Apr 03, 2022 14:12 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د اتبار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې له لومړۍ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د اپریل له دریمې نیټې سره برابره ده

نن د رمضان د مبارکی میاشتې، د قرآن د نزول او د خدای د برکتونو د میاشتې اوله نیټه ده . خداوند تعالی دغه میاشت د رحمتونو او برکتونو میاشت ګرځولی ده او ټول یې خپلې میلمستیا ته را بللی دی. د دغی میاشتې د عظمت په بیان کښې د اسلام ګران پیغمبر (ص) د دی میاشتې ورځې تر ټولو ښې ورځې او د دی شپې تر ټولو ښې شپې بللی دی او له مسلمانانو یې غوښتنه کړی ده چې د دی میاشتې له برکتونو استفاده و کړی . د قدر شپه د دغی میاشتې له ډیرو مهمو شپو څخه ده او هغه شپه ده چې خداوند تعالی د سوره قدر په لومړنی درو آیتونو کښې ددغې شپې د عظمت په باره فرمایلی دی : (مونږ قرآن مجید د قدر په شپه نازل کړئ دی او ته څه پوهیږئ چې د قدر شپه څه شئ ده ؟ د قدر شپه له زرو میاشتو افضله او ارزښتمنه ده). د حضرت امام علی (ع) دردناک شهادت او د پیغمبر اکرم (ص) ګران لمسی د حضرت امام حسن (ع) زیږیدا د رمضان د میاشتې نورې مهمې پیښې دی . له لوی خدایه غواړو، زمونږ سره مرسته وکړی څو د رمضان له عظمته ډکې میاشتې له معنوی برکتونو ډیره ښه استفاده وکړو او په دی میاشت کښې د مهربان خدائ د رحمت او بخښنې وړ و ګرځو.

 

د رمضان اوله نیټه پر حضرت ابراهیم (ع) د صحف د مقدس کتاب د نازلیدو له ورځې سره برابره ده.

د ابراهیم نوم نهه شپیته ځلې په قرآن کښې له احترام او بزرګئ سره یاد شوئ دی اود هغو په ترځ کښې د مومنانو د عبرت لپاره د هغه د ژوندانه بیلا بیل پړاؤنه بیان شوی دی . خداوند هغه د یوه خدائ منونکئ او د هغه دین یې ثابت بللئ دی (آل عمران، ۶۷) او امر فرمایی چې د ابراهیم د دین پیروی وکړئ (نساء، ۱۲۵ ). هغه یو صدیق او ریښتنئ پیغمبر ؤ (مریم، ۴۱) او خداوند هغوئ ته او د هغوئ کورنۍ ته نعمت، حکمت او سروری عطا کړه (نساء، ۵۴). په اسلامی تعلیماتو کښې ابراهیم له اولی العزم پیغمبرانو او د شریعت لرونکئ دی، او قرآن په څو موردونو کښې اشاره کړی ده چې ابراهیم (ع) د یوه آسمانی کتاب (صحف) لرونکئ ؤ. د قرآن کریم د اعلی سورې له اولسم تر نولسم آیاتونو کښې راغلی دی: آخرت یو ډیر ښه او پاتی کیدونکئ ځائ دی، په ریښتیا سره دغه حقیقت د مخکنیو رسولانو په صحف یعنی د ابراهیم (ع) او موسی (ع) په صحف کښې ذکر شوئ دی . خداوند متعال آسمانی کتابونه د پیغمبرانو په لاس د انسانانو د هدایت لپاره لیږلی دی چې بشر خپل منزل او مقصد ته ورسوی . یو شمیر آسمانی کتابونه لکه (صحف) په ابراهیم (ع) و نوح (ع)، (تورات) په موسی (ع) او (انجیل) په عیسی (ع) نازل کړئ شول چې تر ټولو جامع پکښې (قرآن مجید) ؤ. که دا کتابونه نازل شوی نه وو، نو انسان به د خدائ پیژندنې په لار او خدائ په عبادت کښې په خطا اخته شوی وو او د تقوی او اخلاق او تربیت له اصولو او همدغه راز د خپلو اړتیاوړ اجتماعی قوانینو لیری پاتی کیدو. قرآن یو هغه کتاب دی چې خدائ تعالی هغه په خپل ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) نازل کړ او په همدی وجه یې هغه قرآن ونوموه چې مخکې تر دی د الوستلو وړ نه ؤ او د دی لپاره چې د انسان د پوهیدو وړ و ګرځی، هغه یې په ځلونو ځلونو نازل کړ څو د مادی بشر د پوهې په قالب کښې راشی . د تیرو آسمانی کتابونو د نازلیدو روده د قرآن کریم سره متفاوته وه. اسلامی څیړاندی په اتفاق نظر سره وایی چې د تیرو پیغمبرانو آسمانی کتابونه په یوه پله او په نا څاپی توګه پرهغوئ نازل شوی دی .

