تاریخ پاڼه
نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا د برات له میاشتې ۳۰ او د ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل له دویمې نیټې سره برابره ده
۱۵۰ کاله مخکښې د اتلس سوه دوه اویایم میلادی کال د اپریل په دویمه نیټه، امریکایی نوښتګر او د ټیلیګراف ایجادونکئ سامیول مورس مړ شو. سامیول فینلی بریس مورس د اوولس سوه یو نوېم میلادی کال د اپریل په اووه ویشتمه نیټه د امریکې په ماساچوست ایالت کښې وزیږید. هغه په ځوانئ کښې نقاشی پیل کړه او تر کلونو یې دغه هنر ته مخه کړه. له دې اړه یې په اتلس سوه شپږویشتم میلادی کال کښې د لاسی هنرونو نړیواله آکاډمۍ جوړه کړه او په اتلس سوه دوه دیرشم میلادی کال کښې په نیویارک پوهنتون کښې د نقاشۍ استادۍ ته غوره شو. مورس په دغو کلونو کښې له بریښنا او فیزیک سره بلد شو او بریښنایی آزموینو ته یې مخه کړه. هغه دغې نتیجې ته ورسید چې کوم وخت چې بریښنا په مزو کښې تیر شی، کولائ شی د هغه په وسیله خبرونه له یو ځایه بل ځائ ته ولیږی. مورس همداشان لکه څنګه چې له فنی چارو سره زیاد بلد نه ؤ، له خپل وطنوال فیزیک پوه جوزف هینری مرسته وغوښتله او د هغه په لارښونو او تجربو سره د هغه الفبا په ایجادولو بریالئ شو چې له خط او ټکی جوړیدله. دغه الفبا چې د ټکی او کرښې پشمول ځینی علامتونه پکښې شامل وو او د بریښنا د بهیر په وسیله ثبتیدله، د پیغام د لیږلو اصلی بنسټ یې جوړوه چې د مورس په نوم یې شهرت وموند. په لومړیو ګامونو کښې مورس یواځی تر څو میتری واټنه کمزوری نښې او علامې لیږلې او په دوامدارو هڅو سره یې دغه واټن تر یو زرو پینځو سوو میترو پورې زیات کړ. سره له دې څه موده وروسته د اتلس سوه څلور څلویښتم میلادی کال د مئ په څلور ویشتمه د لسګونو کلومیترو په واټن یې د واشنګټن ـ بالتیمور د ټیلیګراف کرښه فعاله کړه او شهرت یې ډیر زیات شو. سامویل فینلی مورس په پائ کښې د یو زرو اته سوه دوه اویایم میلادی کال د اپریل په دویمه په یو اتیا کلنۍ کښې مړ شو.
۱۰۵ کاله پخوا د نولس سوه اوولسم میلادی کال د اپریل په دویمه نیټه، امریکا په داسې شرایطو کښې د فرانسې او انګلیستان په ګټه په جګړه کښې ورګډه شوه، چې دلومړنی نړیوال جنګ د پیلیدو کابو درې کاله تیر شوي وو. په جنګ کښې د ورګډیدو لپاره د امریکا پلمه، د امریکا پر سوداګریزو بیړیو د جرمنی د اوبتلونو له خوا برید او د یوشمیر دغه بیړیو ډوبیدل وو. جنګ ته د امریکا د ورګډیدو لپاره په تیارۍ پسې، په دې اړه د ټولو متحدو دولتونو له خواتړون لاسلیک شو. د امریکا د مشرانو په جرګه او پارلمان کښې د دې تړون له تصویب وروسته، د امریکا ولسمشر، وودرو ویلسون هم هغه لاسلیک کړ او د نولس سوه اوولسم میلادی کال د اپریل په شپږمه یې حکم وکړ څو د دغه هیواد پوځ په رسمی توګه له جرمنی سره په جنګ کښې ورګډ شی. په لومړنی نړیوال جنګ کښې د امریکایانو ورګډیدا، د متحدینو په بریالیتوب کښې اغیزمن رول درلود.
۳۱ کاله مخکې د ۱۳۷۰ هجري لمریز کال د وري د میاشتې په ۱۳ نیټه د عراق د خلکو د انتفاضې په بهیر کې بعثي رژیم د کربلا اونجف پر مقدسو زیارتونو کې تیری وکړ. په ۱۳۶۹ هجري لمریزکال د کب د میاشتې په لومړنیو ورځو کې د صدام رژیم پر ضد د عراق د خلکو د پاڅون په لړ کې بعثي ګوډاګیانو د دې لپاره چې د مسلمانو خلکو او په ځانګري توګه د عراق د شیعیانو احساسات داغي کړي په نجف اشرف کې د حضرت امام علي ع او کربلای معلی د حضرت امام حسین ع پر روژتي زیارت کونکو باندي په یرغل سره د هغوی یوشمیر یې شهیدان اود یو شمیرنورو په ژوبلولو سره د دووبزرګوارو امامانو ملکوتي بارګاه ته هم سپکاوې وکړه . همدارنګه په همغه کال کې بعثي رژیم د روژې د مبارکې میاشتې په نولسمو او شلمو ورځوکې د نجف اوکربلا او نورښارونود خلکو پرجوړې شوې دستورې باندي په یرغل سره د هغوی د مراسمو څخه د مخنوي کولو په ترڅ کې دغه ښارونه په سختو امنیتي تابیاوکې راوستل . د عراقي ولس اسلامي مقدساتو ته د صدام رژیم سپکاوۍ د دې سبب شو چې د عراق د بعث رژیم پر ضد د خلکو د اعتراضونو څپه رامینځه شي.
او د وری ۱۳مه په ایرانی تقویم یا کال هنداره کې د طبیعت د ورځې په نوم نومول شوې ده .
د وری ۱۳مه ورځ د سیزده بدر په نوم د ایرانیانو د نوروزی جشنونو ورځ ده . د ایران په رسمی کال هنداره کې دا ورځ د طبیعت ورځ نومول شوې او په رسمی ډول رخصتي وي.
یو شمیر په دې باور دی چې باید په دې ورځ له کور د چټلیو د لرې کیدا لپاره له کور بهر ووزی او نحوسیت ، سپیره توب او بد مرغی په آزاد طبیعت کې پریږدي.