Apr 03, 2022 14:03 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د د جمعې مبارکه ورځ ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا دبرات د میاشتې له ۲۹ او د ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل له وړومبۍ نیټې سره برابره ده.

 

۱۲۲۴  کاله پخوا، د دوه سوه نولسم هجری قمری کال د شعبان په نهه ویشتمه نیټه، په ابن نعیم مشهور د تاریخی خبرونو یو راوی، فقیه او محدث فضل بن دوکین وفات شو. هغه چې په یو سلو دیرشم هجری قمری کال کښې په عراق کښې وزیږید، د حدیث له ډیرو معتبرو راویانو ګڼل کیږی او د اسلام د عالمانو د احترام او باور وړ کس دی. د (الصلاة) کتاب د ابو نعیم اثر دی او مشهور عرب فهرست برابرونکی او تاریخ لیکونکی ابن ندیم د دینی آدابو او فقهی مسائلو په اړه د (المسائل الفقه) او (المناسک) دوه کتابونه هم د هغه آثار ګڼلی دی.

 

۱۱۲۵  کاله پخوا، د درې سوه اتلسم هجری قمری کال د شعبان په نهه ویشتمه نیټه، یو مسلمان مفسر، محدث او فقیه ابن منذر وفات شو. هغه د فقې او حدیث علمونه د خپل وخت له نامتو دانشمندانو څخه زده کړل او له هغی وروسته د مکی ښار ته ولاړ او د حدیثونو د اوریدلو او پوهې ترلاسه کولو تر څنګ د خپل عمر تر پایه پورې په دغه سپیڅلی ښار کښې پاتی شو. هغه په مکی کښې د ګڼ شمیر کتابونو تالیف ته ملا وتړله . ابن منذر په خپل کتاب الاجماع کښې ، د بیلا بیلو فقهی رایو د نقلولو تر څنګ د هغو په هکله یې بحث کړئ دی . همداراز د الاشراف کتاب د دغه لوړ فقیه یو بل اثر دی چې پکښې یې د حدیث په علم کښې خپل دانش او مهارت ښودلئ دی.

 

۱۱۸  کاله پخوا، د دیارلس سوه پنځه ویشتم هجری قمری کال د شعبان په نهه ویشتمه نیټه، د ایران د مشروطه اساسی قانون متمم تصویب او د محمد علی شاه قاجار له خوا تایید شو.

څرنګه چې هغه یو پنځوس فصلونه چې د مشروطه اساسی قانون په نوم د مظفر الدین شاه په دور کښې د ایران د لومړی اساسی قانون په توګه برابر شوی وو، په بیړې سره چمتو شوی او هدف ته نه وو رسیدلی او په هغو کښې د ولس د حقوقو او د حکومت د اختیاراتو او د ملت د حقوقو په اړیکې پورې د نورو مربوطو مسایلو ذکر نه ؤ شوئ ، د اساسی قانون متمم په یو سلو اوو اصلونو سره چمتو او د پارلمان له خوا تصویب شو او محمد علی شاه هم هغه د یو زرو دوه سوه شپږ اتیایم لمریز کال د تلی د میاشتې په څوارلسمه لاس لیک کړ او رسمیت یې و موند.

 

    ۷۷ کاله وړاندې، د ۱۹۴۵ زیږدیز کال د اپریل په لومړۍ نیټه، په جاپان کې پر اوکیناوا ټاپو د امریکایی عسکرو لوی تېری پیل شو.دغه برید چې ددویمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې رامنځ ته شو، د امریکا او جاپان وروستۍ او تر ټولو ستره ځمکنۍ او سمندری جګړه ګڼل کېږی.

ددې ۸۳ ورځنی برید په بهیر کې، د امریکا ۱۳۰۰ بېړیو او کابو لس زره جنګی الوتکو برخه لرله.