 

۱۰۱۵ کاله پخوا، د څلور سوه اته ویشتم هجری قمری کال د رمضان په اوله نیټه، په شیخ الرئیس مشهور یو لوی ایرانی منجم، فیلسوف، ریاضیدان او طبیب ابو علی سینا د ایران په لویدیځ ښار په همدان کښې په اته پنځوس کلنۍ کښې وفات شو. هغه په ځوانۍ کښې قرآن مجید حفظ کړ او له منطق وروسته یې هندسه او نجوم په ښې طریقې زده کړل او د دغو علومو له رمز و راز سره آشنا شو. تر دی چې پخپله د هغه په وینا په اتلس کلنۍ کښې یې د هغه وخت ټول علوم زده کړل. ابن سینا په ځوانۍ کښې د نوح بن منصور د درملنې په دلیل د سامانی لړۍ له باچاهانو اجازه و مونده چې د هغو له لوی کتابتونه استفاده وکړی . ابن سینا په دغه کتابتون کښې د ډول ډول علومو په زمینه کښې ډیر کتابونه و موند او له هغو یې پریمانه استفاده وکړه. ابو علی سینا د هوښیارتیا او استعداد له نظره یو نابغه مسلمان ؤ. هغه یو هڅانده او زیرک اندیشمند، لیکونکی او څیړاند ګڼل کیده. د دغو صفتونو ټولګه د دی باعثه شوه چې ابن سینا په ختیځ او لویدیځ کښې د یوه نامتو طبیب او فیلسوف په توګه مشهور شی . د ابن سینا فکرونو او رایو تر پرله پسی پیړیو پورې په لوړو دانشمندانو غوره اغیز لرلې دی . د دغه لوی دانشمند له ګڼ شمیر او ارزښتمنو آثارو څخه کولئ شو، د فلسفې په زمینه کښې شفا ، د طب په علومو کښې قانون او د دانشنامه علائی کتابونو ته اشاره وکړو. د قانون کتاب د طب په علم کښې د اروپا په طبی ښونځیو کښې د بو علی سینا له مرګه تر اتو سوو کلونو وروسته پورې تدریس کیده.

 

۵۳  کاله وړاندې د ۱۹۶۹ میلادي کال د اپریل په دریمه نیټه د هند مسلمان ولسمشر ذاکر حسین وفات شو. ذاکر حسین په اتلس سوه اووه نوېم میلادی کال کښې وزیږید او خپلې زده کړې یې د علی ګړ په اسلامی پوهنتون او د جرمنی په برلین پوهنتون کښې ترسره کړې. هغه له خپلو زده کړو وروسته په اوږدو کلونو کښې علمی او سیاسی فعالیتونو ته مخه کړه تر دې چې په نولس سوه دوه شپیتم میلادی کال کښې د هند د ولسمشر د مرستیال مقام ته ورسید. هغه په نولس سوه اووه شپیتم میلادی کال کښې په عامو ټول ټاکنو کښې د هند د ولسمشر مرستیال شو. هغه د نولس سوه اووه شپیتم میلادی کال په عامو ټول ټاکنو کښې خپلې سختې سیالې میرمن ایندیرا ګاندی ته ماتی ورکړه او د هند د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه چې د مسلمانانو په خلاف د هندووانو په سلطه غواړی کړچار یې نیوکه کوله، د پاکستان په نوم د هند د مسلمان میشته برخې له جلا کیدا هم ملاتړ کوه او د پاکستانیانو د خپلواکۍ لپاره چې د هغه په قول، د هغوي پر ضد د هندووانو د ظلم پاې وه، د هندوانو په مینځ کښې هم له محبوبیته برخمن ؤ. پانګوالی، اقتصاد، اخلاق او مملکت داری د هغه له اثارو څخه دی. ذاکر حسین بالاخره د نولس سوه نهه شپیتم میلادی کال د اپریل په دریمه نیټه په دوه اویا کلنۍ کښې وفات شو. هغه د هندووانو او مسلمانانو په نننی نسل کښې ځانګړی احترام لری.

