May 02, 2022 14:05 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

دوستانو نن نهی ورځ یا ۳ شنبه د ۱۴۰۱ لمریز کال دغوائ دمیاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ قمری کال د شوال یا د کوچنۍ اختر دمیاشتې له ۱ او د ۲۰۲۲کال دمئ له ۳ نیټې سره سمون خوری

خوږومینه والو نن د روژې دمبارکې میاشتې په پائ کښې د کوچنی اختر ورځ ده . دروژې اختر داسلام یو لوی اختر دی ، مسلمانان دپاک پروردګار په درګاه کې له یوې میاشتې روژې او عبادت ختمیدو وروسته شکر اداکوی او د خپلو روژو په خوړلو سره په دغې لوئې ورځې جشن لمانځی . کوچنی اختر ، دروژې دمبارکې میاشتې سره خدای په آمانی ، یعنی دعبادت او ځان جوړونې له میاشتې سره خدای په آمانی ده . د روژې دمبارکې میاشتې په پای کې د اختر په ورځ روژه ساتل حرام دی او خلک پر خپل نفس دغلبې او د تقوا دترلاسه کولو لپاره له یوې میاشتې هڅو وروسته ،په ولولناک ټولنیز او پرتمینې اجتماع کې د روژې دمبارکې میاشتې داختر لمونځ اقامه کوی . داسلام دګران پیغمبر تره زوی او جانشین او زوم ، حضرت امام علی علیه السلام په تیره بیا د روژې داختر په باب فرمائی :،ائ خلکو ، نن یوه داسې ورځ ده چې په دې ورځ نیک خلک انعام او جایزه اخلی او بدکاران په د غه ورځ تاوان مومی . خورا کم اجر چې د روژتیانو سړیو اوښځّو لپاره دی ، دادی چې د ورژې دمبارکې میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې یوه فرښته دوی ته ځیری ورکوی چې ځیری وی پر تاسو ائ دخدای بندګانو،هغه څه چې د تاسو له تیرو ګناهانو څخه وو و بخښل شول . نو خیال کوئ چې دتاسو د عمر په پاتې شپو ورځو کې دخدای پاک رضایت ترلاسه کړئ .:

د ورژې دمبارکې میاشتې نیکمرغه اختر دې پر ټولو مبارک وی

 

۱۱۹۰ کاله پخوا د ۲۵۳قمری کال د اختریا شوال دمیاشتې په لومړی نیټه

د دریمې قمری پیړۍ یو مشهور محدث محمد بن اسماعیل بخاری د سمرقند په شاوخوا کې په فرهنګ سیمې کې وفات شو . بخاری دعلم د ترلاسه کولو لپاره لیرې او نزدو سیمو ته سفرونه وکړل او ډیره پوهه ئې ترلاسه کړه . هغه په امام بخاری هم مشهور دی . د :صحیح بخاری :نومې کتاب جې داهل تسنن یو معتبر کتاب دی ،دامام بخاری له آثارو دی . دغه ارزښتمند اثر کې کابو نهه زره حدیثونه دی چې له شپږو لکو حدیثونو ټاکل شوی دی .. دهغه په نورو مهمو آثارو کې : الادب المفرد ، التاریخ الکبیر او دفقې په علم کې السنن نومې کتابونو ته اشاره کولی شو

 

۸۷۴ کاله مخکې د ۵۶۹قمری کال دشوال دمیاشتې په لومړۍ نیټه

یو مسلمان ادیب ، مفسر او شاعر او په ابن دهان مشهور سعید بن مبارک وفات شو . هغه په بغداد کې زیږیدلی ؤ او دمقدماتی زده کړو وروسته ئې د لغت علم زده کړ او له ډیرو لویانو ئې حدیثونه واوریدل . دغه ستر لغت پیژاندی همداراز له ادبیاتو ، په تیره بیا شعر ویلو سره ډیره دلچسپی درلوده او خپل شاګردان ئې هم شعر ویلو ته هڅول .. همداراز ابن دهان یو لوی کتابتون درلود چې د دجله سین داوبو په سلاؤ کې ئې ډیر تاوانونه ولیدل . د ابن دهان له آثارو څخه یوازې ډیره کمه برخه پاتې ده چې دشعر او ادب په زمینې کې او په خطی بڼه ده .

