تاريخ پاڼه
نن د خالي ورځ، یا شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې دریمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رمضان یا د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۱ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له۲۳ نیټی سره برابره ده
۱۴۰۳کاله پخوا، د څلویښتم هجری قمری کال د روژې دمبارکې میاشتې په یویشتمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) ځائ ناستۍ او یو اهل بیت حضرت امام علی بن ابی طالب (ع) شهید شو. دوه ورځې مخکښې کله چې حضرت امام علی (ع) د سهار لمانځه د ادا کولو لپاره په جومات کښې شتون درلود او کله یې چې خپل سر مبارک د خدائ تعالی په درګاه کښې په سجده کښې ایښی ؤ ، د یوه خوارج د تورې په ګوزار سره د هغه مبارک سر سخت ټپی شو او په همداسې ورځ د همدغه زخم له امله یې له نړۍ سترګې پټې کړې او هغه نیکمرغۍ ته چې تل یې هیله کوله، یعنی د خدائ په لاره کښې شهادت او سترې بریا ته ورسید. دغه شهادت اسلام او مسلمانانو ته نه جبرانیدونکی تاوان او مصیبت واړوه. له دې سره سره د هغه بزرګوار د ژوند روده او د هغه د حکومت څرنګوالی او همداراز هغه ارزښتمن جوړښت چې له هغه پاتې دی ، تر اوسه پورې له پیړیو پیړیو تیریدا وروسته هم د حقیقت او عدالت د لارې مینه والو لپاره د مشال په توګه دی . (نهج البلاغه) د حضرت امام علی (ع) د قولونو او سپارښتنو یوه داسې ټولګه ده چې په فصاحت او بلاغت کښې بې ساری ده. د حضرت امام علی (ع) دغه له حکمته ډکې ویناوې او قولونه د عرفانی معارفو او د ټولنیزو او اخلاقی پندونو هغه سمندر دی چې د ټولو فضیلتونو په لور یې لاره پرانیستل کیږی. هغه بزرګوار په اخلاقی فضایلو د انسان د پوښلو لپاره خورا غوره لاره تقوا ګڼله. حضرت امام علی (ع) خپلو بچیانو ته په یوه وصیت کښې د اخلاقو خورا دقیقې مسئلې د نصیحت په توګه بیانوی. په هغو کښې په یوه ځائ کښې فرمایی : (تاسو او زما کورنۍ او هر هغه کس چې د ماسپارښتنه ورته رسیږی ، په کارونو کښې ورته د نظم او پرهیزګارۍ سپارښتنه کوم. پر یتیمانو خیال کوئ، له ګاونډیانو سره نیکی کوئ چې پیغمبر اکرم (ص) د ګاونډیانو په باب دومره سپارښتنه کوی چې ګمان مو وکړ له یوه بله ارت ترلاسه کوی . له قرآنه لیری کیږۍ مه او پرې نږدئ نور ورباندې په عمل کښې له تاسو وړاندې شی. لمونځ لوئ وګڼئ چې د تاسو د دین ستنه ده.
۳۳۹ کاله پخوا، د یوولس سوه څلورم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په یویشتمه نیټه، د لبنان یو مشهور عالم او محدث شیخ حر عاملی له نړۍ سترګې پټې کړې . هغه په یو زرو درې دیرشم هجری قمری کال کښې زیږیدلی ؤ او تر څلویښتو کلونو پورې یې د لبنان او سوریې د لویو عالمانو له محضره علم زده کړ او د هغوئ له پوهې یې ډیره استفاده وکړه. شیخ حر عاملی څه وخت وروسته د ایران مشهد سپیڅلی ښار ته لاړ او تر څلورویشتو کلونو پورې یې هلته د دین د دودولو، تدریس او قضاوت دندې ترسره کړې. د دغه لوئ عالم په خورا مهمو آثارو کښې د (وسایل الشیعه) په نوم کتاب ته اشاره کولئ شو چې د فقې او حدیثو په زمینه کښې یو معتبر اسلامی کتاب دی. د شیخ حر عاملی په نورو کتابونو کښې د (الجواهر السنیه فی الاحادیث القدسیه)، (الاجازات ) او (احوال الصحابه) کتابو نو ته اشاره کولئ شو.
د ایران په کال هنداره کښې،د غوایی د میاشتې دریمه نېټه، په شیخ بهایی مشهور د صفویه پړاو مشهور او کم سارئ عالم، فقیه او حکیم د محمد بن حسین عاملی د درنښت ورځ ده. هغه چې په نهه سوه درې پنځوسم قمری کال کښې په بعلبک کښې وزیږید، د شهید ثانی له شاګردانو او د اسلامی نړۍ له ویاړونو څخه شمیرل کیږی.
شیخ بهایی خپل له کړاوونو ډک ژوند په اوږدو کښې د نړۍ بیلا بیلو سیمو ته سفرونه وکړل او په بیلا بیلو برخو کښې یې له پیاوړو استادانو څخه زده کړې وکړې او په ډیرو پوهو کښې مهارت ترلاسه کړ.
