Apr 21, 2022 15:41 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت ورځ یا پنجشنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې لومړۍ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د روژې د میاشتې له ۱۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل د میاشتې له ۲۱ نیټې سره برابره ده.

د ایران په کال هنداره کښې د غویی د میاشتې وړومبۍ نیټه د ستر ایرانی شاعر او ویناوال شیخ مصلح الدین سعدی شیرازی د درنښت ورځ ده. هغه تقریباً په ۶۰۶ هجری قمری کال کښې په شیراز ښار کښې په یوه علمی کورنۍ کښې وزیږید.

سعدی د ابتدایی علمونو له زده کولو وروسته د خپلې پوهې د زیاتولو په موخ بغداد ته لاړ. هغه پخپل ژوند کښې د عراق، شام، حجاز، ترکیې او آذربایجان په شان مختلفو ټاټوبو ته سفرونه وکړل او ارزښتناکې تجربې او پوهه یې ترلاسه کړه. سعدی خپل زیږنځی شیراز ته له راستنیدو وروسته له دغو تجربو څخه په (بوستان) چې په نظم لیکل شوی او په (ګلستان) چې په نظم او نثر لیکل شوی کتاب دی، استفاده وکړه.

هغه یو غزل ویونکی استاد و او پخپلو شعرونو او لیکنو کښې یې ډیرې لطیفې معنې په ډیرو ساده، فصیحو او په زړه پورو الفاظو راوړې دی. دغه ستر ایرانی شاعر او حکیم په حکمت او موعظه او د مثالونو په راوړلو کښې بې ساری و. د شیخ سعدی له نورو آثارو څخه (عقل و عشق) ، (نصیحة الملوک) او (مجالس پنج ګانه) ته اشاره کوی شو. دغه مشهور فارسی ژبی شاعر په ۶۹۱ هجری قمری کال کښې وفات شو.

 

۱۴۰۳ کاله مخکښې، د څلویښتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په نولسمه نیټه، د اسلام ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم (ص) ته یو تر ټولو نږدې کس ، د هغه حضرت تره زوئ او زوم جضرت امام علی ابن ابیطالب (ع) د سهار په وخت د کوفې د جومات په محراب کښې د عبدالرحمن ابن ملجم مرادی په نوم د یوه کس په زهرجنې تورې سره ژوبل شو او څو ورځې وروسته د روژې د مبارکې میاشتې په یویشتمه نیټه شهید شو.

حضرت امام علی (ع) د اسلام له ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) وروسته دوهم شخصیت دی چې د اسلام تاریخ هغه د زړورتیا، ایمان، زهد، اخلاق، علم او عدالت د بیلګې په توګه یادوی.

حضرت امام (ع) د اسلام د ګران رسول حضرت محمد مضطفی (ص) په کور کښې له تر ټولو لوړو الهی معارفو سره بلد او اشنا شو او د هغه حضرت لخوا وروزل شو.

حضرت امام علی (ع) لومړنی کس ؤ چې اسلام ته د پیغمبر (ص) بلنه یې ومنله.

حضرت امام علی (ع) د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د رسالت په ټولو مختلفو مرحلو کښې د هغه رښتیونی ملګری ؤ او هیڅ کله یې هغه حضرت یوازې پرې نه ښود تر دې چې د خدائ پاک د ګران رسول د ژوند د ساتلو لپاره یې په ځلونو خپل ژوند په خطر کښې واچاوه او تل د باطل پر ضد د حق د جنګ د ډګرونو زړور شخصیت ؤ.

حضرت امام علی (ع) په عین حال کښې ډیر مهربانه زړه درلود په دې ډول چې د یتیم د ژړیدا په خاطر سخت اغیزمن او خپه کیده.

حضرت امام علی (ع) د عدالت لیواله ؤ او له ظلم سره یې په هره سویه سخته مقابله کوله.

د حضرت امام علی (ع) د یوې حکیمانه وینا په یوې برخې کښې ویل شوی دی، په خدائ مو دې قسم وی که چیرې څوک ما لوڅ د دښتې په ازغو څملوی او یامو په ځنځیرونو کښې وتړی او په ځمکې مو وڅکوی، زما لپاره ډیره په زړه پورې خبره ده له دې چې خدائ پاک او د هغه له رسول سره د قیامت په ورځې کتنه وکړم په داسې حال کښې چې دخدائ پر بندګانو مې ظلم کړئ وی.

