تاریخ پاڼه
نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د غوي د میاشتې لسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د د رمضان یا دروژې د مبارکې میاشتې له ۲۸ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د اپریل له دیرشمې نیټې سره برابره ده.
د ایران په کال هنداره کې د غويي لسمه نېټه د فارس خلیج د ملي ورځې په توګه نومول شوې ده.
دغه ورځ ځکه د فارس خلیج د ملي ورځې په توګه نومول شوې ده چې ځینې ایران ضد خلکو د تاریخ په اړولو سره په فارس خلیج نور نومونه کېښودل.
ددې خلیج تاریخي نوم، په بېلا بېلو ژبو ژباړل شوی، عبارت دی له فارس خلیج یا پارس سمندر .
فارس خلیج د مکسیکو او هودسن له خلیج وروسته د نړۍ درېیم ستر خلیج ګڼل کېږي.
په فارس خلیج او د هغو په سواحلو کې د ګازو او تیلو د پرېمانه سرچینو د شتون له امله، دغه اوب لاره په نړیواله او سیمه ییزه کچه مهمه او سټراټژيکه ګڼل کېږي.
فارس خلیج، ترټولو اصلي نوم دی چې له ترټولو پخوانیو سرچینو څخه پاتې دي.
اسلامي تاریخ لیکونکي او جغرافیه پوهان، لکه طبري، مسعودي او یعقوبي په یوه خوله، له ځانه په پاتې خطي کتابونو کې اعتراف کړی چې له اسلامه پخوا وختونو کې د فارس خلیج ټولې سیمې د ایران اړونده وې.
د ایران د اسلامي جمهوریت د فرهنګي انقلاب لوړې شورا، د ایران د ملت د تاریخي او کلتوري هویت په نښه کولو ته په پام سره، د غوايي په لسمه، د هرمز له تنګي څخه د پرتګالیانو د وتلو ورځ، د فارس خلیج ملي ورځ و نوموله.
د فارس خلیج لرغونتوب، په همدې نامه دومره پخوانی دی چې ځينې پردې باور دي چې فارس خلیج د نړۍ د تمدن زانګو ده.
لرغوني یونانیان دغه خلیج، پرسیکوس سینوس، یا سینوس پرسیکوس چې هماغه فارس خلیج دی، نوماوه، ځکه دا چې دغه نوم په لومړي ځل په سمو سرچینو او باوري تاریخ چې غیر ایرانیانو لیکلې دي راغلي دي، د هغو په وضع کې هیڅ ډول توکمیز شک نشته.
۱۱۷۱ کاله پخوا، د دوه سوه دوه اویایم هجری قمری کال د رمضان په اته ویشتمه نیټه، ایرانی ستور پیژاندی او د حدیث د علم یو لوی عالم ابو معشر بلخی وفات شو. هغه د دریمې هجری قمری پیړۍ په لومړیو کښې بغداد ته ولاړ او د نجوم علم ته یې مخه کړه او په دی لاره کښې یې بیلا بیلې سرچینې چې په یونانۍ، سریانۍ، هندۍ او عربۍ ژبو کښې لیکل شوی وې ، ولویستلې. ابو معشر په خپل وخت کښې یو تر ټولو مشهور مسلمان ستور پیژاندی ؤ او د هغه شهرت تر ورپسی پیړیو پورې هم همهغه راز و ساتل شو. د ابو معشر د لید توګی پر اساس، ټول معارف الهی سرچینې لری او د نجوم علم هم له دغې قاعدې استثنا نه دی. د ابو معشر آثار د لرغونو لیکنو د ځینو برخو د لرلو له نظره چې د هغو اصل له مینځه تللئ، د پام وړ دی. له دغه مسلمان ستور پیژاندی په یادګار پاتی تر ټولو مهمو آثارو کښې د المدخل الکبیر او الموالید الصغیره کتابونو ته اشاره کولئ شو.
۷۱ کاله وړاندې د ۱۳۳۰ لمریز کال د غوايي په لسمه نېټه، د ایران د ملي شورا له خوا د انګلیستان د تیلو شرکت د لاس لنډولو قانون تصویب شو.
د تیلو د صنعت له ملي کېدو وروسته، د ایران دولت پرېکړه وکړه چې د ایران له تیلي شرکت څخه د انګریزانو لاس لنډ کړي، نو ځکه یې پارلمان ته لایحه واستوله چې په هغو کې، د ایران د تیلو په چارو کې دانګلیستان لاس لنډ او واک ترې اخیستل کېدو.
ددغه قانون په تصویبېدو سره، له تیلي شرکت څخه انګریز کار کوونکي و ایستل شول او د تیلو صنعت د ایرانیانو لاس ته ورغی.
انګلیستان چې خپلې ګټې یې له لاسه وتلو په حال کې لیدلې، ملګرو ملتونو او د هالنډ د هیګ نړیوالې محکمې ته شکایت وکړ ، خو محکمې د ایران په ګټه حکم وکړ، په نتیجه کې د ایران او انګلیستان سیاسي اړیکې پرې شوې.
انګریزان چې ددې پېښې اصلي عامل یې مصدق باله، پرېکړه یې وکړه چې مصدق له واکه لرې او پر پاچا یې فشار واچاوه چې د زمري یا اسد د ۲۸مې امریکايي او انګلیستاني کودتا په شمول ورپسې ډېرې پېښې یې رامنځ ته کړې.