 

۸۳۷  کاله وړاندې د ۶۰۶قمری کال د شوال دمیاشتې په لومړۍ نیټه

یومشهور اسلامی پوه او په فخر رازی مشهور ابو عبدا.... محمد بن عمر رازی وفات شو . هغه په ۵۴۴قمری کال کې له تهران سره نزدې په شهر رې کې زیږیدلی ؤ او خپلو زیاتو وړتیاؤ ته په پام سره ډیر زر دفقې ، تفسیر،کلام ،فلسفې ،منطق ، په څیر په ډیرو اسلامی علومو کې دخپل وخت سرخیل شو .فخررازی په ویناؤ او مناظرو کې هم ډیره تجربه او پوهه درلوده او په بیلابیلو ښارونو کې ئې له دینی عالمانو سره بحثونه کول .همداراز دهغه د درس کلاس په تیره بیا په هرات کې د علم له لیوالو طلبه ؤ او عالمانو هروخت ډک ؤ . فخر رازی په فلسفی مسئلو کې ډیر شکونه وکړل چې له ده وروسته فلسفیانو ورته ځوابونه ورکړی دی . هغه په اسلامی علومو کې بیلابیل کتابونه هم لیکلی دی چې په هغو کې خورا مهم : تفسیر کبیر : نومې اثر دی . ددغه نامتو عالم په نورو کتابونو کې : شرح نهج البلاغه ، نهایة العقول او سراج القلوب ته اشاره کولی شو

 

۵۰۳ کاله پخوا د پینځلس سوه پینځلسم میلادی کال د مئی په دریمه نیټه، د پرتګال بیړیو د ایران پر هرمز ټاپو په بریدسره هغه ونیوله او په مینځنی ختیځ کښې یې د لویدیځ استعمار او لاس وهنه پیل کړه. دغه اسټراټیجیکه ټاپو د هرمز د تنګی په خوله کښې پرته ده چې فارس خلیج او د ایران په جنوب کښې د عمان سمندر له یو بل سره نښلوی. په دې خاطر چې ایران ښه او سمبال سمندری ځواک نه درلود، د پرتګال استعمارګرو تر یو زرو پینځه سوه یویشتم میلادی کاله پورې د بحرین پشمول د فارس خلیج یوشمیر نورې ایرانی ټاپوګانې چې په هغه وخت کښې د ایران برخې ګڼل کیدې، و نیولې. د پرتګالیانو نیواکګری او تاؤ تریخوالۍ په مختلفو وختونو کښې د ایران د خلکو د غوسې او راپاریدو سبب شو. بالاخره د ایران د سمندری ځواک د جوړیدا او د هغه له پیاوړتیا سره د فارس خلیج ایرانی ټاپوګانې تر شپاړس سوه دوه پنځوس میلادی کاله ورو ورو د پرتګالیانو له نیواکه ازادې شوې

 

  ۲۱۴ کاله پخوا،د ۱۱۸۶ لمریز کال دغوائ دمیاشتې په دیارلسمه نیټه

دایران اوفرانسې ترمینځ دفین کنشټاین (Treaty of Finckenstein) تړون وشو . ددغه تړون له امله فرانسه ژمنه شوه چې دپوځی کارپیژاندو او وسلو په لیږلو سره دګرجستان او د ایران په خاوره کې د روسیې نورو نیول شویو سیمو دبیرته اخستو کې له ایران سره مرسته وکړی . ددې په مقابل کې ، ایران هم ژمنه کړې چې له انګلتسان سره خپلې ټوله سیاسی او تجارتی اړیکې غو څوی او له دغه هیواد سره دجنګ اعلان کوی او له انګلستان اوروسیې سره دفرانسې په جنګ کې دفرانسې متحد کیږی . همدار از که نیپولیّن وغواړی له ایرانه په هند چې دانګلستان مستعمره وه ، لښکر کشی وکړی ، نو ایران دفرانسې دلښکریانو دتیریدا لپاره خپل ټول امکانات دهغوی په اختیار کې ورکړی . ددغه تړون له ترسره کیدا وروسته ، دجنرال ګارډن په قوماندې دپوځی سلاکارانو یوه ډله ایران ته راغله څو ایرانیو لښکریانو ته داروپائی جنګونون رسم او رودې ورزده کړی . ، دغه تړون ډیر دوام ونه کړ او نیپولیّن بناپارت دخپلې ژمنې په اپوټه، له یوې مودې وروسته ئې روسیې ته د دوستۍ لاس ور اوږد ک ړ او فرانسوی سلاکاران هم له ایرانه ووتل .

