Apr 27, 2022 15:31 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارک ورځ ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د غوي د میاشتې نهمه، د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د رمضان یا د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۲۹ نیټه ده

 

۸۸۳  کاله پخوا، د پینځه سوه شپیتم هجری قمری کال د رمضان په اوه ویشتمه نیټه، په ابن عربی مشهور یو لوی مسلمان دانشمند او عارف محی الدین ابوبکر بن محمد د نننی اسپانیا په جنوب کښې په آندلس کښې و زیږید. هغه په اته کلنۍ کښې د آندلس مشهور ښار اشبیلیه ته ولاړ او قرآن، فقه او حدیث یې زده کړ. ابن عربی همداراز له ځوانئ څخه سیر او سلوک او عرفان پیل کړ. هغه دیرش کلن ؤ چې نورو اسلامی ټاټوبیو ته ولاړ څو لا زیات علوم او معارف زده کړی او په دغو سفرونو کښې د کتاب له لیکلو هم غافل نه ؤ. ابن عربی له شپږ سوه شیلم هجری قمری کاله په دمشق کښې پاتی شواو تدریس او کتاب لیکنې ته یې مخه کړه. دغه مسلمان عالم او عارف ګڼ شمیر کتابونه لیکلی دی چې پکښې د الفتوحات المکیه ، فصوص الحکم او المبادی و الغایات کتابونو ته اشاره کولئ شو. ابن عربی په شپږ سوه اته دیرشم هجری قمری کال کښې په دمشق کښې وفات شو.

 

۳۳۳ کاله پخوا، د یولس سوه لسم هجری قمری کال د رمضان په اوه ویشتمه نیټه، د اسلام یو لوی عالم علامه محمد باقر مجلسی وفات شو. هغه د خپل عمر په اوږدو کښې ګڼ شمیر آثار تالیف او تدوین کړل چې د مسلمانو د رجوع په ترټولو مهمو آثارو کښې ګڼل کیږی. علامه مجلسی په دینی علومو، د حدیث تدوین او دینی علومو په زمینه کښې د کتاب په تالیفولو کښې د مهارت له نظره لوړه مرتبه درلوده. دغه نامتو عالم د خپل عمر په اوږدوکښې د جمعی او جمعی لمونځ امامت ، د دینی مدرسو جوړول، د پیغمبر اکرم (ص) او د هغه حضرت د کورنۍ د حدیثونو ترویجول او د هغو پراختیا لپاره ډیرې هڅې وکړې. د علامه مجلسی تالیفات تر شپږ سوه ټوکو زیات دی چې په تر ټولو مشهورو کښې بحار الانوار ته اشاره کولئ شو. دغه

کتاب په عربئ ژبه کښې د خبرونو او حدیثونو یوه ټولګه دی چې علامه مجلسی هغه له پرله پسی کلونو وروسته راغونډ کړی دی. همداراز د عین الحیات، حیوة القلوب او زاد المعاد کتابونه د دغه لوئ مسلمان دانشمند له نورو آثارو څخه دی.

 

۳۱  کاله وړاندې د ۱۳۷۰ لمریز کال د غوايي یا ثور د میاشتې په ۹مه نېټه، ایرانی استاد، محقق او ټولن پېژاندی، ډاکټر غلام حسین صدیقي په ۷۸ کلنۍ کې وفات شو.

هغه خپلې زده کړې د تهران په دارالفنون او علمیه مدرسو کې پای ته ورسولې.

ډاکټر صدیقي د زده کړو ددوام لپاره فرانسې ته ولاړ او د فلسفې او ټول پېژندنې په برخه کې د ډاکټرۍ درجې ترلاسه کولو وروسته ایران ته ستون شو او په تهران پوهنتون کې یې د فلسفې د تاریخ او ټولن پېژندنې تدریس ته مخه کړه.

ډاکټر صدیقي همدارنګه د ملي اثارو ټولنې او د ټولنیزو تحقیقاتو او اطلاعاتو موسسې په جوړېدو کې یې ډېر مهم رول درلود.

له ډاکټر غلام حسین صدیقي څخه چې یوڅه وخت د یونسکو د ملي کمیسیون غړی هم و، د (( ګرازش سفر هند، جشن های دینی ایرانی در قرون دوم و سوم هجری قمری او تصحیح رسالات ابن سینا)) په شان تالیفات پاتې دي.

 

۲۳ کاله وړاندې د ۱۳۷۸ لمریز کال د غوايي په ۹مه نېټه، په ایران کې د ښارونو او کلیو د اسلامي شورا ګانو د  لومړنی پړاو استازو په کار پیل وکړ او دغه ورځ په ایران کې د ((د شوراګانو)) ورځ و نومول شوه.

دا چې په اسلام کې مشوره او همفکري ډېره مهمه ده، د ایران د اسلامي جمهوریت په اساسي قانون کې هم شورا ګانې ځانګړی او پياوړی ځای لري د ایران ددیني ولسواکۍ په نظام کې د خلکو د ارادې ښکاروندوی دی.

