تاریخ پاڼه
نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا دکوچني اخترد میاشتې له ۴ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مۍ له ۶ نیټې سره برابره ده
۱۰۹۲ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د درې سوه یو پنځوسم هجری قمری کال د شوال یا وړوکی اختر د میاشتې په څلورمه نېټه د څلورمې هجری قمری پېړۍ یو عالم او ادیب محمد بن حسن دارقطنی وفات شو. هغه د خپلې زمانې د قرآن یو مشهور قاری او مفسر ؤ. دارقطنی خپل زیاتره عمر د علمی آثارو په تالیف کښې تېرکړ.د هغۀ له آثارو څخه «المعجم الاکبر» او «المناسک و الموضع فی معانی القرآن» په شان کتابونو ته اشاره کولې شوو.
۱۸۳ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د دولس زره شپېتم هجری قمری کال د شوال یا وړوکی اختر د میاشتې په څلورمه نېټه د هندوستان یو ستر عالم سید محمد دلداری وزېږېد. هغۀ خپلې ابتدائی زدکړې له خپل پلار او د هغې زمانې له علماو څخه حاصلې کړې او په مختلفو دینی علومو کښې د کلونو کلونو له علمی زدکړو وروسته یې د ارزښتناکو کتابونو تالیف ته د همت ملا وتړله. د هغۀ له آثاروڅخه چې له څلوېښتو ټوکو زیات دی د فقهې په علم کښې «عماد الاجتهاد» کتاب ته اشاره کولی شوو
۱۴۰ کاله پخوا، د اتلس سوه دوه اتیایم میلادی کال د مئی په شپږمه نیټه، د جرمن ژوند پېژاندی رابرټ کُخ لخوا د ټی بی د جراثیمو د کشفیدو اعلان وشو.
هغه له دغه اعلانه دوه هفتې وړاندې دغه میکروب چې د تاریخ په اوږدو کښې یې له یو میلیارډ نه زیات کسان وژلی دی کشف کړی وو.
پروفیسر کُخ بیا وروسته د دغو میکروبو د مخنیوی لاره پیدا کړه چې د درملو په وړاندې به یې مقاومت کاوه او کولئ یې شول تر کلونو کلونو پورې یوه ګوښه کښې پټ پاتې شی او په مناسب فرصت کښې یعنی د ناروغیو یا قحطۍ، بد خوراکۍ او زیاتو زحمتونو په وجه د بدن د کمزروۍ په وخت په فعالیت لاس پورې کړی. پروفېسر کخ د ټی بی د بیمارۍ د عامل له کشفولو سربیره مصر او هند ته سفر سره د کلرا میکروب یعنی (وبا) هم کشف کړل او همدا راز په نولس سوه شپږم میلادی کال کښې یې د ملېریا په خلاف آټوکسیل جوړ کړل چې د کونینو په شان دی.
کُخ چې د اتلس سوه درې څلویښتم میلادی کال د دسمبر په یوولسمه نیټه، د جرمنی بېډن ښار کښې زیږیدلئ ؤ او د نولس سوه لسم میلادی کال د مئی په اووه ویشتمه نیټه مړ شو، په نولس سوه پینځم میلادی کال کښې نوبل جایزه ترلاسه کړه. رابرټ کُخ بې له شکه د پینی سیلین له کشفونکی لویی پاستور وروسته د دنیا تر ټولو لوئ میکروب پیژاندی دی او د علم او سائینس په پراختیا کښې د هغه ارزښتناک خدمتونه به هیڅکله هیر نشی.
۱۱۱ کاله اګاهو د ۱۲۹۰ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې په شپاړسمه نیټه مشهور اوسمهاله محقق، مترجم او ادیب ذبیح ا... صفا دنیا ته راغی. ډاکټر ذبیح ا... صفا شهمیرزادی د ۱۲۹۰ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې په شپاړسمه نیټه د ایران د سمنان ولایت په شهمیرزاد ښار کښې زیږیدلی و. خپلې ابتدایی او متوسطه زده کړې یې هم په دغه ښار او بابل کښې وکړې، بیا د ایران پلازمینې تهران ته راغی او په ادبیاتو کښې تر ډاکټریټ پورې یې خپل تعلیم جاری وساتی او د پوهنتون استاذ شو.
