May 08, 2022 14:35 Asia/Kabul
  • تاریخ پانه

نن ګل ورخ یا ۲شنبه ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۲ هجری قمری کال د شوال یا د کوچني اختر د میاشتې له ۷ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۹ نیټی سره برابره ده

۱۴۴۰ کاله پخوا، د دریم هجری قمری کال د شوال په اومه نیټه، د مسلمانانو او مشرکانو تر مینځ د احد جنګ د مدینی په شمال کښې د احد غر په لمن کښې رامینځته شو. د قریش مشرکانو په جنګ بدر کښې له سختی ماتی پسی دغه جنګ ته مخه کړه. همدی پسی د قریش درې زره جنګیالان له پوره وسلو سره د احد د جنګ ډګر ته راغلی وو،په داسی حال کښې چې مسلمانان مجاهدین له اووه سوه زیات نه وو. د اسلام ګران رسول (ص) د قریشو سره له مقابلې مخکښې، هر ځل په شان له مشرکانو سره د مبارزې د څرنګوالی په هکله له خپلو یارانو سره سلا وکړه او بالاخره یې د هغو کسانو نظر و مانه چې قریشو سره له مدینې بهر د جنګ غوښتونکی وو. د دواړو پوځونو تر مینځ جنګ د احد غر په لمن کښې رامینځته شو او په لومړیو کښې مسلمانانو ځلیدلی بریا ترلاسه کړه. خو په احد غر کښې له یوه حساس تنګی د ساتنې په اړه د پیغمبر اکرم (ص) له حکمه په هغوئ کښې د ځینو د خلاف ورزی او غفلت په وجه د قریشو جګړه مارانو له همهغه ځایه په مسلمانانو حمله وکړه او په تنګڅې کښې یې راوسته . د جنګ په دغه مرحلې کښې، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) ژوند هم په خطرکښې پریواته او د پیغمبر اکرم (ص) د میړانی او سر ښیندونکی تره حمزه پشمول کابو اویا مسلمانان شهیدان شول. په عین حال کښې د قریش مشرکانو پریکنده بریالیتوب ترلاسه نه کړئ شو او مکی ته ستانه شول.

 

۱۱۳۷ کاله پخوا، د درې سوه شپږم قمری کال د شوال په اومه نیټه، د ایران د سامانی وخت یو دانشمند احمد بن جیهانی وفات شو. مشهور ایرانی جغرافی پوه، سیاست وال او دانشمند ابو عبدا... احمد بن جیهانی د ارزښتمنو څیړنو په وجه چې تر سره یې کړې، په اسلامی نړۍ کښې مشهور شو. د ابن جیهانی تر ټولو مهم اثر د جغرافیې په علم کښې د المسالک و الممالک په نوم یو کتاب دی چې وروستیو جغرافیې لیکوالو د هغه دور د ټاټوبیو په باره کښې خپل اطلاعات له دی کتاب څخه اخذ کړی دی.

 

۳۶۹  کاله پخوا، د شپاړس سوه درې پنځوسم میلادی کال د مئی په نهمه نیټه، د تاج محل د ودانۍ د جوړیدا کار چې د نړۍ یو تر ټولو ښکلیې ودانۍ او په هند کښې د اسلامی معمارۍ یوه ډیره لوړه بیلګه ګڼل کیږی، له دوه ویشتو کالو ووروسته پائ ته ورسید. د تاج محل د ودانۍ د جوړیدا کار د هند د باچا شاه جهان د میرمنې له مرګه وروسته، د دغه هیواد په آګره صوبې کښې پیل شو. د تاج محل د ودانۍ بهر مخه په الوانی نقشونو سره ښکلی کړئ شوې ده او په عربۍ خط یو لړ کتیبې لری چې قرانی آیتونه ورباندې نقش شوی دی. په دغه ودانۍ کښې همداراز له سنګ مرمره جوړ دوه ضریح هم موجود دی چې ملکه نور جهان او شاه جهان باچا پکښې ښخ شوی دی.

د ویلو ده چې د تاج محل د ودانۍ د جوړولو لپاره د ډیرو غوره معمارانو شورا جوړه شوه او بالاخره د ایران د نامتو معمار استاد عیسی اصفهانی طرحه غوره کړئ شوه او هغه د هند د اسلامی معمارۍ یو ډیر عجیبه اثر جوړ کړ.

 

۳۶۱  کال پخوا، د یو زر اتیایم هجری قمری کال د شوال په اومه نیټه، حکیم متاله شیعی یعنی میرزا رفیعا نایینی وفات شو. په میرزا نایینی مشهور میرزا رفیع الدین محمد بن حیدر طباطبایی د یولسمې هجری قمری پیړۍ له لویو شیعیانو عالمانو څخه ؤ. هغه اصولی فقیه، متکلم او د معقولو او منقولو عالم ؤ او د دویم علامه مجلسی او شیخ حر عاملی له استازانو او د شیخ بهایی له شاګردانو څخه ؤ. اقسام التشکیک و حقیقته، حاشیه ی اصول کافی او الشجره الاهیه له هغه څخه دی. میرزا رفیعا په پنځه اتیا کلنۍ کښې په اصفهان کښې وفات شو او په تخت فولاد کښې خاورو ته وسپارل شو.