 

۲۲  کاله پخوا د دیارلس سوه نهه اویایم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په څوارلسمه نیټه، یو نامتو ایرانی نقشه جوړونکی او جغرافیا پوه مهندس عباس سحاب وفات شو. هغه په دیارلس سوم هجری لمریز کال کښې له تفرش سره نږدې وزیږید او د خپل پلار ابوالقاسم سحاب چې پخپله یو جغرافیا پوه ؤ، په ملاتړ او لارښونې سره یې لومړنۍ زده کړې پیل کړې. عباس سحاب ډیر ژر د جغرافیې او نقشې جوړونې په زمینو کښې خپله وړتیا وښودله او د تهران لومړنی نقشه یې په دقیقه توګه برابره کړه. له هغې وروسته په دیارلس سوه پینځلسم هجری لمریز کال کښې د هغه پلار د ایران د جغرافیې او کارټو ګرافۍ موسسه جوړه کړه، هغه په عملی توګه د هغه د اداره کولو مسؤلیت په لاس کښې واخیست. مهندس سحاب د دقیقو نقشو د برابرولو لپاره د ایران په سلهاوو ښارونو او کلیو او همداراز په لسګونو بهرنیو هیوادونو ته سفرونه وکړل او د خپل کار لپاره یې له نویو رودو څخه ګټه پورته کړه. هغه همداراز د ( هنر خوشنویسی، از آغاز تا امروز) ارزښتمن کتاب د اسلامی هنر د تاریخ د تدوینولو لپاره د یونسکو د طرحې په چوکاټ کښې ولیکه.

 

او له ننه۲۰   کاله مخکښې د دوه زره دویم میلادی کال د اپریل په دریمه نیټه، د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د اردن سین په لویدیځه غاړه کښې پر جنین ښار پراخ یرغل پیل کړ. دغه تیری د اردن سین د لویدیځی غاړې پر ښارونو د صهیونیسټ رژیم د تیریو دوام ؤ چې له څو اونیو مخکښې د فلسطین د خلکو د انتفاضې د بندولو لپاره پیل شوی ؤ. د صهیونیسټ رژیم کابو دوه سوه ټانکونه ،په لسګونو چورلکې ، او لسګونو زرو پوځیانود جنین د پینځلسو زرو نفوس لرونکی ښار باندې په یرغل کښې ګډون درلود او له ځمکې او هوا یې د دغه ښار پر اوسیدونکو یرغل وکړ. د صهیونیسټ رژیم لخوا له فلسطینیو ملکیانو سره د مرستو له مخنیوی او د اوبو او بریښنا له غوڅیدو سره سره د فلسطین جنګیالیو او خلکو نهه ورځې د صهیونیسټی نیواکګرو پر وړاندې مقاومت وکړ. په عین حال کښې صهیونیسټانو په ډیر ظلم سره د جنین ښار اقتصادی او بیخ بنایی تاسیسات ، روغتونونه او کورونه وران او ددغه ښار خلک یې ووژل په دې ډول چې پر دې ښار د صهیونیسټ رژیم پوځ له دغه وحشی برید وروسته د جنین ښار اویا فیصده وران شوی ؤ او په سلګونو فلسطینیان شهیدان او ټپیان او پینځه زره نور بې کوره شول. سره له دې د فلسطینیانو د ځپلو او عام وژلې سیاست چې صهیونیسټ رژیم یې اجرا کوی، د فلسطین د خلکو د حق غواړی انتفاضی په ځپلو کښې خپل ناکارندوالی ښودلی دی.