تاریخ پانه
نن د جمعي مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې دویمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د رمضان یا د روژ د مبارکې میاشتې له ۲۰ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د اپریل له ۲۲ نیټې سره سمون خوري.
۴۳۵ کاله پخوا، د اتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په شلمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په قومندانۍ سره د اسلام لس زره کسیز لښکر د مکې ښار فتح کړ. د رسول ا... (ص) دغه اقدام د کافرانو په وسیله د حدیبیه د سولې د تړون په خلاف ورزۍ پسې ؤ چې د پیغمبر اکرم (ص) او د قریش قبیلې تر مینځ په شپږم قمری کال کښې لاسلیک شوی ؤ. هغه بزرګوار د مکې له فتح کولو وروسته د دغه ښار اوسیدونکو ته آمان ورکړ، په داسې حال کښې چې دوئ د اسلام د پراختیا په مقابل کښې مقاومت کړئ ؤ او پیغمبر اکرم (ص) او ډیر زیات مسلمانان یې شکنجه کړی وو. د هغه بزرګوار له مینې ډک دغه چلند لامل شو څو د قریشو قبیله پر اسلام ایمان راوړی. په دې توګه مکه له کومې نښتې او شخړې پرته فتح شوه. وروسته حضرت محمد مصطفی (ص) یوه ډله د مکې شا او خوا ته ولیږله څو بت خانې ورانې کړی. او پخپله یې هم له حضرت امام علی (ع) سره یو ځائ د خانه کعبې د ننه ټول بتان ړنګ کړل.
۹۰۱ کاله مخکښې، د پینځه سوه دوه څلویښتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په شلمه نیټه، مسلمان شاعر او ادیب ابن شجری بغدادی وفات شو. د هغه نسبت د اسلام د ګران پیغمبر (ص) یوه لمسی حضرت اما م حسن (ع) ته رسیږی او له همدې امله ده چې علوی حسنی نومول شوئ دی. هغه تر اویاوو کلونو پورې د نحو د علم په تدریس بوخت ؤ او په دغه علم کښې له ډیرې پوهې برخمن ؤ. له دغه لوئ دینی عالمه ډیر آثار په یادګار پاتې دی چې پکښې (الامالی)، (الحماسه) او (منظومه ابن الشجری) کتابونو ته اشاره کولئ شو.
۷۶۹ کاله وړاندې، د شپږ سوه څلور اویایم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په شلمه نیټه، مسلمان ادیب او مورخ ابن ساعی په بغداد کښې وفات شو. هغه تر کلونو پورې د بغداد د نظامیه مدرسې منشی ؤ او د مغولانو په وسیله د بغداد له نسکوریدا وروسته د هغه وخت د یوه مشهور پوه خواجه نصیر الدین طوسی لخوا د بغداد پر کتابتونونو د څارنې لپاره منصوب شو. له ابن ساعی یو لړ آثار پاتې دی چې د هغو ځانګړنه د عباسی واکوالانو تاریخ ته د هغه پام دی، په دې توګه چې د هغه ځینی آثار د دغه پړاؤ یوه سرچینه او له هغه وروسته د لیکوالانو اصلی سرچینه ده. د (اخبار الخلفاء) کتاب چې د ابن ساعی په تاریخ هم مشهور دی، د دغه لوئ مسلمان مورخ له آثارو شمیرل کیږی.
۱۱۸ کاله پخوا، د نولس سوه څلورم میلادی کال د اپریل په دوه ویشتمه نیټه، امریکایی فزیک پوه او د ایټم بم جوړونکئ رابرټ اوپن هایمر وزیږید.
هغه له دویم نړیوال جنګ وروسته، د اټوم او د هغه د هستې د ټوټه کیدو د څرنګوالی او له هغه څخه د زیاتې انرژۍ د ازادیدو د بهیر په اړه څېړنې ترسره کړې.
اوپن هایمر د دویم نړیوال جنګ په بهیر کښې، د امریکا د جنګ وزارت د پلټنو سرپرست په توګه وټاکل شو او د هغه تر څارنې لاندې لومړی درې اټومی بمونه جوړ شول.
د دې باوجود، کله چې امریکا په نولس سوه پینځه څلویښتم میلادی کال کښې پر جاپان په اټومی بمبارۍ کښې په لسګونو زره انسانان ووژل، اوپن هایمر له خپلې کړنې پښیمانه شو او له اټومی انرژۍ څخه په سوله ایزو چارو کښې د ګټې اخیستو غوښتونکئ شو.
