تاریخ پاڼه
نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۴۰۱ هجری نمریز کال د غوائې د میاشتې ۲۶ نېټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا وړوکی اختر د میاشتې له ۱۴ او د ۲۰۲۱ میلادی کال د مئ له ۱۶ نېټې سره برابره ده
۸۷۰ کاله پخوا د ۵۷۳قمری کال دشوال دمیاشتې په څوارلسمه نیټه،
دشپږمې قمری پیرۍیو لوی مسلمان مفسر، متکلم ، فقیه او محدث قطب الدین راوندی له نړۍ سترګې پټې کړې . هغه په پرله پسې کلونوکې دخپل وخت له لویو عالمانو استفاده وکړه او دفقې او حدیث په علم کې او دغه راز دقرآن کریم په تفسیر کې ئې ډیر مهارت وموند. . له دغه لوی مسلمان فقیه څخه کابو اتیا ټوکه کتابونه په یادګار پاتې دی چې له هغو څخه ، دقرآن تفسیر ، رسالةالفقها، آیات الاحکام او اسباب النزول نومې کتابونو ته اشاره کولی شو.
۵۲۰ کاله مخکې د ۱۵۰۲ میلادي کال د مئ په ۱۶ نیټه
د مرکزي آمریکا د هیوادونوڅخه هندوراس ټاټوبۍ هم د اسپانیا په متصرفاتو کې راغي . . هندوراس د دغې نیټې نه مخکې د مایا د قام د لوی تمدن مرکز و. خو کله چې اسپانیا هندوراس ونیول مایا خاندان بیخي له مینځه لاړل . د ۱۹ پیړۍ په سر کې د اسپانیا د داخلي حالاتو د خرابیدو په وجه د هندوراس ټاټوبۍ د مرکزي آمریکا د نور ډیرو مستعمراتو په څیرله فرصت څخه استفاده وکړه او ځپلواکه شوه . هندوراس د ۱۱۲ زرو کیلو مټر مربع په مساحت سره جمهوري حکومت لري او د نیکاراګوا، السالواډور ،او ګواټیمالا هیوادونوسره ګاوندی دی
۴۵۱ کاله پخوا د ۱۵۷۱ میلادي کال د مئ د میاشتې په ۱۶ نیټه جرمن ستور پیژاندی او منجم یوهان کپلر د جرمني په ویل ښار کې وزیږید کپلرپه څلور کلنۍ د کوي په ناروغۍ د اخته کیدو له امله لاسونه يی شل او دسترګو نظريی هم کمزوری شو. خو له دې ټولو نیمګرتیاو سره سره هغه بیاهم د علم د ترلاسه کولو څخه لاس وانخیست . او پوهنتون ته په داخلیدو سره د نجوم علم په اده مطالعې ته مخه کړه . کپلر په ۲۳ کلنۍ کې د ستورپیژندنې د علم د استاد په حیث وټاکل شو اوبیا هم مطالعې ته دوام ورکړ. کپلر ورسته بیا له یو مشهور ډانمارکي منجم تیکو براهه سره آشنا شو. کپلر ډیر کلونه د ستورو په اړه مطالعې او څیړنې ته بوخت و.هغه په ۱۶۰۹ میلادي کال کې د سیاراتو د ځای پرځای کیدو قوانین چې دکپلر قوانین نومول کیږي وموندل او دغه موضوع د هغه د څیړونو اومطالعاتو نتیجه ده چې د کوراتو د حرکت او پخپل شاوخوا کې د مریخ دسیارې بیضوي حرکت په اړه کړی دی او دهغه په (نجوم جدید) کتاب کې بیان شوی دی.
۳۴ کاله پخوا، د نولس سوه اته اتیایم میلادی کال د مئی په شپاړسمه نیټه، د پخوانی شوروی سره پوځ له افغانستان څخه وتل پیل کړل. د نور محمد ترکی له کودتا وروسته په افغانستان کښې د پخوانی شوروی نیغ په نیغه ملاتړ سره لومړنی کمیونیسټی حکومت جوړ شو. د ترکی حکومت د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال د اپریل په لومړیو وختونو کښې د ترکی د یو ملګری حفیظ ا... امین په مشرۍ په یوې بلې کودتا سره نسکور شو. خو روسیان په حفیظ ا... امین باندې چې له امریکې سره د نږدیکت او له ختیځ او لویدیځ سره د افغانستان په تعلقاتو کښې د اعتدال راوستلو په لټه کښې ؤ، بدګمان شول او د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال په وروستیو ورځو کښې په کابل کښې د خپلو له پینځو زرو نه زیاتو هوایی ځوکونو په کوزولو سره د هغه حکومت نسکور کړ. په دې ډول په افغانستان باندې د شوروی د سره پوځ پوځی تیری پیل شو
د تیری ګرو او لاس پوڅو حکومتونو په مقابل کښې د افغان مسلمانو ځواکونو مجاهدت د دې سبب شو چې په افغانستان کښې د حاضرو روسی ځواکونو شمیر تر یولکو تنو پورې زیات شی. دغه تیری او نیواک کابو نهه کاله دوام وموند چې د نولس سوه اته اتیایم میلادی کال د مئی په شپاړسمه نیټه له افغانستان څخه د شوروی ځواکونو وتل پیل شول.