۵۲ کاله وړاندې، د ۱۳۴۹ لمریز کال د غوايي په لسمه، اوسمهالی ایرانی شاعر، لیکوال او انځور ګر، استاد (( اسماعیل اشتیاني)) وفات شو.
هغه د لومړۍ دورې او دارالفنون په عالي مدرسه کې ، د مشهور ایراني هنروال او انځور ګر، کمال الملک څخه د انځورګرۍ هنر زده کړ.
استاد آشتیاني د کمال الملک ترټولو ستر شاګرد و، کله چې په ۱۳۱۱ لمریز کال کې کمال الملک د مستظرفه د صنایعو د عالي مدرسې له مشرۍ څنګ ته شو، هغه یې خپل ځای ناستی وټاکه.
د آشتیاني د مدیریت په وخت کې په دې مدرسه کې د ریاضیاتو او هنر تاریخ په شان د نویو درسونو ښودنه پيل شوه.
د استاد اشتیاني له پیاوړو تابلو ګانو (( نامه نویس)) او(( پرنده های تیرخورده)) ته اشاره کولای شوو.
همدارنګه د نوموړي له ادبي اثارو د شعله په تخلص سره(( دیوان اشعار))،(( سفر نامه اروپا)) او(( تاریخ حیات کمال الملک)) د یادولو وړ دي.
استاد اشتیاني د هنر په ډګر کې د خپلو ډېرو خدمتونو له امله د ډاکټرۍ افتخاري درجه او د هنر لومړی نښان ترلاسه کړ.
بالاخره دغه ستر هنر وال په ۷۸ کلنۍ کې په تهران کې وفات شو.
۴۳ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوايي په لسمه نېټه د مصر له رژيم سره د ایران د اسلامي جمهوریت سیاسي اړیکې پرې شوې.
وروسته له هغه چې د مصر ولسمشر محمد انور سادات له صهیونیسټ رژيم سره د کمپ ډیویډ شرمونکي تړون په لاسلیکولو سره د فلسطین د ملت او اسلامي نړۍ له هیلو سره خیانت وکړ، په همدې ورځ د اسلامي انقلاب ستر رهبر، امام خمیني رح په حکم د ایران د اسلامي جمهوریت دولت د مصر له دولت سره اړیکې پرې کړې.
د مصر او اسراییلو ترمنځ د خاینانه تړون لاسلیکېدل د فلسطین د ملت او اسلامي امت ګټو او روا غوښتنو ته له پام پرته و چې د فلسطین د خلکو د حقوقو تر پښو لاندې کول او د صهیونیزم نړیوالو یرغلونو ته یې روا والی ورکاوه.
انور سادات څه موده وروسته د همدې شرمونکي تړون د لاسلیکولو په جرم د یوه پوځي پریټ د ترسره کېدو په حال کې د خالد اسلامبولي په نامه د یوه مبارز له خو په ډزو سره د خپلو اعمالو په سزا ورسید او ووژل شو.
۴۲ کاله وړاندې د ۱۳۵۹ لمریز کال د غوايي په لسمه نېټه، په لندن کې د ایران سفارت د اسلامي جمهوري نظام د مخالفینو په نیواک کې ورغی.
په ایران کې د امام د خط مسلمانو محصلینو له لاسه د امریکا د سفارت د برمته شویو د آزادېدو لپاره پر ایران د امریکا د پوځي برید له ماتې او د طبس له پېښې پنځه ورځې وروسته، په لندن کې پنځو وسله والو کسانو د ایران سفارت ونیو او په سفارت کې یې ټول شل ایراني کار کوونکي برمته کړل.
دغه کسان چې ځانونه یې ایراني عرب معرفي کړل، د هغو زندانیانو د آزادېدو غوښتنه یې وکړه چې د ایران په سویل کې د چاودنې د پېښو په تړاو نیول شوي وو.
هغوی همدارنګه وویل چې که ایران امریکايي برمته شوي کسان آزاد کړي، دوی به سملاسي نیول شوي ایراني ډیپلوماټان آزد کړي.
د ایران دولت د برید ګرو هیڅ غوښتنه ونه منله تر دې چې ترهګرو د خپلو غوښتنو له پوره کېدو څخه له نهیلۍ وروسته، په لندن کې د ایران سفارت والوځاوه او ۲ کسان یې شهیدان کړل.
او له ننه ۴۰ کاله وړاندې د ۱۳۶۱ لمریز کال د غوايي یا ثور د میاشتې په لسمه نېټه، د عراقي بعثیانو تر نیواک لاندې د ایران د سویلي سیمو د پراخو برخو د آزادولو په موخه د بیت المقدس ستر عملیات پيل شول.
ددې عملیاتو په پای کې، د عراق د بعثي نیواکګرو د تېري پر وړاندي د ایراني ځوانانو د مقاومت او درېدنې سمبول، خرمشهر سټراټژيک ښار آزاد شو.
په دې عملیاتو کې د عراق بعث رژيم هم د وژل شویو کسانو د شمېر او هم د بندیانو، هم د پوځي وسلو د له منځه وړلو او هم له نړیوال اړخه ستره ماتې وخوړله.
د بیت المقدس عملیات د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د عراق د بعث رژيم په تپلې اته کلنه جګړه کې نوی څپرکی دی.
له دې عملیاتو وروسته، د بعث رژيم په بشپړه توګه په دفاعي دریځ او ایراني جنګیالی په یرغلیز دریځ کې ورغلل.