تاریخ پاڼه
نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وری د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د د رمضان المبارک یا د روژې میاشتې له ۱۲ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له۱۴ نیټی سره برابره ده
د قمری کال د جنترۍ په اساس د یوه روایت له مخې د روژې د مبارکې میاشتې دولسمه نیټه پر حضرت عیسی بن مریم (ع) د انجیل اسمانی کتاب د نازلیدا ورځ ده.
انجیل د زیری په معنا یو یونانی لفظ دی او مسیحیان هغه له دې امله زیری بولی چې د هغوئ په عقیده حضرت عیسی (ع) ځان د خلکو لپاره قربانی کړ چې په دا ډول ټول خلک د دوزخ له اوره بچ کړی او د هغوئ دغه انجیلونه د جنت زیری دی. د دغه کتاب نوم په قرآن شریف کښې دولس ځله ذکر شوئ دی. قرآن انجیل د خدائ کتاب بولی خو هغه انجیل یو اسمانی کتاب بولی چې په احکامو او بشری وظائفو او دندو باندې مشتمل دی، د بشر ژوند تنظیم کړی او منظم یې کړی، لکه څنګه چې د الهی دینونو شان دی. هغه څه چې د مسیحیانو ترمینځ د انجیل په نامه موجود دی د حضرت عیسی (ع) سوچه انجیل نه دی بلکې د هغه حضرت د حواریانو او د حواریانو د شاګردانو روایتونه او مطلب اخیستنې دی.
آسمان ته د حضرت عیسی (ع) له ختو وروسته د انجیل مقدس کتاب له بدلون، لاس وهنې او حتی له نابودۍ سره مخامخ شو تر دې چې هغه لومړنی کتاب چې د انجیل په نامه ولیکل شو، مارکیون انجیل ؤ چې د حضرت مسیح (ع) له میلاده کابو یوسلو څلور دیرش کاله وروسته په وړه ایشیا یا یونان کښې ولیکل شو. له دې وروسته د مذهبی مشرانو او مبلغانو لخوا د انجیل په نوم نور کتابونه تالیف شول او په څلورمه میلادی پېړۍ کښې مسیحیت ته د روم د امپراطور لومړنی کنسټانټین له راوړیدو وروسته د مسیحیت کلیسا د یو انجمن په جوړولو سره د مسیحیت د معتبرو او مقدسو کتابونو د غوره کولو په باره کښې په بحث او څیړنه لاس پورې کړ او له مسیحیت سره له اړوندو هغو یو سلو شپیتو انجیلونو، رسائلو او تاریخونو څخه چې په کلیساګانو او مذهبی ټولنو کښې به لوستل کیدل، یوازې اووه ویشت کتابونه غوره کړل او هغه یې د تورات په مقابل کښې چې په عهد عتیق مشهور ؤ، عهد جدید ونومول.
له دغو اووه ویشتو کتابونو څخه څلور کتابونه د مسیحیت د مختلفو مذهبونو ترمینځ د برتر انجیل په توګه وپیژندل شول چې په دا ډول دی: متی انجیل، مرقس انجیل، لوقا انجیل او یوحنا انجیل.
دغه ټول کتابونه آسمان ته د حضرت عیسی (ع) له ختلو لسګونه کاله وروسته راغونډ کړئ شول.
۱۴۴۲ کاله پخوا، د لومړنی هجری قمری کال د رمضان یا روژې د مبارکې میاشتې په دولسمه نیټه، له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته د خدائ د ګران رسول (ص) له هجرته لږه موده وروسته هغه حضرت د انصارو له هر کس سره د مهاجرینو د یو کس د ورورولۍ تړون وتړه. مهاجرین هغه کسان وو چې له حضرت محمد مصطفی (ص) سره یو ځائ یې مدینې ته هجرت کړئ ؤ او انصار د مدینې مسلمانان وو چې د مهاجرینو کوربا ګڼل کیدل. همداراز د اسلام قدرمن پیغمبر(ص) د مسلمانانو ترمینځ د ورورولۍ د تړون په مراسمو کښې حضرت علی (ع) په دنیا او آخرت کښې خپل ورور وباله. د مهاجرو او انصارو ترمینځ د ورورولۍ په تړون کښې د خدائ د ګران رسول (ص) دغه په زړه پورې اقدام د مسلمانانو د زیاترو قومی اوقبیله ای اختلافاتو او همداراز مدینې ته د مکې د مسلمانانو د هجرت په وجه د رامینځته شویو مشکلاتو له هواری سره مرسته وکړه او د دښمنانو په مقابل کښې یې د هغوئ صفونه لا زیات مضبوط کړل. هغو مسلمانانو چې د اسلام د قدرمن رسول (ص) په حکم په دغه ورځ د یو بل وروڼه وبلل شول، د یو بل په اړه زیاته قربانی وکړه.