 

۱۱۹  کاله پخوا، د دیارلس سوه څلورویشتم هجری قمری کال د شوال په اتمه نیټه، په ایران کښې د مجلس ورځپاڼې لومړنی ګڼه خپره شوه. دغه ورځپاڼه د میرزا سید محمد صادق طباطبایی په نوم یوه مشروطه غواړی په وسیله جوړه شوه. هغه د مشروطیت په سر کښې د سید محمد طباطبایی په نوم د یوه مشر زوئ ؤ . د ویلو ده چې د مشروطیت اعلان او مطبوعاتو آزادۍ پسی، په ایران کښې د ورځپاڼو شمیر زیات شو او د ایران په بیلا بیلو ښارونو کښې په لسګونو ورځپاڼې خپرې شوې. خو د مشروطې په دور کښې لومړنی ورځپاڼه چې په ایران کښې د جرګې له پرانیستلو وروسته چاپ شوه، د مجلس ورځپاڼه وه چې د ملی شورا د جرګې د غونډو خبرونه او پیښو خپرولو ته یې مخه کوله .

 

۹۸ کاله پخوا، د دیارلس سوه دریم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په نولسمه نیټه، مجاهد عالم او مبارز روحانی آیت ا... سید عبدالحسین لاری وفات شو. سید عبدالحسین لاری په دولس سوه شپږ ویشتم هجری لمریز کال کښې په لار نومې ښار کښې وزیږید. هغه له مقدماتی او متوسطو زده کړو وروسته، د عراق نجف اشرف ته لاړ او د میرزای بزرګ شیرازی په درس کښې حاضر شو. آیت ا... لاری د میرزای شیرازی په حکم د فارس سیمې د خلکو د هدایت او مشرۍ لپاره لارستان ته لاړ. هغه په لومړی ګام کښې د لار ښار د علمیه حوزې بنیاد کیښود او د اسلامی احکامو خپرولو ته یې ملا وتړله. د واکمن لاس پوڅی د مالونو ضبطول او ثبتول، د وسلې د کارخانې جوړول، د پوځی ځواکونو روزل او مرکزی حکومت ته د مالیاتو نه ورکول هغه مهم ګامونه وو چې د هغه په مشرۍ د اسلامی ملت د رامینځته کولو په خاطر اوچت کړائ شول.

همداراز د شیراز له مشروطه غوښتونکو څخه په ملاتړ کښې د هغه باڅون، له حکومتی ځواکونو سره مقابله او له انګریز تیریګرو سره په مقابله کښې د تنګستان له میړنیو سره ملګرتیا د خلکو د خپلواکۍ او د اسلامی شرافت د راستنولو په لاره کښې د دغه جهادی مجتهد له فعالیتونو څخه دی. د سیاسی فعالیتونو ترڅنګ له آیت ا... لاری څخه کابو څلویښت فقهی، کلامی، سیاسی او اصولی اثرونه په یادګار پاتې دی. دغه مجاهد عالم بالاخره د دیارلس سوه دریم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په نولسمه نیټه، په شپږ اتیا کلنۍ کښې وفات شو او په جهرم ښار کښې په هغه ځائ کښې چې اوس د «مقبره آقا» په نوم مشهور دئ، خاورو ته وسپارل شو.

 

۹۵  کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په نولسمه نیټه، د ایران د ملی پارلیمان لخوا استعماری کیپیچولیشن امتیاز لغو شو. د کیپچولیشن عام مفهوم د کنسولی قضاوت او د قضایی تحفظ له ځینو امتیازاتو څخه عبارت دئ چې د هغه لمخې د یو هیواد ښاریز په نظر وړ هیواد کښې د جرم د ترسره کولو په صورت کښې به د کوربا هیواد په قلمرو کښې په جزایی او مدنی قوانینو کښې له شاملیدو څخه مستثنی کیدل. په ایران کښې کیپیچولیشن حق په لومړی ځل په دولس سوه شپږم لمریز کال کښې د فتحعلی شاه قاجار په زمانه کښې د ترکمنچای په تړون کښې روسیې ته ورکړئ شو او بیا وروسته نور ډیر حکومتونه هم د دغه امتیاز خاوندان شول او خپل کنسولی قضاوت یې د ایران په سیاسی او قضایی ادارو باندې وتاپه. په دولس سوه اووه نوېم لمریز کال کښې یوه لایحه تصویب شوه چې د هغې لمخې په ایران کښې د روسیانو د کیپیچولیشن حق چې د زور، ګواښ او طمعې تر دباؤ لاندې او د ایران د ولس د مصالحو په خلاف ؤ، د اساسی قانون په استناد سره لغوه شو. د ایران او روسیې د کیپیچولیشن د تړون له لغوه کیدا وروسته له نورو هیوادونو سره هم دغه شان تړونونه لغوه شول، خو لویدیځ هیوادونه هم هغه شان په دغه امتیاز پابند وو تر دې چې د ایران ملی پارلیمان د دیارلس سوه شپږم لمریز کال د غوایی د میاشتې په نولسمه نیټه، د کیپیچولیشن د لغوه کیدو اعلان وکړ او ټولو هغو حکومتونو ته یې چې د کیپیچولیشن له حق څخه یې استفاده کوله، یو کال وخت ورکړ چې په خپلو تړونونو کښې دې بیا کتنه وکړی او دغه امتیاز دې لغوه کړی. دغه شرمناک قانون یو ځل بیا په دیارلس سوه درې څلویښتم لمریز کال کښې مطرح او تصویب کړائ شو چې ورباندې د امام خمینی (رح) د احتجاج په وجه هغه ترکیې ته جلاوطن کړائ شو. بالاخره د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته کیپیچولیشن په ایران کښې د تل لپاره لغوه شو.

