Apr 21, 2022 16:00 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د اتوار ورځ، یا یکشنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې ۴ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رمضان یا د روژې مبارکې میاشتې له ۲۲ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له څلورویشتمې نیټی سره برابره ده.

۱۴۷۰ کاله پخوا، د ډیروتاریخ لیکونکو د محاسباتو په اساس د پینځه سوه دوه پنځوسم میلادی کال د اپریل په څلورویشتمه نیټه، په نړۍ کښې د کتابونو د تالیف او ژباړې لومړنی بنیاد په ایران کښې کار پیل کړ. دغه بنسټ د ایران د ساسانی باچا خسرو انو شیروان په پریکړه کیښودل شو. د نړۍ د تالیف او ژباړې لومړنی مرکز په خپل څنګ کښې یو عمومی – څیړنیز کتابتون هم درلود چې په همدې کال کښې بشپړ شوې ؤ.

دغه مرکز ته د نړۍ له کونج او کناره د ژباړې په اړه د کتابونو راوړلو لپاره حتی خسرو انوشیروان خپل ځانګړی طبیب برزویه هند ته ولیږه او د دغه سفر نتیجه ایران ته د کلیله او دِمنِه کتاب راوړل وو چې په مینځنۍ فارسۍ یا ساسانی فارسۍ، بیا په عربۍ او وروسته په نوی فارسۍ یا درۍ ژباړل شوئ دی . له دې څلور پیړۍ وروسته، سامانیانو همدا ډول یو مرکز د مرو له عمومی کتابتون سره په څنګ کښې جوړ کړ. د مرو کتابتون دایرة المعارف او چاپ ځائ چې د سامانیانو په همت جوړ شوئ ؤ او د چنګیز خان تر حملې پورې دایر ؤ، په پخوانۍ نړۍ کښې تر ټولو ستر کتابتون او د تالیف او ژباړې تر ټولو ستر مرکز ګڼل شوئ دی چې هره ورځ به پکښې لږ تر لږه څلور سوو محررانو کتابونه له سره لیکل او تکثیرول.

همدغه مرکز د فارسی ژبې او ادبیاتو له احیاء سره ډیره مرسته وکړه.

د مرو د کتابتون د کار روده اوس مهال هم د نړۍ د ډیرو عمومی او څیړنیزو کتابتونونو لپاره بیلګه جوړه شوې ده. د مرو ښار اوس مهال د ترکمنستان په جمهوریت پورې اړه لری.

 

۱۱۷۰ کاله پخوا، د دوه سوه درې اویایم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، مشهور مسلمان محدث او مفسر ابن ماجه وفات شو. هغه په دوه سوه نهم هجری قمری کال کښې د ایران په یو ښار قزوین کښې وزیږید. هغه د حدیث له علم سره د اشنائۍ لپاره مختلفو اسلامی ټاټوبو ته سفر وکړ. ابن ماجه د حدیث په علم کښې له مهارت ترلاسه کولو وروسته د (سنن ابن ماجه) په نوم خپل مشهور کتاب تالیف کړ چې د اهل سنتو په نزد د حدیث له شپږو مشهورو کتابونو څخه ګڼل کیږی. د (قران تفسیر) او د (قزوین تاریخ) د ابن ماجه له نورو اثارو څخه دی.

 

اووه سوه پینځه څلویښت کاله پخوا، د دولس سوه یو اویایم میلادی کال د اپریل په څلورویشتمه نیټه، آسیا ته د وینزویلا د یوه سیلانی د مارکوپولو تاریخی سفر پیل شو. له هغه وړاندې د هغه پلار او تره د وړې آسیا او ایران له لارې چین ته سفر کړئ ؤ. په هغه وختونو کښې چین ، مغلوستان ، ختیځی ترکستان او ایران د مغول چنګیز د ځائ ناستو واکوالانو په نیواک کښې وو.

اروپا ته د پولو وروڼو له ستانیدا وروسته، مارکو پولو بیا له خپل پلار سره یو ځائ چین ته ولاړ او تر یوې مودې یې په دې ټاټوبی او د ختیځی آسیا په ټاپوګانو کښې سیاحت ته مخه کړه.

هغه خپل هیواد ته له ستنیدا وروسته، د (عجایب) په نوم د چین، مغلستان، ختیځی ترکستان او د جنوب ختیځی آسیا د یو شمیر سیمو د جغرافیایی ځانګړنو په اړه یوه سفرنامه ولیکله.

هغه په دې کتاب کښې په چین کښې د کاغذی روپیو، د تشنابونو سیستم، لوړو پلونو، اور وژنې ادارې او ډاکخانې د شتون په اړه خبرې کړی دی.

دا خبرې د هغه مهال اروپایانو ته چې د منځنیو پیړیو په خرافاتو او لنډ فکریو کښې ډوب وو، د باور وړ نه وې. له دې امله د وینزویلا خلکو د مارکوپولو د کورنۍ غړی ریشخندول او هغوئ به یې دروغجن او لاپی ویونکی بلل.