۱۰۰ کاله پخوا، د دیارلس سوه درې څلویښتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په دولسمه نیټه، ستر فقیه او مجتهد آیت ا... شیخ مهدی خالصی وفات شو. آیت ا... خالصی په لومړنی نړیوال جنګ کښې پر عراق د برطانیې له نیواک وروسته د یو شمیر عالمانو او مجتهدینو په ملګرتیا سره په عراق کښې د انګریز غاصبانو په خلاف پاڅون پیل کړ. هغه څه موده پس ایران ته راغئ او د دینی علومو تدریس ته یې ملا وتړله. د دغه لوړ رتبه عالم او پوه له آثارو د (کفایت الاصول) او (عناوین الاصول) کتابونو ته اشاره کولئ شو
۳۴ کاله پخوا، د نولس سوه اته اتیایم میلادی کال د اپریل په څوارلسمه نیټه، شوروی حکومت د سویټزرلینډ په پلازمینې جینوا کښې د یوې موافقې په لاس لیکولو سره ومنله چې له افغانستانه به خپل پوځ وباسی. د شوروی پوځیانو افغانستان د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال په دسمبر کښې نیولئ ؤ. خو له هم هغو لومړیو د افغان مجاهدینو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. همدا راز امریکا چې خپله ګټه یې په خطر کښې لیده ،له افغانستانه شاتګ ته د ماسکو د اړیستلو لپاره د دغه حکومت پر ضد له پوځی ، سیاسی او اقتصادی اړمونو استفاده وکړه. په دې ډول، د نولس سوه اتیایمې میلادی لسیزې په دویمې نیمایۍ کښې کله چې د ګورباچوف په مشرۍ د شوروی چارواکو په دغه هیواد کښې یو لړ بدلونونه پیل کړی وو، د افغانستان نیواک یې د ځانونو په وړاندې د یوې لوئ ستونځې په توګه ولیده او له دغه هیواده شاتګ ته مجبور شول. که څه هم د شوروی پوځ د نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال په فروری کښې له افغانستانه ووته، خو د شوروی د لاس پوڅی حکومت د ځواکونو او د افغانستان د مجاهدینو تر مینځ مبارزو تر نولس سوه دوه نوېم میلادی کاله پورې د مجاهدینو تر بریالیتوبه پورې، دوام وموند.
۳۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال د وری په پینځه ویشتمه نیټه، بغداد په ډاګه د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د جنګ په اوږدو کښې له کیمیایی وسلو پر استفادې اعتراف وکړ. په داسی حال کښې چې د اته کلن جنګ په اوږدو کښې ،د ایران اسلامی جمهوریت د اسلام جنګیالیو په خلاف له کیمیایی وسلې د عراق داستفادې په اړه په ځلونو نړیوالو ټولنو ته شکایت کړې او د څیړنې او جاجونې لپاره یې ډلې لیږلی وې، په عین حال کښې ، عراق د دغه وسلو له استفادې له تاییدولو او یا دروغ بللو ډډه کوله . تر دې چې په دغه ورځ، په داسې حال کښې چې د دواړو لورو تر مینځ سخت جنګ دوام درلود، عراق په رسمی توګه د پوځی او ملکی هدفونو پر ضد د اعصابو او خردلو له خطرناکو او زهرجنو ګیسونو پشمول له کیمیایی وسلو پر استفادې اعتراف وکړ.
د ویلو ده، د احصائیو پر اساس، د عراق بعث رژیم د تپلی جنګ په کلونو کښې ، درې زره پینځه سوه ځله پر ایران کیمیایی بریدونه وکړل چې دیرش موردونه پکښې پر استوګنو سیمو وو.