خو په دې جګړه کې جاپانیانو له خپلې خاورې سخته دفاع وکړه، او د امریکا ۳۶ جنګی بېړۍ د جاپانی ځانمرګو پیلوټانو په بریدونو کې په بشپړه توګه له منځه ولاړې او ۳۶۹ نورې سختې زیانمنې شوې.

همدارنګه په دې جګړه کې د امریکا ۷۶۳ الوتکې راوغورځېدې.

البته جاپانیانو له اوکیناوا څخه ددفاع په بهیر کې درانه زیانونه وګالل او ددې ټاپو له یولک او شل زره مدافعینو، یولک او لس زره مړه او ټپیان شول .

همدارنګه د جاپان پوځ ۱۶ بېړۍ او ۷۸۳۰ جنګی الوتکې له لاسه ورکړې.

که څه هم امریکایانو بالاخره د اوکیناوا ټاپو ونیوله، خو د جاپانیانو مقاومت، د جاپان اصلی خاوره له بریده وژغورله.

په بدل کې د واشنګټن مشرانو د جاپان د تسلیمېدو لپاره، په یوه غیر انسانی اقدام کې، په جاپان کې د هیروشیما او ناکازاکی پر ښارونو د اټومی بمباریو فرمان صادر کړ.

اوسمهال، په جاپان کې د امریکا اصلی اډه، د اوکیناوا په ټاپو کې ځای لری او کلونه کېږی، چې د دې ټاپو خلک د دې اډې د ختمیدوغوښتوونکی دی.

 

او له ننه ۴۳ کاله وړاندې، د ۱۳۵۸ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۲مه، د ایران مسلمان ملت، د اسلامي انقلاب له بریالیتوب او په دوه ورځنۍ ټول پوښتنه کې له برخې اخیستو وروسته، په یوه تاریخي او برخلیک ټاکونکي انتخاب لاس پورې کړ.

په دې ټول پوښتنه کې، د ایران مسلمان ملت د ۹۸ اعشاریه دوه سلنې په اکثریت سره، په ایران کې د اسلامي جمهوري نظام درامنځ ته کېدو لپاره مثبته رایه ورکړه او له هغې وروسته، د وري میاشتې ۱۲مه ورځ هرکال، په ایران کې د اسلامي جمهوریت د ورځې په نوم لمانځل کېږي.

که څه هم د ایران مسلمانو خلکو د اسلامي انقلاب په بهیر کې هم په وار وار په خپل هېواد کې د اسلامي جمهوریت د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې وه، خو امام خمیني (رح) د انقلاب له بریالیتوب وروسته، د ایران د راتلونکي نظام ډول په اړه، د خلکو د یوې ټول پوښتنې په ترسره کېدو ټینګار وکړ.

ددې نظر غوښتنې پایله نه یوازې د اسلامي حکومت ګوته په شمار مخالفین ګوښه کړل، بلکې ټولونړیوالو ته یې وښودله چې د ایران خلک د اسلام د مبین دین د قوانینو او تعالیمو په رڼا کې د ولسي او ډیموکراټیک نظام غوښتوونکي دي.

د ایران د اسلامي انقلاب ارواښاد مشر، حضرت امام خمیني (رح)، په ایران کې د اسلامي جمهوري نظام د اعلانېدو په مناسبت د خپل پیغام په یوه برخه کې وفرمایل: ((تاسو ته دې هغه ورځ مبارکه وي، چې د زړورو او مېړنیو او زحمت کشه ځوانانو له شهادت وروسته مو خپل دښمن له پښو وغورځاوه او جمهوري نظام ته مو د غوڅې رایې په ورکولو سره دالهي عدل حکومت اعلان کړ.

داسې حکومت چې په هغو کې دملت پراخو پرګنو شتون یوشان او برابر دی او د الهي عدل رڼا پر ټولو لګیږي او د قرآن او سنتو د رحمت باران، پر ټولو یوشان اوري .))

