Apr 25, 2022 15:57 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د سه شنبې ورځ، د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې شپږم نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رمضان یا دروژې د مبارکې میاشتې له ۲۴ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له پینځه ویشتمې نیټی سره برابره ده

 

۷۳۳  کاله پخوا، د اووه سوه لسم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په څلورویشتمه نیټه، د ایران یو لوئ طبیب، ریاضی پوه، ستور پیژاندی او فیلسوف ډاکټر قطب الدین شیرازی د ایران په یوه شمال لودیځی ښار تبریز کښې وفات شو. هغه د هغه وخت د یوه نامتو متفکر خواجه نصیر الدین طوسی شاګرد ؤ. قطب الدین هغه کس ؤ چې د شنې زرغونې او د هغې د جوړیدا د څرنګوالی په باب یې څیړنې وکړې او د دې په هکله یې علمی تفسیر هم ترلاسه کړ. قطب الدین شیرازی همداراز د منطق، عرفان او هندسې په څیر علمونه د هغه وخت له مشهورو پوهانو زده کړل . هغه د طب د علم په زده کولو کښې هم ډیره هڅه وکړه او تر کلونو کلونو پورې د شیراز په روغتون کښې په طبابت او د ناروغانو په درملنې بوخت ؤ. قطب الدین شیرازی په طب، حکمت، ریاضۍ او نجومو کښې ډیر زیات کتابونه لیکلی دی چې له هغو څخه په طب کښې د ابن سینا د قانون په کلیاتو شرحې، د اقلیدوس د تحریر ترجمه، د خواجه نصیر الدین طوسی اثر او په نجومو او ستورپیژندنې کښې (نهایة الادراک فی درایت الافلاک) ته اشاره کولئ شو.

 

۴۱۷ کاله مخکې د ۱۶۰۵ میلادي کال د اپریل په ۲۶ نیټه

د ریلیشن په نوم د نړۍ لومړنۍ  ورځپاڼه  د یوهان کارولوس په منشي توب سره په فرانسه هیواد کې خپاره شوه. دغه ورځپاڼه ۷۰ کاله عمر وکړ. نن سبا په ټوله نړي کې هرورځ په زرهاو ورځپانو خپریږي چې په دې مینخ ومان کې حاضر دمه جاپانیانو ترټولو ورځپانه لوستونکي خلګ دي.

 

 ۹۷ کاله وړاندې د دیارلس سوه پنځم لمریز کال د غوایی په شپږمه نیټه ، د ایران اول بی سیمه ټیلیګراف او د راډیو بوسټر په کار پیل وکړ. د ایران لومړی راډیو بوسټر او بی سیمه ټیلیګراف په پیل کښې د جنګ وزارت تر کنټرول لاندې ؤ. په تبریز ، مشهد ، شیراز ، کرمان ، خرمشهر او کرمانشاه ښارونو کښې د وارلیس سیسټمونو نصبول چې له دیارلس سوه څلورم کاله پیل شوی وو، د دیارلس سوه پنځم کال په نیمایې کښې تر سره شول.په نهایت کښې د دیارلس سوه پنځم کال په مرغومی میاشت کښې د تهران او ولسوالیو د وارلیس ټول سیسټمونه د هغو دکارکونکو سره چې د هغو د ادارې لپاره روزل شوی وو، د ټیلیګراف او پوسټ د وزارت په واک کښې ورکړی شوی وو.

 

۳۷ کاله مخکښې د نولس سوه پینځه اتیایم میلادی کال د اپریل په شپږ ویشتمه نیټه، د ملګرو ملتو امنیت شورا په یوې اعلامیې کښې د پریکړې له صادرولوڅخه په ډډه کولو سره د ایران اسلامی جمهوریت پر ضد د صدام رژیم له خوا د کیمیایی وسلوکارول وغندل. صدام رژیم چې د ایرانی جنګیالیو له بریالیو عملیاتو وروسته له شرمونکی ماتې سره مخامخ شوې ؤ، د نړیوالو قوانینو په خلاف یې د دغو ماتو د جبرانولو لپاره د لویدیځوحکومتونو لخوا ورکړل شویو کیمیایی وسلو څخه استفاده وکړه. په داسې حال کښې چې ګڼ شمیرکیمیایی ټپیان د درملنې لپاره اروپا ته لیږل شوی وو او له کیمیایی وسلو څخه د صدام رژیم د استفادې په هکله روښانه دلیلونه موجود وو ،خو دختیځ او لویدیځ په دوو بلاکونو کښې د صدام ملاتړو حتی د صدام د دغو جنایتونو له غندلو هم ډډه کوله. بالاخره د عمومی افکارو په دباؤ پسې لویدیځ حکومتونه او د ختیځ زبرځواک د یوې بیانیې په چوکاټ کښې، د صدام رژیم د دغو اقداماتو غندلې ته حاضر شول خو داسې پریکړه لیک یې صادر نه کړچې په چوکاټ کښې یې د صدام رژیم او د هغه د لویدیځو او ختیځو ملاتړو ژمنو ته پام کیدلئ شو.

 

او له ننه ۲۶ کاله  مخکښې د نولس سوه شپږ نوېم میلادی کال د اپریل په شپږ ویشتمه نیټه، د لبنان پر ضد د صیهونیسټ رژیم شپاړس ورځینی عملیات، چې (د غوسې وږی) نومول شوی وو، ختم شول. په دغو عملیاتو کښې، د صیهونیسټ رژیم پوځیانو له مځکې ، هوا او سمندر څخه د لبنان پر پلازمینې او جنوب حمله وکړه. په دغه پوځی تیری کښې، د پراخو عامو سیمو او اقتصادی تاسیساتو له ویجاړیدا سربیره، د دغه هیواد یو سلو اتیا کسان شهیدان او په سلونو کسان ټپیان شول. (د غوسې وږو) عملیات ، د لبنان د اسلامی مقاومت د جنګیالیو او خلکو د روحیې د کمزورولو او د لبنان له جنوب څخه د وتلو په منظور د تل آبیب د شرایطو د تپلو لپاره ، تر سره شول. خو لبنان همداراز د امنیت شورا څلورسوه پینځه ویشتم پریکړه لیک سره سم د دغه هیواد له جنوب څخه د صیهونیسټانو چټک او د بی لا قید او شرطه وتلو پر ضرورت ټینګار وکړ. د لبنان او اسلامی مقاومت د دغه دریځ له امله صیهونیسټ رژیم په دوه زرم میلادی کال کښې له جنوبی لبنانه د خپلو ځواکونو ویستلو ته اړ شو. د اسرائیلو د ناروا رژیم د جوړیدا له وخت راهیسې د لومړی ځل لپاره دغه رژیم د ولسی مقاومت له امله تر خپل نیواک لاندې ټاټوبو څخه شاتګ ته مجبور شو. دغه شاتګ د لبنان اسلامی مقاومت لپاره یو لوئ بریالیتوب ؤ او د لبنان خلک هر کال په دغه ورځ جشن لمانځی.