تاریخ پاڼه
نن د زیارت ورځ، یا ۵ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د د غوائی د میاشتې ۲۲ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچني اختر د میاشتې له ۱۰ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئ له ۱۲ نیټی سره برابره ده
۱۱۱۵ کاله پخوا، د درې سوه اته ویشتم هجری قمری کال د شوال په لسمه نیټه، په ابن مقله مشهور دبیلا بیلو خطونو نوښتګر، خوشنویس او لیلکوال ابو علی محمد بن عبدا... بغدادی وفات شو. هغه په بغداد ښار کښې و زیږید او د هغه وخت له مشهورو پوهانو څخه یې د دینی معارف او دانش کسبولو ته مخه کړه. ابن مقله په ځوانئ کښې د عباسی واکمنانو په حکومت کښې د وزارت مقام ته و رسیده، خو څه موده وروسته د عباسی واکمنانو له جنایتونو او ظلمونو سره د مخالفت په وجه یې د هغو غوسه را وپاروله او زندانی شو. بالاخره د هغه وخت د واکمن په حکم، د ابن مقله ژبه او ښئ لاس پرې کړئ شو او وروسته و وژل شو. د ابن مقله زیات شهرت د خوشنویسی په هنر کښې دی. هغه به حروف په ښکلی هندسی بڼه کښې لیکل او د ژوند ډیرو لیکونکو هغه د عربی خط د نوی رودې او رسم الخط لومړنې طراح بللئ دی. د
ابن مقله په آثارو کښې کولئ شو د رساله فی علم الخط و القلم او رساله فی میزان الخط کتابونو ته اشاره وکړو.
۵۲ کاله وړاندې د دیارلس سوه نهه څلویښتم هجري لمریز کال د غوایی په دوه ویشتمه نیټه، بحرین د دوه سوه اته اویایم پریکړه لیک په صادرولو او د ملګرو ملتو له تائیدولو سره له ایرانه خپلواک شو. په فارس خلیج کښې د بحرین ټاپو د اسلام له ظهور مخکښې د ایران د قلمرو برخه وه او د اسلامي حکومت له جوړیدا سره د مسلمانو خلیفه ګانو تر کنټرول لاندی راغلو. د اومی هجری پیړۍ له لومړیو یوځل بیا له ایران سره یو ځائ شو تر دی چې په دغه ټاپو کښې څو ځله د قدرت له بدلیداوروسته د اول نړیوال جنګ په دورشل کښې بحرین د انګلستان تر سرپرستۍ لاندی راغئ . په عین حال کښې ، ایران تل پر بحرین د خپل حاکمیت ټینګا ر درلود او د بحرین د نیواک په خاطر یې پر انګلستان اعتراض کوه. د دیارلس سوه څلویښتم لمریزی لسیزی په لومړیو کښې انګلستان د خپلومستعمرو په اداره کولو کښې د ناتوانۍ په وجه له فارس خلیجه د شاتګ پریکړه وکړه نو ځکه د شاه رژیم له موافقی سره د دغه ټاپو د برخلیک دټاکلو لپاره د ملګرو ملتو تر څارنی لاندی په بحرین کښې د یوی نظر غوښتنې لپاره زمینه برابره شوه .په همدی لړ کښې د ملګرو ملتو د امنیت شوری یو استازی بحرین ته و لیږلو. بحرین ته د ملګرو ملتو لیږل شوئ استازئ ، د دوو اونیو په مودې کښې ، په دغه هیواد کښې له نفوذ لرونکي کسانو او قبایلي مشرانو سره د خبرو اترو له لیاری دغه نتیجې ته ورسیده چې بحرین دی خپلواک شي. د ملګرو ملتو د امنیت شوری هم د دی نظر په تائیدولو او د دوه سوه اته اویایم پریکړه لیک په صادرولو سره د بحرین خپلواکئ ته رایه ورکړه. په دی ډول پر بحرین د ایران څو پیړیو حاکمیت د دیارلس سوه نهه څلویښتم کال د غوایی په څلورویشتمه نیټه ختم شو.
۳۷ کاله پخوا د دیارلس سوه څلور شپیتم هجري لمریز کال د غوایی په دوه ویشتمه نیټه، د تهران په ناصر خسرو واټ کښې یوه بمي چاودنه د لسګونو کسانو د شهادت او ټپي کیدا سبب شوه . د اسلامي نظام د کمزوري کولو او د ټولنی د ناامنه ښودلو لپاره د انقلاب ضده ډلګیو او منافقینو له لوری د بمي چاودنو په دوام کښې د منافقینو ډلګۍ ده ځل د تهران د ناصر خسرو په واټ کښې چې د ښار په مینځ کښې د ګڼې ګوڼې ځائ ؤ په دغه جنایتکاره عمل لاس پوری کړ. او دغه بم چې پنځوس پونډه ټي این ټي ورانونکئ قدرت یې درلود ، د یوی دوه پوړیزې ودانۍ او د جامو یوه تولیدي کارځائ ته د اور لګیدنې او ویجاړیدا لامل شو. په دغه پیښه کښې نهه ایرانیان شهیدان او پنځه څلویښت نور ژوبل شول . د منافقینو ډلګۍ د ایران د ملت د آزادۍ او د خلکو د ژغورنې د چټي شعارونو له لګولو سره سره داسې بوږنونکي جنایتونه کول او دغو کړنو د هغوئ د هدفونو دروغوالۍ تر پخوا زیات ټولو ته ثابت کړ.
۱۴ کاله مخکښې د دوه زره اتم میلادي کال د مئی په دولسمه نیټه ، د چین په جنوب لویدیځ کښې په سی چوان صوبی کښې د اوه اعشاریه نهه ریشتر په اندازی زلزله راغله . د دغه بوږنونکي زلزلې له امله اوه اتیا زره کسان مړه او درې لاکه اتیا زره کسان ټپیان شول . دغی پیښې همداراز په ملینونو چینیان بی کوره کړل . په چین کښې له دغی لوی زلزلې وروسته د نړۍ له مختلفو هیوادونو مرستیندوئ ډلې دغه هیواد ته روانې شوې څو زلزله ځپلو سره مرسته وکړي . دغه پیښه په چین کښې د تیرو درو لسیزو په اوږدو کښې لویه زلزله وه
او له ننه ۱۰ کاله مخکښې د دیارلس سوه یو نوېم هجري لمریز کال د غوایی په دوه ویشتمه نیټه ، د ریاضۍ یو ایرانی تل پاتی څیره پرویز شهریاري د زړه دریدا په وجه په شپږ اتیا کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه چې په دیارلس سوه پنځم لمریز کال کښې په کرمان کښې زیږیدلئ ؤ، د ایران د ریاضۍ یوه تل پاتی څیره ده او د ریاضیاتو په زمینه کښې یې له دوه سوه زیات کتابونه لیکلئ او ژباړلئ ؤ. ډکټر شهریاري د ریاضیاتو استاز او د (وهومن)، (چیستا) او (ریاضي و مردم )د مجلو مسؤل مدیر ؤ. هغه په دیارلس سوه پنځه څلویښتم کال کښې علمي ړومبۍ درجه وګټله او په دیارلس سوه څلور اتیایم کال کښې د ریاضیاتو په څانګه کښې د تل پاتی څیرې په توګه انتخاب او معرفي شو. پرویز شهریاری په ځلونو د خارجي پوهنتونونو له خوا کار لپاره ور وبلل شو خو ترجیح یې ورکړ چې پخپل هیوادکښې پاتی شي او د خپلو وطنوالو خدمت وکړي.