تاریخ پانه
نن د خالي ورځ، یا شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وری د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رژې د مبارې میاشتې له ۱۴ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له ۱۶ نیټی سره برابره ده
۱۳۷۶ پخوا، د اووه شپیتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په څوارلسمه نیټه، د حضرت امام حسین علیه السلام د وینې د بدل اخیستلو د پاڅون مشر مختار بن ابوعبیده ثقفی شهید کړئ شو. مختار بن ابوعبیده ثقفی د معاویه بن ابی سفیان له هلاکت وروسته د عراق د کوفې په هغو انقلابی مشرانو کښې شامل ؤ چې د حضرت امام حسین (ع) او د هغه د استازی حضرت مسلم بن عقیل (ع) ملاتړ یې وکړ او په نتیجه کښې د عبیدا... بن زیادلخوا چې په کوفې کښې د یزید عامل ؤ، ونیول شو او زندانی شو.
مختار د حضرت امام حسین (ع) د پاڅون په ورځو کښې هماغه راز د عبیدا... بن زیاد په زندان کښې ؤ تر دې چې د خپلې خور د میړه عبدا... بن عمر په مینځګړیتوب چې له یزید بن معاویه سره نږدې کس ؤ، له زندانه آزاد شو . مختار بن ابوعبیده ثقفی د یزید له مړینې وروسته د حضرت امام حسین (ع) د وینې د بدل اخیستلو لپاره په کوفې کښې پاڅون وکړ او ګڼ شمیر خلک له مختار سره یوځائ شول او د حضرت امام حسین (ع) ټول قاتلان او د هغه حضرت او د هغه د اهل بیت علیه السلام اصلی مخالفان یې ونیول او د خپلو عملونو په سزا یې ورسول . مختار ثقفی د عراق په کوفې او شا او خوا سیمو کښې له اتلس میاشتې حکومت وروسته، د اووه شپیتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په څوارلسمه نیټه، د مصعب بن زبیر په قومندانۍ د عبدا... بن زبیر د لښکریانو په وړاندې ماتی وخوړله او په دغه جنګ کښې شهید شو.
۱۹۵ کاله مخکښې، د دولس سوه اته څلویښتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په څوارلسمه نیټه، د ایران یو مشهور حکیم او پوه شمش الدین بهبهانی په دیارلسمې هجری قمری پیړۍ کښې وفات شو.
بهبهانی په ځوانۍ کښې د محقق بهبهانی په شان د ستر عالم له محضره ګټه پورته کړه.
هغه یو عارف او عالم فقیه ؤ او خپل زیات عمر یې په څیړنې او تالیف کښې تیر کړ.
شمس الدین بهبهانی په (معالم الاصول) مفصله شرحه لیکلی ده او د دین د اصولو او حکمت په زمینه کښې یې هم یو شمیر رسالې لیکلی دی.
۱۵۴ کاله مخکې د ۱۲۸۹ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې په ۱۴ نیټه شیعه وتلی عالم سید محمدتقي ممتاز العلماء په هندوستان کې وفات شو. ممتازالعلماء په هند کې د ۱۳ هجري قمري پیړۍ یو لوی عالم ګڼل کیږي چې د هغه کتابتون هم په هند کې یو ترټولو لوی کتابتون دی.
له هغه څخه ډیر ارزښمند اثار په یادګار پاته دي چې :ارشاد المؤمنین، حَدیقَةُ الواعظین او ظهیرُ الشّیعه فی احکام الشریعة د هغو له جملو څخه دي . هغه په ۷۸ کلنیۍ کې د هندوستان په لکهنوی ښار کې وفات شو او پخپله حسینه کې خاورو ته وسپارل شو.
۷۴ کاله پخوا، د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د اپریل په شپاړسمه نیټه، د فلسطین په لیتفنسکی کښې وسله والو صیهیونیسټانو د انګریز پوځ پر پخواني کیمپ په حملې کښې نوي تنه فلسطینیان ووژل او له هغو یې ګڼ شمیر ټپیان کړل. دغه غمیزه په داسې وخت کښې رامینځته شوه چې له یوې خوا انګریز ځواکونه د خپلو کیمپونو او مرکزونو د پریښودو او خپل وطن ته د ستانیدو په حال کښې وو او له بلې خوا، صیهیونیسټانو د نامشروع صیهیونیسټی حکومت د جوړولو په موخې سره د بی ګناهو فلسطینیانو د وژلې عملیات لا زیات کړی وو. د فلسطینی مسلمانانو پر ضد د صیهیونیسټانو او انګریزانو د دغو غږملو اقداماتو نتیجه، له هغو څخه د ګڼ شمیرو کسانو وژله او کډوالی او یوه میاشت وروسته یعنی د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د مئۍ په څوارلسمه ڼیټه د قدس د نیواکګر رژیم د موجودیت اعلان ؤ.
۲۹ کاله پخوا، د نولس سوه اته اتیایم میلادی کال د اپریل په شپاړسمه نیټه، په ابوجهاد مشهور د پی. ایل. او دویم مشر او یو بنسټګر خلیل الوزیر د صیهونیسټ رژیم د لاس پوڅو په لاس په تیونس کښې شهید کړئ شو. هغه د فلسطین د مظلوم او مسلمان ملت یو غوره بچئ ؤ چې د خپل وطن فلسطین له نیواکګرانو سره یې د وسله والې مبارزې د ضرورت په درک کولو سره د خپلو همفکرانو په ملګرتیا د فلسطین د آزادۍ غورځنګ په نوم په کمانډویی کړنلارې سره په قاهره کښې د یوې وسله والې ډلې بنسټ کیښود او وروسته د دغه غورځنګ د پوځی څانګې د مسئول په توګه غوره شو. ابو جهاد بالاخره د صیهیونیسټ رژیم پر ضد د مبارزې پر دوام د ټینګار په وجه، د دغه رژیم د جاسوسی ادارې (موساد) د ګوډاګیو په لاس په تیونس کښې ترور شو.
او له ننه ۲۵ کاله پخوا، د نولس سوه اووه نوېم میلادی کال د اپریل په شپاړسمه نیټه، د یوه ګازی سیلینډر چاودنه د مکی په لس کلومیټرئ کښې په منا ټاټوبی کښې د حاجیانو د وقوف په ځائ کښې د بوږنونکی اور لګیدنې لامل شوه. د دغې اور لګیدنې له امله درې سوه درې څلویښت حاجیان مړه او دولس سوه نوی نور ټپیان شول او اویا زره خیمې وسوزیدلې. دغه پیښه د نولس سوه پینځه اویایم میلادی کال د دسمبر له اور لګیدنې وروسته په منا کښې دویمه ستره اور لګیدنه وه. په هغه وخت کښې هم په اور کښې په زرګونو حاجیان مړه او ټپیان شوی وو. د داسې مرګونو پیښو رامینځته کیدل د دې سبب شول چې د عربستان حکومت په منا ټاټوبی کښې نه سوزیدونکی خیمې ولګوی.