تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ، یا ۴ شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې ۲۱ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچني اختر له ۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۱۱ نیټی سره برابره ده
۱۳۳۳ کاله پخوا، د یو سلو لسم هجری قمری کال د شوال د میاشتې په نهمه نیته، د دویمې سپوږمیزې پیړۍ مشهور محدث او فقیه ابن سیرین وفات شو. هغه د عراق د سویل په بصره ښار کښې زیږیدلی و او له ځلمیتوبه یې د علم زده کړې او زهد او تقوا ته مخه کړه. ابن سیرین د پیغمبر اکرم(ص) د حدیثونو لپاره ډیر اهمیت قایل و او د حدیثونو په حفظولو او نقلولو کښې دقیق او محتاط و او د نظر همدغه دقت یې سبب شو چې مشهور مولفان او لیکوالان د هغه روایتونه د استناد وړ وبولی.
ابن سیرین پخپل عمر کښې د پیغمبر اکرم(ص) د دیرشو اصحابو محضر درک کړ او په مختلفو ژبو ورڅخه ډول ډول کتابونه او خطی نسخې پاتې دی.
۳۲۶ کاله مخکښې د شپاړس سوه شپږ نوېم میلادي کال د مئی په یولسمه نیټه، یو فرانسوي اندیشمند او لیکوال ژیان ډی لا برویر وفات شو. هغه په شپاړس سوه پنځه څلویښتم میلادي کال کښې و زیږید او د حقوقو په څانګې کښې یې خپلې زده کړې پائ ته و رسولې ا و وکیل شو. خو ډیر زر یې هغه پریښود او حکومتي کار یې غوره کړاو دهغه تر څنګ د خپل وخت د خلکو د روحیاتو او اخلاقو په باره کښې یې تفکر او مطالعی ته مخه وکړه . لا برویر درې څلویښت کلن ؤ چې د خلکو د مختلفو ډلو په هکله یې یوکتاب له لاتینی ژبی په فرانسوي ژبه و ژباړه اود هغه په پائ کښې د سجایای بشر تر عنوان لاندی د خپل وخت د خلکو د اخلاقو، دودونو او آدابو په اړه یو لړ مطالب ور زیات کړل . هغه په دغه کتاب کښې د حکومت او ټولنی په فسادونو او ناوړه عادتونو او دودونو سخته نیوکه کړي او د حل لاره یې دین ته ستنیدا بللي ده .
خلکو د اخلاقي ښیګړودکتاب پراخ هرکلی وکړ. لا برویر د ژوند په وروستیو کښې ، د (تسلیم او د نفس د پریښودلو د اصولو په باب د بحثونو ) کتاب یې ولیکه. د ویلو ده چې د دغه فرانسوي لیکوال لیکینې له ښه ، نازک او اغیزمن نثر څخه برخمنې وې چې د دغه هیواد د ادبیاتو په شاهکارو کښې ګڼل کیږي .
۱۵۸ کاله مخکې د ۱۸۶۴ میلادي کال په ۱۱ نیټه
انګلسي لیکواله اتل لیلیان وو ینیچ وزیږده . هغه په ۲۱ کلنۍ کې روسیې ته لاړه او د دغه هیواد د ادبیاتو د زده کولو لپاره له مخکې نه ډیر ادبیات او لیکوالۍ ته ګروهمنه شوه . د میرمن وو ینیچ لومړنۍ او ډیر مهم ناول ګیډ پلايی یا خر مګس نومیږي . د هغې له نورو آثارو څخه کولای شو چې جک ډایموند او کفشت رابکن یاد کړو . میرمن وو ینیچ په ۱۹۶۰ کال کې مړه شوه .
۱۱۷کاله پخوا د نولس سوه پنځم میلادي کال د مئی په یولسمه نیټه ، د اسپانیا اوسمهاله انځورګر او د کوبیزم د سبک بنسټګر سلویډور ډالی وزیږید . د انځورګرۍ د هنر په زمینه کښې د هغه استعداد له ځوانۍ څخه څرګند شواو ډیر زر یې نړیوال شهرت حاصل کړ. ډالی په انځورګرۍ کښې له ذوق او نوښته برخمن ؤ او د ماډرن انځورګرۍ په بشپړولو کښې یې رول درلود. هغه په نولس سوه نهه اتیایم میلادي کال کښې مړ شو.