۷۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه ویشتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په نولسمه نیټه، د دویم نړیوال جنګ له ختمیدا وروسته له ایران څخه د پخوانی شوروی د ځواکونو بشپړه وتنه عملی شوه. له دویم نړیوال جنګ وروسته، ایران د امنیت شورا ته شکایت وکړ چې روسیې د درې اړخیزه تړون په خلاف ایران ندې خالی کړئ او د هیواد په کورنیو چارو کښې مداخلت کوی. شوروی د دغه شکایت هیله نه درلوده او په دغه شکایت باندې د غور د ځنډولو غوښتنه یې وکړه. خو د ایران، برطانیې او امریکې استازی په دې موضوع کښې د فیصلې په باره کښې د امنیت د شورا د غونډې له ځنډولو سره مخالف وو. شوروی نه غوښتل چې د ایران موضوع د شوروی په خلاف یو نړیوال جنجال شی نو ځکه په ایران کښې د شوروی سفیر له ایرانی چارواکو سره د موافقې لپاره زیاتې هڅې وکړې. بالاخره د ایران د خالی کولو او د شمال او آ‌ذربایجان د تیلو په اړه دواړو خواو یوه موافقه لیک لاسلیک کړه تردې چې بالاخره د دیارلس سوه پینځه ویشتم لمریز کال د غوایی د میاشتې په نولسمه نیټه، ۵۰  کاله پخوا، د دیارلس سوه درې نوېم هجری قمری کال د شوال په اومه نیټه،د منهج الصادقین د مشهور تفسیر خاوند آیت ا... میرزا ابوالحسین شعرانی په درې اویا کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې. دغه قدرمن عالم په ټولو دینی علومو کښې زیاد مهارت لرونکئ ؤ او په فارسی، فرانسی او انګریزی ژبو یې پوره سلطه درلوده. د هغه پراخ دانش چې د پرله پسی کلونو له درسونو پسی یې تدریس کړی دی، ډیر ښه ښکاره دی. له شعرانی څخه پریمان تالیفات په یادګار پاتی دی چې پکښې کولئ شو، په لسو ټوکو کښې د منهج الصادقین او شرح کفایه الاصول ته اشاره وکړو.شوروی ایران په بشپړه توګه خالی کړ.

او له ننه ۳۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په نولسمه نیټه، د حلبچې له غمیزې پنځوس ورځې وروسته د ایران په خلاف د عراق په تپلی جنګ کښې د کیمیایی وسلو د استعمالو په اړه د امنیت د شورا شپږ سوه دولسم پریکړه لیک صادر شو. د ایران د بې ګناه خلکو په خلاف د عراق د کیمیایی بمباریو په اړه د عراق په خلاف د ایران په شکایت سره د ملګرو ملتو کارپیژاندو د دواړو لورو له سیمو څخه له کتنې وروسته د عراق لخوا د ایرانی پوځیانو او عامه خلکو او همداراز د عراقی پوځیانو په خلاف له کیمیایی وسلو څخه د استفادې په اړه خپل رپوټ عمومی منشی ته وړاندې کړ. عمومی منشی دغه رپوټ په یو ضمیمه لیک سره د امنیت شورا ته وړاندې کړ چې په نتیجه کښې یې شپږ سوه دولسم پریکړه لیک صادر شو. په دغه پریکړه لیک کښې بې له دې چې د یو خاص هیواد نوم له کیمیایی وسلو څخه د استفاده کوونکی په توګه واخیستئ شی، د دغو وسلو استعمال وغندل شو. همداراز په دغه پریکړه لیک کښې له ټولو هیوادونو وغوښتل شول چې د بې پلوی توب د ژمنو په خیال ساتنې سره دې ښکیلو خواو ته د کیمیایی عواملو له صادرولو څخه ډډه وکړی.