 

۴۰  کاله پخوا، د ۱۴۰۳  هجری قمري  کال د شعبان  په ۲۹  نیټه، په اسلامي نړۍ  لومړنې یوه مجتهده ، فقیهه او د قرآن شریف ستره مفسره میرمن نصرت امین په اووه نوی کلنۍ کښې د ایران په اصفهان ښار کښې وفات شوه . میرمن نصرت امین په ۱۲۶۵ هجري لمریز کال يعنی په ۱۳۰۸ هجري قمري کال په اصفهان کې وزیږیده او له څلورکلنۍ څخه خانګي مکتبونو ته لاره ترڅو چې قران شریف او فارسي ژبه زدکړي. دا په داسي حال کې و چې په  هغه وخت کې  د ښځو لپاره د دیني لوړو تحصیلاتو او د  معارفو دعلومود زده کولو زمینه ډیره برابره نه وه او ښځویواځي د قرآن شریف د تلاوت  ترحده  پورې په زده کولو کې بسنې کولې. خو هغې د دیني علومو  د زده کولو لپاره د ډیر جدیت په ښودلو سره د اصول فقه او د عربۍ دژبې په زدکولو کې خپل تحصیلات لوړې درجې ته ورسوله او د اسلامی علومو په زده کول کښې د خپل زیات استعداد او قابلیت په ښودلو کې  د اجتهاد مقام ته ورسیده.

میرمن نصرت امین په خپل له برکته ډک ژوند کښې زیات شاګردان وروزل او ګڼ شمیر کتابونه یې ولیکل. د هغې له کتابونو څخه په پینځلسو ټوکو کښې د قران شریف تفسیر، (سیر و سلوک)، (راه خوشبختی) او (نفحات الرحمانیه) ته اشاره کولئ شوو.

 

 

=    ۳۶ کاله مخکښې د څوارلس سوه دریم هجری قمری کال د شعبان په نهه ویشتمه نیټه، د اسلامی نړۍ لومړنی مجتهده میرمن، نصرت امین وفات شوه . میرمن نصرت امین په دیارلس سوه اتم هجری قمری کال کښې په اصفهان ښار کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې . له څلور کلنۍ سکول ته ولاړه چې قرآن او فارسی ژبه زده کړی او دا هغه زمانه وه چې د دینی علومو او تعلیماتو په زمینه کښې د قرآن د تلاوت له سطحې نه بالاتر د ښځو د شتون لپاره څه زمینه او مجال نه ؤ. هغی د دینی علومو په زده کړو کښې د زیات جدیت ښودنه وکړه او د دینی علومو ، فقې او اصولو او عربی ژبه کښې خپلو زده کړو ته په جدیت سره دوام ورکړ. د هغی تر ټولو مهم استاز چې هغی ته یې فقه ، اصول او حکمت ور زده کړل، آیت ا... نجف آبادی ؤ. میرمن نصرت امین چې له ماشومتوبه د خدای تعالی په موجوداتو او آثارو کښې د ذوق او تفکر میرمنه او د پروردګار عاشقه وه ، د حکمت د زده کړو په دوران کښې کشف او شهود ته و رسیده او په دی اړه یې غوره سند او ګواه د هغی تفسیری آثار اربعین الهاشمیه او نفحات الرحمانیه کتابونه دی . د اربعین الهاشمیه کتاب له خپریدو وروسته په څلویښت کلنۍ کښې د آیت ا... حائری یزدی ، آیت ا... محمد کاظم یزدی او آیت ا... آقا میرزا اصطهباناتی شیرازی له خوا د اجتهاد درجه تر لاسه کړه او د هغه وخت د تقلید د مراجعو او عالمانو یعنی آیت ا... شیخ عبدالکریم قمی او آیت ا... آقا سید محمد کاظم شیرازی په امتحان کښې له ګډونه وروسته د هغو قدرمنو آیت الاګانو له خوا د اجتهاد درجه او شرعی احکامو د استنباط قدرت تر لاسه کړ او په اسلامی نړۍ کښې لومړنی مجتهده میرمن و ګرځیده.