۱۱۳ کاله مخکښې د ۱۲۸۸ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې په دویمه نیټه د مشروطه غورځنګ یو مشر میرزا مصطفی افتخار العلما آشتیانی په تهران کښې ووژل شو. د صهبا تخلص لرونکی میرزا مصطفی افتخار العلماء آشتیانی کابو په ۱۲۴۵ لمریز کال کښې په تهران کښې زیږیدلی و. پلار یې آیت ا... میرزا محمد حسن آشتیانی په تهران کښې د تنباکو د غورځنګ یو مشهور مشر او په پلازمینه کښې د میرزای بزرګ شیرازی د اعتماد وړ کس و.
میرزا مصطفی له خپل پلار او نورو استاذانو څخه د زده کړو له پوره کولو وروسته د اجتهاد درجې ته ورسید او د مشروطیت د غورځنګ په دوران کښې له دغه ولسی پاڅون سره ملګری شو. هغه د مشروطه انقلاب یو مشر او مبارز مجتهد و. میرزا مصطفی هڅه کوله چې مشروطه او مشروعه یوبل ته نزدې کړی نو په دې وجه له دې دواړو ډلو څنګته شو. بلآخره په ری کښې د حضرت عبدالعظیم (ع) په حرم کښې د علماو د پرلتیو په بهیر کښې څو نامعلومو کسانو د ۱۲۸۸ لمریز کال د غویی د میاشتې د دویمې نیټې په نیمه شپه په ۴۳ کلنۍ کښې شهید کړی شو او د امام حسن مجتبی علیه السلام د لمسی حضرت عبدالعظیم علیه السلام د روضې په خوا کښې خاورو ته وسپارل شو.
۷۴ کاله پخوا، د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د اپریل په دوه ویشتمه نیټه، د صهیونیسټ رژیم د ناروا جوړیدو په درشل کښې، صهیونیسټانو د فلسطین په شمال لویدیځ کښې پر بندری ښار حیفا برید وکړ.
هغو په دغه پراخ برید کښې پینځه سوه فلسطینیان شهیدان کړل او دوه سوه تنه نور یې ټپیان کړل.
فلسطینۍ میرمنې او ماشومان چې د صهیونیسټانو له دښمنۍ ویریدلی وو، د حیفا بندری سیمې ته وتښتیدل، تر څو له هغه ځایه نورو سیمو ته ولاړ شی.
خو صهیونیسټانو پر هغوئ برید وکړ او سل نور بې ګناه فلسطینیان یې په بې رحمۍ سره شهیدان کړل او دوه سوه تنه یې ټپیان کړل.
د وسله والو صهیونیسټانو له خوا د فلسطینیانو داډول بې رحمانه وژلو د زیاتیدو وجه، د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د مئ په څوارلسمه د قدس د نیواکګر رژیم د جوړیدو د اعلان وخت نږدې کیدل وو.
او له ننه ۴۳ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې په دویمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارن د جوړولو حکم صادر کړ. د دغه فرمان له مخې د پاسدارانو د لښکر اصلی دنده د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په وړاندې د اسلامی انقلاب ساتنه ده. د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر جوړول د امام خمینی د هوښیارتیا او ځیرکتیا نتیجه وه. د اسلامی انقلاب په وړومبنیو میاشتو کښې کله چې پوځی او انتظامی ارګانونه له سره پاشل کیدو سره مخ شوی وو د ډول ډول کورنیو او بهرنیو خطرونو پّ وړاندې د اسلامی انقلاب د حفاظت لپاره د یو پوځی او ولسی تشکیلاتو جوړول ضروری وو. امام خمینی په دې ضرورت باندې ښه په وخت او په ښه ډول پوه شو او د اسلامی انقلاب د پاسدارانو لښکر د جوړیدو حکم یې صادر کړ.
د ایران خلاف د صدام رژیم د تپلی جنګ په دوران کښې چې د اسلامی انقلاب د نابودۍ او د ایران د ټوټې کولو په موخه پیل شوی و، سپاه خپلې حقیقی وړتیاوې او توانمنۍ نندراې ته وړاندې کړې او د عراقی تیری ګرو ځواکونو په شا تنبولو او د دښمنانو د دسیسو په شنډولو کښې یې مهم رول درلود. د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواک له تپلی جنګ وروسته د رغاونې په دوران کښې د دښمنانو د ګواښونو په وړاندې د خپل پوځی چمتووالی پر ساتنې سربیره د هیواد د رغاونې په مختلفو طرحو کښې هم فعال ګډون درلود.