ډاکټر صفا پخپل کلتوری عمر کښې په مهمو او حساسو پوسټونو پاتې شو او له دې لارې یې ډیر کلتوری او ټولنیز خدمات وکړل. په دغو کښې ځینی پوسټونه دا وو: په ایران کښې د یونیسکو د ملی کمیشن عمومی منشی، د تهران پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی مشر، په یونیسکو سازمان کښې په عمومی غونډو کښې د ایران د نماینده پلاوی غړی، د ایران د مولفانو او مترجمانو د شرکت د مدیره پلاوی غړی او هم د ایران د کلتورتون دایمی غړی.
هغه همداشان له ۱۳۱۲ لمریز کاله د هیواد له ډیرو فرهنګی مجلو سره خپله همکاری پیل کړه چې د دې ملګرتیا نتیجه په ادبی، تاریخی او فلسفی موضوعاتو کښې د لسو تحقیقی مقالو لیکل دی.
ډاکټر صفا له هغو استاذانو دی چې د تاریخ، کلتور او فارسی ادبیاتو په لړ کښې یې ګټه ور تحقیقات کړی دی چې پکښې په پنځو ټوکو کښې (تاریخ ادبیات ایران) ، تاریخ علوم عقلی در تمدن اسلامی) ، (حماسه سرایی در ایران) ، په دریو ټوکو کښې (ګنج سخت) او (مذاهب تشیع در ایران) نومې کتابونه شامل دی.
دغه مشهور ادیب په ۱۳۵۴ لمریز کال کښې د جرمنی په لوبک ښار کښې استوګن شو او خپل تحقیق او لیکنه یې جاری وساتله. ډاکټر ذبیح ا... صفا شهمیرزادی بلآخره په ۱۳۷۸ لمریز کال کښې په ۸۸ کلنۍ کښې د جرمنی په لوبک ښار کښې وفات شو او همهغلته خاورو ته وسپارل شو.
۵۲ کاله مخکښې د ۱۳۴۹ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې په شپاړسمه نیټه مشهور اوسمهاله لیکوال، شاعر او ادیب استاذ بدیع الزمان فروزانفر وفات شو.
هغه تقریباً په ۱۲۷۶ لمریز کال کښې د ایران د ختیځ د خراسان ولایت په بشرویه کښې دنیا ته راغلی و. په صرف، نحو، معانی، بیان، منطق، حکمت او فلسفه کښې یې خپلې زده کړې په مشهد او تهران کښې د ادیب نیشابوری، میرزا طاهر تنکابنی او سید کاظم عصار او داسې نورو تکړه استاذانو پاې ته ورسولې او بیا په دارالمعلمین عالی ښوونځی کښې یې د ادبیاتو معلمی پیل کړه.
بدیع الزمان ډیره زیاته وړتیا او هوښیارتیا درلودله او حافظه یې هم ډیره ښه وه. هغه له هیواده بهر ته ډیر علمی سفرونه وکړل او د ځینو هیوادونو په پوهنتونونو کښې یې د فارسۍ ژبې او ادبیاتو کرسۍ جوړې کړې.
استاذ فروزانفر د اسلامی معارفو او فارسی ادبیاتو په لړ کښې د ډیرو معلوماتو په لرلو سربیره ډیر شاګردان هم وروزل چې هر یو یې ستر استاذ ګڼل کیږی.
له دغه ګرانقدره ایرانی ادبیه ډیر آثار پاتې دی چې په څلورو ټوکو کښې د سخن او سخنوران کتاب، تاریخ ادبیات ایران او هم د شمس شمس تبریزی د کلیاتو تصحیح او هم د مولوی د فیه ما فیهِ او داسې نورو نومونه اخیستی شو.
استاذ فروزانفر بلآخره د ۱۳۴۹ لمریز کال د غویی د میاشتې په ۱۶ نیټه په تهران کښې د زړه د دریدو له امله وفات شو.