Apr 18, 2022 13:50 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وری د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د روژې د مبارکې له ۱۷ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له ۱۹ نیټی سره برابره ده

 

۲۰۵۵  کاله پخوا، د مورخانو په نظر کښې له میلاده درې دیرش کاله مخکښې، د اپریل په نولسمه نیټه، په نړۍ کښې لومړنی عمومی کتابتون (پبلک لائبریرئ) چې هر باسواده کس ورته د تلو حق درلود، په روم ښار کښې پرانیستل شو. رومیان ، سومریان، اشوریان ، بابلیان ، ایرانیان او نور له دې وړاندې کتابتون لرونکی وو خو ټول خلک دغو کتابتونونو ته نشو تللئ چې د اشوریانو سفالی کتابتون پکښې مشهور ؤ. په ایران کښې عمومی مطالب چې هر کس هغه ته مراجعه کولئ شوه په کاڼی یې کندل، لکه د بیستون ډبر لیک په شان. د ویلو ده، لومړنی هیواد چې په نړۍ کښې یې د کتاب ترجمې او د تالیفی موسسې جوړولو ته مله وتړله، ایران ؤ چې پینځلس پیړۍ وړاندې، د خسرو انوشیروان د حکومت په وخت کښې داسې یو مرکز جوړشو او د کلیله او دمنه له سنسکریته په فارسۍ کښې ترجمه د هغه یوکار ؤ.

 

 

۱۴۴۴ کاله پخوا، له هجرته یو کال وړاندې د روژې په اوولسمه نیټه، د یوه روایت په مطابق د اسلام ګران پیغمبر (ص) د شپې په وخت د خدائ په حکم له مکی بیت المقدس ته وراغئ او آسمانونو ته یې عروج وکړ. د سوره اسراء په لومړنی آیت کښې دغه معجزه داسې بیان شوی ده: (پاک او پاکیزه دی هغه خدائ چې خپل بنده یې په شپې له مسجدالحرامه تر مسجد الاقصی چې په خوا او شا کښې یې برکت اچولئ ده، بوتلو چې خپلې نښې هغوئ ته ور ښکاره کړی او خدائ اوریدونکئ او کتونکئ دی). په دې ډول دغه آیت او د حضرت محمد (ص) ویناؤ ته په پام سره، هغه حضرت په معراج کښې د خدائ له ډیرو رازونو، د خلقت د نړۍ له رازونو او په بلې نړۍ کښې د انسانانو له برخلیک سره آشنا شو. دغه پیښه د اسلام د ګران پیغمبر (ص) په لویو معجزاتو کښې ګڼل کیږی او د هغه حضرت د لوړ مقام ښودنه کوی.

 

۱۴۴۱ کاله پخوا، د دویم هجری قمری کال د رمضان په اوولسمه نیټه، د رسول اکرم (ص) په جنګونو کښې یو مشهور جنګ، جنګ بدر، د مکی او مدینی تر مینځ په یوې سیمې کښې را مینځته شو. بدر ، د مدینی په جنوب لویدیځ یو سلو شل کلومیټرۍ کښې د یوه کویی نوم دی چې مشرکانو سره د مسلمانانو لومړنې نښته په دغه سیمه کښې رامینځته شوه. په دغه جنګ کښې د مشرکینو شمیر کابو نهه سوه شل ؤ او د اسلامی پوځ شمیر په لږو تجهیزاتو او وسلو سره درې سوه دیارلس ؤ. د دې باوجود مسلمانان د کلک ایمان په دلیل په جنګ کښې بریالی شول. په دې خاطر چې دغه بریالیتوب یو داسې ځواک په مقابلې کښې ترلاسه شوئ ؤ چې د هغو شمیر د اسلامی پوځ په مقابل کښې درې برابره ؤ، په دې وجه پیغمبر (ص) د بدر په جنګ کښې دغه بریالیتوب د خدائ د خاص نصرت او تایید نښه بیان کړی ده. لکه څنګه چې خدائ تعالی د سوره آل عمران په یو سلو درویشتم آیت کښې په دې اړه فرمایی: بې شکه خدائ په بدر کښې تاسو سره ملګرتیا وکړه او په داسی حال کښې چې تاسو کمزوری وئ، اوس تقوی خپله کړئ تر څو چې د هغه شکر ادا کړئ.