 

۶۱۱ کاله وړاندې، د اته سوه دوه دیرشم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په نولسمه نیټه، د ایران مشهور ریاضی پوه او نجومی غیاث الدین جمشید کاشانی وفات شو.

هغه یو ډیر ستر ریاضی پوه او نجومی او د ستورو د رصد لپاره د ډیرو اوزارونو نوښتګر ؤ.

د ریاضۍ په علم کښې د هغه مهارت تر دې حده ؤ چې د پی عدد په شان د ریاضۍ ځینې کمیتونه یې په دقت سره محاسبه کړل.

تر ټولو مهمه دا چې غیاث الدین کاشانی لومړنی ریاضی پوه دی چې اعشاری کسرونه یې بیان کړل.

هغه د سمرقند د ترویتون په جوړولو کښې ستر رول درلود.

له دغه ستر مسلمان نجومی څخه د نجومو او ریاضیاتو په علم کښې ارزښمن تالیفات په یادګار پاتې دی چې پکښې مفتاح الحساب او رساله آلات رصد ته اشاره کولائ شو.

 

۸۴ کاله وړاندې د ۱۹۳۸ میلادی کال د اپریل د میاشتې په ۲۱ نیټه مسلمان متفکر او د هند وړې وچې د پارسۍ او اردو شعرونو ویونکی علامه محمد اقبال لاهوری وفات شو.

هغه په ۱۸۷۷ میلادی کال کښې د اوسنی پاکستان د پنجاب صوبې په سیالکوټ ښآر کښې وزیږید او له ابتدایی زده کړو او ماسټرۍ ډګرۍ له اخیستو وروسته د زده کړو د بشپړولو او د فلسفې د زده کړې لپاره یې څلور کاله په جرمنی او انګلستان کښې تیر کړل.

علامه اقبال لاهوری په لیسه کښې د زده کړې له وختو شعر ویل پیل کړل او د هغه د وړومبنی شعر نوم و (د یتیم فریاد). دغه ژمن شاعر هندوستان ته له ستنیدو وروسته د دغه هیواد د مسلماناو اګاه کولو او د نړۍ د مسلمانانو د یوموټی کولو لپاره هلوځلو ته ملا وتړله او خپل افکار یې د فارسۍ ژبې په شمول په اردو کښې د شعر په چوکاټ کښې بیان کړل. اقبال په هند کښې یو ستر دینی اصلاح غواړی او د پاکستان د خپلواکۍ یو بنسټګر ګڼل کیږی.

له علامه اقبال څخه په فارسۍ او اردو ژبو ډیر آثار پاتې دی. د اقبال د فارسۍ شعرونه په ډول ډول قطعو، دوبیتیو، رباعیانو، غزلونو، مثنویو او قصیدو مشتمل دی چې د (اسرار خودی) ، (رموز بیخودی) ، «ارمغان حجاز»او «زبور عجم» په نوم کتابونو کښې راغونډ کړی شوی دی. اقبال لاهوری همداشان د «سیر حکمت در ایران» په نامه یوه رساله هم لیکلې ده.

 

۷۱  کاله مخکښې د ۱۳۳۰ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې په اوله نیټه د ملک الشعرا ملقب د ایران توانمن شاعر او لیکوال میرزا محمد تقی بهار په ۶۴ کلنۍ کښې وفات شو. هغه په ۱۲۶۶ لمریز کال کښې د ایران په شمال ختیځ مشهد ښار کښې زیږیدلی و او له ځلمیتوبه یې د شعر او ادب په برخه کښې خپل استعداد او وړتیا څرګنده کړه او د سترو استاذانو له محضره یې ګټه پورته کړه.