په دې قانون کې د هېواد د چارو د اداره کولو لپاره د خلکو له خوا مختلفې شورا ګانې غوره کېږي چې اسلامي شورا او د رهبرۍ د خبرګانو شورا له دې جملې څخه دي.

همدارنګه د اساسي قانون اووم څپرکی د ښارونو او کلیو اسلامي شوراګانو ته بیل شوی دی او ددې قانون سلمې مادې، د هغوی دندې د خلکو د ملګرتیا له لارې د ټولنیزو، اقتصادي، ودانیو جوړولو، روغتیا، کلتوري، روزنیزو او د هوساینې د نورو چارو د پروګرامونو چټک پر مخ بیول بللي دي.

 

او له ننه۲۳  کاله مخکښې د ۱۳۷۸ لمریز کال د غوي په نهمه نیټه همداشان د ایران اوسمهاله محقق، مترجم، ادیب او شاعر ډاکټر ذبیح ا... صفا وفات شو. ذبیح ا... صفا شهمیرزادي په کال ۱۲۹۰ کښې د سمنان په شهمیرزاد کښې زیږیدلی و. ابتدايي او متوسطه زده کړې یې همهلته او په بابل کښې وکړې. بیا تهران ته راغی او خپلې زده کړې په ادبیاتو کښې تر دکترا پورې جاري وساتلې او د پوهنتون استاد شو.

ډاکټر صفا په خپل کلتوري عمر کښې په حساسو پوسټونو پاتې شو او له دې لارې یې ډیر کلتوري او اجتماعي خدمات په یادګار پریښودل. په دغو کښې ځیني خدمات په دا ډول دي: په ایران کښې د یونیسکو د ملي کمیشن عمومي منشي، د تهران پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي مشر، د یونیسکو په عمومي کانفرنسونو کښې د ایران د نماینده پلاوي غړی، د ایران د مؤلفانو او مترجمانو د شرکت د مدیره پلاوي غړی او هم د ایران د فرهنګستان دائمي غړی.

استاد صفا له هغو استادانو دی چې د فارسي ادبیاتو، تاریخ او کلتور په برخو کښې یې ډیر ګټه ور تحقیقات کړي او په پنځو ټوکو کښې (تاریخ ادبیات ایران)، (تاریخ علوم عقلي در تمدن اسلامی)، (حماسه سرایي در ایران)، په دریو ټوکو کښې (ګنج سخن) او (مذاهب تشیع در ایران) کتابونه پکښې شامل دي.

استاد صفا په ۱۳۵۴ لمریز کال کښې د جرمني په لوبک ښار کښې استوګن شو او خپل تحقیق او لیکنې ته یې دوام ورکړ. دغه تکړه ادیب بلآخره د ۸۸ کالو په عمر کښې په کال ۱۳۷۸ لمریز کښې د جرمني په لوبک کښې وفات شو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو.

 

او نن د روژې د مبارکې میاشتې ورستې جمعه د قدس نړیواله ورځ ده.

د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د ایران د اسلامی جمهوریت د

بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح په وسیله په ۱۳۵۸ هجري لمریزکال د غبرګولې د میاشتې په ۱۶ (۱۳۹۹ هجري قمري کال د رمضان یا د روژې د مبارکې مياشتې ۱۳ او د 1979 میلادی کال په اګست )د قدس ورځ نومول شوی ده .

حضرت امام خمیني ره  د یوډیر مهم  او برخلیک  تاکونکی پیغام په ترڅ

کې هرکال د روژ ې د مبارکې میاشتې اخر ي جمعه د قدس د نړیوالې

ورځې په توګه اعلان وکړاو هغه يي داسلام د بیا ژوندي کیدو  ورځ

وبلله او دنړۍ له مسلمانانو يي وغوښتل چې په دغې ورځې دې د

صیهونسټانواو دهغوی له ملاتړ و خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندي

کړي . له هغه نه ورسته هرکال  د روژې  دمبارکې میاشتې اخري جمعه

په اسلامي ایران او د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې مسلمانان  د فلسطین د

خلګو د آرمانونو څخه په ملاتړ کې د قدس د نیواکګررژیم پر ضد ډیر

ستر لاریونونه  تر سره کول  

 . بې شکه د ایران د اسلامی انقلاب بریالیتوب د فلسطین د مقاومت د ډلو

په بڼه غوره کیدا او له صیهونیسټو نیواکګرانو سره د فلسطینی ملت په

مبارزه کې ډیر مهم رول درلودلی او د امام خمینی رح په مشرۍد انقلاب

له بریالیتوبه د ۴۲ کلونو په تیریدا سره د نړۍ په سویه په ۴۰ هیوادنو کې ډیر ستر لاریونونه په تر سره کیدو سره د دغه انقلاب

غوړیدا ورځ په ورځ  لا زیاتیږی چي دغې  زمینې په اسلامی غورځنګونو کې ډیره لیدل کیږی .