ سواد سره خپل ځان د حضرت مهدی (ع) واسطه و باله، هغه یې د مشر په توګه و منه . خو علی محمد باب په دغی چټی ادعا بسنه ونکړه او یوه موده وروسته یې ځان امام زمان معرفی کړ . هغه چې د شکمنو بهرنیو عواملو او جاهلو پیروانو له ملاتړه برخمن ؤ، څه موده وروسته یې ځان پیغمبر و بله او ادعا یې وکړه چې د اسلام دین یې منسوخ کړئ دی.
دغه لاپی وهونکو ادعاګانو او په تیره بیا د باب د پلویانو بلواګانو، خلک، عالمان او حکومت دی ته اړیستل چې د هغه دروغ ایشوا او هغه ته خبردارئ ورکړی . علی محمد باب د څو ځلو توبو باوجود همدغه راز د شریعت پر ضد خپلو اقداماتو ته دوام ورکړ تر دی چې د قاجار مشهور صدر اعظم امیر کبیر د هغه د محاکمې او اعدام حکم صادر کړ. د بابیه فرقه او یو شمیر نورې شکمنې فرقې په اسلامی هیوادونو کښې د انګلستان او روسیې د استعماری نفوذ په وخت کښې د خلکو د دینی اعتقاداتود کمزوری کولو او پکښې د اختلاف د رامینځته کولو په موخه جوړې شوې .
۱۴۲ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1259 هجری شمسی کال د اوري د مياشتې په لسمه نېټه د قاجار د زمانې مورخ، اديب او شاعر مېرزا محمد تقي سپهر کاشاني چې د لسان المُلک لقب يې لرۀ وفات شو. هغه په کاشان کښې وزېږېد او مختلف علوم په تېره بيا ادبيات يې زده کړل. سپهر کاشاني په ځوانۍ کښې د کاشان د واکمن ملازم شو او يوه موده پس د فتحعلي شاه قاجار په بلنه تهران ته راغے او په درباري کارونو بوخت شو. د ورپسې باچا يعنې محمد شاه په زمانه کښې د دغه ايراني اديب او مورخ پوسټ لوړ کړی شو او د دربار منشي او خزانه دار شو. په دغه دوران کښې د هغۀ ترټولو مهم کار د محمد شاه په غوښتنه د ناسخ التواريخ نومې کتاب ليکنه وه. دغه کتاب د حضرت آدم (ع) له زمانې څخه تر 1857ميلادي کال پورې د انسان تاريخ دی.
محمد تقي کاشاني د ناصرالدين شاه په زمانه کښې د دربار ډېرو اوچتو پوسټونو ته ورسېد ان تردې چې په 1259 ه.ش کال کښې وفات شو. د هغۀ له نورو کتابونو څخه : «آئينه جهان نما» او د شعرونو ديوان «فی مناقب الائمة الاطهار » نوميږي.
۱۱۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه ویشتم هجری قمری کال د شعبان په اوه ویشتمه نیټه، یو تکړه شاعر ، عارف او عالم آیت ا... میرزا حبیب ا... مجتهد خراسانی وفات شو . هغه په دولس سوه شپږ شپیتم هجری قمری کال کښې د ایران په شمال ختیځ کښې د مشهد په مقدس ښار کښې و زیږید او له مقدماتی زده کړو وروسته یې فقې او اصول ته مخه کړه . هغه څه چې د آیت ا... مجتهد خراسانی شخصیت یې پیاوړې کوه ، د هغه د نفس د پاکوالی او عرفان مرتبې وې، دغه پرهیزګار عالم ډیر ښکلی عرفانی شعرونه ویلی دی چې د هغه په دیوان کښې را غونډ
شوی دی. د آیت ا... خراسانی له محتوا ډک او وزن لرونکی شعرونو له هغه وروسته د شاعرانو په شعرونو غوره اغیز درلودلې دی .
۶۱ کاله مخکښې د 1340 هجری شمسی کال د اوري د مياشتې په لسمه نېټه مشهور ايراني عالم آيت ا... العظمی سيد حسېن طباطبائي بروجردي وفات شو. هغۀ په خپل پلرني وطن بروجرد کښې د اسلامي علومو د مقدماتو له زدکړې وروسته د عراق د نجف اشرف علميه حوزې ته لاړ او د دغه ديني مرکز له لوړرتبه استادانو څخه د علمي فېض حاصلولو ورسته ايران ته راستون شو او په علمي او اجتماعي فعاليتونو يې لاس پورې کړ آيت ا... بروجردي په 1324 هجری شمسی کښې مشهد مقدس ښار ته او بيا د قم مقدس ښار ته لاړ او د علمي مرجعيت مقام ته ورسېد. د هغۀ تر نظر لاندې د قم علمي حوزې او دغه مهم علمي او ديني مرکز زياته پراختيا پېدا کړه.آيت ا... بروجردی په هم هغه زمانه کښې دا فرصت پېدا کړ چې په نړيواله سويه د اسلام غني کلتور معرفي کړي او د اسلامي مذهبونو د وحدت او نزدېکت لپاره د اسلامي نړۍ د نورو عالمانو او متفکرانو په ملګرتيا سره يو لړ مثبت ګامونه پورته کړي. د آيت ا... العظمی بروجردي له مهمو اقداماتو څخه د اسلام د عالمانو د مهمو او ارزښتناکو اثارو احياء، د ګڼ شمېر علمي او ديني کتابونو تاليف، د ايران په مختلفو ښارونو کښې د جوماتونو جوړولو او همدارنګ د جرمني په هامبورګ کښې د جومات جوړولو او د اسلامي انقلاب د ارواښاد ستر رهبر حضرت امام خمېني (رح) په شمول د نامتو شاګردانو تربيت ته اشاره کولې شوو.