د مارکو پولو د سفرنامې کتاب تر ډیر وخته له دروغو ډک کتاب بلل کیده تر دې چې د سیاحت پراختیا د مارکوپولو خبرې ریښتیا ثابتې کړې.

 

۱۵۷  کاله پخوا، د دولس سوه شپږ اتیایم هجری قمری کال د رمضان یا روژې د مبارکې میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، د ایران یو ستر عالم الحاج عبدالحسین تهرانی چې په شیخ العراقین مشهور ؤ، وفات شو. هغه یو عالم، فقیه، زاهد او تقوادار کس ؤ او ډیره مضبوطه حافظه او پوهه یې درلوده. هغه د فقهې، حدیثو او د قران د تفسیر په علم کښې یو بې مثاله استاد ؤ. شیخ العراقین د مذهبی کتابونو او اثارو له راغونډولو سره زیاته دلچسپی درلوده او له خپل وفاته وروسته یې خپل ستر او غنی کتابتون د علمی څیړونکو او د مطالعې د خاوندانو لپاره وقف کړ.

 

۹۶ کاله وړاندې د ۱۳۰۵ ه ل کال د غوايي یا ثور د میاشتې په څلورمه نیټه رضا میر پنج د پادشاهۍ تاج په سر کړ او په رضاء شاه مشهور شو

رضاء شاه ډير پخوا د قاجار د لړۍ د راپرځولو په لټه کې ؤ نو په دې پلمه ېې د جمهوریت د جوړدیدا طرحه مطرح کړه خو د جمهوریت د طرحې له ماتې وروسته د هغو پراخو تبلیغاتو په ترځ کې چې د قاجار په وړاندې د رضاء خان د پلویانو له خوا تر سره کیدل د ایران نهم پارلمان د ۱۳۰۴ لمریز کال دلړم په نهمه د یوې مادې په تصویبولو سره د قاجار د پاچاهۍ ړنګیدا اعلان کړه او رضاء خان چې د ۱۲۹۹ لمریز کال د کب په ۳مه ېې د یوې کودتا په ترځ کې د جنګ وزارت او د ټولو قواو،، قومانداني نیولې وه او سردار سپه  ورته ویل کیده د ایران د پاچا په توګه معرفي کړ .

څه موده وروسته د مؤسسانو مجلس د لیندۍ په ۱۵مه جوړ شو او بلآخره ېې د اساسي قانون د یو شمیر بشپړوونکو مادو په بدلولو سره د ایران سلطنت رضا شاه پهلوي او د هغه   زامنو ته وروسپاره .

رضاء خان میر پنج د سلطنت مقام ته له رسیدا وروسته د ۱۳۰۵ لمزیز کال د غوايي په څلورمه د پهلوي لړۍ د لومړني پاچا په توګه تاج په سر کړ او په رسمي ډول ېې ځان د ایران پاچا وباله .

رضاء شاه تر ۱۳۲۰ کاله کابو ۱۶ کاله په ظلم او استبدادپاچاهي وکړه او بلآخره د متفقینو په لاس د ایران له نیول کیدا وروسته د دوهمې نړیوالې جګړې په ترځ کې په ۱۳۲۰ لمریز کال کې د برتانویانو د فشار په نتیجه کې له واکه لرې کیدا ته مجبور او زوی محمد رضاء ېې د خپل پلار په ځای د واک په ګدۍ کیناست .

 

۸۲ کاله پخوا د ۱۳۱۹لمریزکال د غوائ دمیاشتې په څلورمه نیټه په ایران کې په وړومبي ځل  دریډیو اداره تاسیس  او دتهران ریډیو له بوسټره  دهیواد دکورنیو حالاتو راپور خپور شو . دریډیو د تاسیس په پيل کې   ئې   دهغې چاره  اداره کول دټيلیفون ،پوسټ او ټيلیګراف  د وزارت ترنظر لاندې  وه او  پروګرامونه ئې  دلنډو او مینځنیو څپو په وسیله د دوو فریکانسونو  دوه کلو هاټس  او دوه  دیرشو کلوهاټس له لارې خپریدل .دتهران  ریډیو  له افتتاح کولو پنځه کاله وروسته  سوکه سوکه  د ایران ځيني ولسوالیو هم په ځاي فریکانسونو سره  محدود پروګرامونه خپرول ، تردې   چې  ورو ورو دفریکانسونو  قدرت  او د پروګرامونو د خپریدو وخت هم زیات شو . په ۱۳۵۷لمریز کال کې دایران داسلامی انقلاب له بري روسته  ، ریډیو ئي اوټيلیویژني  چینلونه  زیات شول  په دې توګه چې  همدااوس  دایران داسلامی جمهوریت دریډیو اوټيلیوژني  ادارې  دبهرنیو خپرونو  یا برونمرزي  په چینلونو کې  په څه دپاسه دیرشو ژبو هم  ریډیوئي اوټيلیوژني  پروګرامونه خپریږي