۱۰۳ کاله مخکې د ۱۲۹۸ لمریز کال د غوايي د میاشتې په ۲۱ نیټه
د میرزا کوچک خان جنګلي له یارانو څخه یو تن ډاکټر حشمت د ګیلان د حاکم تیمور تاش په حکم سره اعدام شو.ډاکټر ابراهیم حشمت الاطباء یو نیک کردار او آزادۍ غواړی شخصیت وو چې د مشروطه غورځنګ د رښتنیو مجاهدینو له جملې اود جنګل په پاڅون کې هم د سرښیندونکیو مشرانوپه لیکه کې میرزا کوچک خان جنګلي ته ډیر نیژدې وو.
هغه د جنګل د پاڅون په بهیر کې د خپل طبي خدماتو په وسیله په لاهیجان کې ډیرمحبوبیت تر لاسه کړل او په هغه ځای کې د ملي نظام په نوم یو څو سوه کسیزه ډله رامینځته کړې وه . او له ډیرو مودو نه ورسته چې د جنګل له پاڅون سره مبارزې ته لګیا وو د حکومت د چارواکو له خوا ورته د تسلیم بلنه ورکړای شوه . ډاکټر حشمت ته د حکومت د پوځي چارواکو له خوا د قرآن کریم په پوش کې امان نامه ولیکل او هغه ته واستول شول . ډاکټر حشمت چې پر دیني اصولو باندي ایمان درلود د پوځي مقاماتو په قسم يي باور وکړ او د ۲۷۰ هغو مجاهدو کسانو سره چې د ده تر امر لاندي وو ځان قزاقانو ته تسلیم کړ خوله هغه سره د پوځې قومندانانو بد کړچار په هم هغو لومړنیو شیبو کې ډاکټر خپلو تیر وتنو ته متوجې کړې . له لنډې مودې نه ورسته د پوځي محکمې غونډه تر سره شوه او بی له دې چې ډاکټر حشمت ته د دفاعیې حق قایل شي ، هغه حکم چې پخوا یې لیکل شوی وو ولوستل شو او ډاکټر يې په اعدام محکوم کړلو. بلاخره ډاکټر حشمت د ۱۲۹۸ لمریز کال د غوایې په ۲۱ نیټه په رشت کې په دار و ځړول شو او په همغه ځای کې خاوروته وسپارل شو.
۸۷ کاله وړاندې د نولس سوه پنځه دیرشم میلادي کال د مئی په یولسمه نیټه ، د نیپکو د ټیلویزیوني بوسټرپه نوم د نړۍ د لومړې ټیلویزیوني بوسټر په توګه د جرمني په برلن ښار کښې په رسمي توګه په کار پیل وکړ او په دی ډو ل له ټیلویزیونه استفاده ممکنه شوه . دغه بوسټر د ټیلیویژیون د یوه اصلي نوښتګر پاول نیپکو د زیارونو د قدرونې په وجه د هغه په نوم جوړ او و نومول شو . د ویلو ده چې نیپکو په څاپو د عکسونو د بدلولو او د بیا جوړولو روده معلومه کړه . د هغه نوښتي ټیلیویژیون نن صبا په ډیره پرمختللي بڼه کښې د ټولو په واک کښې دی . دغه دستګاه په علمي څیړنو کښې هم زیاته کارول کیږي.
او له ننه ۸۲ کال مخکې د ۱۹۴۰ میلادي کال د می د میاشتې په ۱۱ نیټه د اګلستان او فرانسې ګډ ځواکونه د بلجیم هیواد څخه د ملاتړ په موخې سره چې په هغه وخت کې دغه هیواد د نازي جرمني له خوا تر تیري لاندي راغلي وو بلجیم ته ننوتل . له بلجیم څخه دفاع د انګریزانو او فرانسویانو د یو تړون پراساس باندي ورباندې ټنګار کیدله .
د انګلستان اوفرانسې د یوالۍ سره سره د نازي جرمني پوځ نه یواخي د بلجیم پوځ بلکې د انګلیس او فرانسې ځواکونو ته هم ماتې ورکړه او ټول بلجیم یې هم ونیول .