۴۶ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1976 ميلادی کال د مارچ په دېرشمه نېټه د فلسطين په نيواکي زمکو کښې د يوم الارض يا د زمکې ورځ په نامه سترې مظاهرې وشوې. د ويلو ده چې د 1975 ميلادی کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه د نيواکي فلسطين د شمال په جليل سيمه کښې له زمکې څخه د دفاع کانفرنس وشو. د دغه کانفرنس په وړومبي پرېکړ ليک کښې ګډون کوونکو د صهيونېسټ رژيم لخوا د عربو فلسطينيانو د زمکو په نيولو خواښيني څرګنده کړه او دغه کار يې سخت وغندۀ. دغه کانفرنس تاکيد وکړ چې د قدس د غاصب رژيم سياست د مسلمانو اعرابو په مورنۍ زمکو کښې د هغوي د حقوقو خلاف دے او صهيونېسټ رژيم په ډاګه د بشري حقوقو منشور، د ډېموکرېسۍ او مساواتو اصول ترپښو لاندې کړي دي. له زمکې څخه د دفاع کانفرنس همدارنګ يوه کمېټي جوړه کړه چې وظيفه يې د کانفرنس د پرېکړ ليکونو د اجرا لپاره د ولسي ځواکونو برابرول او منظمول وو. دغې کمېټۍ د 1976 ميلادی کال د مارچ په شپږمه نېټه د فلسطين د بلدياتی شوراګانو د شلو تنو مشرانو په شتون سره يوه غونډه جوړه کړه او هغوي له ولسي ځواکونو سره له سلا مشورې وروسته دغه ورځ د زمکې د ورځې په توګه وټاکله. هر کال په دغه ورځ د فلسطين او نورو زياتو اسلامي هېوادونو خلق د يو لړ مراسمو په جوړولو سره د صهيونېسټ رژيم پراختيا غوښتونکي او غاصبانه سياستونه غندي.
۴۴ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1357 هجری شمسی کال د اوري په لسمه نېټه د شاه د رژيم په خلاف د تبريز د خلقو د پاڅون په څلوېښتمه ورځ د ايران د څو ښارونو خلقو په احتجاجي اقداماتو لاس پورې کړ. د ايران د تبريز خلقو د 1356 ه.ش کال د سلواغې د مياشتې په نهويشتمه نېټه د قم د خلقو په ځپنې باندې په احتجاج کښې چې د امام خمېني (رح) په خلاف د شاه د رژيم سپکاوے يې ونۀ زغمۀ پاڅون وکړ چې په نتيجه کښې يې ګڼ شمېر کسان شهيدان، زخميان او يا ونيوې شول. په همدې دليل د يزد خلقو د تبريز د شهيدانو د څلوېښتۍ په مناسبت د دغه ښار د جامع جومات په يوه شانداره غونډه کښې له جلاوطنۍ څخه د امام خمېني (رح) د ستنېدو او د شاه د رژيم د نسکورولو غوښتنه وکړه.
همدارنګ په مشهد مقدس ښار کښې د خلقو مظاهرې د شاه د رژيم له ځواکونو سره د خلقو په نښتو بدلې شوې. په دغه حال کښې د تهران او د ايران د څو سترو ښارونو بازارونه د شاه د رژيم په ساډوبۍ باندې په اعتراض کښې وتړل شول.
او له ننه ۴۲ کاله مخکښې په داسې يوه ورځ د 1358 هجری شمسی کال د اوري د مياشتې په لسمه نېټه په ايران کښې د اسلامي انقلاب له کاميابۍ او د پهلوي رژيم له ختمېدو وروسته په ايران کښې د حکومتي نظام د ټاکلو لپاره عمومي او ستره ټول پوښتنه يا رېفرېنډم شروع شو. دغه رېفرېنډم د ايران د مسلمانو خلقو د تاريخي او بې څاري هرکلي په وجه تر دوو ورځو پورې جاري وو چې پکې اتۀ نوي اعشاريه دوه فيصدو ګډون کوونکو په ايران کښې داسلامي جمهوري نظام ټينګښت ته مثبته راې ورکړه.