 

له ننه ۱۶۷ کاله مخکې د ۱۲۳۳ لمریز کال دغوائ دمیاشتې په ۱۳

دایران یو حکیم او شاعر او په قاآنی مشهور میرزا حبیب ا... شیرازی وفات شو . هغه په ۱۱۸۷لمریز کال کې په شیراز کې زیږیدلی ؤ او او دزده کړو او پوهې دترلاسه کولو لپاره مشهد ته لاړ او دغه راز ئې شعر وئیلو ته هم مخه کړه . قاآنی له لسو کلونو وروست وتوانیدد نحو،بیان ،دهندسې داصولو ،نجومو ،حکمت ،کلام ،فلسفې او ادب او فنونو او شعرونو کې مهارت ترلاسه کړی او له یوې مودې وروسته دناصرالدین شاه قاچار دربار ته لاره ومومی . هغه لومړنی ایرانی شاعر ؤ چې له فرنسیسۍ ژبې سره بلد شو . البته پر فرانسې سربیره ، په عربی او انګریزی ژبو هم مسلط ؤ .

داوږدو قصیدو جوړول ، دښواوصافو درلودل ، دښوآوازونو راپنځول او پر مترادفو ټکو او کلمو تسلط پیداکول دهغه یوه روده ده او په همدې وجه پ خپل ګفتار کې له معنا ډک ټکی درلودل .دشعرونو پر دیوان سربیره، چې کابو اولس زره بیته لری،له دغه شاعره دپریشان په نامې سره یو کتاب هم پاتې دی چې دګلستان په سټایل سره لیکل شوی دی . قاآنی بلاخره د ۱۲۳۳لمریز کال د غوائ دمیاشتې په دیارلسمه نیټه چې د ۱۲۷۰قمری کال دشعبان دمیاشتې له پنځمې نیټې سره ئې سمون خواړه ، په ۴۷کلنۍ کې وفات شو او په شهر رئ دحضرت عبدالعظیم په حرم کې خارو ته وسپارل شو .

 

او له ننه ۲۵ کاله مخکښې د نولس سوه درې نوېم میلادی کال د مئی په دریمه نیټه، د ملګرو ملتو د علمی او کلتوری سازمان یعنی یونیسکو وړاندیز پسې د ملګرو ملتو عمومی اسمبلۍ دغه ورځ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله. دغه نومونه د دې فرصت برابروی چې د مطبوعاتو د قانونی او روا ازادیو دفاع وشی او د ورځپاڼو لیکونکو او خبریالانو په حقوقو ټینګار وشی. نن سبا د استبدادی حکومتونو لخوا د رسنیو منجمله مطبوعاتو ازادی چې پر حقیقتونو د خلکو پوهیدل د ځان په تاوان بولی، تر ممکنه حده محدودیږی. له بلی خوا په لویدیځې نړۍ کښې د رسنیو د ازادۍ په پلمه، نا مناسب او مبتذل عکسونه، مقالې او ډول ډول خبرونه مخاطبانو ته وړاندې کیږی او له مهمو خبرونو او اطلاعاتو سترګې پټوی. په لویدیځ کښې د رسنیو له ازادۍ ناوړه استفاده تر دې حده زیاته شوی ده چې د ازادۍ په نوم د الهی دینونو په میلیارډونو پیروانو سپیڅلتیاوو ته سپکاوی کیږی او په عین حال کښې په صیهیونیسټ رژیم نیوکې سختې او ناوړه پایلې له ځانه سره لری.