بهار له څوارلس کلنۍ څخه د آزادی غواړو په محفلونو کښې په ګډون سره په انقلابی خوځښتونو کښې شامل شو او د ایران د مشروطیت په دوران کښې یې د مملکت په حالاتو او سیاسی چارو باندې په نیوکې کښې ډیرې مقالې او شعرونه خپاره کړل. د هغه شعرونه په حقیقت کښې د خلکو د حال بیانونکی او د آزادی غواړو د افکارو او نظریاتو استازی وو. هغه د ۱۲۹۹ لمریز کال له کودتا وروسته چې پکښې رضا خان پهلوی د انګلستان په مرسته قدرت وموند، زندانی او جلاوطن شو. ملک الشعرای بهار په ۱۳۱۳ کال کښې آزاد شو او کلتوری او ادبی فعالیتونه یې پیل کړل. بهار په مشهد مقدس ښار کښې نوبهار ورځپاڼه خپره کړه او څه موده پس یې په تهران کښې دانشکده ادبی ټولنه جوړه کړه. د ایران د دغه آزادی غواړی شاعر په آثارو کښې د هغه د شعرونو دیوان او په دریو ټوکو کښې (سبک شناسی) کتابونو ته اشاره کوی شو.

 

۴۲ کاله وړاندې د ۱۳۵۹ هجری لمریز کال د غوی د میاشتې په اوله نیټه اوسمهاله ایرانی شاعر او نقاش سهراب سپهری د وینې د کینسر په ناروغۍ د اخته کیدو په وجه وفات شو. هغه په کال ۱۳۰۷ شمسی کښې د ایران په یو مرکزی ښار کاشان کښې زیږیدلی و.

سپهری وړومبۍ معلمی پیل کړه او بیا یې په هنری چارو کښې فعالیت ته مخه کړه. هغه په طراحۍ او نقاشۍ کښې یو ځانګړی او ممتاز سټایل او سبک درلود او د هغه نقاشیو په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کښې د هغه لپاره ډیر انعامونه او امتیازونه وګټل.

د سپهری د شعرونو وړومبۍ ټولګه په ۱۳۳۰ لمریز کال کښې د (مرګ رنګ) په عنوان سره خپره شوه او له هغه وروسته د (زندګی خواب ها)، (آواز آفتاب) او (شرق اندوه) په شان د هغه نور آثار خپآره شول. (صدای پای آب)، (مسافر) او (حجم سبز) د سهراب سپهری د اشعارو یوه ډیره ښکلې او مشهوره ټولګه ګڼله کیږی. هغه د نقاشۍ او شعر نه علاوه له ځانه څه یاداښتونه او ترجمې هم په ځاې پریښې دی چې ټول د هغه د روانې طبعې، د بیان د طریقې او ژور لید ګواهی ورکوی.

 

۲۵ کاله وړاندې د ۱۳۷۶ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې په وړومبنۍ نیټه ستر شیعه فقیه آیت ا... میرزا علی غروی علیاری تبریزی وفات شو.

آیت ا... حاج میرزا علی غروی علیاری تبریزی په ۱۲۸۰ لمریز کال کښې په تبریز کښې دنیا ته راغی. هغه چې د ستر عالم او فقیه آیت ... حاج ملاعلی علیاری لمسی و، د ابتدایی زده کړو له پوره کولو وروسته نجف اشرف ته لاړ او ډیر کلونه یې د حضرات آیات سید ابوالحسن اصفهانی، ضیاء الدین عراقی، میرزا نائینی، سید ابوتراب خوانساری او سیعلی آقا قاضی په محضرونو کښې زده کړه وکړه.

هغه په دغه دوران کښې په اخلاقو، فقه، اصول، کلام، رجال، عرفان، حکمت او فلسفه کښې خپل علمی بنیادونه ټینګ کړل او په ځوانۍ کښې یې د نجف له سترو عالمانو څخه د راوی توب او اجتهاد اجازه واخیستله. آیت ا... میرزا علی غروی علیاری تبریزی په ۳۱ کلنۍ کښې د خپل غور نیکه آیت ا... محمد حسن علیاری په غوښتنه تبریز ته ستون شو او ۶۵ کاله یې تحقیق، تدریس، تالیف او د شاګردانو روزنه وکړه.

له هغه ستر فقیه څخه ډیرې لیکنې پاتې دی چې د حضرات آیات عراقی، نایینی، سید ابوالحسن اصفهانی د درس خارج تقریرونه او هم په ۱۵ ټوکو کښې د عروة الوثفی شرحه پکښې شامله ده. آیت ا... علیاری بلآخره په داسې یوه ورځ په ۹۶ کلنۍ کښې وفات شو او له یوې پرتمینې جنازې وروسته په قم ښار کښې د حضرت بی بی معصومې (س) په پاک حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.