او له ننه ۲۰ کاله پخوا، د دوه زره دویم میلادی کال د اپریل په څوارلسمه نیټه ، د ونزویلا پخوانی ولسمشر هوګوچاوز د هغه په خلاف د کودتا له ماتې وروسته خپل هیواد ته ستون شو او د چارو واګې یې په لاس کښې واخیستې. چاوز په نولس سوه نهه نوېم میلادی کال کښې د ونزویلا ولسمشرۍ ته ورسید او د ټولنی مینځنی او بیوزله پرګنو په ګټه یې یو شمیر اصلاحات وکړل. هغه همداراز پر هغه امریکایی تیلی شرکت د څارنې او کنترولولو لپاره یوشمیر اقدامات ترسره کړل چې د دغه هیواد تیل یې وباسل. د ونزویلا د ولسمشر خپلواکه کورنی او بهرنی سیاستونو د واشنګټن غوسه راوپاروله او دغه حکومت له پوځه د بهر او دننه د چاوز د مخالفانو په مرسته د دوه زره دویم میلادی کال د اپریل په دولسمه نیټه، د هغه په خلاف یوه کودتا برابره کړه. په لومړی ګام کښې د کودتا له بریالیتوب سره سره د ونزویلا اکثره خلکو چې د چاوز په اصلاحاتو راضی وو، د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې یې بهرنې لاسوهنه و نه منله. هغوئ واټونو ته راووتل او د کودتا حکومت په څنګته کولو پسې خپل قانونی ولسمشر بیرته ستون کړ. هوګو چاوز بالاخره د دوه زره دیارلسم میلادی کال د مارچ په پینځمه نیټه، په کینسر نا روغۍ د اخته کیدا په وجه په اته پنځوس کلنۍ کښې مړشو.
د وری د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه د ایرا ن د اسلامی جمهوریت په رسمی کالهینداره کښې د مشهور ادیب او عارف شیخ فریدالدین عطار نیشاپوری د درنښت ورځ ده او هر کال په نیشاپور ښار کښې د دغه نامتو شاعر او عارف د درناوی مراسم تر سره کیږی.
په عطار مشهور شیخ فریدالدین محمد بن ابراهیم نیشاپوری په شپږمې پیړۍ او د اوومې هجری پیړۍ په پیل کښې یو مشهور ایرانی شاعر او عارف ؤ. د هغه څه پر اساس چې مورخانو ویلی ، ځینو پکښې د هغه د زوکړې کال پینځه سوه دیارلسم او ځینو پینځه سوه اووه دیرشم هجری قمری کال ګڼلئ دی. هغه په کدکن یا شادیاخ کلی کښې چې په هغه وخت کښې د نیشاپور ښار برخه وه ، وزیږید. د هغه د ماشومتوب پړاؤ په هکله معلومات نشته پرته له دې چې د هغه پلار په شادیاخ کښې د عطارۍ په کسب بوخت ؤ چې هماغه د درملو پلورل وو او د خپل پلار له وفاته وروسته فریدالدین د خپل پلار کسب ته دوام ورکوی او د عطارۍ په کسب بوختیږی. هغه په دې وخت هم طبابت کاوه تر دې چې پکښې روحی انقلاب رامینځته شو. د حال له دغه بدلون وروسته هغه د صوفیانو او عارفانو په قطار کښې وراغئ. بالاخره له ګڼ شمیر سفرونو وروسته په خپل زیږنځائ کښې استوګنه شو. د هغه د وفات په باب هم مختلفې خبرې بیان شوی خو د ترسره شویو څیړنو له مخې زیاتره څیړاندو د هغه د وفات کال شپږ سوه اووه ویشتم هجری قمری ګڼلئ دی . عطار هغه ستر صوفی شاعر دی چې د هغه ساده او روان کلام له مینې او سوز سره مل دی. د هغه په زړه پورې ګفتار او نرمه ژبه چې له زړه سواندی عاشق او میئن زړه راخوټیږی په زړونو کښې په ځانګړی ډول عرفانی حقیقتونه ځایوی. د عطار له مفصل دیوان سربیره د (اسرارنامه)، (الهی نامه)، (مصیبت نامه)، (خسرو نامه)، (لسان الغیب) او نورو په څیر ګن شمیر مثنویانې مشهورې دی. د عطار تر ټولو مشهور مثنوی منطق الطیر نومیږی او د عارفانو د مقاماتو په بیانولو کښې (تذکرة الاولیاء) هم د هغه مشهور منثور دی.