تاریخ پآنه
نن د نهی ورځ یا ۳ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وری د میاشتې درویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رمضان یا د روژې د مبارکې میاشتې له ۱۰ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له ۱۲ نیټی سره برابره ده
۱۴۴۶ کاله پخوا، له هجرته درې کاله وړاندې د روژې د میاشتې په لسمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) میرمن حضرت خدیجة الکبری په مکې ښار کښې وفات شوه. دغه لویه بی بی چې د قریشو یوه مشهوره او شتمنه میرمن وه، د پیغمبر اکرم (ص) له بعثته پینځلس کاله مخکښې یې له هغه بزرګوار سره واده وکړ . حضرت خدیجه بی بی لومړنی میرمن وه چې د حضرت محمد مصطفی (ص) په رسالت ئې ایمان راوړ او په ټول توان او شتمنیو سره ئې د اسلام له دین سره مرسته وکړه . داسلام دګران پیغمبر لپاره دحضرت خدیجه بی بی شتون دومره اهمیّت درلود چې پیغمبر اکرم ددغې لوئې بی بی رحلت ستر مصیبت وباله او دحضرت خدیجةالکبری او او دخپل بل لوی ملاتړی حضرت ابوطالب درحلت کال ئې : عام الحزن :یعنی دغم کال ونوموه ،ځکه چې دپیغمبر اکرم آکا (ترهّ) حضرت ابوطالب علیه السلام هم په هماغه کال کې وفات شوی ؤ .داسلام ګران پیغمبر دحضرت خدیجه بی بی له رحلت وروسته تل هغه بزرګواره په نیکۍ یادوله او دهغې په باب ئې فرمائیل :، په خدای قسم ،خدای ماته له خدیجه غوره بل څه نه دی عطا کړی ، هغې کله چې خلک کافر وو ، پر مائې ایمان راوړ او کله چې خلکو زه دروغ بللم هغې زه تصدیق کړم.
۹۵۸ کاله مخکې د۴۸۵قمری کال دروژې دمیاشتې په لسمه نیټه
دسلجوقیانو دلړۍ یو مشهور او پوه وزیر خواجه نظام الملک د مخالفانو په لاس ووژل شو . هغه په ۴۱۰قمری کال کې دایران په یوه شمال ختیځی ښار توس کې زیږیدلی ؤ او تر څلویښتوکلونو پورې د سلجوقیانو په خدمت کې ؤ . خواجه نظام الملک په دغې مودې کې د بغداد د نظامیه په څیر دیوشمیر مدرسو جوړولو ته ملاوتړله او ددغې مدرسې له پرانیستو وروسته ئې کابو په دغه ښونځی کې کابو شپږ زره شاګردان وروزل او هغوی ته ئې دخپل وخت ، فقه ،تفسیر ، نور دود علمونه ورزده کړل . دنظام الملک یو مشهور اثر سیاست نامه یا ؛سیرالملوک نومیږی چې پنځوس سپرکی دی او دقرآنی مطالبو ، روایتونو ، او د پیغمبراکرم دسیرت پشمول بیلابیل مطلبونه ، دنبیانو قصې ، حکایتونه او دهیواد د اداره کونې اصول پکې شامل دی .
۱۵۵ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1867 ميلادی کال د اپرېل په دولسمه نېټه د جاپان مشهور امپراطور او اصلاح غوښتونکی موټسوهيټو باچایۍ ته ورسېد. هغۀ چې کله د اقتدار واګې په لاس کښې واخېستې نو جاپان په مختلفو ډګرونو کښې له کمزورۍ او ګډوډۍ سره مخامخ ؤ. په همدې دليل موټسو هيټو د خپلې باچایۍ له شروع کېدو نه وروسته د اجتماعي انقلاب پروګرام شروع کړ او په جاپان کښې يې په اصلاحاتو لاس پورې کړ. هغۀ د فیوډالي نظام بنياد کېښود او پایېتخت يې له کويوټو نه ټوکيو ته منتقل کړ او د جاپان لپاره يې يو نوی اساسي قانون برابر کړ. که څه هم د موټسوهيټو د امپراطورۍ په دوران کښې چې په 1912 کال کښې ختمه شوه جاپان زيات پرمختګونه وکړل، خو له چين او روسيې سره جنګونه په همدغه دوران کښې رامنځته شول.
۹۰ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1932 ميلادی کال د اپرېل په دولسمه نېټه په اسپانيا کښې په موقته توګه جمهوري حکومت ټينګ شو او باچایي نظام ختم شو. د اسپانيا د باچا ديارلسم آلفونس له استبداده وروسته جمهوريت غوښتونکو پاڅون وکړ او هغه يې استعفا ورکولو ته مجبور کړ. خو په دغه هېواد کښې جمهوري رژيم څه دوام پېدا نۀ کړ، ځکه چې د جنرال فرانکو په مشرۍ باچایي غوښتونکو د جمهوريت غوښتونکو په خلاف له 1936 کال څخه جنګ شروع کړ او دوه نيم کاله وروسته يې ورباندې کاميابي حاصله کړ
۶۱ کاله مخکښې د نولس سوه یو شپیتم میلادی کال د اپریل په دولسمه نیټه، انسان د لومړی ځل لپاره په فضاء کښې قدم کیښود او د ځمکې له چاپیره تاؤ شو. اووه ویشت کلن روسی فضاء کچ کونکئ یوری ګاګارین په دغه ورځ په واسټوک نومې حلایی بیړۍ سره په نهه اتیا منټو کښې له ځمکې نه تاؤ شو او په دې ډول د فضاء کچ کونې په ډګر کښې یو ستر بدلون رامینځته شو. ګاګارین په نولس سوه اته شپیتم میلادی کال کښې د خپل محبوبیت او شهرت په اوج کښې په یوې هوایی پیښې کښې د روسیې له یوه لوړ رتبه کیهانی چارواکی سره یوځائ ووژل شو. د فضاء کچ کونې په زمینه کښې د یوری ګاګارین د خدمتونو له امله او په فضاء کښې د انسان د لومړنی الوت د اهمیت له مخې د اپریل دولسمه نیټه د فضاء کچ کونې د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.
او له ننه ۳۰ کاله مخکښې د دیارلس سوه یو اویایم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په درویشتمه نیټه، اوسمهاله ایرانی لیکوال او استاد محسن صبا وفات شو. هغه د دارلفنون په مدرسې کښې د مقدماتی زده کړو له ترسره کولو وروسته فرانسې ته ولاړ او د حقوقو په څانګه کښې د ډکټرا له ترلاسه کولو وروسته ایران ته راستون شو او تدریس ته یې مخه کړه. ډاکټر محسن صبا د ایران د کتاب پیژندنې د ملی ډلې او همداراز له یونیسکو سره د وابسته ملی ارشیف د کمیتې جوړونکئ ؤ. د هغه له ډیرو مهمو اثارو او تالیفاتو کولائ شو، (کتابشناسی)، (گلهای حافظ)، (ترجمه سفر نامه های مختلف) او (اصول فن کتابداری) ته اشاره وکړو.