Apr 19, 2022 16:24 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ یا ۴ شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وری د میاشتې یو دیرشمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د روژې د مبارکې له ۱۸ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له ۲۰ نیټی سره برابره د

۲۲۰  کاله وړاندې د ۱۸۰۲ میلادی کال د اپریل په شلمه نیټه د حجاز وهابیانو په سپیڅلی ښار کربلا حمله وکړه او په سل هاو شیعه مسلمانان یې شهیدان کړل. د نولسمې میلادی سلیزې په وړومبیو کښې په حجاز کښې قدرت ته د وهابیانو په رسیدو سره د هغوی چې تند مذهبی اعتقادات لری، او نور مسلمانان په تیره بیا شیعه ورسره مخامخیږی، لانجې او جګړې پیل شوې چې یو مورد یې د ۱۸۰۲ میلادی کال د اپریل په شلمه نیټه په نجف اشرف او کربلای معلی مقدسو ښارونو باندې د وهابیانو تیری دی. دې ته په پام سره چې نجف او کربلا ښارونه د شیعانو لپاره ډیر محترم او زیارتی ښارونه دی، نو دا چاره سبب شوه چې په دغو دواړو ښارونو باندې د وهابیانو حملې په لازیاته او لاسخته توګه متمرکزې شی.

وهابیانو په کربلا باندې په حملې سره د امام حسین علیه السلام د مقدسې بارګاه، ګنبد او ضریح له ورانولو وروسته د حرام خزانه هم ولوټله. د دغه وحشیانه یرغل په دوران کښې د کربلا له دوو زرو زیات شیعه مسلمانان شهیدان شول. وهابیانو همداشان د مالونو په لوټلو او د ښار د ډیرو برخو په ورانولو سره هغه په کنډولو بدل کړ. دې پیښې د مسلمانانو قهر راوپاروه او د وهابیت له کارونو څخه کرکه یې د هغوی په زړونو کښې لازیاته کړه.

وهابیانو د سعودی حکومت له جوړیدو وروسته هم د شیعیانو خلاف خپل اعمال جاری وساتل او په یو دینی ضده خوځښت کښې یې د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د کورنۍ او د بقیع د امامانو ملکوتی بارګاه ورانه کړه.

نن سبا هم د آل سعود د وهابیانو شیعه دښمنه اقدامات په یمن کښې د شیعیانو خلاف روان دی او د دغه هیواد مسلمانان پخپلو ناځوانمردانه بریدونو کښې وژنی.

 

۱۴۷  کاله پخوا، د دولس سوه شپږ نوېم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په اتلسمه نیټه، یو قدرمن ایرانی څیړاند او ادیب میرزا عبدالعظیم خان قریب د ایران په شمال ختیځ کښې په ګرګان ښار کښې وزیږید. هغه له مقدماتی زده کړو وروسته د صرف او نحو، منطق، ریاضی او ادبیاتو په زمینه کښې خپلې مطالعې ترسره کړې تر دې چې د ادبیاتو په څانګه کښې استاد شو. استاد قریب د فارسی ادبیاتو او ژبې د معرفی کولو او دودولو لپاره ګڼ شمیر تالیفات لیکلی چې پکښې د فارسی ژبې دستور په اړه د (قواعد فارسی) او د ایران د لویو شاعرانو او لیکوالو د حال شرح او د هغو د نظمونو او نثرونو په غوره قطعو شامل د (بدایة الادب، فوائد الادب) کتابونو ته اشاره کولئ شو. هغه همدغه راز د فارسی د ادبیاتو یو لړ مهم آثار سم کړی دی چې پکښې ګلستان او بوستان سعدی او تاریخ برامکه ته اشاره کولئ شو.

 

 