هغه په معمارۍ، ریاضۍ، ادبیات، حدیثو علم، تفسیر، اصول فقه او نورو مختلفو برخو کې کابو سل آثار وړاندې کړل او ډیر شاګردان یې و روزل چې هر یو یې د ډیرو برکتونو سرچینه وه، اسلامی نړۍ ته یې رڼا ور وبخښله.
د هغه پړاؤ له عالمانو او پوهانو چې د شیخ بهایی شاګردان وو، کولائ شو ملاصدرا شیرازی، ملا محسن فیض کاشانی، فیاض لاهیجی، محقق سبزواری، سید حسن کرکی، سید ماجد بحرانی او ملا محمد تقی مجلسی نومونه یاد کړوو چې هر یو یې اسلامی نړۍ ته ستر خدمتونه کړی او د بشری حقوقو لار ښوونه کې یې ستر رول ولوباوه.
شیخ بهایی چې له ماشومتونه ایران ته راغلئ ؤ، بالاخره په یو زرو دیرشم قمری کال کښې په اصفهان کښې وفات شو او د خپل وصیت له امله یې جنازه مشهد ته یوړل شوه او دحضرت علی بن موسی الرضا علیه السلام د سپېڅلی حرم، د قدس موزیم په څنګ کښې خاورو ته وسپارل شوه.
۴۳ کاله پخوا د دیارلس سوه اته پنځوسم لمریز کال د غوایی په دریمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لومړنی لوی درستیز، ډګرجنرال محمد ولی قرنی ترور شو او په شهادت ورسید.
دغه ناځوانمردانه ترور د فرقان په نوم پییلې او غړېدلې ډلګۍ لخوا ترسره شو چې د اسلامی انقلاب په لومړیو کښې یې د انقلاب څو پیاوړی شخصیتونه شهیدان کړل.
قرنی په دولس سوه دوه نوېم لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته په پوځ کښې شامل شو.
هغه د پوځ د لوړو درجو له ترلاسه کولو سره سره، د پهلوی نظام او د هغو د قوماندانانو د فساد او غلامۍ څخه ځوریدلئ ؤ او د کودتا نیت یې درلود چې په دیارلس سوه شپږ دیرشم لمریز کال کښې ونیول او زندانی شو.
هغه له زندانه د آزادیدو څو کاله وروسته، په دیارلس سوه دوه څلویښتم لمریز کال کښې د امام خمینی (رح) له پاڅون وروسته، یوځل بیا له انقلابی روحانیونو سره د اړیکو په تور زندانی کړائ شو.
د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال په وروستیو کښې د ایران د ا سلامی انقلاب د بریالیتوب په درشل کښې، ډګرجنرال قرنی د امام خمینی له خوا د انقلاب شورا غړیتوب او ورپسې د پوځ د لوئ درستیزوالۍ مشرۍ ته وټاکل شو.
خو د انقلاب ضد دسیسو پر وړاندې د هغه هوښیاری او جدیت د دې لامل شو چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه اویا ورځې وروسته د پردیو د عواملو له خوا شهید کړای شی.
او له ننه ۳۸ کاله پخوا، د دیارلس سوه درې شپیتم هجری لمریز کال د غوایی په دریمه نیټه، په فارس خلیج کښې د ایران پر ضد د عراق د بعث رژیم لخوا د تیلو وړونکو بیړیو جګړه پیل شوه.
د ایران پر ضد له تپلی جنګ کابو څلور کاله وروسته، عراق د سترو قدرتونو په مرستې سره پر ایران د لا ډیر دباؤ او د جنګ د بندښت د ماتیدو په لټه کښې شو.
نو ځکه په یوې ګډې پلانونې کښې یې پرېکړه وکړه چې د ایران د تیلو د صادرولو مخه ونیسی او په نړیوالو بازارونو کښې د ایران د تیلو د ځائ نیولو لپاره، د سیمې د هیوادونو د تیلو صادرول زیات شی، داسې چې د ایران د تیلو صادرولو ترمینالونو، تیل وړونکو بیړیو سره د عراق د بریدونو له سختیدو سره هممهاله،د تیلو بیې سوکه سوکه ټیټې شوې.
په دې توګه عراقیانو د امریکا او لویدیځ په ملاتړونو سره، د لومړی ځل لپاره د فرانسوی سوپر سټنډرډ الوتکو څخه په استفادې سره، د خارک پر ټاپو له برید سربیره یې د دیارلس سوه درې شپیتم میلادی کال د غوایی په دریمه نیټه د ایران د تیلو پر وړونکو بېړیو برید وکړ.
عراقی چارواکو ددې اقدام په اړه استدلال کاوه چې دغه برید به د جنګ د ختمیدو لامل وګرځی، ځکه که ایران د تیلو پیسې ونلری، له تور بازاره به د اړتیاوړ وسله ترلاسه نه کړئ شی.
دا په داسې حال کښې وه چې کله ایران د ورته مقابلې محدود سیاست غوره کړ، د ایران د اسلامی جمهوریت پر ضد د سیمې د هیوادونو د اعتراض او د ملګرو ملتو د پریکړه لیک د صادریدو سبب شو.