تاریخ پانه
نن د زیارت ورځ، یا ۵ شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې اتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال رمضان یا د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له ۲۸ نیټی سره برابره ده
۳۱۸ کاله پخوا، د یوولس سوه پینځه ویشتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په شپږویشتمه نیټه، د یوولسمې او دولسمې قمری پیړۍ یو لوئ ایرانی عالم او په جمال الدین مشهور محمد خوانساری وفات شو. هغه په یوې علم لرونکی او مذهبی کورنۍ کښې زیږیدلی ؤ او د ایران په یوه مرکزی ښار اصفهان کښې یې زده کړې وکړې او په کلام، فقې، د فقې په اصولو، فلسفې او تفسیر کښې یې ډیره تجربه ترلاسه کړه. جمال الدین خوانساری د یوه مشهور ایرانی پوه ابن سینا پر (شفا و اشارات) لمن لیک لیکلی او دغه راز یې د لمعې، تهذیب او مختصر الاصول نومې کتابونو هم شرحې لیکلی دی.
۴۱ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په اتمه نیټه، د ایران یو باتور سردار بریدمن علی اکبر شیرودی له عراقی تیری ګرو سره په جګړه کښې شهید شو. شهید شیرودی د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوایی ځواک یو ماهر او ژمن پایلټ ؤ او د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته یې د ایران په لویدیځ کښې له پردیو مزدورانو او منافقینو سره مقابله وکړه او په پردیو پورې له پییلو ورانکارو عناصرو څخه د دغې سیمې په پاکونه کښې یې ډیر ستر رول درلود.
د ایران په خلاف د صدام د رژیم د تپلی جنګ په پیلیدو سره بریدمن شیرودی په جنګیالانو کښې شامل شو او په ډیرو سختو شرایطو کښې یې د بعثی رژیم مورچې په ځلونو د خپلو هوایی بریدونو هدف وګرځولې. هغه په همداشان یولړ عملیاتو کښې د خپل ماموریت له ترسره کولو وروسته خپل پخوانی ارمان یعنی د خدای تعالی جل جلاله په لاره کښې شهادت ته ورسید.
۳۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په اتمه نیټه، په عربستان کښې واکمن آل سعود د ایران له اسلامی جمهوریت سره خپلې اړیکې پرې کړې. د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کال د زمری د میاشتې په نهمه نیټه، په مکې کښې د خونړۍ جمعې په ورځ د آل سعود رژیم لخوا د خدائ د کور د ایرانی زایرانو له عامې وژلې وروسته له دغه هیواد سره د ایران اړیکې ډیر ټیټ حد ته ورسیدلې او په سعودی عربستان کښې د ایرانی ډیپلماټانو شمیر ډیر زیات کم شو. په ایران کښې د سعودی سفارت غړی هم ډیره موده مخکښې له تهرانه وتلی وو، تر دې چې بالاخره د نولس سوه شپږ اتیایم میلادی کال د اپریل په اته ویشتمه نیټه د دواړو خواو اړیکې بیخی پرې شوې. حتی بیت ا... الحرام او د رسول پاک (ص) پاک حرم ته د ایرانی حاجیانو او زیارتوالو لیږل هم د دریو کالو لپاره بند شول. د دواړو هیوادونو اړیکې په داسې شرایطو کښې غوڅې شوې چې عربستان د ایران له اسلامی جمهوریت سره په جنګ کښې د صدام د رژیم تر ټولو ستر مالی ملاتړئ ؤ او دا کار د ایران د اسلامی جمهوریت د تنکی نظام په خلاف د سیاسی، اقتصادی او پوځی دباونو د دایرې د تنګولو لپاره د امریکې له اقداماتو سره غږمله ؤ.
۳۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته شپیتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په اتمه نیټه، یو مشهور ایرانی سیاستوال او څیړاند احسان طبری وفات شو. هغه په دولس سوه پینځه نوېم لمریز کال کښې په ساری کښې وزیږید. په ځوانئ کښې یې مارکسیزم ته مخه کړه او په دیارلس سوه شپاړسم لمریز کال کښې له دوه پنځوسو کسانو سره د رضا شاه په زندان کښې زندانی کړائ شو او د رضا خان تر جلاوطنۍ پورې زندانی پاتې شو. طبری وروسته د تودې ګوند په فعالیتونو کښې ګډون وکړ او په دیارلس سوه اووه ویشتم لمریز کال کښې د باچا له ناکامه ترور او د تودې ګوند له غیر قانونی اعلانیدا وروسته، په اعدام محکوم شو. هغه له دغې پیښې وروسته ماسکو ته ولاړ. احسان طبری په شوروی کښې له نهه کالو اقامت وروسته ختیځې جرمنی ته هجرت وکړ او په هغه هیواد کښې یې تر کلونو پورې تدریس ته مخه کړه. هغه له عربی، پهلوی، روسی، جرمن، انګریزی، فرانسوی، ترکی آذری او ترکی اسلامبولی ژبو سره هم اشنایی درلوده او د ادبیاتو او فلسفې د تاریخ په زمینه کښې یې مهارت درلود. طبری په دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال کښې د خلکو د پاڅون او د اسلامی انقلاب د څپو په اوج ته رسیدا سره په یو وخت له دیرشو کالو لیری اوسیدو وروسته ایران ته راغئ او د تودې ګوند له بیا پرانیستلو سره یې خپل سیاسی فعالیتونه له سره پیل کړل. په دیارلس سوه دوه شپیتم هجری لمریز کال کښې د اسلامی نظام پر ضد د دغه ګوند د ګڼ شمیرو دسیسو له کشفولو وروسته د هغوئ فعالیت د اسلامی جمهورت له مصلحتونو سره په توپیر کښې وپیژاندل شو او احسان طبری د ګوند له مشرتابه پلاوی سره یو ځائ ونیوئ او زندانی کړائ شو. احسان طبری په زندان کښې پر خپلو او د ګوند پر تیروتنو اعتراف وکړ او په دې زمینه کښې یې په دیارلس سوه شپږ شپیتم کال کښې د (کژ راهه) کتاب ولیکه. هغه همداراز د احمد کسروی ، صادق هدایت او سید حسین تقی زاده په مفکورو کښې د څیړنې لپاره د (آورندګان اندیشه خطا) په نوم کتاب په لیکلو لګیا ؤ چې د هغه په مړینې سره ناتمامه پاتې شو. احسان طبری د دیارلس سوه اته شپیتم لمریز کال د غوایی په اتمه د مرګ په وخت درې اویا کلن ؤ.
او له ننه ۳۰ کاله مخکې د ۱۹۹۲ میلادي کال د اپریل په ۲۸ نیټه
د افغانستان مجاهدینو د پخواني شوروي د پوځيانو او په افغانستان کې د هغوی لاسپوځی حکومت سره له کلنو مبارزې نه ورسته بریالیتوب تر لاسه کړل.
شوروي پوځیانو د افغانستان د لسو کلنو نیواکه ورسته په ۱۹۸۹ میلاد کال کې مجبورشول چې له دغه هیواد څخه ووځي . خو په افغانستان کې
د سیاسي افغان ډلو د نه غږملتیا او هغوی ته د بهرنیو مرستو د کمیدا مسئله سبب شوه چې د افغانستان حکومتي قواو د شوروي په پوځي او مالي مرستو سره بیاهم قدرته باقي پاته شي. په ۱۹۹۲ میلادي کال د اپریل په میاشت کې د افغانستان مجاهدین پلازمینه کابل ونیول او د شوروي لاسپوڅی حکومت نسکور شو.