۷۸  کاله پخوا، د دیارلس سوه درویشتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په یو دیرشمه نیټه، نامتو ادیب او فقیه آقا نجفی قوچانی وفات شو. په آقانجفی قوچانی مشهور سید محمد حسن بن سید محمد په کابو دولس سوه شپږ پنځوسم هجری لمریز کال کښې د خراسان ولایت د قوچان د خسرویه کلی په خوا او شا سیمه کښې وزیږید. مقدماتی زده کړې یې په قوچان، سبزوار او مشهد کښې ترسره کړې او په شل کلنۍ کښې اصفهان ته لاړ. آقا نجفی قوچانی په اصفهان کښې د څلورو کلونو له اقامت او د آخوند کاشانی، میرزا جهانګیر خان قشقایی، شیخ عبدالکریم ګزی او سید محمد باقر درچه ای په شان استادانو څخه له علمی استفادې وروسته نجف اشرف ته لاړ او د آخوند خراسانی او شیخ الشریعه اصفهانی شاګردی یې وکړه. هغه په دیرش کلنۍ کښې د اجتهاد درجې ته ورسید او په نجف اشرف کښې له شلو کالو تیرولو وروسته خپل زیږنځائ ته راستون شو. آقا نجفی له دې وروسته د خپل عمر له پینځه ویشتو نه زیات کلونه په قوچان کښې د فقیه او د شرعی واکمن په توګه تیر کړل او د ښار د دینی علومو د حوزې اداره کولو ته یې مخه کړه. له دغه ستر علمی شخصیت څخه یو لړ ارزښتناک اثار په یادګار پاتې دی، (سیاحت غرب در کیفیت عالم برزخ و سیر ارواح پس از مرگ؛ سیاحت شرق) چې د هغه تر ټولو مهم اثر او له ماشومتوبه د اجتهاد تر مقامه پورې د هغه د ژوند د حالاتو په اړه دی او اثبات رجعت او شرح و ترجمه رساله تُفّاحیه ارسطو له هغو څخه دی. دغه ربانی عالم بالاخره د دیارلس سوه درویشتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په یو دیرشمه نیټه، په اوه شپېته کلنۍ کښې وفات شو او پخپلې امام بارګاه کښې خاورو ته وسپارل شو. د هغه روضه تر اوسه پورې د خلکو د زیارت ځائ دی.

 

او له ننه ۳۵  کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په یو دیرشمه نیټه، مسلمان ایرانی متفکر او د قران کریم مفسر استاد محمد تقی شریعتی په اتیا کلنۍ کښې وفات شو. استاد محمد تقی شریعتی په دولس سوه شپږ اتیایم هجری لمریز کال کښې د سبزوار په مزینان کلی کښې وزیږید. مقدماتی درسونه یې له خپل پلار او تره څخه زده کړل او په دیارلس سوه اووم هجری لمریز کال کښې د زده کړو د دوام لپاره د مشهد سپیڅلی ښار ته لاړ. په مشهد کښې یې چې د ایران یو ستر زیارتی ښار دی، د شیخ هاشم قزوینی، ادیب نیشابوری بزرګ، ادیب نیشابوری ثانی، شیخ کاظم دامغانی او میرزا احمد مدرس په شان استادانو له محضره علمی ګټه پورته کړه. له دیارلس سوه یوولسم لمریز کال څخه د هغه اجتماعی فعالیت د کلتور وزارت ته په ورتلو او په ابن یمین مدرسه کښې په مسئولیت او هلته په تدریس سره پیل شو. له دیارلس سوه شلم لمریز کاله وروسته د متفقینو لخوا د ایران له نیواک او د تودې ګوند له فعالیت سره په یو وخت یوازې په خراسان کښې له انحرافی او اسلام ضدو افکارو سره مبارزې ته راپاڅیده. هغه په مشهد کښې د اسلامی حقائقو د خپرندویه مرکز په جوړولو او د اونیزو غونډو په جوړولو او د ویناوو او تفسیر په کولو سره د ځوانانو ذهنونه روښانه کول. استاد محمد تقی شریعتی له دیارلس سوه درویشتم لمریز کاله د سیاست په ډګر کښې فعال شتون لره او د خپلو استبدادی ضدو مبارزو په وجه دوه ځلې زندان ته لاړ خو هیڅکله یې له هغې لارې چې یې موندلی وه، شاتګ ونکړ. هغه به بیا د تهران په هدایت جومات کښې د آیت ا... طالقانی په ځائ د قران کریم تفسیر کاوه. د ارشاد په نوم د امام بارګاه په جوړیدا او د استاد مطهری په بلنې سره تر څلورو کلونو پورې هلته په تدریس او ویناؤو بوخت ؤ.

له دغه نامتو شخصیت څخه د (تفسیر نوین)، (کتاب خلافت و ولایت)، (امامت در نهج البلاغه و على) او (شاهد رسالت) کتابونه په یادګار پاتې دی. دغه ستر او نامتو استاد بالاخره د دیارلس سوه شپږ شپیتم لمریز کال د وری د میاشتې په یو دیرشمه نیټه، په اتیا کلنۍ کښې په لندن کښې د خپل زوئ ډاکټر علی شریعتی له مرګه لس کاله وروسته وفات شو او د مشهد په سپیڅلی ښار کښې د امام علی بن موسی الرضا (ع) په حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.