تاریخ پاڼه
نن د اتوار ورځ، یا یکشنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا د کوچني اختر د میاشتې له ۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۸ نیټی سره برابره ده
د مئی د میاشتې اتمه نیټه د سره صلیب او د سرې میاشتی ورځ نومول شوی ده. سور صلیب د هغې نړیوالې موسسې نوم دئ چې د خلکو د عمومی روغتیا د ساتنې او پرمختګ او د انسانانو د مصیبتونو او دردونو د درملولو لپاره په اتلس سوه څلور شپیتم میلادی کال کښې د جینیوا د موافقې له مخې جوړه شوه. د سویټزرلینډ جان هینری ډونن د دغې نړیوالې موسسې په جوړیدا کښې اغیزمن رول درلودلئ دی. هغه په اتلس سوه دوه شپیتم میلادی کال کښې وړاندیز وکړ چې د پوځی ټپیانو او رنځورانو خدمت یو بې پلوه فعالیت ګڼل کیږی. د ښیګڼو چارو ټولنو د دغه وړاندیز هرکلی وکړ او د پوځی ټپیانو د درملنې لپاره په اتلس سوه څلور شپیتم میلادی کال کښې د جینیوا د نړیوال کانفرنس موافقه تدوین شوه. له هغه وروسته د سره صلیب ملی ټولنې جوړې او پراخې شوې. همدغه راز د هینری ډونن د هڅو په درنښت د هغه د زوکړې ورځ، یعنی د مئی اتمه نیټه د سره صلیب د نړیوالې ورځې په توګه وټاکل شوه. په اسلامی هیوادونو کښې د سره صلیب پر ځائ سره میاشت د دغې موسسې د سمبول په توګه وکارول شوه. له وروستۍ احصائیې سره سم تر دوه نیم سوه میلیونه په زیاتو غړیو سره د سره صلیب او سرې میاشتی یو سلو شپږ ویشت ټولنې د نړۍ په کچه فعالیت کوی .
۶۵۷ کاله پخوا د ۷۸۶قمری کال د اختر یا شوال دمیاشتې په ۶نیټه
یومسلمان شاعر او محدث ابن بردس وفات شو . هغه دلبنان په یوه ښار بعلبک کې زیږیدلی ؤ او پخپل زیږنځای کې دمقدماتی زده کړو له ترسره کولو وروسته دمشق ښآر ته لاړ او دخپل وخت له مشهورو عالمانو ئې علم زده کړ. هغه بیلابیلو اسلامی ټاټوبو ته په سفرونو سره دخپلو زده کړو دبشپړ ولو اهتمام وکړ او ورپسې ئې تدریس ته مخه کړه . له ابن بردس څخه چې په دیندارۍ ،دنفس په پاکۍ او غوره اخلاقو له امله په خلکو کې ډیر مشهور ؤ ، په خطی بڼه یو شمیر آثار پریښی دی چې له هغو څخه :الاعلام فی وفیات الاعلام: نومې کتاب ته اشاره ک ولی شو.
۷۶ کاله مخکې د ۱۹۴۵ میلادي کال د می په ۸ نیټه
د نازي جرمني د بې قید وشرط تسلیمدو نه ورسته د اروپا دوهم نړیوال جنګ پای ته ورسیدل . د ۱۹۴۳ میلادي کاله ورسته په دوهم نړیوال جنګ کې د جرمني ماتې پیل شوې چې له دې نه پس په ختیځو جبهو کې روسانود سختو حملو په کولو سره جرمني اوپه اروپا کې دهغه تر متصرفاتو خاورو پوري ورسیدل . په لویدیځ برخوکې د آمریکا په ملاتړ د متفقینو یرغلونه زور واخیست او په همدې رودې سره د ۱۹۴۴ میلادي کال ترورستیو پورې د متفقینو پرمختګ جرمني ته د دوو جبهو له له خوا دوام وموند. په لویدیځه جبهه کې د ۱۹۴۵ میلادي کال په لومړیو کې متفقینو د راین له سینده تیر شو او روسانو هم له ختیڅو برخو څخه برلین ننوتل . د برلین د نسکوریدا په درشل کې هیټلر خودکشي وکړه او دنازي ډلي ډیرۍ غړي ونیول شول .د دوهم نړیوال جنګ د ختمیدو نه روسته د لندن د پروټو کول پر اساس جرمني هیواد د آمریکا ، شوروي ،انګلیس او فرانسې تر نیواک لاندي په څلورو سیمو وویشل شو .خو دا د دوهم نړیوال جنګ ختم نه ووځکه چې د جاپان ځواکونه د آمریکا ، چین او د کوریایې ځواکونو په وړاندي مقاومت کوله چې په ۱۹۴۵ میلادي کال د آګیست په میاشت د جاپان هیواد د هیروشیما او ناکازاکي ښارونو باندي د آمریکا د اټومي بمبارۍ په کولو سر ه دغه هیواد آمریکا ته تسلیم شو. په دې ترتیب سره دوهم نړیوال جنګ پس له ۶ کالو خونړیو جنګونو او د ۶۰ میلیونو کسانو په وژل کیدو سره او د ۱۱۵۰ ملیارډ ډالر په تاوانونو سره پای ته ورسیدل
۷۲ کاله پخوا،د دیارلس سوه دیرشم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په اتلسمه نیټه، یو ایرانی اوسمهاله ژباړونکی، څیړاند او شاعر رشید یاسمی وفات شو. هغه د ایران اوسمهاله نامتو شاعر او ادیب ملک الشعرای بهار په ملګرتیا سره د پوهنځی مجله جوړه کړه. هغه په دغه مجلې او د هغه وخت په نورو ورځپاڼو لکه (نوبهار)، (آینده) او (ارمغان) کښې خپل اثار او لیکنې خپرې کړې. استاز یاسمی پرله پسی کلونه د ارزښتمنو اثارو تالیف او ژباړه وکړه چې پکښې د (تاریخ ملل و نحل)، (آیین نګارش) او (تاریخ ادبیات معاصر) کتابونو ته اشاره کولئ شو. دغه توانمن استاد همداراز د (ایران در زمان ساسانیان)، (تاریخ ادبیات ایران) او (تاریخ عمومی) په شان کتابونه هم وژباړل .
او له ننه ۴۰ کاله پخوا ، د دیارلس سوه یوشپیتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په اتلسمه نیټه، د ایران په جنوب کښې د هویزه ښار د تپلی جنګ په دریم کال کښې د بیت المقدس د سترو عملیاتو په بهیر کښې د عراق د بعث پوځ له نیواکه آزاد شو. هویزه د نامتو ایرانی ځوانو جنګیالیو د میړانی او مقاومت یو سمبول هم دی. له هغو یو نامتو جنګیالئ حسین علم الهدی دی چې له خپلو یارانو سره یو ځائ یې د تپلی جنګ په لومړیو میاشتو کښې د هویزه له نسکوریدا د مخنیوی لپاره د وینې تر وروستی څاڅکی پورې مقاومت وکړ. د هویزه آزادی د سترې فتحې یعنی د خرمشهر د ازادۍ لپاره یوه سریزه وه .