 

۵۹۹ کاله مخکې د ۸۴۴ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې په ۱۷ نیټه ایرانۍ لیکوال شاعر او سیاستوال امیر«علیشیر نوایی»، په هرات کې دنیا ته راغی او خپل لمړني تحصیلات له خپل پلار څخه لاسته راوړل ورسته بیا د زدکړې لپاره سمرقند ته لاړ. علی شیر نوایی د عرفاني کمالاتو او تحصیلاتو د زده کولو لپاره سمر قند او نورو ښارونو ته ورغی.کله چې  په هرات کې سلطان حسین میرزا واک ته رسیدو امیرعلي شیرنوايي ته له سمرقند د راستندو بلنه ورکړه او هغه ته يې د مهردارۍ منصب (دپاچاهي ټاپې د ساتلو )وظیفه وسپارل شوه او یوه لیږه موده ورسته هم د صدراعظمۍ څوکۍ هغه ته ورکړه. امیر علی شیرد دغو زیاتو وظیفو سره سره له علمي مطالعواو بیلابیلو لیکلو څخه لاس وانخیست او دهغه مجلس د هغه وخت دعالمانو اوفاضلانو ټولنې وې

هغه ډیر کتابونه لیکلي دي چې له هغې جملې څخه  کولای شو چې 

«خمسۀ نوایی» چې  د خمسۀ نظامی په تقلید سره په  ن ترکی جغتایی ژبې سره ویلې شوې ، «سد سکندری» او «قصه شیخ صنعان» اشاره وکړو . هغه پخپل ترکي شعرونو کې نوایی او په  فارسی شعرونوکې  فنایی، تخلص کاوه. هغه په ۹۰۶ هجري قمري کال کې د جمادی الاخر یا څلورمې خور په ۱۱ نیټه د هرات په ښار کې وفات شو او د خیابان هرات د ګوهرشاد بیګم قبرته ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

 

 

۱۲۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه اتلسم هجری قمری کال د روژې د میاشتې په اوولسمه نیټه، د مسلمانانو یو لوئ مرجع او عالم حاج میرزا محمد هاشم خوانساری په اصفهان کښې وفات شو. هغه د دینی علومو د مقدماتی زده کړو له ترسره کولو وروسته، د خپل وخت نامتو استازانو له محضره استفاده وکړه او له مطالعې او ډیرو څیړنو وروسته یې د فقې او د فقې اصول ، حدیث او د قرآن د تفسیر په شان علومو کښې ډیر مهارت و موند او وروسته یې تدریس او د ارزښتمنو کتابونو لیکلو ته ملا وتړله. د دغه مسلمان پوه په تالیفاتو کښې کولئ شو، (منظومه ای در فقه و اصول) او (جواهر العلوم) ته اشاره وکړو.

 

۲۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجری لمریز کال د وری په دیرشمه نیټه، په ایران کښې د احصایی نمونې د اخیستلو د طریقې بنسټګر او د احصایې علم جوړونکئ ډکټر عباسقلی خواجه نوری په اته اویا کلنۍ کښې وفات شو. هغه په دیارلس سوه شپاړسم هجری لمریز کال کښې د انجینیرنګ په یوې څانګې کښې فارغ التحصیل شو او له هغې وروسته یې د ایران په پوهنتونونو کښې تدریس ته مخه کړه. ډکټر خواجه نوری څه موده وروسته د پاریس د علومو له پوهنځی څخه د احصایې ډکټرا ترلاسه کړه. ډکټر خواجه نوری په تحقیقاتی ، تعلیمی او د بیلابیلو وزارتونو په اجرایی چارو کښې د سلا مشورو په برخو کښې پراخ فعالیت درلود او په دیارلس سوه پینځه څلویښتم هجری لمریز کال کښې یې په تهران کښې د احصایې لوړه روزنیزه موسسه جوړه کړه. له استاد خواجه نوری ډیر تالیفات په یادګار پاتې دی چې له هغو څخه د (روش های مقدماتی آمار)، (روش تحقیق) او (آمار پیشرفته) کتابونو ته اشاره کولئ شو.

او له ننه ۲۷ کاله مخکښې د  نولس سوه پینځه نویم کال د اپریل په نولسمه   داوکلاهما ایالت په مرکز کې   په اکلاهما سیټي کې د فیډرل دولت ودانۍ  د هغې مخې ته د یو ولاړ ګاډي د چاودیدو له امله  ورانه شوه . په دغه چاودنه کې اته شپیته کسان مړه او پينځه سوه ژوبل شول  د  تیموتی  مکوي په نامه د امریکا یو پخواني پوځي د دغه چاودنې مسوولیت په غاړه واخسته، هغه د امریکا د مرکزي دولت د مخالفو وسله والو د سازمان غړی و.  دغه چاودنه د امریکا د خلکو لپاره ډیره ټکان ورکوونکې وه او وې ښودله چې د امریکا ټولنه په داخل کې له څه ډول ګواښونو سره مخامخ ده .