Apr 03, 2022 14:16 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د ګل ورځ یا ۲ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې پنځلسمه، د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې ۲ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د اپریل د میاشتې څلورمه نیټه ده

 

۱۱۰۳  کاله پخوا، د درې سوه څلویښتم هجری قمری کال د رمضان په دویمه نیټه، د څلورمې هجری قمری پیړۍ یو لغت پیژاندئ ، ادیب او فقیه عبدالرحمان زجاجی نهاوندی په دمشق کښې وفات شو. هغه د ایران په جنوب لویدیځ په خوزستان کښې و زیږیداو په ځوانئ کښې بغداد ته ولاړ او د ابن درید په شان د خپل وخت له نامتو استازانو یې د فقې او لغت زده کړو ته مخه کړه، تر څو چې پخپله دغو علومو کښې استاز شو. عبد الرحمان زجاجی په درې سوه یولسم قمری کال کښې شام ته ولاړ او د خپل ژوند تر پایه پورې هملته پاتی شو. د دغه فاضل عالم په تالیفاتو کښې امالی زجاجی ، الایضاح الکافی او الایضاح فی علل النحو ته اشاره کولئ شو.

 

۷۳ کاله پخوا، د نولس سوه نهه څلویښتم میلادی کال د اپریل په څلورمه نیټه، د آټلانټیک شمالی تړون یعنی ناټو جوړ شو. په دغه تړون کښې د بروکسل دتړون غړی هیوادونو چې بیلجیم ، فرانسې ، لوکزامبرګ ، هالینډ ، انګلستان او همداراز کینیډا ، ډنمارک ، آیس لینډ ،ایټالیا، ناروې ،پرتګال او امریکا پکښې شامل دی، ګډون درلود. دغو هیوادونو دناټو تړون د منشور په اساس، په یوه غړی حکومت حمله د ناټو په ټولو غړو هیوادونوحمله ګڼی. جرمنی ،یونان ،اسپانیا او ترکیه نور هغه هیوادونه وو چې په ورپسې کچو کښې له دغه تړون سره یو ځائ شول. له بلې خوا د فرانسې په شان د ناټو ځینی غړی هیوادونو له نولس سوه شپیتم میلادی کال وروسته له دغه تړون سره اړوندوالئ کم کړ او خپل پوځیان یې د ناټو له قومندانۍ وایستل. د ناټو تړون جوړیدا د ساړه جنګ نتیجه او د شوروی د احتمالی ګواښونو په وړاندې یو غبرګون ؤ. په همدې وجه ، په نولس سوه یو نوېم میلادی کال کښې د شوروی له دړې وړې کیدا وروسته ، ناټو د دغه پوځی اورګان د ژوند د دوام لپاره د یوې پلمې په لټه کښې ده . دا په داسې حال کښې دئ چې د ختیځ په لور د ناټو پراختیا له څو کلونو راهیسې د دغه تړون دغړو په ایجنډا کښې شامله وه. له دې سره سره، د ناټو غړی اروپایی هیوادونه په دغه پوځی تړون کښې د امریکا د ټاکونکی رول د کمیدو لازیات غوښتونکی دی

 

۵۴ کاله مخکې د ۱۹۶۸ میلادي کال د اپریل د میاشتې په ۴ نیټه

د امریکا د تور پوستو د مبارزو مشر مارتین لوټر ګینګ د ناپیژاندو کسانو له په نښه شو او ووژل شو . هغه په  ۱۹۲۹ میلادي کال د آتلانتا په ښار کې دنیا ته راغی . لوټر کینګ د بوستون په پوهنتون کې تحصیل وکړ او ورسته بیا د توکمپالني پر ضد د تورپوستوپه مبارزو کې داخل شو.  په هغه وخت کې د امریکا تور پوستو خلکو په دغه هیواد کې د تور پوستکوپه اړه د توکمپالنې او همدارنګه د سپین پوستو د برترۍ د قوانینو

پرضد یو سرتاسري غورځنګ تنظیم کړی وو. او دخپل حقونو پره کولو  لپاره مبارزه کوله . د لوټر ګینګ د قتل راز رمز په رسمي ډول هیڅ وخت ایشوا نشوه خو د ځینو اسنادو پر اساس سی آی ای استخباراتي اداره د هغه په وژل کیدو کې لاس درلوده . مارتین لوټر ګینک د تور پوستو بریالیتوب په مبارزه کې د هغوي پایداري بلل.هغه د تورپستانو د حقوقو په پوره کولو کې د ډیرو هڅو په دلیل په ۱۹۶۴ میلادي کال د نوبل جایزه تر لاسه کړه.

 

۴۳  کاله پخوا، د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال د اپریل په څلورمه نیټه، د پاکستان پخوانۍ لومړی وزیر ذوالفقار علی بوټو پانسی شو. بوټو چې د پاکستان د پیپلز ګوند بنسټګر ؤ، په نولس سوه یو اویایم میلادی کال کښې له هندوستان څخه د پاکستان له ماتی او د ختیځی پاکستان له ویشل کیدا وروسته ولسمشرۍ ته ورسید. په نولس سوه درې اویایم میلادی کال کښې په داسې حال کښې چې د پاکستان نوی اساسی قانون اصلی قدرت لومړی وزیر ته وسپاره، ذوالفقار علی بوټو لومړی وزیر شو. په نولس سوه اووه اویایم میلادی کال کښې جنرال محمد ضیا الحق په یوې کودتا کښې د ذوالفقار علی بوټو حکومت نسکور کړ او هغه یې له هیواد سره په خیانت کولو او په قتل تورن کړ. ذوالفقار علی بوټو د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال د اپریل د میاشتې په څلورمه نیټه د هغه دبخښلو لپاره د ځینو هیوادونو د مشرانو له غوښتنې باوجود پانسی شو.

 

۲۴  کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه اویایم هجری قمری کال د وری دمیاشتې په پینځلسمه نیټه، د ایران توانمن لیکوال او ژباړن استاد احمد ارام وفات شو.

هغه د دولس سوه درې اتیایم هجری لمریز کال په لومړیو ورځو کښې په تهران کښې وزیږید او د لومړینو زده کړو او د لیسې له زده کړې وروسته یې د طب په برخه کښې زده کړې ته دوام ورکړ او له دې سره په یووخت یې تدریس هم شروع کړ. استاد ارام له طب سربیره د فلسفې، تاریخ ،قرانی علومو او ریاضیاتوپه شان په مختلفو څانګو کښې هم ژورې مطالعې وکړې. هغه په پوره ډول په فرانسې ، عربۍ او انګریزۍ ژبې پوهیده.

استاد ارام د خپل څلورنوی کلن ژوند تر پایه، یوسلو څلویښت کتابونه او شپیته علمی مقالې تالیف کړې او یا یې وژباړلې چې د کیمبریج داسلامی تاریخ کتاب او دامام غزالی د کیمیای سعادت د کتاب ژباړې ته اشاره کولائ شو.

دغه راز (ارام نامه) کتاب هم د استاد ارام د ژوند او حالاتو شرح لری چې په خپله هغه لیکلی دی . هغه د ایران د کلتور خونې یو دایمی غړئ ؤ.